(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرحوم نواز طائر

[31.Oct.2020 - 12:55]

د پروفېسر محمد  نواز  طائر مرحوم د  ژوند لنډه خاکه

يکم جولائى 1934ء- 4 مئ 2017ء 

د ورکېدو دپاره  نۀ  دى   دا  به  تل  ژوندى  وى 

د پښتونخوا پښتنو زړونو کښې  زما  يادونه 

“پروفېسر  محمد نواز طائر د جولائۍ  د مياشتې  په  اوله  نېټه 1934ء کښې  په  تاڼه (ملاکنډ) کښې د ښاغلى  عبدالاکبر خان کره د خان  خېلو  په  يوه  درنه کورنۍ کښې زيږيدلے وۀ. پروفېسر صاحب د بازيد خېلو د لوئې کورنۍ  سره  تعلق  لرى  چې  سلسله  نسب  يې  په دولسم پُشت  کښې  د يوسفزو  د نوميالى مشر حمزه خان بائيزى ته  رسى. “(پروفېسر  محمد نواز طائر يوه  مطالعه  چاپ  کال 2016ء مرتب ډاکټر شېر زمان سيماب)  

ابتدائى  زده کړه  يې  په  خپل  کلى  کښې  اوکړه  او د تاڼې  هائى  سکول نه يې لسم  پاس  کړۀ. په  کال  1951ءکښې  په  اسلاميه  کالج  پېښور  کښې  داخله  واخسته او د هلته  نه يې  د بى .اے  سند  تر  لاسه  کړو. د پېښور يونيورسټۍ  نه  يې  پښتو  انرز  او د فارسۍ سندونه  تر لاسه کړل او د پنجاب  نه  يې  په  جغرافيه  کښې  ايم . اے  او کړه . 

د پښتو ژبې دا مشهور محقق،دانشور او شاعر  په کال  1957ء کښې  په  پښتو اکيډيمۍ کښې د جونئير  ريسرچ  افيسر  په  حېث  اولګېدۀ. بيا  د کال  1979ء  نه  1995ء پورې  د پښتو اکيډيمۍ  د ډائريکټر  په  منصب تر  ريټائر کېدو پاتې  شو.

خدائے  بخښلى  محمد  نواز طائر د پښتو په  نظم  و نثر  کښې څۀ  کم  و زيات  شپږ  شلې (120) کتابونه  ليکلى  دى  د پښتو  ژبې  ادب  په  تاريخ کښې يې  د تحقيق  تنقيد او  تخليق   په  حواله  بې  مثله  کار او زيار  يې  د پښتو  ژبې  او  ادب  د طالب علمانو دپاره  د لار ښودنې او رهنمائۍ   ګټوره  اثاثه  او سرمايه  ده. 

خدائے  بخښلى د قران  پاک  په  پښتو ژبه کښې ترجمې  نه  علاوه  ګڼ  شمېر  کتابونه  له  نورو ژبو څخه هم  ترجمه  کړى  دى  د هغوى  د مشهورو کتابونو  نامې دا دى په  عرفان  د محمد ﷺ _خوبونه په خپل کلى کښې_ناليدلے سوات_په پښتو  ادب کښې د ماشومانو  سندرې او صوتونه_پرواز_ روهى ادب_ روهى متلونه_د ژوند سندره_لرغونے خوب_ د شعور ډالۍ_ پشتو زبان و ادب مطالعه_ ټپه او ژوند_سباؤن_  اولسى قيصۍ_ د سمندر عجائبات _ادب تراش  (2 جلده) متلونه_ ابدى سندرې_ سلګۍ_لرغونى فکرونه_ لنډى ګامونه_ وروستے ديدن_ دبوډۍ ټال- دا قيصۍ  د افسانې_کلى والې سندرې_

ترجمه  شوى کتابونه: د حاتم طائى سفرنامه_بنګالۍ سندرې_پېغام رسول ﷺ_ويښ شئ ويښ شئ_مقدمه شعر و شاعرى_مسدس حالى_کلام صوفياء_ د دوستۍ سفر_ګيتا نجلى_نجيب الدوله  او  داسې  نور 

پروفېسر محمد نواز طائر  صاحب  د خپل  کار و زيار  په  حواله  په  علمى  او  ادبى  تاريخ  کښې  يو نۀ  هېرېدونکے  نوم  دے  او  هم  د  دغه  تاريخى، ادبى کار او زيار په اعتراف کښې  ورته  صدارتى  ايوارډ نه  علاوه  وخت  په  وخت  د بيلو بيلو ادارو او ټولنو له  اړخه  يو  شمېر ايوارډونه  او سندونه   تر  لاسه  شوى  دى.  ادبى  هلو ځلو کښې  به  يې هم  برخه  اخستله  او د تاڼې  ادبى  ټولنې  ملاکنډ   سرپرست   اعلى    وۀ.

فرزانه   غنى   د  خدائے   بخښلى   په   ژوند  د هغوى   په   ادبى  او  علمى  زيار د پى _ايچ _ ډى  تهيسس  ليکلى  دى.      

د هغوى  چاپ او ناچاپه کتابونه ،مقالې  او نور تحقيقى  او تخليقى ليکونه  نۀ صرف  د پښتو ژبې او ادب  په  تاريخ  کښې  نۀ  ورکېدونې  اثاثه  ده. بلکه  د راتلونکو  نسلونو او محقيقنو دپاره  به  د څيړنې   نوې  نوې  لارې  پرانيزي.

د پښتو او اردو ژبو  دا عالم و فاضل  شاعر،اديب  او محقق  په  4 مئ  2017ء  زمونږ نه  د همېشه  دپاره جدا شو په ګور يې نور شه. امين  .  د هغوى  نه  په  پسماندګانو کښې  دوه  ځامن  او  پنځۀ  لوڼه  پاتې  شوې . 

 

ما  د  سفر  موزې  په  پښو  کړې  نور  د  پاتې  نۀ   يم   

 دغه  دے  ځمه  يم  روان  ورځې  مې  ولې  شمېرئ

        زما عـــــمل   بــــــه  راسره  زمــــــا   د  لارې   مــــــــل   وى 

وړمه  به  خپل  دغه  سامان  ورځې مې ولې شمېرئ

   پاتې  دنيا  د  زرغون  شاه  ده  زرغون  شاه  پوهه شه 

کنجى  پرېږدم  د خپل مکان ورځې مې ولې شمېرئ

     د دنيا  دوه  ورځې  ژوندون  دے  نن  سبا  کښې يون دے 

پرون   راغلے   نن   روان   ورځې   مې   ولې  شمېرئ

   د   زړۀ   خبرې   مې   د   زړۀ   په   کور  کښې   نۀ    ساتمه 

پرېږدمه   دغه    دبستان    ورځې  مې  ولې    شمېرئ

پاڅون مردان

-
بېرته شاته