(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار میشت

[27.Oct.2020 - 16:21]

په ننګرهار کې میشته پښتا نه قامونه

لیک : ډاکتر لطېف ېاد

ننګرهار دافغانستان په ۳۴ ولایتونو( صوبو) کې یو ولایت دی چې د افغانستان په ختيز کې پروت دی چې د ختيز طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ مو قعیت لري .، چې د سمندر له سطحې نه يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی.

دغه ولایت دلرغونې اوتاریخي ګندهارا یوه برخه ده چې په لرغونو اوویدي متونو کې یې نوم نو نهارا او نګاراها په بڼو هم راغلي دی چې نګر یا نګري په سنسکریت او هندي ژبو کې ښارته وايی .ننګرهار په لرغونو زمانو کې دبودیزم دمرکزونو نه یوستر مرکز ګڼل کیده..

ننګرهار ولايت، چې د تاريخي ځانګړنو، اوبو او هوا (اقليم)، مېوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده، د شمال نه يو څه برخه د کونړونو او يو څه يې په لغمان ولايت پورې نښتې ده، د لوېديځ له خوا په کابل او لوګر ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او پښتونخوا نه بېلوي. د ننګرهار ولايت ختيزه او سوېل ختيزه خوا له ډېورنډ کرښې سره ګډه پوله لري.دننګرهار مرکز دجلال آباد ښاردي . دننګرهار دټولو وګړو شمیر درې ملیونو تنو ته رسیږي . دننګرهار اهمیت په دې کې دی چې د كابلپېښور تر منځ پر لويه ټرانزېټي لاره پروت دى.

ننګرهاردجلال آباد دښار په ګډون در ویشت اداري واحدونه ( ولسوالۍ ) لري چې نومونه یې دادي :

۱- هسکه مېنه

۲- اچین

۳-بهسود

۴-چپرهار

۵- دره نور

۶-بټي کوټ

۷-دوربابا

۸- ګوشته

۹- حصارک

۱۰-کامه

۱۱- خوږیا ڼي

۱۲- کوټ

۱۳- خېوه

۱۴- لعلپوره

۱۵-مومند دره

۱۶-نازیان

۱۷-پچیر او اګام

۱۸- رودات

۱۹- شیرزاد

۲۰-غنی خیل

۲۱- سره رود

۲۲-کوزکو نړ

۲۳- جلالکوټ (جلال آباد)

په ننګرهارکې میشته پښتانه قومونه او قبیلې :

۱- شینواري : سړبني پښتانه دي چې دننګرهار ولایت دهسکې مینې ، نازیانو . اچین ، دوربابا،غني خیلو، [چبرهار،مومنددرې اوکوټ په ولسوالیو کې اوسیږي ، همداراز دننګرهارپه مرکز جلال اباد کې هم ډیر شینواري استوګنه لري .

۲-مومند:سړبني پښتانه دي چې په غوریاخیلو ورګډیږي اودننګرهار ولایت په مومند درې ، لعل پوره و بټي کوټ ،خیوه ، کامه ، ګوشته ، کوټ ، کوز کو نړ او دچپرهار په ولسوالیو کې ژوند کوي ، زیات شمیر مومند دجلال آباد په ښارکې هم میشته دي .

۳-خوږیاڼي :کرلاڼي پښتا نه دي چې دخوږیاڼیو ، پچیر او اګام او شیرزاد په ولسوالیو کې میشته دي . دجلال آباد په ښارکې هم ډیر شمیر خوږیاڼي میشته دي .

۴- شیرزاد : دخوږیاڼیو دقلیبلې یوه څانګه ده چې دننګرهار دشیرزاد په ولسوالۍ کې استوګنه لري .

۵- وزیر : دخوږیاڼیو یو ښاخ دی چې دخوږیاڼیو دولسوالۍ دوزیرو په سیمه کې مېشته دي .

۶- جبارخیل : په اصل کې غلجي پښتانه دي او دننګرهار دحصارک او سره رود په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۷- معروف خیل : غلجي پښتانه دي چې دننګرهار دحصارک اوسره رودپه ولسوالیوکې مېشته دي .

۸- احمدزي : غلجي پښتانه دي چې دننګرهار دسره رود.کامې،حصارک او چپرهار په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۹- الکوزي : سړبني پښتانه دي او دننګرهار دروداتوپه ولسوالۍ کې استوګنه لري .

۱۰-امرخیل: غلجي پښتانه دي اودننګرهار ولایت دسره رود په پیتاوي امرخیل ،د چپرهارپه سنګینه او دکامې په ولسوالیو کې میشته دي .

۱۱- دولتزي : غلجي پښتانه دي اغو دننګرهار دچپرهار ولسوالۍ ددولتزیو او چینې په کلیو کې اوسیږي .

۱۲- څولوزي : غلجي پښتانه او ددولت زیو یوه څانګه ده چې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دڅلوزیو په کلي کې ژوند کوي .

۱۳- ټغر : داحمدزیو غلجیو یوه څا نګه ده او دننګرهار ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې استوګنه لري .

۱۴-داودزي : سړبني پښتانه دي او په غوریا خیلو پښتنو ورګډیږي او دننګرهارولایت دچپرهار ولسوالۍ دداودزیو په کلي کې میشته دي .

۱۵- دستوخیل: غلجي پښتانه دي دننګرهار ولایت دسره رودپه ولسوالۍ کې مېشته دي .

۱۶- هزاربوز: سړبني پښتانه دي اوپه مومندو ورګډیږي او دننګرهار ولایت دروداتو او مومنددرې په ولسوالیو کې میشته دي .

۱۷-یوسفزي:سړبني پښتانه دي او دننګرهار ولایت دکامې په ولسوالۍ کې مېشته دي .

۱۸ -ناصر: غلجي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دحصارک اوبټي کوټ په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۱۹- دینارخیل : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دشمسه پورپه کلي کې ژوند کوي .

۲۰حسین خیل : غلجی پښتانه دي چې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دماڼوپه کلي کې ژوند کوي .

۲۱- زاخیل : سړبنی پښتانه دي اوپه غوریاخیلوورګډیږي .دننګرهار ولایت دکامې او خیوې  په ولسوالیو کې اوسي .

۲۲- لودین : دوی غرغښتي پښتانه دي او دننګرهارپه بیلا بیلو ولسوالیو او له هغو نه په کامې او کوز کونړ  په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۲۳- زیړاني : سړبني پښتانه دي ، په غوریا خیلو ورګډیږي او دننګرهار ښارپه لویدیز کې د زیړانیو په سیمه کې اوسي .

۲۴- ساپیان: غرغښتي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دخیوې اودره نورپه ولسوالیو کې هم مېشته دي .

۲۵محمدزي : دوی سړبني پښتانه دي ، سرداران هم ورته وایی او دننګرهار دسره رود، بهسودو، خوږیاڼیواو د ننګرهارپه مرکز جلا لآبادکې هم استوګنه لري .

۲۶- ساک ( سهاک) : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دسره رود دحصارک په ولسوالیو کې مېشته دي .

۲۷- ستانکزی: دننګرهارولایت دسره رود او چپرهار په ولسوالیوکې مېشته دي .

۲۸-ستا نیزی: په حصارک او دسره رود په ولسوالیو کې استوګنه لري ،.

۲۹- ادریمزي ( عبدالرحیمزي ) : غلجي پښتانه دي . دننګرهار دکامې او کوز کونړپه ولسوالیوکې مېشته دي .

۳۰- مشواڼي : دوی غر غښتي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دبټي کوټ په ولسوالۍ کې مېشته دي .

ملکزي : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دکوز کونړپه ولسوالۍ کې مېشته دي .

۳۱- میچن خیل: لودي پښتانه دي او دننګرهار دسره رود په ولسوالۍ کې مېشته دي .

۳۲- ګاړي : غلجي پښتانه دي او دننګرهار ولایت په خينو ولسوالیو کې مېشته دي .

۳۳- رودباري : دننګرهاردچپرهار اوسره رود په ولسوالیو کې مېشته دي .

تره کي : دننګرهار دچپرهار دولسوالۍ دنره کو په کلي کې مېشته دي -.۳۴

-۳۵شلماني چې ددوربابا په ولسوالۍ کې ژوند کوي .

همداراز په ننګرهار کې یو شمیر دراني ، بارکزي ، اسحاقزي ، الوزي ،اکا خیل، توخي ، کاکړ اوبيټني هم شته چې دهغوی شمیر دومره زیات نه دي

Lalmohammad Stanikzai

له معلوماتو مو مننه ياد صيب،يو ټکي ته مو پام غواړم،هغه دا چې ستانيزي او ستانکزي دواړه يو قوم دى.په ويلو کې ځيني خلک ستانيزي وايي،چې بايد هم په ويلو او ليکلو کې ستانکزي وليکل شي.ستانکزي غلجي پښتانه دي او د پښتنو يو له غټو قومونو څخه شمېرل کېږي،چې ډېر خېلونه لري.

..........................

.مننه یاد صاحب، بارکزی د خوګياڼيو او یوسفزی د روداتو ولسوالۍ کې مو هم له لسته پاته دي( Rodwal Rahman

..........

خيوه د کوزکونړ ولسوالۍ مرکز دی د ولسوالۍ نوم کوز کونړ دی او خيوه د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د يو کلي نوم دی( افغاني کولتوري ټولنه)

.......

Samiullhaq Naser ياد صيب ستانکزی او ستانيزی سره بيل دی که یو قوم ده .

ناصر په حصارک ، کږه ، سرخرود ، کامه ، د چپرهار په کنډی باغ ، بهسودو او ځينو نورو ولسواليو کې هم شته

-
بېرته شاته