(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تار تار ګرېوان

[27.Oct.2020 - 16:20]

تار تار ګریوان

لیک: لطیفو لاچی لونګ 

هغه له شکله ډيره معصومه شريفه ښکاريدله زه نزدې ورغلم 

هغه هم رانزدې شوه راته وه يې ويل خان صاحب چلو ګې؟ 

ورڅخه وه مي پوښتل څو روپۍ غواړې ؟

ويل ته څو راکوې ؟

ما ده هغې په شنو سترګو کي  زيږ وروه کتل بې بسه مجبوره راته معلومه سوه ، ورته وه مي ويل راځه شاته راپسې شه ، هغه ويريدله ، راته وه يې ويل څو کسان ياست ، ورته وه مي ويل ويريږه مه زه يوازي يم ، 

هغه خاموشه چُپ خوله راپسې شوه ، بيا يې له څه تګه روسته راته ويل ، په سګريټ خو به مي نه سوځوې  ؟ په مسکا مي ورته وه ويل نه نه داسي هيڅ خبره نسته

هغې غټه بې زاره ساه واخیستله ، ويل هيڅ ډول ظلم به نه راسره کوې سمه ده ؟

بې شکه ته 500 کمي راکړه خو پليز تکليف به نه رارسوې 👏

هغه هيڅ نه وه خبره چي زه څوک او ده کم ځای يم او سنګه سړی يم

وه مي پوښتل ډوډۍ دي خوړلې ده ؟ ويل نه 

دا مي د يو هوټل مخي ته ودروله ما ويل ته ودريږه زه ډوډۍ را آخلم ، هوټل والا مي هم شناخته وو انجلۍ يه راسره وليده په خندا کې راته وه ويل شپه دي په خير ، خو خير ډوډۍ مي ځان سره راواخيستله ده خپل ځای پر خوا مي روانه کړله، چيري چي زه استوګه کووم دا مکان ده يو بزدار سړي دئ کور يې ودان مفت يې مکان راکړی دی ويل چي تر سو زه له علاقې نه يم درغلی ته فري کي اوسېږه

ځای ته چي ورسېدو ده شپې 11 بجې سوې ، 

هغې مسلسل زما پر خوا ډير په حيرانتيا را کتل

 ما پليټ شيان راواخستل

دې ته مي وه ويل چي لاس وه مينځه 

ويل زه ډوډۍ نه خورم 

په شفقت او مينه مي ورته وه ويل ويريږه مه هيڅ نه درکوي

لاس يې وه مينځل راغله پر سنګ مي کښينسته او ډوډۍ خوړل يې راسره شروع کړل

روسته له خوړلو لږ ډوډۍ پاته سوه ، ويل زه به دا پاته ډوډۍ کور ته راسره يو سم که ستا اجازه وي؟

په خندا مي ورته وه ويل نه بلکل يې نسې وړلای

هغه خاموشه سوه او خپل څادر يې له سره لري کړو  ما ويل ودريږه راسه يوار زما پر سنګ کښينه تر څو په خبره سر سره خلاص کړو،

هغې حيران راته وه کتل ويل زر کوه زه ناوخته يم خپل کار وکړه ما بيرته ورسوه

ما ويل نه دي يله کووم ولي دا دهنده کار کوې خپل وجود خرڅوې؟ 

فقط دومره جواب راکړه دا کار پريږدلی سې؟ 

هغې مي مخ ته زيږ زيږ وکتل ويل ته ليونئ خو نه يې؟ 

وام هو ليونی يم او اکثره ملګري هم ده ليوني ده راته وايي 

راته ويل که څه کولئ نه سې بيرته مي ورسوه

ما ده هغې پر سر لاس کښيږدی او له جيبه مي پنځه زره راوکښې پر لاس مي ورکښېږدې ، ورته وه مي ويل هاں دا واخله 

راته حيرانه سوه ويل زه يې نه آخلم ، ته يې ولي مفت راکوې؟

ما ده هغې پر څيره ستړيا محسوس کړه هغې خپلي اوښکي په زور په سترګو کي درولې وې

بار بار بې راته ويل پليز ما بيرته ورسوه زه ډاريږم 

ورته وه مي ويل مه ډاريږه يقين وکړه هيڅ تاوان نه در رسووم

وام ښه ته دا راته وه وايه ژوند سومره تکليف درکړی دی؟

دغه خبره چي يه سنګه اوریدله سترګي يه له اوښکي ډکي سوې 

لکه پر سړي چي سم قيامت راسي

ورته وه مي ويل  زه در پوهيږم په زړه کي ډير درد ګرځوې

يو دم ولاړه سوه لاس پښې يه رپېدل د دروازې ده خلاصولو هڅه يې وکړه ويل پليز ما پريږده زه کور ته ځم  

ورته وام ته خو کښينه 

زه لطيف خان نوميږم پښتون يم ، ويريږه مه خپل ځان محفوظه وګڼه

روسته له تسليانو يې يقين وسو چي سړی له شره ازاد دی

راته ويل يې ميړه مي مړ دی درې لوڼي يو زوئ مي دی خُسر ګنۍ له کوره شړلې يم

مور پلار مي مړه دي ورور مي يو سته هغه نشيي دی

ده ماما په کور کي اوسېدلمه هغه ده ماما زوئ زبردستي زيادتي راسره وکړه ما مي مامي ته حال ورکړی هغې راته ويل ته زما زوئ راتوره وې له کوره يې پسي واخيستلمه

له اولاد سره در په دره خاک په سره ګرځيدلم ده ډوډۍ او اوسيدلو هيڅ بندوبست نه وو 

مجبوره سوم ده خپل وجود په خرڅولو مي پيل وکړو

اوس هره ورځ خپل وجود خرڅوم کور په ساتم

ډير زلي مي ده خودکشۍ اراده هم کړې ده خو خپلو ماشومانو ته چي وګورم همت نه سم کولای 

هغې راته ژړل ما مي خپله بې وسي زغمله 

پر سر مي لاس ورته کښيږدی ورته وه مي ويل ترڅو چي لطيف دلې وي ستا ورور دی تر خپله وسه جيب نه درڅخه سپمه ووم

نور دي خدای چاره وکړه 

خپل ځای ته مي ورسوله 

له دوو ورځو روسته مي بيا پر هغه ځای وليده ، راږغ يې کړل ول اوئ لطيف بهائ سنګ ته ورغلم روسته له روغبړه يې راته وه ويل راځه زما کور ته دي بوزنم خذمت دي وکړم چائ ډوډۍ به راسره وخورې خپلو بچيانو ته مي ستا ده انسانيت حال ورکړی اوس غواړي درسره وه ويني ما ويل نه کار لرم ډير خواستونه يې وکړل ما ويل نن نه بله ورځ به ګورو

-
بېرته شاته