(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چارسدې جلسه

[31.Oct.2020 - 15:29]

د چارسدى جلسه

نن پس له سلو کالو څه د پاڅه په ړومبي ځل د پښتون ژغورنى غورځنګ د خپل وخت مير ويس خان د لر او بر د پيوستون او خاورى اصل ملي مبارز منظور اخمد پشتين په مشرۍ کى يو تاريخي لاريون د اشنغر چارسدې په خاوره وکړو.

دا يو کاميابه جلسه وا او تر ټولو غټه بريا يې د استعمار د قابض مورثي سياست مړې ښخول وو چې نن ښخ شو.

ځوانانو او مشرانو ددې جلسې دپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړى وى.

دې جلسه کى تاسو د پښتون قام د ځوان کول پوهان ليکوالان  اوليدل چې هر چرته د غورځنګ ملګري وي .

زه ددې غورځنګ مشرانو او پلويانو ته اصل مجاهدين وايم غازيان وايم.

زمونږ د بر روڼه خو د آئ ايس آئ ګوډاګيانو په لړزان کړى دي ولې مونږ نيغ په نيغه د آئ ايس آئ سره مخامخ يوو او څوک همدلته زمونږ ملاتړ او مرستې ته نه راتلې شي نه يې پريږدي دا اسانې خبرې ندي.

خو د غورځنګيانو حوصلې او پخې ارادې د ستائينې وړ دي

مشر منظور پشتين  اصل نېشنلزم او سياست خپل قام ته وښودلو .

هغه پخپله وينا کى ووئيل چې که اويا کاله مخکې د بابړې د شهيدانو تپوس زمونږ مشرانو کړى وى نو نن به پښتانه پنجاپيانو داسې په سپين سترګۍ او بې رحمۍ نه وژل

دا يو جمله د استعماري سياست او ددوي د مشرانو په مخ توده څپيړه ده او ددوي سياسي ماتې ده.

مشر ووئيل چې د لکي مروت د يو عام سړي دومره ځمکه ده چې دلته د يو خان نيشتې ولې د هغوي ځمکو ته اوبه نه ورکول کيږي دغه مجبور خلک پنجاب په لس لس زره روپۍ بهرتي کوي او په بلوجستان کى پرې بلوچ وژني.

مشر د چارسدې او پښتنو د وسايلو په لوټ ووئيل چې يو خپلواکه قام خپل وسايل کارولې شي پښتون دوي خکيل کړى دى پښتون ددې ملک ادارو وژلې او رسوا کړى دى.

د مشر پوره تقرير تاسو پدې پاڼه اوريدې شئ

د غورځنګ بل مخکښ مشر مخسن داوړ د لر او بر يو افغان چغه بدرګه کړه او په افغانستان کى بهرنيانو ته ووئيل چې

افغانان خپلو کى سره جرګې ته پريږدي دا د يو خاورى خلک دي سره جوړ به شي .

نورو مخکښ مشرانو او ځوانانو د پښتنو په وژنه او د وسايلو په لوټ خپل تقريرونه د زړه د خلاصه وکړل.

بېشکه چې پي ټي ايم د قامپاله پښتنو غورځنګ دى دا غورځنګ پاکه خبره کوي همدا وجه ده چې د چارسدې نه تر لاهوره ورته د اغيارو دلالان يو شوى دي.

په پائ کى د غورځنګ د سوشل ميډيا ملګرو په ميدان ولاړ مشرانو کشرانو ته سلام او درانوې چې دا جلسه يې کاميابه کړه.

مهمه خبره دا وا چې نن مو د ګورګين په ماڼۍ ځمکلړزه راوستله حوصلې لوړې ساتئ.

ټکي په ټکي به اغيار او ددوي دلالان مختورن کيږي.

د خق ملګري لږ ضرور وي او دا د نړۍ  هر غلام قام کى داسې وي.

بريا ستاسو ده

 

ايمل ګدون پښتون

-
بېرته شاته