(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قامپرست

[27.Oct.2020 - 16:46]

( ترڅو چې د قامپرستو په پي ډي ايم کې شموليت دې )

(شبير دراني)27.10.2020

دا د هغه زمانې خبره ده چې غاصب جنرال ضياء الحق په جمهوریت ډاکه اچولې وه 

محترمه بينظير بوټو له په خارج کې ميشته وه ولې د راتګ اطلاعات او انځورونه ئې پاکستان ته راغلي وو 

دلته مذهبي او سياسي ګوندونو د ايم ار ډي جوړولو کوششونه شروع کړي وو

جنرال ضياء الحق په داسې وخت کې مارشل لا لګولې وه چې د محترمې بينظير بوټو پلار بابا ذولفقار علي بوټو نه یوازې دا چې زموږ ټول مشران بندي کړې وو بلکې د خان عبدالولي خان بابا د پهانسۍ تياري ئې هم نيولې وه

ماته خان لالا محمد افضل خان لالا خبره کوله ويل د هشنغر خانه په دغه زمانه يوه عجيبه خبره وشوله

د ذولفقار علي بوټو او د سردار داود تعلق د سپي او د پيشو وو ولې عین په دغه ورځو کې چې زموږ د پهانسۍ تياريانې شروع وې سردار داود پاکستان ته په دوره راغلو

افضل خان لالا راته ويل د هشنغر خانه 

( يادګيرنه خان لالا خپله د عزت خاوند اؤ ستر خان وو نو ما د دومې ملنګ ته به ئې د هشنغر خان ويل

مونږ د سردار داود په دا عمل ډير خفه شولو چې تر پرون ورځ د ذولفقار علي بوټو دښمن وې او نن چې مونږ په تخته دار خيژوي نو د دوستۍ لاس دې ورکړو

خير خان لالا راته ويل چې د هشنغر خانه د سردار داود د دورې  څه وخت وروسته نه يوازې دا چې زمونږ رهايي وشوله بلکې مونږ ئې تر خپلو کورونو په هيلي کاپټر کې ورسولو

خان لالا راته ويل د هشنغر خانه د هوشې کيدو وروسته د نورو په رنګ په پيښور کې د افغانستان مشر سفير هم زما ملاويدو له درشخيله سوات ته راغلو 

خان لالا ويل ما خوله جوړوله چې د دغه سفير په زریعه خپله ګيله تر سردار داود ورسوم چې تا په داسې وخت کې ذوالفقار علي بوټو ته د دوستۍ لاس ورکړو چې مونږ ئې سره د خان عبدالولي خان په دار کولو ولې ما له خوله نه وه پرانستې چې د افغانستان سفیر راته خبره شروع کړه چې خان لالا کله چې د خان عبدالولي خان بابا سره د کوزې پښتونخوا د ټولو بندي قامپرستو د پهانسۍ خبره قوي شوله نو سردار محمد داود خان اجلاس راغوښتلو او په هغه اجلاس کې ئې وو ويل چې که د کوزې پښتونخوا بندي قامپرست په دار شول خو په کوزه پښتونخوا به د پښتنو ژوند  نور هم د ستونزو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شي زه د پاکستان دوره کوم

خان لالا راته ويل د هشنغر خانه ما چې وروسته کړۍ پسې کړۍ تړل شروع کړل نو سر مې خلاص شولو چې دا سردار محمد داود خان خو زمونږ خلاصون پسې راغلې وو

خير خبره رانه وږديږي په دغه حالاتو کې چې جنرال ضياء الحق مارشل لا ولګوله د ذولفقار علي بوټو ټول خاندان ئې جلاوطنه کړو ذولفقار علي بوټو ئې اول بندي او وروسته پهانسي کړو

اوس لس کلونه وروسته د ذولفقار علي بوټو لور محترمه بينظير بوتو خپله جلاوطني ختمه وي او پاکستان ته واپس راځي او د نورو سياسي ګوندونو د مشرانو په رنګ ورته زمونږ سياسي مشر خان عبدالولي خان بابا هم لاره سمه وي د هرې ضلعې په سر غونډې کوي او خپل ورکران په اعتماد کې اخلي صلاح مشورې شروع دي

په پړانګ کې زمونږ  ضلعي اجلاس وو د رواياتو ترمخه چې خان عبدالولي خان بابا تقریر ختم کړو نو ویل ئې چې اوس که ستاسو څه پوښتنه يا سؤال وي نو کولې ئې شې

خلکو خپل خپل سوالونه شروع کړل زمانه شاته يو مشر بابا ناست وو هغه ماته ويل شبير جانه ته خو د ولي خان زړه ته ډير نزدې ئې يوه پوښتنه به ترې وو نه کړې ؟

ما ورته ویل يوه څه سل پوښتنې خو به ترې نه وکړم وايه

دغه بابا راته غوږ کې ويل چې د ولي خان نه دا پوښتنه وکړه چې تر پرون خو به تاسو ويل چې ذولفقار علي بوټو او پاکستان يوځاي نه چليږي يا به بوټو وي او يا پاکستان 

ايا نن د ذولفقار علي بوټو لور بينطير بوټو د خپل پلار بابا نظريه بدله کړه او که نه تاسو د خپل پلار باچا خان بابا نظريه بدله کړه چې د ذولفقار علي بوټو لور څخه اتحاد کوې ؟

ماته په دغه زمانه نه خو د دې سؤال د وزن اندازه وه او نه د معنې مفهوم او فلسفې خو مشر راته غوږ کې خبره وکړه او ما لکه د نورو خلکو لاس پورته کړو چې د خان عبدالولي خان بابا زما په لاس نظر شولو نو ويل پاسه لوړه ته څه پوښتنه لرې

ما ورته هم دغه پورتنې ليک خبره ټکې په ټکې وکړه

ولي خان بابا راته په خندا کې ويل هسې لوړه ما چې کوم وخت دا خبره کوله نو ته پيدا هم وې او که نا ؟

او که پيدا هم وې نو چې پرتوګ به دې اچولو او که نه  لوڅ به کرځيدلې د خان عبدالولي خان بابا دې خبرې  سره ټول پنډال په خندا شولو بيا ئې ماته ويل کينا بچيه چې زه کيناستم نو ولي خان بابا ويل دا سؤال چې د چا دې او ماته ئې د شبير جان په خوله راوسولو نو هغه ته جواب ورکوم  چې يو سپي د سپې څخه انګوچه اچولې وه کله چې دا سپې په سور کې راغلو نو دې سپې ته ئې مخ راواړاوه چې سپين بچې درکې پريګدم او که تور نو دې سپې ورته جوابي ويل چې اول دې دا خپله کونه خلاصه کړه نو د سپین اؤ تور خبرې به وروسته کوو يا د الله ج ظالمانو سرونه مو له په مارشل لا کې انښتې دي او تاسو د سپين او تور خبرې شروع کړې أول خو دا خپل سرونه د مارشل لا د زنځيرونو رابهر کړې نو بیا به د سپين اؤ تور فيصله وکړو

ګورې چې په کلي د شپې ډاکه راشي نو د کلي خلک بيا دا سوچ نه کوي چې دا ډاکه زما د دوست په کور پريوتې ده او که د دښمن خو ډاکه مارو پسې کوتک يا لوړ ته لاس کوي ځکه چې په دې کلي کې د دغه انسان خپل کور هم وي خپل اولادونه ئې په کې هم ژوند کوي

نو دا وخت زمونږ په کلي ډاکه پريوتې ده چې دا ډاکه مار د خپل کلي نه په ستنه کړو نو بیا به په خپلو کې خپلې ورورولۍ او تربورولۍ پالو بیا به مونږ خپله نظريه شړو او پيپلز پارټي خپله نظريه

دا دومره وږوډ ليک مې په دا خاطر وکړو چې د تيرو څو ورځو راهسې خلک لګيا دي چې د مختلفو نظريو جوماتونه پارټې يا ګوندونه راجمع شوې دي نو دا غرضي اتحاد صرف ډاکه مارو لره شوې دې چې ډاکه مار په ستنه شي نو بیا به هر ګوند خپله نظريه شړي خو اوس په کلي ډاکه راختلې ده نو دې ډاکه مارو ته اتحاد و اتفاق لازمه دې

نور مونږه قامپرست نه خو د مولانا فضل الرحمن صیب د نظرېې قائله يو او نه د زرداري يا نوازشریف شریف

يادګيرنه دا بابا سره ناست تنکې ستاسو دادا شبير دراني دې

(شبير دراني)

-
بېرته شاته