(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ملت ګوند

[27.Oct.2020 - 16:11]

دافغان ملت ګوند بنسټ ایښودونکی 

ارواښاد غلام محمد فرهاد 

-----------------------------

ديپلوم انجنير غلام محمد فرهاد(۱۹۰۱۱۹۸۴) چې د کابل په خلکو کې د پاپا په نامه مشهور ؤ دافغانستان د معاصر تاريخ يو  ملي او سياسي شخصيت و . ده د افغانستان په ودانۍ او د هېواد د افغاني هويت په غښتلتيا کې يې نه هېريدونکي هلې ځلې کړي دي.

غلام محمد فرهادپه ۱۹۰۱ زېږیز کال کې د وردگو ولایت د مرکز، میدان ښار په یوې مخورې کورنۍ کې زيږيدلی و.

زده کړې

-----------

په ۱۹۱۵ م زېږيز کال کې کابل ته د راکډه کيدو وروسته يې دحبیبي په ښونځي کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې . خداي بښلی پاپا په ۱۹۲۱م زېږيز کال کې د اعلیحضرت غازي امان الله خان له خوا  د لوړو زده کړولپاره جرمني ته واستول شو چې دمونشن په ښارکې يې دبرېښنا په څانگه کې دیپلوم تر لاسه کړ .

دندې:

------

ارواښاد غلام محمد فرهاد په المان کې هیواد ته د ستنيدو وروسته په ۱۹۲۸ کال کې يې داماني په ښونځي کې د ښوونکي په توگه دنده ترسره کوله او د دې تر څنگ يې ددولتي فابریکو دالکتروتخنیک (برېښنايي تخنیک)دبرخې مسؤلیت په غاړه ؤ . فرهاد په ۱۹۳۴ کال کې یو ځل بیا جرمنی ته لاړ ، د المان دهيواد سره ديو قراردادپر بنسټ  يې د چک وردگ دبرښنا بند په آلماني توربینوسمبال ، اودسروبي بند توربینونه یې هم نوي کړل .

په ۱۹۴۸م کال کې دکابل ښارلومړی ولسواک ښاروال وټاکل شو.اوپه ۱۹۵۴م کال کې دکابل دبریښنا شرکت بنسټ جوړ او دی د همدغه شرکت مشر شو.دکابل دمیوند واټ هغه وخت جوړ شو کله چې دی دکابل ښاروال و او ده پخپله پکې کارکاوه

سیاسي هلې ځلې او ټولنیز ژوند

-------------------

ښاغلی فرهاد د۱۹۵۵م زېږيز کال دلويې جرگې غړی و ،اوپه ۱۹۶۶م زېږيز کال د کابل د خلکو له خوا د ولسي جرگې وکیل وټاکل شو. په ۱۹۷۰م زېږيز کال کې يې د ولسي جرگې وکالت د خپل ارادې د مقاومت په عنوان پریښود .

خدای بښلی فرهاد په 1966م زېږيزکال کې د افغان سوسیال دموکرات گوند بنسټ ايښودونکی و او د نوموړي گوند په کنگره کې د گوند د مشر په توگه وټاکل شو او دمرگ ترورځې ددغه گوند مشر ؤ.

د ۱۹۷۹م زېږيز کال داکټوبر په ۱۴ دوخت دحکومت له خوا د يوې پوځي کودتا په وسيله د حکومت د رانسکورولو په تور دخپلو يو لړ ملگرو سره ونيول شواو په کابل کې زنداني شو،اوپه ۱۹۸۰کې له بنده خوشې   شو. .

ارواښاد غلام محمد فرهاد په ۱۹۸۴ م کال دنومبر په ۷نيټه ( ۱۷ دعقرب ۱۳۶۳ هجری شمسی ، ۱۴ دصفر ۱۴۰۵ هجری قمری )کې ومړ او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. اروا دې يې ښاده وي !

دښاغلي ارواښاد  فرهاد په اړه زمایوه نه هیریدونکي خاطره او 

زما دسترګو لیدلی حال  :

--------------------------------------------------

زه په کابل کې په شپږم  ټولګي کې وم کله چې ښاغلي غلام محمد فرهاد په ۱۹۶۶ زیږدیز کال کې دولسې جرګې لپاره  ځان کاندید کړی و نویوه ورځ  دکابل په پل خشتي جومات کې ناست و. یولوی څادر یې غوړولی و اویوڅوډوډۍ اویوه اندازه  ګندنه یې  د څادرله پاسه  ایښودلې وه . ارواښاد فرهاد خلکو ته ویل چې ما خو دولسي جرګې دغړي په توګه خپل ځان کاندید کړی دی .زه پيسې  نلرم چې خلکو ته پولاوونه ورکړم  که څوک زما سره دغه وچه ډوډۍ او ګندنه خوري رادې شي ودې خوری که ماته ووټ راکوي نویې هم   کور ودان   او که یې نه راکوي هم یې کور ودان.

 نن مې دښاغلي ارواښاد فرهاد په اړوند  خپله دغه خاطره ستاسو سره شریکه کړه .

-
بېرته شاته