(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امان الله خان

[19.Aug.2020 - 16:20]

کلیفورنیا د۲۰۲۰ کال داګست ۱۶

لیکوال : واحد مشواني

 

هیڅ انسان بی سهوې نه دی اوحتا پيغامبرانوسهوې کړي دي. خبره دغازي امان الله خان داصلاحاتو ده چی سقاویانو پری کتابونه لیکلي دي او دستر اتل امان الله خان ټول حیاتي کارونه یی غلطي ، توندي اوپخپله امان الله خان یی کافر بللی . حقیقت دادی چی که څوک یوصادق مسلمان اوصادق وطنپرست ته کافروايي بی له شکه دغه انګریزي جاسوسان پخپله کافروو. داسلام په کوم رکن اودقران په کوم ایت کی ذکردي چی دیومسلمان سره دوښمني کؤل اودکافرفرنګي سره دوستي کؤل جوازلري ؟ نه یی لري اوڅوک چی دغسی کارونه کوي په اسلام کی ورته منافق وایی اودمنافق جزا له کافره زیاته ده .

زمونږپه وطن کی پيرانو اومریدانو، ملایانو اومقتدیانو ددی وطن سره نه بخښونکي خیانتونه کړي دي چی تاریخ پری ډک دی خودوخت له کمي څخه نه شم کؤلای اوږدې څيړنیزې لیکنې وکړم . یواځی د وطن دازادۍ په یاد دستر اتل اودافغانستان ویاړ غازي امان الله خان د توندواصلاحاتو ، دوطن د ادارو، اردوو، پولیسو اومعارف موډرن کؤل اودښځودازادۍ تامینولو په هکله لنډه اشاره وکړم .

غازي امان الله خان یوباتدبیره اوقاطع پاچاو. دهغه سره دوطن دهراړخیزپرمختک پلان اوتدبیر موجود وځکه یی په جرأت دافغانستان خپلواکي اعلان کړه اودانګریزي استعمارچیانواویرغلګرومخې ته په محدودووسایلو ودرید او قابض کفاریی په ګونډو کړل . مونږنه پوهیږوو چی دامان الله خان په فکراوپلان کی به څه وو خو مونږیی دایوه تیروتنه ګڼوو چی دوزیرستان غازیان یی په میدان خوشی کړل. دوزیرستان غازیانو دافغانستان په استقلال کی دملادتیرحیثیت درلود. انګریزانو ته ماتی هم دوزیرستان او دکؤټې په سنګرونوورکړل شوه خودانګریزانود جنګ بندي اوپه پينډۍ کی دانګریزانو سره له قرارداد وروسته میړني وزیر په میدان پریښودل شؤل . داد امان الله خان یوه تاریخي تیروتنه وه خو داچی امان الله خان یوازادیخواه او داستعمارسره نه پخلاکیدونکی سړی و، ښایي د یوې اوږدې جګړې وسایل یی نه وي درلودلي . په هره بڼه ، دغازي امانالله خان په چټکواصلاحاتو دوطن خواخوږي هیڅکله نیوکه نه کوي . یواځی دوطن دوښمنان اودانګریزجاسوسان دي چی دتعصب اوکرکې په بنیاد د امانالله خان مشروع اووطن ته حیاتي خدمتونه یی هم په کفرکی حسابوي . منطق دادی چی دیومسلمان ملت دپياوړتیا ، پرمختګ اوخپلواکۍ دوښمنان پخپله ارشدبی وجدانه کفاروو اودي . دې کفارو دامان الله خان هیڅ کارجایزنه ګاڼه اودخپلو کفري کارونو اوجاسوسیو لپاره یی داسلام له نوم څخه سؤ استفاده کؤله .

دامان الله خان دچټکواصلاحاتو اوموډرنیزه کؤلو دوه لوی هدفونه وو:

۱- دافغانستان دسیاسي خپلواکۍ غښتلتیا اوساتنه

۲- دافغانستان اقتصادي خپل زواکي ، خپلواکي اوپایښت

امان الله خان لومړی هدف په چټکۍ لاس ته راوړخوهغه پوهیده چی پرته له اقتصادي پرمختګ ، غښتلتیا اوپایښته به دافغانستان سیاسي خپلواکي اود بهرني سیاست مالیکیت اواختیار ونشي ساتلی نوځکه یی چټکواصلاحاتوته مخه کړه . غازي امان الله خان ته له خپل نیکه عبدالرحمان خان اوپلار امیرحبیب الله خان څخه سیاسي اواقتصادي تاریخ اوتجربې پاتې وې اوده تری زده کړه کړیوه . امان الله خان په دې عقیده و چی اقیصاد دسیاست بنسټ دی . کله چی یومملکت په اقتصادي توګه دبل مملکت تراغیزلاندی وي سیاست یی هم اغیزمن کیږي . ددی لپاره یی په هغوبرخوکی چټک اصلاحات راوستل چی په اقتصادي سکتورکی ییبنسټيز اهمیت درلولکه تعلیم اوتربیه ، مواصلاتي نظم ، قانون (نظام نامه) ، دعامه نظم لپاره دپولیسو موډرن کؤل ، دوطن څخه ددفاع لپاره داردوو نظم اوموډرن کؤل ،دښځو ازادي اوپه سیاسي اواقتصادي چاروکی یی ونډه اوداسی نورچټک اقتصادي ګامونه یی واخیستل ترڅو داستعماري قووتونوپروړاندی وطن غښتلی کړي

په خواشینۍ اود کلکې غندنې سره باید ووئيل شي چی انګریزدوښمن دافغانستان دخلکوله بی سوادۍ ، منجمد ذهنیت ، تحلیل نه لرل، ژرغولیدل ، په هرپټکي دملا ګمان کؤل اودښځو پروړاندی دیوظالم اووحشي ولس په توګه سؤاستفاده کؤله اود خپلو افغانما جاسوسانو په مداریتوبونواومنافقت بریالي شؤل چی دافغانستان د چټک اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي .

داباید په زغړده ووئيل شي چی دافغانستان خلک تحلیل نه لري ځکه هروخت یی دبل لپاره ځان وژلی ، حتا دهغه چا لپاره یی هم ځانونه اووطن بربادکړی چی دوښمنان وو.

که دوی تحلیل اوپوهه درلودلای نو دښځو ازادي به یی هم تحلیل کړې وای اود ملي ګټوپه لار کی به یی ترټولومهم خنډ نه ګڼلای . هرپرمختګ ته دامکان په صورت کی چټکتیا اوعزم پکاردی چی دغه ذهنیت په افغانانوکی نه وو. دوی دښځودازادۍ فرمان چی دجګوانساني ارزښتونو په سرکی ځای لري دښځو په خرڅلاو بهتره ونه ګڼله ،دوی ته دیوانسان حقوقومعنا نه درلوده ،غیرت یی خرابیده خودښځو په خرڅلاو، اسارت ، غلامي او بی سوادي یی ننګ اوغیرت خوندي کیده

دداسی خلکو تحلیل ، ذهنیت ، ننګ اوغیرت ددی سبب شؤل چی په ټوله نړۍ کی دوحشي ، بی سواده ، پاده وان ، جاهل اوبی غیرته په نوم مشهورشي . غیرتي او پهلوان پاچا نشته خودهماغو خلکوچی دامانالله خان داصلاحاتواوپرمختګ مخه یی نیوله بچیان نن هم هم خیرات ته ناست دي ، هغه مکتبونه ،شفاخانې اوپلونه چی بل چا ورته په خیرات کی جوړکړي دي نشي ساتلی . اولادونه یی په فقر، بدبختۍ اورنځونوکی مړه کیږي خودغیرت اوننګ چغې هم وهي . وهئ یی ، ګیدړان هم دولئ وهي ، تاسویی هم وهئ !

دسترغازي امان الله خان روح دې ښاده وي

شنبه د 2020 د آگسټ 16

-
بېرته شاته