(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علم فلکېات

[31.Oct.2020 - 15:52]

 

ASTROLOGY  علمِ فلکیات 

علمِ فلکیات ته "نجیم" هم وائي او د دې درجه بندي مونږ پۀ دریو حصو کښې داسې کوو

۱- د زمکې واړه مخلوقات او معاملات د ستورو پۀ تصرف کښې دي او د دغې ستورو د نقل و حرکت نه د راروانو حالاتو پېش ګویانې تر لاسه کیدے شي.  (دا عقیده ۳ زره کاله زړَه قبل مسیح د Mesopotamia نه شروع شوه (عراق، شام او د ایران څۀ حصې) او پۀ یوناني تهذیب کښې ئې خپلې پنجې ښخې کړې او دغه عقیده صابین "sabians" هم خپله کړے وه چاته چې ابراهیم علیه السلام رالېږلې شوے وۀ. پۀ يورپ کښې هم دغه عقیده دوه زره کاله زړَه ده او پۀ دیارلسمه صدۍ کښې دغه عقیده فلاسفرو خپله فلسفه کښې شامله کړه لکه سیټ تهامس ایکوئیناس "st.thomas Aquinas" او ډانټې "Dante" وغېره )

د میسوپوټیمیا دغه عقیده پۀ شاهي سرپرستۍ کښې نوره هم وده وکړه او بیا صاربین (sarbians) د ستورو،  نمر او سپوږمۍ پۀ شکل بتان جوړ کړل او ورسره ئې خصوصي ځایونه د عبادت د پاره مختص کړل.

 

۲- دویمه ډله دا دعویٰ کوي چې الله د خپلې خوښې سره د ستورو پۀ نقل و حرکت کښې د دنیاوي حالاتو او معاملات اثر اېښودې دے او د دغې اثر پۀ اساس د راتلونکي حالاتو او واقعاتو پته لګي ، دا  د مسلمانانو نجومیانو عقیده وه او دغه علم پۀ عباسي خلافت کښې وده وکړه او دغسې دغه عقیده اموي خلفاء مخ پۀ وړاندې بوتله او پۀ هر شاهي دربار کښې به یو نه یو نجومي ناست د راروان حالاتو او ستونزو خبر ورکوو. بیا دغې نجومیانو دې عقیدې له اسلامي رنګ ورکړو لکه څنګه چې نن علمِ نجوم له بعضې خلق جواز ګوري او وائي چې د "البروج" معنیٰ  "The Zodiac Signs" ده حالانکې دا یؤ تحريف دے  او د البروج سهي معنیٰ "د ستورو ترتیب" دے اؤ حدیث کښې راغلي مَن اقتبس شُعبةً من النجوم فقد اقتبس شعبةً من السِّحْر، زاد ما زاد ، پۀ دغه بنياد که چا د علمِ نجوم (stellar science) یوه برخه زده کړه، نو هغه د سحر یوه برخه زده کړه

 

۳- دریمه ډله هغه ده څوک چې د ستورو پۀ نقل و حرکت کښې د موسمونو،   د کښت کارۍ او د مسافرو د لارو پۀ اساس فقط د رهنمائۍ مُعتقد دي، کومه چې بعینه د اسلام عقیده ده لکه چې وائي

 

۱- النَّجْمُ الثَّاقِبُ ﴿٣ الطارق﴾

۲- وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ﴿٩٧ الأنعام﴾

۳- وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ ﴿٥٤ الأعراف﴾

۴- وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ ﴿١٢ النحل﴾

۵- وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿١٦ النحل﴾

۶- وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ ﴿١٨ الحج﴾

۷- فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ﴿٨٨ الصافات﴾

۸- وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴿٤٩ الطور﴾

۹- وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ ﴿١ النجم﴾

۱۰- وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿٦ الرحمن﴾

۱۱- فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ ﴿٧٥ الواقعة﴾

۱۲- فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ ﴿٨ المرسلات﴾

۱۳- وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ ﴿٢ التكوير﴾

 

دا ليک په دې دعا خپل منطقي انجام ته رسؤم.

 

اللهم لا خيرَ إلا خيرك، ولا طير إلا طيرك، ولا إله غيرك.

 

خیام یوسفزے

-
بېرته شاته