(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو اکېډيمۍ الميه

[31.Oct.2020 - 12:51]

د پښتو ژبې او د پښتو اکېډيمۍ الميه

   پروفېسرمحمد نواز طائر

(د پاڅون  د دسمبر  په  ګڼه کښې  چې ګران  م  ر شفق   په   قلم   ستاسو  د  پرزور احتجاج   سره  مخ شوم ، نو اومې  غوښتل  چې  په  دې  حقله  خپله  عنديه  هم  بلا  کم  و کاست  تاسو  ته  رامخ  ته  کړم  او  هم ستاسو  په  ذريعه   د پاڅون   په  پاڼو  ګران  لوستونکى  په  دې  خبر  کړم   چې   اخر  د پښتو  ژبې  او پښتو اکيډيمۍ  سره   د ځينو   خلکو دا  ازلى   دشمنى   په   څۀ   سبب   ده   فکر  پکار  دے   چې  د دې  تدراک هم   کېدے  شى  او  کۀ  نه.؟)

ښاغلى  شفق  چې  د مولانا عبدالقادر مرحوم  د علمى  مقام  او  باکماله  شخصيت   سره  د  خپلې مينې  او اخلاص کوم  په   زړۀ   پورې  اظهار  کړے  دے   دا په  هر  لحاظ   د ستائنې  وړ  دے   ما  ته  په خپله  دا  سعادت  حاصل  دے  چې  د کال 1955ء  نه  راپه   دېخوا  اول   د خپلې  طالب علمۍ  په   ورځو کښې  چې  په  هاغه  ورځو  کښې  زۀ  د  اسلاميه   کالج   پېښور  د  اخرنى   کال  طالب   علم   وم   او  ورستو  بيا  په  پښتو  اکيډيمۍ کښې  کله  چې  ما ته   په  دغه  اداره  کښې  د مرحوم  د يو  ماتحت  کارکن  غړى  په  حېث  د کار کولو  موقع  تر لاسه  شوه، دا  ټوله  نېټه  پوره  دولس  کاله   وه، د  مرحوم   په  تربيت  او  نګرانۍ کښې  او د هغۀ  زېر  نظر د تحقيق  او تدقيق  په مېدان  کښې  د کار کولو  شرف  موندلے  وۀ  دا ما ته  خپله  خوش  بختى  او  نيک  مرغى  ليدې  کيږى  او د خپل  دغې  محترم   لارښود  استاد  په  احسان  مندۍ او  راهنمايۍ  چې هر څومره  وياړ او فخر  اوکړم   راسره  ښائى.

                                په  دې  تېرو  ورځو  کښې  کله   چې  د  ترک  قلمکار  اورهان پاموک  يوکتاب   چې  هغۀ  ته پر                            ته  پرې  د ادب  نوبل  انعام   ورکړے  شوے  دے  مې  لوستو  نو  داسې  مې  محسوسوله  لکه

 چې  زۀ  پخپله  هم  بعېنه  پوره  څلور کم  څلوېښت  کاله  د  داسې  يوې  لوبې  عملى کردار  پاتے شوے  يم  د کومې  ابتدا  چې  مولانا  مرحوم  کړې  وه او سر ئې لکه   چې  دا  دے   په  2009ءکښې  په  سر لګېدلے دے  د  پاموک  د داستان  ټول کردارونه  د شپاړسمې  او اولسمې صدۍ  د  نقاشۍ اوکتابى صورتګرۍ  وو او  زۀ  او  زما  ملګرى  د شلمې صدۍ  د پښتو  ادب  د مېدان  لاروى مسافر وو.

 

           د  پښتو اکيډيمۍ  دغه   وړمبے  ډائرېکټر  د پېښور يونيورسټۍ د هاغې  وخت  مردم شناسه  او  علم  پروره مامورينو  او د صوبائى حکومت  د سترګورو  زمامدارانو  نظر انتخاب  د دغى  ادارې  دپاره  غوره کړې  وو. هغوى  ټول  د مولانا  مرحوم  د علميت  او اهليت  قائل   وو د هغۀ  په   ادبى مقام  او د زباندانۍ هم  ښۀ  خبردار  وۀ،  دا ځکه  چې څو کاله اګاهو ئې  هم  دغلته  د اسلاميه کالجېټ  سکول   د هېډماسټر  په حېث  خپله  ذمه دارى  سر ته  رسولې  وه  او دغه  د  پښتو اکيډمۍ  په  رنګې  د علمى  ادبى  او  تحقيقى  ادارې  په  کاميابۍ  سره  د چلولو دپاره  په  خپلو همعصرو  مشرانو کښې کوم  بل  شخصيت د  همسرۍ  نۀ  وۀ   هغۀ څو کاله  سفارتکارى  هم کړې  وه  او د دويم  عالمګير جنګ په  ورځو کښې ئې په  دهلى کښې د  وار پبلېسټى  په  اطلاعاتى اداره کښې  د ( نن پرون ) او (آج کل)  په  نوم  د  خپرېدونکو   دوو مجلو مديرت  هم  کړے  وۀ، د جنګى خبرنامو  سره  سره  مولانا  مرحوم  دغه  دواړه  رسالې  ډېر  اوچت  علمى او ادبى  مقام   ته  رسولې  وې  ځکه  نو هر کله چې  هغوى  ته  په  پېښور  يونيورسټۍ کښې د دغه  نوې  ادارې  کومه  چې  د يونيورسټۍ د قيام  په  دريو غټو  مقاصدو کښې  د يو مقصد د ترسره کولو  په خاطر قائمه کړې  شوې  وه، د مشرۍ ذمه دارى   ور په غاړه کړې  شوه  نو هغوى  خپل  ټول  علمى، ادبى  او انتظامى  صلاحيتونه  دغه  ادارې  ته  وقف  کړل.                                                                                           

کله   زۀ  لا  طالب علم  وم  نو  په يوه  موقع  ئې  راته  دا خبره  کړې  وه   چې   په   موجوده  حالاتو کښې  شک  نيشته  چې  د سفارتکارۍ  په  مېدان  کښې  خپل  دې  نوزائيده  مملکت  ته  زما  د خدماتو ضرورت  هم  شته  دے  ولې  د خپل  ژوند  په  دې  مرحله  کښې ما ته  دا  زياته  غوره او سود منده  بريښى  چې  زۀ  دې  د خپلى مورنۍ  ژبې، خپل  ملى  ثقافت،  تاريخ   او ادب  په  مېدان کښې  هم  څۀ  کار  اوکړم  او  د پښتو او پښتونخوا د خدمت حق  دې  تر سره کړم،  ويل  ئې  چې پښتو اکيډيمى به  يوه علمى او تحقيقى اداره  وى  او  د هيڅ   قسمه  ګوندى  سياست  سره  به  ئې  څۀ  سريکار نۀ  وى. زمونږ سياست  به  تش د  ژبى او  ادب  د خدمت   پورې  محدود  وى  دا علمى کار دے، تش  په  مشنرى  جذبه   به  کول  وى.  بيا  ئې  هغه  چاپ شوې کتابچه  د پښتو اکيډيمي د  اغراض  و مقاصد په  نوم  راته  راکړه،  ويل  ئې دا هم  ورسره  اوګوره،  هغه  تر اخره  په  خپله  دې نظريه  ټينګ  ولاړ وۀ  او  د کال( 1967ء)  پورې  ئې دغه  رنګ  د  ژبې  او ادب خدمت   ته  ملا تړلې وه  او  قدم  په  قدم  ئې زمونږ  راهنمائى کوله  په  دغه  ټوله  زمانه کښې  د مرحوم  سياسى  او نظرياتى  مخالفينو د خپلو خپلو کمين ګاهونو  څخه  په   هغۀ  او  په  پښتو  اکيډيمۍ   دواړو  باندې  خپل  غشى  راورول.  لا  به  مو  دا  بګتۍ  هم  پکښى  اورېدې  چې :هلک  دے  کۀ  جينۍ ده  د پښتو اکيډيمى    خو  بس  دے  مال  د خدائے  ده  د  پښتو اکيډيمى ـ 

 

                                 د عقيدې  د مخه مولانا  په  دين مئين  د اهل  سنت  و الجماعت  سره  تعلق  لرلو ځکه  خو ئې  د  نظر  انتخاب مېلان  هم  د دينداره او  عاجز  طبع کسانو  په  لور  وۀ، د هغۀ   مېلان  په نظرياتى  جوړ له  د جديد  چپ  و راست  په  ځائې  خالص  اسلامى  وۀ  د  هغۀ  دغه  خوښ  کړى  ټول فاضلان  په  خپل  خپل  کار  کښې  په  خپل  وخت  کښې  يکتا  وو، ټول  ښۀ  دينداره ، عمر رسيده، تجربه  کار اهل قلم  وو. په  1958 ءکښې کله  چې  يوه  ورځ  ښا غلے  اشرف  مفتون  د  مولانا  ليدو له راغے  نو هسې  په  خندا خندا ئې   ورته  اوويل  چې  مولانا  دا څۀ   وهلى  ټټوان  دې   ځان  نه   راتاؤ کړى  دى،  په  دغه  وخت کښې  مرحوم  ډاکټر سيدانورالحق   د مولانا دفتر ته  رادننه  شۀ  نو مفتون  صېب  دغه  سپين  ږيرى  مشر  په ليدو  سمدستى   ورته  اوويل   چې   ډاکټر صېب   ته   ترې  ځان  اوباسه!  دا وې  د هغه  وخت  روئې. د هغۀ  روئې  سخن  ډاکټر  سيدالانورالحق، عظيم شاه خيال بخارى، قاضى هدايت الله، مولانا فضل ودود، مولوى محمد اسرائيل،ميان ثناء الدين اوحاجى عبدالقيوم بابا پلو  وۀ، د صالحه  مسکينانو د  دغې  قافلې  ملګرتيا  زما دپاره  يو  لوئے اعزاز  وۀ، څۀ  چې  به  په  مونږ تېرېدل  يا  مو  اورېدل  دا  هر  څۀ  به  مولانا  مرحوم  په  روڼ  تندى  او خنده پېشانۍ برداشت  کؤل، وئېل  به  ئې  چې  هر څۀ  چې  دى  زمونږه  منزل  مونږ ته  ښکاره دے. هم  په  دغې  ورځو کښې  د لويديز  پاکستان  يو  يونټ   د ملک  ټولې  وړې  صوبې   وخوړلې  او هضم  کړې، لوے لاهور  اباد  شو،  پېښور شاړ  شۀ، کله  چې   زما  مدارى  ئې د کالاباغ  هغې نواب  تر لاسه  کړه  نو  په  يوه  موقع   ورنه  دا  واورېدې  شول،  چې  په  پېښور کښې خو د  پښتو اکيډيمۍ  په  نوم  پښتونستان جوړ دے  او  مشرى ئې  يو  ملا عبدالقادر کوى، دا  د ايوب  خان  مارشل  لا ئى  دور  وۀ. مولانا او پښتو اکېډېمى  دواړه  زير عتاب  وو. په  دې  وجه  چې

                                          زاهد تنگ نظر نے مجهے کافر جانا              اور کافر يه سمجهتا هے مسلمان هون مين

 په    يو  وخت کښې د مولانا مرحوم  د مخالفينو  لوې  ډلې  دا خبره هم  خوره کړې   وه   چې مولانا  چې  د پښتو  قلمى کتابونه،  مخطوطى  او نوادرات د  اکېډيمۍ  د  کتب خانې  په  نوم  ټولوى  نو مقصد ئې دا  دے  چې کله  چې  دا  راجمع  کړې  شى  نو چې  په  اور کښې  واچوى  او  اوئې  سوزوى،په  دې  حقله  هغۀ  يو  د ګيلې  نه  ډک  خط  عبدالولى خان  ته  هم  استولې  وۀ.

                                   بالاخر په  داسې  حالاتو کښې د خپلو په سازش  مولانا  اول  د پښتو  اکيډيمۍ  نه   او ورپسې   بيا پېښور يونيورسټۍ څخه  ډېر په  سپينو سترګو او په  مختصر  نوټس  بهر کړے  شۀ، دا يو ځان ته  جدا دلخراش داستان دے. نن هم  چې  ماته  کله  د مرحوم  دا خبره  راپه  زړۀ شى،  نو په  زړۀ کښې مې  د دړد  يوه سړيکه  راپورته  شى،  په  يوه  موقع  ئې   د خولې  نه   دا خبره  راته  ختلې  وه  چې  طائره  بچيه ! ما خپل  دوست او دشمن  نۀ  وو پېژندلى.

                         مولانااخر پوره کړه د ژوند اوربشه  ئې تمامه شوه، د ايوب خان  دوران هم  تېر شو د يحيى خان زمانه  راغله  د مولانا نه پس  د پښتو اکيډيمۍ هغې  نوى  ډائرکټر  دا وغوښتل چې د اکيډيمۍ نه  د خپلې مرضۍ څۀ شے جوړ کړى ځکه  ئې دا  تجويز  وړاندې کړۀ  چې  دې  ادارې  ته  د کار کؤنکې عملې څۀ حاجت نيشته، بايد چې چا نټى  ئې اوکړې شى، بس يو  ډائرکټر ورله پوره دے کارونه به هغه په خپل صوابديد په خلقو کوى او مناسبه معاوضه به ورکوى، موصوف د تحقيقى ادارې نه  لکه  د اطلاعاتو محکمه  جوړول  او د مولانا د را ټولو کړو مسکينانو عالمانو د دغې ډلې نه غاړ غړول غوښتل، نظرياتى مېلان  ئې ښۀ سرګند وۀ هغه  د چپ  و راست  د ډولونوډنګونو ښۀ پوه وۀ،او د وخت د سازه سره ئې هم قدم پورته کؤلے شو. 

                                             د دې پس منظر د مخه د پښتو اکيډيمۍ وجود  په  دغه  ورځو کښې  ډېر  په خطره کښې وۀ، دې ادارې  ته  لکه  چې  هر چا پښې  اړامې کړې  وې  دا  يو داسې  وخت وۀ  چې  د پښتو اکيډيمۍ د وجود سالميت ضمانت لکه  چې  په  خپله  دپېښور يونيورسټۍ په  کتاب کښې هم  نۀ وۀ ځکه خو په کال( 1972) کښې د هاغى  وخت  وائس چانسلر په خپل صوابديد دا فېصله  اوکړه چې د پښتو د تدريسى  او د پښتو اکيډيمۍ انضمام دے  اوکړې شى، دواړه ادارې  ئې اخر سره يو کړې  او خپل  ځان  ئې  ورله  ډائرېکټر کړۀ.  هغه  د اکيډيمۍ  د نوم  مخالف  نۀ  وۀ، ولې ددې په  حق کښې  وو چې دلته  دې  تدريسى او تحقيقى  دواړه کارونه  په ګډه کولې شى. ويل ئې کوم کسان چې  دا  وخت تش د تدريس سره تړلى دى  هغوى  به د تحقيق ذمه دارى هم تر شره کؤى،او کوم غړى چې د تحقيق په کار کښې بوخت دى هغوى به د تدريس  په کار کښې هم  ورسره لاس کوى دغه شان  به  يوه ګډه تدريسى اوتحقيقى فضا جوړه شى او د ژبې او ادب  پرمخ تګ به  اسان  شى هغۀ  د پښتو اکيډيمۍ نوم په خپل ځائې  بحال اوساتو، ولې دا  تجربه  ئې ډېره زر د ناکاميابۍ سره  مخ شوه  په دې چې  د تحقيق  دکار دپاره د تحقيقى مزاج خاوندان پکار وو، ولې دغه انضمام  په دې کښې څۀ لاس نۀ شو کولې.

حالا                        حالاتو يوځل بيا پېر اوخوړنوى  وائس چانسلر د دغه  ادارې  د ډائريکټرۍ نه لاس په سر شۀپه دې چې دا تړون ورته بې جوړه شان ښکاره شوډائرېکټرى ئې ښاغلى پرېشان خټک ته ور  په غاړه کړه او اخر په خپل ثوابديد ئې يو ځل بيا  د اکيډيمۍ او د پښتو شعبې د سردوباره د بيلتون عنديه ښکاره کړه،او هم دغه عنديه  ئې  د بل وائس چانسلر  په ورځو کښې عملى کړې شوه، پښتو اکيډيمې او د پښتو شعبه  يوځل بيا دوه جداجدا  ادارې شوې  چې  تر تېرکاله ئې خپل خپل وجود قائم وۀ. 

 

                                    په کومو ورځو کښې چې د مولانا مفتى محمود حکمرانى وه او ارباب سکندر خان خليل د صوبې ګورنر وۀ هم  په  هغه  ورځو کښې صوبائى حکومت د ژبې د ترقۍ  په  خيال  د پښتو  دپاره د يو ځان ته  بيل سيکرټريټ  د جوړولو اراده  اوکړه  د دغې  سيکريټرئټ  د روانولو  دپاره  ئې د مرکزى حکومت د اطلاعاتو د محکمې د يو ډائرکټر خدمات حاصل کړل، ښاغلے عبدالودود خان پېښور ته  رابدل کړے شۀ هم  په  دغه  ورځو کښې  د دغې  مجوزه سيکرټرئيټ  د قيام  په  لړ کښې  د پوهانو،دانشورانو، اديبانو او شاعرانو لويه جرګه د اباسين  آرټ کونسل پېښور هال کښې  راوبللې شوه. ښۀ تفصيلى بحث مباحثې پکښې اوشوې  دسيکرټرئيټ قيام  د صوبائى حکومت  يو خوش ائند اقدام  اوګرځولے شۀ  په دې موقع  هر چا  د خپل  زړۀ  بړاس  ويستوله موقع  اومونده، په داسې حال کښې  د يو مقرر  د خولې نه  دا خبره  هم را اوختله (( چې  اوس  به  رانه  نور د پښتو په نوم څوک چېکونه  نۀ  اخلى))  ولې  هيڅ  په  دې څوک  پوهه نۀ شو چې  دغه چېکونه  به  د کوم ځائى نه چاله راتلل، او چا به اخستل  زمونږ دا تسلى  وه  چې د دغه ‌ مجوزه سيکرټرئيټ قيام به  زمونږ  د دې  مورنۍ ژبې  د تعليمى او دفترى  جوړولو  دپاره  ډېر سود مند وى، اوس نو هر کله چې پښتو اکيډيمى د يونيورسټۍ سره تړلې وه ځکه  نو  په  دغه  اداره  د دې فېصلې  د څۀ  قسمه  بالواسطه  يا  بلاواسطه  اثر نۀ شوکېدې.  دا  په  ملک  کښې  د ذوالفقار على  بهټو  د دوران  زمانه  وه د سياسى غورزو پرزو مېدان  ښۀ  تود وۀ  هم  په  دغه  ورځو  کښې په  بيله  بيله  صوبه کښې  د مورنۍ ژبې  د ضرورت  او د دوى د دفترى،تعليمى اونصابى کولو قضيه  راولاړه شوې وه او مرکز له خوا صوبو ته دا اختېار  ورکړې شوې وۀ. په دې حقله دې فېصله د هرې صوبې حکومت په خپله اوکړى. 

 

                               د سندهـ  حکومت  په سندهـ کښې  خپله  مورنۍ ژبه  سندهى د دفتر او تدريس  دواړو  دپاره خپله کړه، پنجاب او بلوچستان ته چې کومه اسانه وه هغه ئې خوښه کړه  ولې کله چې سرحدى صوبې (پښتونخوا) ته  دا مئسله رامخې ته شوه نو هم په دغه  ورځو کښې چې مرحوم دوست محمد خان کامل  د خپل  څۀ تحقيقى کار دپاره پښتو اکېډيمۍ  ته  راپېښ شو نو په  خبرو کښې  ئې  دا هم د خولې  نه اوختل چې ګورنر ته  مې   وويل  چې (( نابالغه  اربابه  پام  کوئ  چې  پښتو  چرته  صوبائى ژبه  اونه منئ،) بالاخر څۀ فېصله چې کول وو هم  هغسې اوشوه پښتو  نۀ خو تعليمى او نصابى ژبه  شوه او نۀ سرکارى، دفترى نه هغه سيکرټريټ په وجود کښې راغے،او نۀ د صوبې حکومت د پښتو اکيډيمۍڅۀ حق منلو ته غاړه کېښودې شوه. ځکه خو د هغې  وخت  د ملک  صدر اعظم چې کله قوم ته خطاب کوو نو دائې  وويل  چې (مونږ خو صوبو له  د خپلې  خپلې سرکارى، دفترى  او تدريسى  ژبې د خوښولو اختيار ورکړې وۀ  ولې د کومو  ژبو  چې  خپل  رسم الحظ قدرې هم سم نۀ  وۀ  نو د هغوى  نه  بيا دا توقع  خو نۀ شوه کېدې  چې  درسى نصابونه  دې پکښې مرتب کړې شى  او د دفترونو کارګزارۍ دې پکښې ترسره کړې شى، ښکاره ده چې د پښتو حيثيت  داسې خو نۀ وۀ  ولې څۀ  چې  ورسره  کېده  هم  هغه  ورسره  اوشوـ

                                               من از بيگا نه گان  هرگز نه  نالم               

که  بامن  هر چه کرد خود آشنا کرد

 

                                      پښتو او پښتو اکيډيمۍ  دواړه په  دې  غورو پرزو راتېردى، هيڅ چا ئې هم  په  سر لاس نه دې  راکښلې  بس خو چې د چا ورباندې  کله  هم  وار سم شوے دے صرفه ئې   ورباندى  نۀ  ده کړې  خو ګذارئې  ورکړے دے  په تېره  بيا هغى نوميالى شاعر څوک چې د مولانا مرحوم  چوکۍ ته  غل  وۀ او په خپل سازشى کردار او د ځينو ابن الوقتو په مرسته  ئې  هغه  د مخې  نه  بيرته کړو دغه شکست خورده  موصوف  بيا په يو  وخت  کښې  د ((امن )) په  نوم  د شائع  کېدونکى  اخبار  په دفتر کښې  مورچه زن  شو او  د پښتو اکيډيمۍ  په خلاف  ئې  مسلسل جوړله کومى  زهر افشانۍ چې کولې هغه څۀ  پټې پناه خبرې نۀ دى، دغه ټولې د(( امن))  په  ريکارډ  کښې  محفوظې دى  بيا کله  چې  دغه  سازشى  ذهن  په  يو  بل مهم  په پښتو اکيډيمۍ کښې  وارد کړے  شو نو د اکيډيمۍ د ټول عمر  دکارګزارۍ  په احتساب ئې ځان مشغول کړۀ، د دې  باقاعده  مشاهره به ئې وصولوله ـ  پوره يو کال ئې  دې  ته  بډې  راکښلې  وې  چې  داسې  څۀ  ورله  په لاس  ورشى  چې اکيډيمى  او د هغې کارکنان  ورباندې  مختورن کړى، ولې داسې هيڅ  خبره  چې  ئې  اونه  مونده نو خپل  رپورټ  ئې  په  غلط بيانو او بهتانونو مرتب کول شروع کړل  په  اخر  کښې کۀ چرې  د پېښور يونيورسټۍ سنډيکيټ  دغه  لوبه ختم کړې نۀ وې  هم  دغسې  به  روانه وه، دا منم  چې څۀ  رنګ  امتحانونه  په  خپل  ژوند کښې  په يو  انسان  راځى  هم  دغه  شان  ادارې، قومونه او ملکونه هم په دې  راتېريږى، ولې شيخ سعدى عليه رحمته چې ويلى دى چې 

                                                       چراغے  را که  ايزد برفروزد    

کسے  کوتف  زند ريشش  بسوزد

                       نو د پښتو اکيډيمۍ مثال هم  د داسې  يو چراغ  وۀ، شيطانى قوتونو  په  يو وخت  کښې  هم دا بلېدو ته  نۀ  پرېښودۀ  دا قوتونه  په  خپل کار  اخته  وو. د خېر نه په  شر او  د ودانۍ  نه  په  ورانى زيات  خوشحاله  وو او هغه چا چې خپل غرض ئې  په  موټى کښې نيولے  وۀ  هغوى  به  ورسره  لاس کوؤ. په  خپله  مورنۍ  ژبه  ئې څۀ کار نۀ   وۀ  نۀ  ئې د قام  د خېر او فائدې  څۀ خيال  په  زړۀ  وۀ.

  د تېرى صدۍ په  نهمه  لسيزه کښې کله چې ما په پښتونخوا کښې د هر اړخيزه تحقيق  دپاره د تخصيص نه  بغېر د روهالوجى انسټيچيوټ د قيام  تجوير  رامخ  ته  کړۀ او پېښور يونيورسټۍ د هاغې  وخت  وائس چانسلر راسره اصولاً  دغه  تجويز اوهم منلو نو ځينى سازشى ذهنونو ته  دا د خپلو مفادو سره لکه  چې متصادم  اوليدے  شو  او په  متفقه  جوړله  ئې د دې د مخالفت  ناره پورته کړه  او وائس چانسلر ئې مجبوره کړۀ چې  ماته  اووائى  چې  وخت  لا سازګار نۀ  دے کۀ  څۀ هم  لکه  د ايجيپټالوجى، کردالوجى او سندهالوجى د نوم  داسې ادارې اوس هم  په  دنيا کښې موجودې  دى. ولې دلته  دغه  قسم  يوه  اداره  دځينى  ناعاقبت  انديشئ قائېمدوله  نۀ  ورکوله، کۀ  څۀ  هم  په  دې سيمه  د تحقيق  او څېړنې  دپاره ښۀ  ډېر مېدانونه  موجود وو او دادے اوس کله چې  دې  ته  د موافق  حالاتو سمون  په  جوړېدو او د يو شاندار عمارت   ودانى هم  سر ته  په  رسېدو وه او د پښتو اکيډيمۍ  د  محترمى  ډائرکټرۍ  فکر  ونظر هم  د روهالوجې انسټيچيوټ په قيام مرکوز کيدونکې وۀ. نو دغې سازشى عناصرو نه  يواځې  دا چې  دغه  ارزو تر سره کېدو له ورنۀ کړه  بلکه  د پښتو شعبه  او دپښتو اکيډيمۍ ځان ځان  ته  وجودونه  ئې  هم د مينځه  يوړل او په نومونو ئې هم ورله پښې راکښلې دا  زمونږه بدبختى،بد مرغى،او کم نصيبى نۀ  ده نو نور څۀ دى. 

  

      په  لنډه  دا چې  خوشبختى بس د هغو  اولسونو  وى  څوک  چې  د علم  او تحقيق  ادارو له  وده  ورکوى  مېدان ئې  ارتوى  او  د هر اړخيزې  استفادې  موقعې  پکښې  پېدا کوى کۀ  په  سندهـ  کښې سندهى ادبى بورډ، سندهى ډيپارټمنټ او سندهولوجى انسټيچيوټ  په  يو ځائى  په  جام شورو کښې  په  سندهـ  يونيورسټۍ کښې  څنګ  په  څنګ  کار کولے شى  نو  په  پېښور يونيورسټۍ کښې د پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا د ښېګړۍ  دپاره  د تدريس  او تحقيق مېدانونه  ولې  راتنګولې کيږى  زما  په  خيال خو د علم او تحقيق  د مېدان  وده  د داسې ګلخانو  ډېرولو او  دې له  په تر قۍ ورکولو کښې  ده  نه  چې  د دې  په  ختمولو يا ضم  کولو کښې

-
بېرته شاته