(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صدر

[31.Oct.2020 - 12:56]

صدر

جميل  يوسفزے

معلومه  نۀ  د ه  چې   د انګرېزانو  نه  وړاندې  د برصغير  بازارونه  د صدر  سره  اشنا وو  کۀ  نه  بهر حال  چې  دغه  قوم  راغے  نو  هغوى  د مسلمانانو  په  نفسياتو پوهه  وو. په هر يو  لوئے  ښار کښې  يې  ورته  صدر  بازار  جوړ  کړۀ. ټوله  قيصه  د صدر  نه  شروع  کېږى  او په  صدر  ختمېږى .ايوب  خان  هم  چې  د صدر  په  اهميت  پوهه  شو  نو  په  سړه  سينه  يې د صدر  مضبوطولو  فېصله  وکړه  چې  فاطمه  جناح  مقابلې   ته  راووتۀ. نو  په  هغه ً وجع الصدرً  راغے ،خو  ډېر زر  ورته  ً شرح  صدرً اوشۀ  چې  ښځه  په  صدارت  څۀ  پوهېږى.  صدر  به سړے  وي  ښځه  خو  ذات الثرى  ده  صدره  نۀ  شى  کېدې .د صدارت  چل  مسلمانانو  د مغرب  نه  زده  کړے  دے.  د انګرېزانو  راتلو نه  وړاندې  به  مسلمانان   بادشاهان  وو  او بادشاهان  به  هم  د  فقيرانوغوندې  وو.    

کۀ  مې   څوک  په  اميرۍ   شمېرى  امير  يم     

                                                کۀ  مې  څوک  په  فقيرۍ  شمېرى  فقير  يم

رحمان  بابا  هم  پوهه  وو  چې  فقيرى   اميرى  ده  په  دې  بهانه  يې  بادشاهى  کوله. ځکه  چې  اورنګزيب  باچا خپل  پلار  له  مدرسه  په  دې  نۀ  ورکوله  چې  مدرسى  هم  يو قسمه  بادشاهت  وى.  ” هنوز  بوے   بادشاهى   از  سر  او نه   رفته   است”

علامه اقبال  د اورنګزيب  باچا  ډېر  صفتونه  کړى  دى  د هغۀ  خونخواره  فقيرى يې خوښه  شوې  ده  ځکه  يې  وئيلى  وو.

                  آن   مسلمانان   که    ميرى   کرده      اند            

  در   شهنشاهى   فقيرى   کرده   اند

په  پاکستان  کښې  د صدر  دپاره  ”بوميائى” يعنې  د ملک وليدل  ضرورى  خبره  ده. په  دې  وجه  مونږ  وزير اعظمان   د بهره  راغواړو  خو  صدران  مو  ”بوميا” وى  د زردارى صېب  صدارت  ”الزور  لزائير” والا  خبره   وه  د زور لزائير  مطلب  دے  چې  سينه  به  د مېلمه وى  او  بيا  هغۀ  په  دغه  صدر داسې  سينه  واچواله  چې  سينا  ترې  جوړ  شو. نورو  ته  به  يې بيا  د سينې   د علاج  دپاره  ”صدورى”  يا ”بزورى”  ليکل . زمونږ  د ملک   صدر  دومره کمزورے  وي  چې   په  صدراتى   محل  کښې   په  دېوالونو  ليکى  ”صدر کو  آزادى  دلادو” صدر او  جمهورى  رئيس  داسې  لازم  ملزوم  ګرځيدلى   دى  چې  زمونږ  يو  ملګرى  به د پېښور صدر ته  هم  ” پريذډنټ ” وئيلو  چې  تپوس  به  مو  ترې  اوکړو  هلکه  چرته  تلے  وے.؟ وے  پريذډنټ  ته  تلے وم  حالانکه   زمونږ  علماء  کرامو  د صدر  سره  هيڅ  وفا ونۀ  کړه پکار  خو دا ده  چې  دوى  ځان  ته  ”صدر الصدور” يا  صدر آمين”  وئيلے  خو څۀ  وکړو  چا چې  ”ملا صدرا” نۀ  وى  لوستے  نو سينه  به  يې  کمزورے  وى.

 

د دې  ملک  صدران  همېشه  د بى  ډى   په  ډانګورو  صدر هاوس  ته  تلى  دى   او  بيا  چې  کله  په  صدر  کښې  ګولۍ  وريږى   نو  هله  يې  صدر  هاوس  پرېښے  دے.  د  سى_ايس_ ايس  يو اميدوار د دې  جملې  ”صدر  مين  گوليان  چل  رهى  تهين . ” انګريزى  داسې  جوړه  کړې وه. The bullets were walking in the president

 

د داسې  قابلو  خلقو  ځائے خو  عموماً  صدر وى  او  بيا  په  صدر  کښې   مال  روډ، مال  روډ   يو  عجيبه  اصطلاح  ده  پخوا  به  په  مال  روډ  مال  ګرځيدو  اوس  پکښې  مال  وى.  يا بيت  المال  د صدر او  مال  د يو  بل  سره  يو  خاص  تړون  دے  ځکه  چې  فرح ديبا  يو ځل  وئيلى  وو  چې  ”مىن  نے  صدر ايوب  کو  مرد  پايا  هے. ”  دا ايشوريا  رائے  هم  د  صدر مشرف  په  باب  دغه  رائے وه.  د دې  نه  معلومېږى  چې  هر  صدر  د يوې  ناپوهې  ښځې   ممنون وى

-
بېرته شاته