(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکامرا څوک

[19.Aug.2020 - 16:12]

ليکوال : چبيب الله غمخور 

اتل ډاکتر ناکامورا څوک وو ؟

لوی اوبخښونکی خداي په نامه 

چې ته پيدا سوې تا ژړا خلکو خندا کړه 

داسي ولاړې چې ته خاندي خلک ژاړي 

ترهرځه وړاندي ستاسو ټولو نه يوه نړۍ مننه چې دافغان ولس درښتياني خدمتگار  ډاکتر ناکامور په ماتم غونډه کي مو په خپل گډون دده او دپنځو ساتندويانو دکورنيو سره  پدې ستره غمشريکي کښي برخه واخيستل اوپخپل گډون مو ددوي  قاتلانو ته  لعنت  او کرکه ولېږ ل .

درنو هيوادوالو

اتل ډاکتر ناکامورا څوک وو ؟

زموږ دننۍ ماتم غونډي اصلی موخه دهغه انسان چي دافغان ولس په چانگړې توگه ننگرهاريانو اوکنړيانو دښېرازي  لپاره یي دخپلو ټولو امکاناتونه په استفادي دوي ولس ته هغه څه تر سره کړه چي پدوي کي یې دکاکا په نوم شهرت وموند.  

افغان ډاکټر ناکامورا د افغانستان د (کنړ سيندداوبو پرسر دجګړې قرباني شو .په مطبوعاتوکي ټولو افغانانو له يوه سره داخبره کړې چې ډاکتر ناکامورا دکنړدسيند قرباني شو

ډاکترناکامورا په ۱۹۴۶ ز کال کي دجاپان د فوکووکا په ښارکي دنياته راغلی .

ډاکتر ناکامورا د طب پوهنځی تر فراغت  وروسته  پاکستان  ته ولاړ  تر څو هلته دروانی ناروغانوسره په درملنه کي مرسته وکړي .دوه کاله وروسته افغانستان ته راغی ،اوپه يوه ليري پرته سيمه کي یې دروغتيايي مرستو لپاره يو غير دولتي  کلېنيک د (( دجاپان دسولی روغتيايي مؤسسه))  (پی‌ام‌اسجوړ کړ  .

تتسو ناکامورا جاپاني‌الاصله افغان ډاکټر او انجنیر و چې د ۱۹۹۱ ميلادي کال راهیسي یې په افغانستان کې د جاپان د سولې طبي موسسه یا پي‌ام‌اس  کي خدمت کاوه.

نوموړي کابو درې لسیزې په ننګرهار کې د کانالونو، اوبو بندونو، کرنې او په ډېرو نورو برخو کې خلکو ته له کوم اقتصادي او سیاسي موخې پرته خدمت وکړ.

داکترناکامورا دکنړ سيد نه دننگرهاريانو په  زرګونه هکټاره شاړي  مځکي ابادي کړې ،دبېلگې په توگه دشنيوارو ولسوالی په زرگونه وچه مځکه یې دکنړ سيند تر اوبو لاندي او سمسوره کړ  ه .

داکتر ناکامورا دوه مسجدونه او دوه کلېنيکونه جوړ کړه .هغه ۱۵۰۰ څاگاني چې دپاکو اوبو نه یې ۶۵۰۰۰  پنځه شپېته زرو نه زياتو خلکو پاکي اوبه څښلې .

داکتر ناکامورا او يولس کانالونه جوړکړه  چې تر ۸۲۵۰۰  تر دو اتيا زره اوپنځه سوه  جريبه زياته مځکه خړوبه سول .

داکتر ناکامورا دروغتيا يي مرستو رسولو ترڅنگ دڅاگانو په کيندلوپيل وکړ ترڅوخلک دپاکو اوبو په څښلو دکولرا  له ناروغی نه چي دناپاکو اوبو څښلو لکبله پيدا کيږي خلاص شي .

ډاکټر ناکامورا خپل ژوند د افغانستان او د سولې پرمختګ لپاره ځانګړی کړی ود کامې او ښېوې ولسوالۍ سربندونه چې له برکته یې په دې سیمو کې زرګونه للمي ځمکه اباده شوه، د ښاغلي ناکامورا له خوا جوړ شوي دي.

داکتر ناکامورا ددې انساني خدمتونو په خاطر په ۲۰۰۳ زکال کي د ((رامون مگ‌سه‌سه)) جايزه وگټل چې داسيايي نوبل جايزي په نوم يادېږي  .

ښاغلي ناکامورا ته  څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني  لخواد هغه د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړه سو.

داکتر ناکامورا په  ۲۰۱۴  ز کال : کي د"جاپان تایمزورځپاڼي ته وويل دځان ساتني په خاطرهره ورځ له مختليفو لارونه دې خوا اوها خوا ته ځي. ولي ده وويل ددي لپاره چي ځان له خطره وژغوري ښه لارداده چي له ټولو وسره دوست اوسی .

هغه وويل تلاښ کوم چې کوم دښمن دځان لپاره ونه زېږ وم .بهترينه لار داده چي ټول خپل دوستان کړم ،سره لدې چې ممکم فکر وکړي چې زه دټولونيزو اصولونه ناخبره يم  .ځکه چې خلک يواسزنې تکيه گاه ده چي هلته پر هغوي تکيه وکړم اودا اړېکه دوسلې تر انتقال ډيره اوجالبه گټوره ده 

دري اويا کلن ناکامورا کلونه افغانستان ته خدمت وکړ ،هغه له افغانانو سره ځانگړې مينه درلوده

ناکامورا د ننګرهار ځايي خلکو کاکا مراد باله او د زرګونه کسانو ژوند یې د خپلو خدماتو په نتیجه کې ښه کړی و.

ناکامورا د جاپان د روغتیايي خد ما تود یوې خیریه موسسې رئیس و چې له دریو لسیزو یې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولوپه برخه کې خدمت کړی.

ناکامورا په عمل کي ثابته کړه چې د افغانستان د ابادۍ، افغانانانو ته د ښه ژوند ارزومند او خیراندېش انسان وو،هغه دافغانانوسره بې مثاله مينه درلوده.

ناکامورا د جاپان د روغتیايي خدماتو د یوې خیریه موسسې رئیس و چې له دریو لسیزویې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې اواوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی.

ده په تېرولسو کلونو کې د ننګرهار ګڼې شاړې ځمکې د اوبو لګولود خاصو طریقو په کارولو خړوبې کړې او زرګونه جریبه ځمکه یې سمسوره کړه.

ناکامورا دری اویا کلن و او تېرکال یې دجاپان ان اچ کې خبري اژانس ته ویلي و تر څو چې په افغانستان کې خپلې پروژې بشپړې نه کړي خپل هېواد ته نه ستنیږي.

ناکامورا دری اویا کلن واو تېر کال یې د جاپان ان اچ کې خبري اژانس ته ویلي و تر څو چې په افغانستان کې خپلې پروژې بشپړې نه کړي خپل هېواد ته نه ستنیږي.

ډا کتر صاحب اظغر خيل منگل ليکي

د ارواښاد ډاکترناکامور اپه وژنه سخت غمجن شوم .هغه افغانستان اوافغانانو ته دکلونو راهیسی دزړه په مینه خدمت وکړ ،دومره یی په خلکو کی محبوبیت درلود چې خلکو به کاکا مراد باله .خوڅنګه چې آی اس آی دهرچاسره چې دافغانستان کې خلکو ته خدمت کوی ،کلکه دښمنې لری نو دادی داکتر ناکامورا یی هم شهید کړ ،لکه چې څو کاله دمخه یی دهغه ورور دځایی لاسپوڅو اواجنټانو په لاس په شهادت رسولی و .زه په داسی حال کې چی دې انسان دوست او افغان دوست انسان ته ددرناوی سرټيټوم دده درنې کورنۍ ،ددوست هېواد جاپان خلکو اوهمداشان ټولو وطنپالو افغانانو ته دژورې همخوږی اوتسلیت مراتب وړاندی کوم.اروا دتل ښاده او نوم دی تلپاته اوسه ګران ناکامورا !.افغانان به هیڅکله هم دافغانستان سره مینه او ستاخدمتونه هېر نکړی .

زموږ بهرمېشت يو ځوان هلمند پردېس  وايي : مراد کاکا ! موږ ستا روح ته دعا کوو،او تل به د خدمت او ښيګڼې هيرې نه کړو،خو موږ هم مظلومان يو،هېڅ مو له وسه پوره نه دي؛خو دا وعده به درسره خامخا کوو،چې ستا هغه د خدمت جوهر او انساني اخلاق به ځان کې روزو،او زموږ راتلونکي نسلونو ته به يې هم ورزده کوو،او دا جمله به ورته وايوچې : افغانان جنګ ته نه، بلکې ژوند ته ضرورت لري.

ډاکترناکامورا د روانې ميلادي کال ددسمبر په ۴مه نېټه دپاکستان استخباراتو په  جلال اباد ښار کې په ډزو وویشت او روغتون ته په لار یې ساه ورکړه.په دې برید کې د ناکامورا پنځه همکاران د پېښې په ځای کې وژل شوي دي.

زموږافغانانو له نظره دجاپانی   دډاکترکاکا کامورا دشهادت مسولیت نیغ په نیغه ای ایس ای ته متوجی دی .ځکه هغه دکنړ سيند اوبونه دکامې اوشينوارو تږ ی مځکي خړوبي کړې.

داټولي نړۍ ته دا لمرغوندي روښانه ده چې پاکستان دافغانستان دملي حاکميت دښمن دي .پاکستان تل غواړي په افغانستان کي ديوې غښتلی ملي دولتي ادارې پروړاندي ستونزي خلق اودهيواد دپرمختگ مخه ونيسي. پدې هم ټول خبردی چې پاکستان دهر هغه چا سره دښمني کوي کوم چې دافغانستان دابادي اوپرمختگ لپاره دافغان ولس سره مرسته کوي.

دسلگونو بېلگونه یې همدا دډاکترناکامورا ترورول اوله منځه وړل دي.

ترکومه ځايه چې ډاکتر ناکامورا  تر وژل کېدو وړاندې هیله کړې وه چې که مړ شو نو د ایرو یوه برخه دې یې په افغانستان کې په ګمبیري دښته سیمه کې دې ښخ شي . د ناکامورا په هڅو د ګمبیري دښته په یوه ښرازه سیمه بدله شوې ده

د دروان کال قوس  په ۲۲ جاپاني رسنيو داخبرخپور کړ چي، په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکترتیتڅو ناکامو را د ایرو یوه برخه به د نوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

وړانديز مي دادی چې ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ایرو یوه برخه چې د نوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل کيږي ،پر مزاردې داسي ماڼۍ جوړه سی چې دافغان ولس سره  ددې ډاکتر دانساني هڅواو مرستو نه ددرناوی دڅرگندولو ښکلې بېلگه وي .

ناکامورا په ځلونو له افغانستان او په تېره بیا د افغانستان له ختیځو سیمو سره مینه ښکاره کړې وه او ویلي یې و چې دا سیمې هماغسې پرې ګرانې دي لکه څومره چې زېږ ن ځای فوکوکا (Fukuoka) پرې ګران دی

موږ افغانان دافغان ولس سره پدې حساسو شرايطو کي د جاپان هيواد له بشردوستانه مرستونه مننه کوو،داچې دناکامورا دمرگ په ورځ یې ۴۵۰ ملينوډالرو نورو مرستو اعلان وکړ دابه دافغان ولس سره دجاپان هيواد ددوستۍ په تاريخ تل پاتي وي .

غواړم خپل هيوادوال دې ټکي ته متوجه کړم چې دبې ځايه غرو ر نه راکښته اوخپل ورځنيو اوراتلونکو مسوليتونو ته متوجه سي . افغانان بايد پدې پوه وي چې خپلو دښمنانوته يوازي اويوازي دملي وحدت دتامين په مټ ماته ورکولاي سي .دلته غواړم داخبره  هم وکړم که يوه څوک (دښمن) زموږ دروازه په نوک وټکوی موږ به یې په ښه  وروټکوو

موږ دناکاموراد ددرو لسيزو هځلو اودافغان ولس سره دبې ساري ميني اومحبت قدر دانی کو اوداعلانو چې دناکامورا نوم به زموږ هيڅ وخت هير نکړو اودده نوم به  دهيواد په تاريخ کي تل پاتی اوپه زررينو کرښو وليکل سی

روح دې ارام اوياد دې  ابدی وي .

-
بېرته شاته