(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فیض خان ګدون

[31.Oct.2020 - 15:19]

 دپښتونخوا لیکوال ، شاعر اودپښتنو دیووالي دلارې  مبارز ښاغلی فیض خان  ګدون

لیک : ډاکتر ېاد

ښاغلی ګدون صیب په یوه مبارزه کورنۍ کې پیداشوی دی .محترم پلار یې ارواښاد قریش خان د پښتون تحريک خدايي خدمتګار کلک او پیاوړی غړى تېر شوى دى. ددوی ټوله کورنۍ دعدم تشدد دپیاوړي مبارز فخر افغان با چا خان بابا او دده دغورځنګ ( تحریک ) سره نږدې پاتې شوی ده.نوموړی دپښتنو دګدون دقبیلې پورې اړه لري چې ددغې قبیلې خلک په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې هم اوسیږي .

ښاغلي ګدون صیب دلسو کالونو په عمر شاعري پیل کړې ده او دخپل پښتون ولس درنځونو ترجمان شاعر دی.ده له نوروژبونه پښتو ته ډیرې ژباړې هم کړي دي .

دی دقامی لیکوال ملګري (قلم) سکرټری جنرل دی اودلراوبرپښتون دیووالی یوارمانجن شاعردی.

دی دیوخپلواک پښتون هیواد دجوړیدو په هیله دی چې دپښتنو خپل واک او اقتدارپکې وي .

ښاغلی ګدون صیب دتیرواتو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو پیاوړی پښتون او په خپل قام او خلکو مین انسان دی. زه دوی ته دلا زیاتو بریاوو او خوشالیو هیله کوم او ددوی پر دوستۍ ویاړم .

په پای کې ددوی دشعر یوه بیلګه هم ستاسو آغلو اوښاغلو دوستانو سره شریکوم :

دا دى منم ګرانه تا ما سره وفا کړى ده

ما هم دى لاره کى د مينى انتها کړى ده

چى ستا د څڼو د وربل د پاسه چتر جوړ کړي

داسى پسرلو له مى په هر مونځ کى دعا کړى ده

ژوندون مو وبائيله همېش له په پردو کوڅو کى

مونږ جوارګرو تل تر تل د زيان سودا کړى ده

چى ما او تا به ددى کلي نه په چل وباسي

اغيارو دا جرګه زمونږ نه پشي شا کړى ده

په هېڅ هنر مو د ژوندون په لاره تګ زده نه کړو

که مو هر څومره دغه کار لره تابيا کړى ده

چى له مودو نه اورېدل ئې وو آرمان د ګدون

ورته جانان پرون هغه خبره بيا کړى ده

-
بېرته شاته