(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږې ترخې

[27.Oct.2020 - 16:02]

خوږې ترخې کیسې ( ۱۴)

پر افغانستان د روسي یرغل په اړه برژینیف ته د ساخاروف لیک.

 ( اندري ساخاروف د روسې هغه نامتو فزیک پو دی چې د نوبل نړۍ واله جائزه یې ګټلې ده ' ساخاروف لومړنی روسی و چې پر افغانستان یې د روسانو یرغل په ښکاره په داسې وخت کې وغنده چې په روسیه کې هغه وخت هیچا دا جرئت او مېړانه نه شوه کولای ' ساخاروف پر افغانستان د روسانو د یرغل کلک مخالف و او همدا لامل و چې د وخت حکومت په خپل وطن کې بل ښار ( ګورکي ښارته تبعید کړ تر ټینګ څار لاندې ونیول شو او د ژوند د ټولو انسانتیاو نه یې بې برخې کړ.)

لاندې لیک هغه لیک دی چې د روسانو د یرغل په لومړي کال یې د وخت د شوروي اتحاد مشر او د کمونیسټ ګوند عمومي منشي برژینیف ته ښه په مېړانه ولیکه:  

د شوروي اتحاد عمومي مشر او د کمونیسټ ګوند عمومي منشي لیونید برژینیف ته ' تاسو ته د یوې خورا اړینې موضوع یعنې افغانستان په اړه څه لیکم.

د یو شوروي وګړي او په نړۍ کې د خپل دریځ په پام کې نیولو سره د دې غمیزې په وړاندې خورا ستر مسؤلیت احساسوم ( زه په دې ډاډمن یم چې ستاسو دریځ پر هغو معلوماتو ولاړ دی چې تاسو خپله یې لرئ ' البته دا منم چې زما معلومات په هیڅ ډول ستاسو له پراخو او هر اړخیزو معلوماتو سره د پرتلې وړ نه ديخو بیا هم دا خبره دومره اړینه چې زه له تاسو څخه هیله کوم چې زما دې لیک ته ښه ځیر شئ او هغو ټکو ته پام راواړوئ چې په دې لیک کې یې یادونه کیږي.

دا دی پوره اووه میاشتې وشوې چې په افغانستان کې جګړه روانه ده ' په زرګونو شوروي وګړي او په لسګونو زره افغانان ' نه یوازې ملیشه ( مخالفین او د دولت عسکر )  ' بلکې زیاتره ولسي وګړي ' سپین ږیري ' بوډۍ ښځېکوچنیان او بزګران وژل شوي دي. د هغو کلیو او بانډو بې رحمه او بېسارې بمبارۍ ' ځانګړې بڼه لري چې له ملېشو سره مرسته کوي . په لارو او ولسي سیمو کې د ماینونو ښخول ' هغه زړه بږنوونکي خبرونه دي چې کیدای شي ټوله سیمه له فقره ' خوارۍ او لوږې سره مخامخ کړي.

دغه راز په دې کې هم شک نشته چې اففاني پېښو په بنسټیزه توګه نړیوال سیاسي دریځ بدل کړی دیدغو بدلونونو نه یواځې په سیمه کې ' بلکې په ټوله نړۍ کې سوله او ټیکاو له ګواښ سره مخامخ کړې ده. دغو حالاتو د بربادوونکو وسلو ' د دویم سالت یا بې وسلو کولو تړون ته چې ته چې دنړیوالو لپاره خورا زیات ارزښت لري ' ګواښ ورپېښ کړی دی ( او کېدای شي هغه بېخي ناممکنه کړيدغه خنډ کیدای شي د بې وسلو کولو بهیر بېخي په ټپه ودروي

د شوروي دغو کړنو ( پر افغانستان یرغلپه ټولو سترو هېوادونو کې د پوځې بودجې د بېساري زیاتوالي او د پوځي تخنیک له پرمختګ سره مرسته کړې دهدا کار کېدای شي ' د ډېرو کلونو په اوږدو کې د وسلو زیاتوالی او د هغو دښمني او سیالي لاپسې پیاوړې وساتي.

په ملګرو ملتونو کې ( ۱۰۴هېوادونو ( وروسته ۱۲۳ هېوادونواو د هغو په ډله کې ځینو هغو هېوادونو چې پخوا یې د شوروي هر څه بې له قید او شرطه منل ' پر افغانستان دغه کړنه غندلې ده ' پخپله په شوروي کې په بېساري توګه د هېواد د پوځي کېدو له پاره داسې هلې ځلې روانې دي چې ددې هېواد اقتصادي ستونزې لاپسې ډېره وي.

دلته نه یواځې په ټولنیزه او  اقتصادي برخه کې د هیڅ ډول بدلون نښې نښانې نه لیدلی کیږي بلکې د ځینو ګواښمنو ادارو بې ساري ونډه په داسې شان مخ په زیاتېدو ده چې وروسته به یې مهارېدل ګرانه خبره وي.

زه نه غواړم په دې لیک کې افغانستان ته د شوروي پوځونو د لېږلو لاملونه راوسپړم ' زه نه غواړم ووایم چې دا کار زموږ د هېواد د ملي ګټو د ساتنې د قانونمنده غوښتنې له پاره شوی دی او یا د کوم بل پلان د عملي کېدو له پارهزه نه پوهېږم چې دا ریښتینې او د زړه له کومې مرستې دي او که د نړۍ د بیا وېش او یا د کوم بل ټولنیز اوښتون خبرې ديدا د کوم بل خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې بربنډه او ښکاره لاسوهنه ده او یا هم ددغو یادو شویو ټکو په هر یوه کې د رښتیا نښې پرتې دي ' خو د دې ټول سره سره زه په دې ډاډمن یم چې د افغانستان د شخړې له پاره د سیاسي لارې هواری په دغو ټکو کې باید ولټول شي:

لومړیشوروي او ملېشه دې اوربند اعلان او د روغې جوړې تړون دې لاسلیک کړي.

دویمشوروي دې اعلان کړي چې چمتو دی په بشپړه توګه خپل پوځونه په داسې ډول له افغانستان څخه اباسي چې ځای به یې د ملګرو ملتونو پوځونه نیسي.

درېیمملګري ملتونه دې د خپلو پینځو دایمي غړیو په وجود کې د افغانستان د ناپیلتوب ' خپلواکۍ او سولې تضمین وکړي کېدای شي په دې بهیر کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم ګډون ولري.

څلورمد شوروي په ګډون د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د افغانستان ټولو هغو وګړو ته چې خپل هېواد پرېږدي ' له هېواده ازادانه وتل ' باید د سیاسي روغې جوړې یو شرط وبولي.

پینځمبې له قیده او شرطه به افغانستان ته اقتصادي مرستې برابریږي ' شوروي به د دغو مرستو په برابرولو کې تر ټولو غوره ونډه اخلي.

شپږمد ببرک کارمل حکومت ' په هېواد کې تر ټولټاکنو پورې خپل واک یوې داسې ناپېیلې لنډ مهالې ادارې ته وسپاري چې د ملېشو ( مخالفینواو ببرک کارمل د حکومت  د غړو په ګډون جوړ شوی وي.

اوومټولټاکنې به تر نړۍ والې څارنې لاندې تر سره کیږي او په هغه کې د ببرک کارمل حکومت  او ملېشه یو برابر ګډون کوي.

له دې څخه چې راتېر شو ' زه لازمه ګڼم چې له تاسو نه د خپل هېواد د یوې بلې ستونزې په اړه د یوې بلې هیلې غوښتنه هم کړم.

په اتحاد شوروي کې له ۱۹۶۳ ع کال راهیسې ' هیڅکله سیاسي ټول پوښتنه نه ده شوې ' هیله لرم ټول هغه سیاسي بندیان ازاد کړل شي چې کوم زور زیاتی یې نه وی کړی او د عقیدې په تور بندیان شوي دي.

د شوروي مشرانو دغه ډول یو انساني ګام به د هېواد د کورني او نړیوال دریځ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي ' نړۍ وال ډاډ به زیات کړي او د هېواد ډېرو بدمرغو ځورېدلیو کورنیو ته به نېکمرغي راستنه کړي.

#مأخذ: د افغانستان جګړه او ګورکي ته زما تبعید. مخونه له ۹۹ تر ۱۰۳

لیکوال اندري ساخاروف ' ژباړن  زرین انځور

د اجمل اټک یوسفزې

-
بېرته شاته