(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرېکا مرسته

[31.Oct.2020 - 15:38]

ترمپ د امریکا مرسته د ملګرو ملتونو د روغتیا موسسې سره ولې ځنډولې؟

لیک : شیر یحیا

د سه شنبې په ورځ ترمپ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کي وویل چي امریکا نور د ملګرو ملتونو له روغتیایي  موسسې        WHO   سره مالي مرسته نه  کوي . ده وویل چي  دغي مؤسسې د امریکا حکومت ته غلط معلومات ور کړي دي او همدارنګه دوی د بیل ګیټس ، راکفیلر او د دوا د جوړولو کمپنیو د لاس اله ده . ده دا هم وویل چي دغي مؤسسې چینایانو ته غلط معلومات ورکړي وه چي پر سفر باندي چین او د چین څخه دباندي بندیزونه و نه لګوي .

 

 د غي موسسې  ته د چینایانو له خوا د ډیسمبر پر ۳۱ مه خبر ورکړه سو چي دغسي یوه اپیډیمي په چین کي پېښه سوې ده خو  یوه میاشت وروسته یاني د جنوری د میاشتي پر ۳۰ مه دغي مؤسسې د پانډیمي اعلان و کړ  چي په چین کي د مرضانو شمېر لس زرو تنو ته رسېدلی وو .

 

په تیرو ورځو کي کرار کرار داسي نښي نښانې مخ په زیاتېدو دي چي      WHO د بیل ګیټس ، وارن بفیټ ، راکفیلر او ددوا جوړولو کمپنیو په لاس کي لوېدلې او ددوی د ګټو مطابق کار کوي .

 

پر بیل ګیټس او دده پر انډیوال وارن بفیټ د وایرس خپسکي ناست دي او خپلي پیسې په  دغه تجارت کي مصرفوي . ځکه نو دا د تعجب خبره هم نه ده که دوی دواړه  ښه تر ستوني په دغه توطیه کي داخل وي . دوی دواړه له لسو کالو راهیسي د          WHO   اعظمي بودجه برابروي . د خدای د رضا له پاره ؟

 

بیل ګیټس ، وارن بفیټ ، راکفیلر ، ټډ ټرنر .... غواړي چي ۶۰۰ میلیارډه ډالره د خیرییه  چارو په غرض  سره  راغونډ  کړي  . دوی تر اوسه ۴۰  میلیارډه   ډالره      برابر کړي  دي  .  خو په  حقیقت  کي  دوی  بل   پلان   لري  او          هغه          „Agenda ID2020“  ده.

 

تقریبآ له سلو کالو راهیسي  دEugenics  په نامه پلانونه سته چي تقریبآ ۹۵ ٪ د بشریت د افرادو له منځه وړل یې هدف دی .

 

په ۲۰۰۹ کال کي د لندن د ټایمز ورځپاڼي د خبر مطابق  د همهغه کال د مې په میاشت کي  په نیویارک کي  د « میلیارډرانو پټ  کلب » یو مجلس وسو . ددغه مجلس غړي ډیویډ راکفیلر ،  ټډ ټرنر  او بیل ګیټس وهدوی پر دې خبره غور و کړ چي دوی څنګه له خپلو پیسو څخه د انسانانو د کمولو له پاره کار اخیستلای سي . » 

 

ټډ ټرنر مثلآ داسي وړاندیځونه و کړه چي نور یې شاک کړه . ده وویل چي موږ څنګه ۹۵ په سلو کي د بشریت نفوس کمولای سو . ده د یوه کوجني  سیاستوړاندیځ هم وکړ  چي هري کورنۍ ته به فقط د یوه کوچني د زېږولو اجازه ورکوله کیږي لکه په چین کي ،   دغه یهود پخپله پنځه اولادونه لري او  ۲۵۰۰۰۰ جریبه مخکه !

 

  

ټډ‌ټرنر په میلیارډونو ډالره د ملګرو ملتونو د مؤسسې له خوا  ولګولې ترڅو  د  درېیمي نړۍ  په غریبو هیوادونو کي  د وګړو شمیر کم کړي ، دا هم ټډ‌ټرنر وو چي ددغه کار له پاره یې نورو امریکایي میلیارډرانو لکه وارن بفیټ او بیل ګیټس ته لاره خلاصه کړه .

 

دا عجبه ده چي دغه ډله وایي چي موږ د بشریت د روغتیا له پاره ملا تړلې ده  او ۶۰۰ میلیارډه ډالره ددوی له پاره مصرفوو خو په عین وخت کي ۹۵ ٪ له دوی څخه وژنو !

 

دوی کولای سي چي د غریبو هیوادونو   نفوس په طبعي توګه یاني ددغو خلګو د ژوند د سټانډارډ د لوړولو له لاري لوړ کړي . خو دوی د جنګ ، لوږي ، مریضیو او بې وزلیو له لاري د بشر یت د نفوسو د کمولو په هڅه کي دي .

 

د بیل ګیټس پلار یو مالتوسیانر ووډیویډ راکفیلر او دده میراث خواره هم د  انګلیسي مالټوس د نظر او  سیوسال ډاروینیزم   Socialdarwinism   پر اساس غریب او ضعیف  او د کښته نژاد لرونکي ! خلګ غواړي له منځه یوسي .  

 

د ډیویډ راکفیلر پلارJohn D. Rockefeller  هم   اویګینیکر وو چي له انګلستانه المان ته راغی وو  او د Kaiser-Wilhelm-Institutes   یې تمویل کړ چي  د نژاد څېړني و کړي چي وروسته د هټلر د حکومت نژادي پالیسي  هم ددغو څېړنو پر بنا  جوړه سوه  .

 

د هتلر د نازي حکومت تر چپه کېدو وروسته    ټول الماني                  Eugenike  امریکایانو امریکا ته په ډیرو ښو شرایطو بوتله چي هلته خپلو نژادي څېړونو ته ادامه ورکړي .

 

د تیري پېړۍ په دوهمه نیمایي یې د  Eugenic    نوم واړاوه  خو اهداف یې همهغه پخواني پاتي سوه  . دا خبره  د جان ډي راکفیلر نږدې  دوست او د امریکا د هغه وخت خارجه وزیر هنري کسینجر پهNSSM 200  یاNational Security Study Memorandum 200.  کي هم ولیکله . دغه راپور د امریکا جیو پولیټیکي اهداف په ۱۳ هیوادونو کي  په نظر کي نیسي چي د مصنوعي لوږي ، خسي کولو ، جنګونو  .... له لاري  باید ددوی نفوس  را کښته کړه سي

 

دغه هیوادونه عبارت وه له : هندوستان ،  بنګله دېش ، پاکستان ، نایجریا ، مکزیکو ، اندونیزیا ، برازیل ، پلیپین ( فلیپین )   ټایلنډ ، مصر ،  کولمبیا ،  حبشه او ترکیه وه  . 

 

اوس به ښایي یو څه روښانه سوې وي چي بیل کیټس څنګه د کورونا د وایرس تر خپرېدو درې میاشتي دمخه  دا وړانوینه وکړه چي دغسي یو وایرس به ژر خپور او ۶۵ میلیونه انسانان به ووژني !

 

نوټونه

 

ـ Malthusianism   د مالټوس د نظر پر اساس چي وایي د نفوسو تکاثر غبرګ خو د غذایي موادو ډېرښت یووستړی دی . یاني نفوس له دو څخه څلور ، اته ، شپاړلس .... ډېرېږي خو غذایي مواد له یوه څخه دوه له دو درې .... زیاتیږي ځکه نو فقر او لوږه یوه طبعي پدیده ده چي انسانان د هغه په مقابل کي هیڅ هم نه سي کولای .

 

دغه خبره مالټوس په ۱۷۹۸ کي یاني هغه وخت چي ده   د شرقي هند د کمپنی له خوا د اقتصاد پروفیسر سو که څه هم دی یو کشیش وو او په اقتصاد نه پوهېدی .

دده دغه نظر د  ۱۹۷۰ کلونو په منځ کي ناببره د هنري کیسینجر او نورو مقتدرو امریکایانو له خوا  مشهور کړه سو . دوی ځانونو تهneo-Malthusian وویل . او خپله وظیفه یې و ګڼله چي د نړۍ نفوس باید کم کړه سي .

 

دا چي دوی ولي غواړي چي د نړۍ نفوس دي کم سي دوه دلیله وجود لري :   

 

    یو دا چي د شمالي امریکا او لویدیځي اروپا نفوس جمعآ  د نړۍ د نفوسو ۱۲٪ لا هم نه پوره کوي او دوهم دا چي که په غریبو هیوادونو کي نفوس ډېرېږي نو هغه دوه شیان چي د غرب قیمومیت تشکیلوي یاني اوومه مواد او مارکیټونه  چي دواړه په غریبو هیوادونو کي وجود لري خو ددوی په لاس  کي نه دی نو بیا غرب  له دغو دواړو لاس پر سر سي  نو دوی خپل حاکمیت او کنټرول د دنیا پر اقتصاد او سیاست له لاسه ورکوي .

 

ما یو وخت د مالتوس په باره کي یوه لیکنه کړې وه او دا مي هلته  ویلي وه  چي دی یو ټک وو . نه په نفوسو پوهېدی او نه اقتصاد فقط یو عیسوی کشیش وو .

 

ـ Eugenic  په زړه یوناني ژبه کي د جنسیت مانا لري خو په اوسنی مانا د نژادي پاکۍ په مانا دی چي د بشریت ضد راشیسټ او فاشیسټي اصطلاح ده .

 

د پاکستان نوم هم ددغو انګلیسي   Eugenik. فاشیسټانو له خوا جوړ سوي دی . چي مانا یې د پاکانو هیواد دی . پاک د نجس په مقابل کي . بل وار که مو د پاکستان نوم اورېدی نو فکر وکړئ چي پاکستان څه مانا !

شیر یحیا

-
بېرته شاته