(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خلق او

[31.Oct.2020 - 15:42]

د خلک ډېموکراټیګ ګوند او پرچم ګروپ 

، کله چې د افغانستان اساسي قانون ومنل ( پاسشو،د خلق سیاسي خوځښت ښکارې ته راووت. دې خوځښت د خلق په نوم یو اخبار راوویست،چې د امتیاز خاوند یې نورمحمد تره کی ؤ، خلق اخبار له اوومې ګڼې وروسته دحکومت له خوا  بند شو

 په 1344 ل کال کښې دګوند د عمومي منشي(جنرل سېکرټري) د ټاکلو لپاره  په کابل کښې  کنګره راوبلله شوه، د نورمحمد تره کي په مقابل کښې  ببرک کارمل  ځان نوماند  (کاندېد) کړ. د مرکزي کمیټئ د اوو کسانو د غړو څخه څلور کسانو ببرک کارمل ته او دریو کسانو نورمحمد تره کی ته رایه (ووټ) ورکړه،  مسئله دومره ترینګلې (جدې) شوه چې ببرک کارمل ځان ته د پرچم په نوم سیاسي ګروپ جوړکړ او د پرچم په نامه ئې اخبار راوویست، چې د امتیاز خاوند ئې سلیمان لایق ؤ

ببرک کارمل یو حکومتي / سرکاري سړی  مرکزي کمیتې ته داخل کړی و،چې ددغه کس په سر د کارمل او تره کي تر منځ  مخالفت پیداشوی ؤ، چې دګوند دعمومي منشي لپاره  دمرکزي کمیټۍ ټاکنې (انتخاباتددوۍ  د بیلوالي (جدائې) لپاره بهانه شول. نورمحمد تره کی  د خلق د سیاسي خوځښت مشر پاتې شو او کارمل د پرچم ګروپ جوړ کړ.. 

.سرچېنه پښتونخوا

-
بېرته شاته