(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خلکي سېاسي

[31.Oct.2020 - 15:17]

د واحد او سراسري او اغیزمن ګوند د جوړولو له پاره د خلقي ريښې لرونکو سیاسي ګوندونو او جوړښتونو د وحدت هوکړه لــیک

کابل -افغانستا: د 1399 کال د سرطان د میاشتې ( دیارلسمه ) نیټه

زموږ د ګران هیواد افغانستان تاریخ له ارزښتناکو ویاړونو ډک دی، زیاتې طبیعي زیرمې لري او د بشري ژوند په اوږدو کې د لرغونو او پرتمینو تمدنونو زانګو ده. پخپله غیږ کې یې ډیر نومیالي علمي او فرهنګي شخصیتونه روزلي چې د بشري پوهې او تمدن په بډاینه کې یې ارزښتناکه ونډه اخیستې ده

داچې ګران هیواد افغانستان د آسیا د لویې وچې په څلورلاري کې پروت دی، د همدغه ارزښتناک موقعیت له امله د تاریخ په اوږدو کې زموږ جغرافیه د نړۍ د قدرتونو د سیالۍ او تقابل په ډګر بدله شوې چې په پایله کې مو مادي او معنوی ارزښتونه له منځه تللي او دا لړۍ لا تر اوسه هم دوام لري. هیواد مو د اور په لمبو کې سوځي او د هرې ورځې په تیریدو سره د ژور بحران په لوري درومي

سر بیره پردې زموږ خلک د کورنیو زورواکو د راز راز څیرو سره مخامخ شوي دي. لکه څنګه چې د افغانستان باتور ولس د پردیو تیریو په وړاندې چوپ نه دی پاته شوی، د کورني استبداد او ظالمو وینو چښونکو واکمنو پر ضد یې د ویاړلو مبارزو بیرغ هم رپاند ساتلی دی چې غوره بیلګه یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د شاه امان الله خان د آزادۍ غوښتنې او د لومړي او دوهم مشروطیت غوښتونکو او ویښو زلمیانو غورځنګونه یادولی شو. نوموړو غورځنګونو د بې ساري قربانیو په ورکولو سره د مبارزو لړۍ د دموکراسۍ د لسیزې د خوځښتونو، په تیره بیا د (ا خ د ګ) تر جوړېدو او د ثور انقلاب بریالیتوبه چې د افغاني ټولنې په تاریخ کې نوی څپرکی پرانست، را ورسوله.

 د تاریځ په مختلفو پړاوو کې د جګړو په ډګرونو کې بریالیتوب د افغانانو په برخه شوی، خو له بده مرغه چې سیاسي مشرتابه د ولس لاسته راوړنې نه دي ساتلې. دا تشه د ټولو وطنپالو ځواکونو د متحد عمل له لارې ډکېدای شي. د همدې ضرورت له په نظر کې نیولو سره موږ خلقي ريښه لرونکي ګوندونه، سازمانونه او مستقل سیاسي شخصیتونه د واحد سراسري اغیزمن ګوند د جوړولو له پاره په لاندې موادو توافق کوو:

 

الف : زموږ د ګوند اساسی هدفونه

۱زموږ ګوند د دموکراسۍ په اصولو ولاړ ملي سراسري واحد ګوند دی چې د هر ډول افراط او د سیاسي خشونت د هرې بیلګې په ضد مبارزه کوي او د علمی سنجول شوو برنامو د وړاندې کولو او تطبیق او سوله ایزو سیالیو له لارې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو تضادونو د حل، د جګړې پر ضد او د سولې او ټولنیز عدالت د تأمین له پاره مبارزه کوي

۲د ګوند غړي د اسلام د مقدس دین اصولو ته درناوی او د هغه د بنسټونو رعایت کوي. همدا شان په هېواد کې د نورو ادیانو او مذهبونو د آزادۍ تضمین، د سولې، امنیت او ملي یووالي په رامنځته کیدو، د خلکو د هوساینې او د هیواد په آبادۍ کې د روښانفکرانو، کارګرانو، بزګرانو، مترقی روحانیونو او نورو ټولنیزو اقشارو د فعال ګډون له پاره د شرایطو چمتو کول زموږ د ګوند له مهمو دندو څخه شمیرل کيږي.

۳ګوند د هیواد له ملي آزادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي استقلال کلکه دفاع کوي او د بهرنیو د هر ډول نظامي، اقتصادي او فرهنګي استعمار، یرغل او اشغال پر ضد مبارزه کوي

۴په سوله کې ژوند کول په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه د هر انسان اساسي حق دی. نو موږ د افغانانو په مالکیت د هغه سراسري او نیکمرغه سولې غوښتونکي یو چې د سوله ایز او سیاسي تفاهم د میکانیسم له لارې رامنخته شي، نه دا چې په نوې بڼه د جګړې د دوام لامل وکرځي. موږ د هغې عادلانه او پایدارې سولې ملاتړ کوو چې د جمهوري نظام د اساسي قانون په اډانه کې ټول ملي، کلتوري، مدني ارزښتونه وساتي او د هیواد والو له پاره بشري حقوق او ازادۍ تضمین کړي

۵د هیواد سیاسي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیمه توګه او یا د خپلو استازو په واسطه یې عملي کوي. د هوسا او نیکمرغه ټولنې د جوړېدو په خاطر سیاسي قدرت ته د رسیدلو لار باید یوازې او یوازې د دموکراسۍ په چوکاټ کې د سوله ایزې، سیاسي او انتخاباتي مبارزې لار وي. موږ سیاسي ځواک ته د رسیدو لار د آزادو، سراسري، مستقیمو او مساوي ټولټاکنو لار ګڼو چې په رڼه او عادلانه ډول تر سره شي

۶زموږ ګوند له رښتینې دموکراسۍ، سیاسي پلورالیسم او د ښځو او نارینه و له فردي او ټولنیزو آزادیو څخه ملاتړ او په هیواد کې د ټولو اتباعو د حقوقو د برابرۍ له پاره مبارزه کوي. د ښځو د حقوقو او آزادیو لاسته راوړل په دې باور چې د هیواد بیارغونه د ښځو د فعال ګدون پرته امکان نه لري  او په سیاسي واک کې دټولو ټولنیزو ګروپونو ګډون د ګوند له غوره موخو څخه ګڼل کیږي.

۷زموږ ګوند د ملی یووالي د ټینګښت له پاره او د ټولو هغو عواملو پر ضد چې هیواد له تجزیې سره مخامخ کوي او یا د ملی یووالی د کمزورتیا سبب ګرزي، مبارزه کوي؛ دا ځکه چې افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ګډ کور دی

۸د رښتیني ملي یووالي او ټولنيز عدالت د رامنځ ته کیدو او د اوسني بحران څخه د هیواد د نجات په خاطر باید د قدرت او ثروت منابع په ټولنه کي عادلانه توزيع او تقسيم شي. د ټولو ملي، پرمختګ غوښتونکو، هيوادپالو او دموکراتو قوتونو سره د همغږۍ، ائتلافونو او ژورې همکارۍ له پاره هاند او هڅې زموږ د ګوند له دندو څخه شمیرل کیږي.

۹. د معقولو ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ ولاړ کادري سیاست د هیواد او ټولنې د هر اړخیز تکامل زیږنده دی. زموږ ګوند به د هیواد په کچه د کادري بې عدالتیو پر ضد غښتلې مبارزه کوي. موږ د داسې دولتي واکمنۍ پلوی کوو چې ټول دولتي مقامونه د بې علمو، بېسوادو او زورواکو  له نیپوتیزم، جهادي قبالو، برمتو، انحصار او اشغال څخه آزاد کړي، تر څو کادرونه د قانون له مخې د منل شوو معیارونو (هیواد پالنې، پوهې، مسلک، اداري او اخلاقي تقوا) پر بنسټ وټاکي

۱۰. موږ د ګوندونو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتونکي يو، تر څو سیاسي ګوندونه د دموکراسۍ په رڼا کې د ملت او هیواد په ګټه د خلکو د شکایتونو پر اساس د دولتي ارګانونو پر چارو د څارنو واک ولري، نیمګړتیاوې رالوڅې کړي، د اصلاح غوښتنه یې وکړي او په ډله ایزو رسنیو کې یې خپرې کړي

موږ د ګوندونو د قانون غوڅ تطبیق غواړو؛ قومی، مذهبي سمتي او وسله والې ډلې چې د سیاسي ګوندونو په نامه راجستر، د ملي بیلتون او په ټولنه کې د انشقاق سبب شوي دي، باید منحل شي.

۱۱. زموږ ګوند په غرونو، دریابونو، معدنونو، اوبو، د برق او انرژۍ پر اساسي سرچینو، بندرونو، پر نښلوونکو لارو او هوایي ډګرونو او لرغونو آثارو باندې د دولت له ملکیته ننګه کوي

۱۲ګوند د هیواد د متوازنې ودې او پرمختیا له پاره د مختلفو ولایتونو او جغرافیایی سیمو تر منځ د پرمختګ د امکاناتو عادلانه ویش ته پام او د مختلفو ټولنیزو ګروپونو د کلتوري ودې له پاره د هیوادني کلتور د اجزاوو په حیث مبارزه کوي. زمونږ ګوند د هيواد د متوازن پرمختګ، د خلکو د هوساينې او ملي عوايدو د عادلانه ويش له پاره مختلط اقتصادي سیستم غوره ګڼي او د ټولنې د عیني واقعیتونو له په نظر کې نیولو سره د مالکیت دولتي، خصوصي، کوپراتیفي، وقفي او شخصي سکټورونو ته د فعالیت زمینه برابروي

۱۳. په عصري  تخنيک او تکنالوژۍ سمبال د پياوړو وسله والو ځواکونو (ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنيت) جوړول او ساتل زمونږ بنيادي دنده ده

۱۴زموږ ګوند ددې له پاره مبارزه کوي چې ښوونه، روزنه او روغتيايې خدمتونه دهيواد د خلکو د بنيادي اړتياوو په حیث د هیواد د ټولو وګړو له پاره مجاني او په مورنۍ ژبه لومړنۍ زده کړې اجباري وي. د ځوانانو له پاره باید د تحصیل، بدني روزنې او کارموندنې آسانتیاوې برابرې شي

۱۵. د قانون د حاکمیت د ټینګيدو، د فساد له منځه وړو او د تخصص او وړتیا پر بنسټ د عامه هوساینې د پیاوړي دولت رامنځته کول د ګوند له اساسي دندو څخه دي.

۱۶ګوند په بهرنۍ پالیسۍ کې د هیوادونو سره د برابرو حقوقو پربنسټ د هېواد د مثبت بې پلوه فعال سیاست پلوي کوي او دټولو هیوادونو په خاصه توګه له ګاونډیو هیوادونو سره دښو اړیکو، یو د بل په داخلي چارو کې د عدم مداخلې او متقابل احترام غوښتونکی او د هر ډول استعمار او پر نورو هیواودونو باندی د نظامي یرغل ، اشغال او تجاوز سره کلک مخالف دی

۱۷د معاصر مطلوب تخنیک پر مټو د ملي اقتصاد د مختلفو سکټورونو ودې ته توجه کول زموږ د ګوند له اساسي دندو څخه شمیرل کیږي.

۱۸زموږ ګوند د هیواد د اساسي قانون د څلورمې مادې سره سم غواړي چې سیاسي واک د خلکو په لاس کې وي. زموږ په نظر په هیواد کې اوسیدونکي وګړي یو له بله سره د مساوي حقوقو لرونکي دي او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري ډګر کې د ټولنیز عدالت تأمین د سولې، ټیکاو، پرمختګ او د ولس د بسیا ژوند له پاره اړین او ضروری بولي

۱۹. څرنګه چې سیاسي ګوندونه د دموکراتیک نظام له اجزاوو څخه شمیرل کیږي، زموږ ګوند د ولسمشرۍ او پارلمان په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د رول د لوړولو او د ګوندونو د مسلکي او متخصصو غړو څخه د دولت په تشکیلاتو کې د ګټې اخیستلو له پاره مبارزه کوي

۲۰زموږ ګوند د هیواد په داخل کې عامو ملي او ګډو موخو ته د رسیدو په خاطر د دموکراتو، پرمختګ غوښتونکو ، هيواد پالو او عدالت پلوو ګوندونو او سازمانونو د فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر د جبهو او ائتلافونو د تشکیل په لار کې خپلو هڅو او هاند ته دوام ورکويپه نړیواله او سیمه ایزه کچه هم د سولې، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت پلوو ګوندونو او ځواکونو سره د هیواد د عالی ګټو له په نظر کې نیولو سره د متقابلو ګټورو اړیکو پلوي کوي

۲۱په بهرنۍ پالسۍ کې د دولتونو سره د برابرو حقوقو پر بنسټ د هيواد د مثبت او فعال سياست پلوي کوي. زموږ ګوند د ملګرو ملتونو د منشور سره سم په سیمه او ټوله نړۍ کې پخپله خوښه د ملتونو د برخلیک د ټاکلو د حق څخه، په خاص ډول د پښتنو او بلوڅو وروڼو په خپله خوښه د برخليک ټاکلو ملاتړ او ننګه کوي او له ګاونډي هیواد پاکستان سره د ډیورند د استعماري فرضې کرښې د ستونځې حل غواړي

۲۲دا چې موږ د نړۍ په ډیر حساس موقعیت کې قرار لرو، په اوسنيو شرایطو کې په هیواد کې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت شتون د خپل ولس په ګټه بولو. نو ځکه د خپلواک، او فعال ناپییلي هیواد د لرلو له پاره مبارزه کوو

۲۳د بیوزلۍ د کرښې لاندې او ناداره ولس د ژوند د ښه کیدو په خاطر په ټولو چارو کې د ژور بدلون د راوستلو له پاره نه ستړې کیدونکې مبارزه کوو. خلکو ته د کار او کسب د تأمین په خاطر چې د فقر د له منځه وړو، له بحران څخه د وتلو او د ټولنيزو ستونځو د حل اساسي کلۍ ده، هاند او هڅې کوو. د ټولنې د تر ټولو خوارو قشرونو لکه کارګرانو، مزدورانو، کونډو، معیوبینو، متقاعدینو، او د شهیدانو د کورنیو سره د دولت لخوا د وړیا روغتیایی او مالی مرستو رسولو پلوی کوو .

۲۴زموږ د ګوند سياست، ستراتيژي او ديپلوماسي له ملي ارمان څخه سرچينه اخلي؛ دا په دي معنا چي زموږ د ګوند هدف د هيواد ملي ګټي ساتل او خپل ولس ته د خير او ښيګڼي رسول دي. زموږ ټولې هڅي به د ملي ګټو په محور متمرکزې وي.

زموږ ګوند به د دي ظرفيت او وړتيا ولري چي د سالمي ديپلوماسي له لاري ټولي ستونزي چلنجونه په فرصتونو بدل کړي.

۲۵زموږ ګوند د مخدره توکو او ټولو نيشه لرونکو بوټو د کر کيلې، توليد، پروسس، انتقال ، قاچاق او ترويج په وړاندي کلکه مبارزه کوي؛ دا وژونکې ناروغي چې په ډير سرعت سره سرايت کوي، د هيواد د ملي امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼل کيږي .

مونږه یو کیږو او کامیابیږو!

-
بېرته شاته