(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساپي کال

[27.Oct.2020 - 15:54]

د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د ساپو د کال د بمباريو د درېو بېلګو يادونه:

لیک: شاه محمود میاخیل

سورلکۍ جهاز يوه بمباري د تنر په کلي کې د اخونزادګانو د ميرزا عزيز خان په کور کړې وه، چې څوارلس کسه ښځې، نرينه او ماشومان پکې وژل شوي و. د بمياريو د وېرې دوی ونه شو کړای چې خپل مړي په خپله هديره کې ښخ کړي. دوی خپل مړي د خپلې کلا نه بهر د شپې له خوا ښخ کړل چې د دوی قبرونه اوس هم هلته شته دي.

دویمه بمباري د تنر سره نږدې د پاچايانو په بانډه باندې وه چې په هغه کې زما د مور خور چې د دې نه مشـره وه او هم د عصمت الله روحاني مور او يو ګڼ شمېر نور کسان پکې وژل شوي وو.

درېيمه بمباري د منګوال کلي سره نږدې د سيد حنيف پاچا په کور وشوه چې ګڼ شمېر کسان د هغه په کلا کې راټول شوي وو. که څه هم حکومت دوی ته ویلي و که څوک له حکومت سره مخالفت نه کوي نو د پاچایانو په کلا کې دې راټول شي؛ خو له دې سره د حکومت جنګي الوتکو پرې بمباري کړې وه. د داکټر سيدقاهر عاطف چې هغه وخت کې دی د دولس يا ديارلس کلونو په عمر و، راته وویل چې د سیدحنیف پاچا په کور باندې د دغه بمبارۍ له امله څلېرويشت کسه ښځې، نرينه او ماشومان شهيدان کړاى شوي دي.

که څه هم حکومتي قواو ډېر تلفات درلودل خو له دې سره مقاومت يې هم کاوه او د خاص کونړ د تنر کلي سره پوځي کنډک تر اخره مقاومت وکړ او ولسي لښکرو ونه شو کړای چې د کنډک چوڼۍ ونيسي نو دا ټيکۍ يې ښه نمونه ده:

خلک دې داسې زامن راوړي

لکه کوچۍ چې کنډکي راوړي دينه

او داسې هم شوي چې يو شمېر عسکرو مقاومت نه دی کړی او خپله خوښه يې ځانونه تسليم کړي دي لکه چې د لاندې ټيکۍ نه معلومېږي، چې د خاص کونړ د تنر غونډۍ له پاسه چوڼۍ چې يو ټولی عسکر هلته وو او مهم سوق الجيشي اهميت يې درلود؛ خو د دې ټولي قوماندان دغه چوڼۍ پرېښودلې وه او تښتېدلی و:

چوڼۍ يې په سازه ورله پرېښوده

فقير جامې د جنکو اغوستې وې

د انګریزانو د راپورنو په استناد، دا پورته پېښه د ۱۹۴۵م کال د اګست په ۲۲مه نېټه شوې ده.

ملک امانت خان د خاص کونړ ډېر نامتو سپين ږيری و، چې د ثور د کودتاه نه وروسته مړ شو. کله چې لوا مشر عارف خان د ساپو په کال کونړ ته راځي او د خاص کونړ په سيمه کې له مشرانو سره د کتلو په وخت د نفوس غوښتنه کوي؛ نو د خاص کونړ سپين ږيرو د عارف خان غوستننه رد کړه او د سپين ږيرو په استازيتوب ملک امانت خان خبرې کوي. عارف خان ملک امانت خان په سل ګونو لښتو ډير سخت د خلکو په مخ کې وهي؛ خو ملک امانت خان ورته ويلي و که اره راواخلې او زما په سر يې کېږدې او دوه ځايه مې هم کړې او دا ټول کونړ درسره نفوس ومني زه يې نه منم. زما د تره په قول امانت خان يې دومره وواهه چې خبرې يې نه شوې کولی خو د عارف خان خبره يې ونه منله. وروسته د ملک امانت خان او عارف خان سره پوره انډيوالي وه او کله چې عارف خان د دفاع وزير شو؛ نو امانت خان به کله کله هلته د هغه لیدو ته ورته.

که څه هم ډیویډ اډوارډ د دې جنګ موده یولس میاشتې ښودلې او له همدې امله دغه کال ته ساپي کال وایي. که د یوه کال نه زیاته موده وی نو شاید په ساپی کال يې شهرت نه وای موندلى. اما دا جنګ بالاخره د زیاتو ځاني او مالي تلفاتو نه وروسته په ۱۳۲۵ هجري شمسي کال کې پاى ته ورسېد او جبري عسکري د کونړ په ولس تحمیل شوه او د ساپو او د کونړ زیاتې مشهورې کورنۍ تبعید کړاى شوې. عسکري خدمت ته د کونړ نه لومړنۍ دوره هم په همدې کال ونیول شوه.

 

-
بېرته شاته