(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باېکاټ

[31.Oct.2020 - 15:01]

سعودی عرب او ترکی د فرانس د مصنوعاتو ( تولیداتو ) بائیکاټ کوي خو د فرانس د وسلو نه کوي ، په تیرو دوه کلونو کښې  سعودی عرب ۵۰٪ فی صده وسلې صرف د فرانس نه اخستي او صرف په کال ۲۰۱۸ کښې سعودی د لسو اربو ( ملیارده ) ډالرو وسلې اخستي.

 

دغسې د ترکی د فوج لومړۍ وسلې د  امریکې دي بیا د فرانس حقیقت خو دا دی چې د فرانس د وسلو لومړی مارکیټ سعودی عرب دی او دوهم ترکی ایا دغه دواړه هیوادونه کولی شي چې د خپلو دوکانونو او مارکیټونونه نه د فرانس د عطرو په ځائ د فرانس نه د وسلو اخستلو بائکاټ وکړي ؟؟

 

بلکل نه ځکه بیا به د اردغان ارتغډرنګ د خلافت عثمانیه خوب په زاړو وسلو په لیبیا ، شام ، عراق کښې څنګه پائ ته رسي ؟ 

او یا په یمن کښې د سعودی عرب ډومینیشن ؟

(امیر یوسپزی)

-
بېرته شاته