(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ادب تخليقي صنفونه

[31.Oct.2020 - 12:53]

د ادب د تخليقي صنفونو خبره

پروفېسر رب نواز مائل

 د ادب د ټولو تخليقي صنفونو خبره کۀ په هسې ډول وکړم چې د دوي د قطعيت په مفهوم کښې نۀ ټول ټال تعريف کېدے شي او نۀ بيان نو بايد چې لوستونکي ئې ومني ولې چې د دغو صنفونو تعلق په اوله درجه کښې له ويړو بېخي ډېرو ويړو جذبو او حسي کېفيتونو سره وي او بيا په دوېمه درجه کښې له هسې تشکيلي صورتونو سره وي چې لکه د وجود په ځائے چې سېورے ښکاره کوي او لا د شي په ځائے لکه د شي څۀ نشان غوندې.

 بل خوا دا خبره هسې و مطلب ته ورسوم چې دوه او دوه دې دلته کله هم څلور وي هسې هم ګمان نۀ لري چې په خالص تعقل، چې په حواسو خپل ترتيب او د شيانو جوړښت لري او ګوا وي هم له مادي شيانو او وجودي منظرونو نه، نۀ د هغې ويړې فضا څۀ ګنډه خلاصېدې شي او نۀ ئې پوره محاکمه غوندې کېدې شي.

 

 زۀ وايم د ادب د تخليقي صنفونو لکه افسانه نګارۍ، ناول نويسۍ او شاعرۍ خپله جلا دنيا ده. د ادراک په لاره ئې د هرې موضوع په اړه لکه خپل يو نرم عقل چې وي چې کۀ څۀ دا هم له انسان نه ئې وي خو لکه انسان چې له سختو کلکو مجردو شيانو نه وتے وي او د هغو په منشا د هغو څرګندونه کوي. د ادب دغه اختصاص له ټولو علمونو، له ټولو فلسفو له ټولو عقلي او ادراکي تجربو او مشاهدو نه هسې جدا دے چې زۀ وايم د نور بيان ئې په دغه پېره کښې سره حاجت هم نشته.

 نو د پورته څۀ بيانونو په رڼا کښې کۀ دا ووايم چې کۀ څوک له ادب نه ټول ټال سياست لا معاشرت جوړوي او لا دغسې څۀ بل شے نو غلطي کوي او ځکه ئې کوي چې په دې لا دغسې کار ادب له خپل کالبوت نه وځي. د لاطيني امريکې يو لوئے نامتو او ځلاند ليکوال ګبريل ګارسپا مارکينز چرته په نزدې وخت کښې وئيلي وو چې د سياست کار باندې دې د سياست واله پوه شي. د ادب له سياست سره څۀ کار دے. ګوا دا معنا به ئې په يقين سره نۀ وه چې ادب دې په خپل حد کښې هم د خپلو اصولو مطابق د سياست خبره نۀ کوي. يقيناً کوي دې. زۀ وايم چې فېض احمد فېض هم دغه خبره کوله خو د حبيب جالب غوندې ئې نۀ کوله چې د فيلډ مارشل ايوب خان په وخت کښې چې يو نظم بيس روپۍ من آټا ئې ليکلے وۀ چې بيا د جنرل يحييٰ خان په وخت کښې ايوب خان هسې تبصره پرې کړې وه چې هغه شاعر څۀ شو چې بيس روپے من آټا نومے نظم ئې ليکلے وۀ اوس خو د اوړو د من قيمت نۀ دېرش روپۍ شوے دے. ګوا مطلب ئې دا وۀ چې اوس بۀ ئې بل نظم ليکلو نو.

 

 خبرې ته به بل طرح هسې راشم چې فېض احمد فېض په برصغير کښې د کميونزم د تحريک په سرخېلانو کښې وۀ. خو ښکاره ئې يو شعر د کميونزم په نامه لا د دغه تحريک په اړه نۀ دے وئيلے لاکن د مزاحمت د شاعرۍ شعرونه ئې اوس لا ډېر په موجوده حالاتو کښې په اخبارونو کښې راځي. په بل اړخ چا د اردو شاعر د حبيب جالب په باره کښې ليکلي وو چې هغه ډېر د کمال واله شاعر وۀ خو د هنګام شاعر وۀ  ولې چې افاقي شاعري ورنه پاتې شوه.

 

 مطلب مې دا دے چې ادب به ادب ساتو بيا به ورنه د مزاحمت کار هم اخلو. بل يو کار لا ډېر نور کارونه هم چې فضا وې هغه د ويړو ويړو جذبې او حسي کېفيتونو خو ئې هم دغسې له ژوند نۀ دي کله د مادي اشيا او حقيقتونو هغه چې وي. فرق به د دغه شي البته ساتو چې د هغو اصلي کار چې د حسن د ډېرښت د عشق د ډېرښت دے هغه شاته نۀ شي. په دې اړه تخيل له عقل سره د خوبونو (چې ډېر نوي شيان پکښې سړے ويني) د کتون  قسم شے يادېدے شي او بيان د واقعې په دغسې دود چې اثر به زړۀ ئې مني ذهن لکه نۀ چې هغه مادي حسي زيات دے تخيلي، روحاني ډېر کم بلکې د نۀ برابر.

-
بېرته شاته