(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مهدي شاه

[27.Oct.2020 - 16:22]

 

سید میر مهدي شاه مهدي

لیک : سید هارون شاه

سید میر مهدي شاه مهدي په کال ۱۹۲۶ کښې د جنوری په دریمه ورځ د داودزو د تپې په یو کلي کانکوله کښې زیږیدلې وو، اسلامی مدرسو نه یې دیني زدکړی کړی وی ، د ډیره مطالعې په برکت یې علمي بنړه یې  پورته شوی وه ، صحافت کښې د "اوتې بوتې " سرخط لاندی د کالم نګاری ابتدا د پیښور ورځپاڼې " ترجمانِ افغان" نه وکړه ، په کال ۱۹۵۵ کښې د اجمل خټک سره په ورځپاڼه "انجام " کښې د پښتو برخې مدیر شو، په ۱۹۵۸ کښې د اووه ورځني اخبار "رهبر " مدیرت ورپه غاړه شو، او بیا یې هفت روزه "غنچه " هم وچلوله ،

په ۱۹۶۱ کښې د سول نافرمانې په تحریک کښې جیل ته لاړ، په سنټرل جیل مچ ،ډسترکټ جیل جهلم ، هري پور او ډیره اسماعیل  خان کښ دری کاله بندي وو، په ۱۹۶۳ کښې د جیل نه آزاد شو،

د افسانو مجموعې یې، پت، نشان ، د بوډی ټال ، تورداغونه ، د قیامت نخښه او لالا ګلونه دي

"روڼ سحر "یې شعري مجموعه ده، مظوم امام او "تفسیر سوره فاتحه " یې چاپ اثار دي ، 

د ژوند آخري ورځو کښې د کانکولې نه داحد ګړی ته په کډه لاړ ،د پارټې نه فارغ کړی شوی وو، د انتهائي بیکسې او غربت په حال کښې په ۲۴ ستمبر ۱۹۹۸ وفات شو، په ګوریې نور شه..

-
بېرته شاته