(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بازار سړی

[19.Aug.2020 - 15:55]

 دَ بازار سړے ”خاکه “
ليک او تخليق :- ګل محمد بيتاب

مُراد شينواري دَ کار سړے وو او دَ بازار سړے وو ولې چې دَ رنګين مزاج څښتن وو۔رنګينۍ په بازارونو کښې دَ کليو نه زياتې وي ځکه خو مرادؔ چې يو ځل په هلکوانه دَ کلي نه راوتلے وو نو بيا دَ بيمارۍ او چهټۍ نه علاوه ډېر کم په کلي کښې پاتې شوے وو ۔ په کلي کښې به ئې هم دا عادت وو چې هره ورځ به سحر بِلاناغه دَ خپل کور نه دَ لواړګي بازار ته راوتو څۀ سُود سودا به ئې کوله او بيا به پيدل کور ته تلو ۔که چرته دغلته به ئې څوک شاعر اديب اوليدو نو ورسره به ئې څۀ وخت تېرؤلو او خپله ادبي تنده به ئې ماتوله ګني نو هسې به بازار کښې ګرځېدو ۔
دَ مراد شينواري دَ پاره دا خبره هم پوره وه چې هغه دَ پښتو غزل دَ پلار، لوئې ليکوال او صوفي حمزه بابا ايکي يو زوې وو ۔هم په دې وجه به حمزه بابا ځان ته ابوالمراد وئيلو او مراد به په دې فخر کولو چې زۀ دَ هغۀ ځوې يم ۔ تردې چې په کال ۱۹۹۷ ٔ کښې دۀ سره دَ خېبر ادبي جرګې لخوا په لواړګي کالج کښې يو ادبي نشست شوے وو او په دې کښې دَ دۀ دَ فن او شخصيت پحقله مقالې اورولې شوې وې مراد شينواري په دې موقعه خپل يو آزاد نظم “اعتراف” کښې په ډاګه وئيلي وو ۔
؂که هر څو ستاسو ستائينې واړه ډکې دَ خلوص دي
خو پټ زړۀ راته دا وائي :
دا زما دَ فن ستائينې چې نن دې محفل کښې کيږي
دا په دې چې زۀ فرزند دَ ستر حمزه يم

دَ مراد پحقله څۀ ليکل زه په ځان پور ګڼم ۔ولې چې زما سره ئې خاص تعلق وو ، او تر ډېرو کلونو يو ځائې پاتې شوي وو ۔څو کلونه مو يو ځائې دَ پښتو په دريو اخبارونو لکه باګرام، وحدت او هېواد کښې کار کړے وو او دَ نزدې نه ئې پېژنم ۔
مراد په ونه لوړ دنګ وو قد به ئې تقريباً شپږ فټه وو خو دَ مضبوط بدن له وجې به ډېر لوړ نۀ ښکاريدو او دَ قد لوړوالي ئې بدرنګي نۀ پېدا کوله ۔په رښتيا دَ چنار هومره سړے وو ۔ دَ پښتو مشهور موسيقار او سندر غاړي فضل ربي پرديسي به کله کله وئيل مراد دَ ماسپښين نه اوږد دے ماترې يو ځل دَ دې پوښتنه اوکړه نو هغه اووې دَ اوړي ماسپښين ډېر اوږد وي نو ځکه زۀ مراد ته دَ ماسپښين نه اوږد وايم ۔ دَ مخ کاسه ئې پلنه وه ۔ او رنګ ئې سور سپين وو ۔ په لاره به چې په عام قدم روان وو نو مونږ به ورسره ښه په تېز قدم تلو نو هله به ورسره يو حٔائې تلے شو ۔ يوه ورځ چرته روان وو نو فضل ربي پرديسي اووې لږ زر ځو هسې نه دَ سکټريټ افسر پاڅي مراد قدمونه تېز کړل ۔مااو فضل ربي ورسره تقريباً دَ منډې په صورت کښې تلو ۔آخر پرديسي اووې مراد صېب تۀ په قلاره ځه زۀ او دے به تيز ځو ځکه چې زما خو ساه ګډه وډه شوه ۔ فضل ربي به ورته کله کله دَ هغه په موجودګۍ کښې “سپين دادا ” وئيلو او دَ هغۀ په غېر موجودګۍ کښې به ئې ورته “لکشمي کانت پيارے لال” وئيلو څوک چې دَ هند فلمي انډسټرۍ کښي لوئې موسيقار وو ۔ يوه وجه ئې دا هم وه چې مراد په موسيقۍ پوهېدو ۔خپلوسندرو له به ئې پخپله طرزونه جوړؤل ۔ دابه ئې وئيل چې پښتو کښې موسيقار نشته البته رفيق شينواري ئې ښۀ او پوهه موسيقار بللو ۔ او نورو ته به ئې پيس ماسټران وئيل دَ کله نه چې ما پيژندلے وو نو دغه وخت ريډيو پاکستان کښې سکرپټ رائيټر وو ، خو دې نه وړاندې ئې په اېف سي او بيا پښتو اکيډيمۍ کښې څۀ موده نوکرۍ کړې وې ۔ دوه کتابونه ئې هم په نثر کښې چاپ کړي وو چې يو دَ افسانو وو او بل دَ خېبر دَ شاعرانو تذکره وه چې دغه دواړه کتابونه اوس نايابه دي ۔بيائې څۀ موده په لواړګي کښې دَ مېک اپ سامان خرڅولو ۔دغه مُوده کښې چرته پېښور ته راغلے وو نو چاشاعر ملګري ترې تپوس کړے وو مراد صېب نن سبا څۀ کوې نو ورته ئې وئيلي وو چې زۀ نن سبا دَ شاعرانه تشبيهاتو او استعاراتو دوکاندار يم
دې نه پس کابل ته تلے وو او هلته ئې دَ ريډيو کابل نه دوه څلور داسې انقلابي نظمونه وئيلي وو چې دلته حکومت ئې پلار حمزه بابا مجبوره کړے وو چې مراد دې بيرته خپل ملک ته راوغواړي او دلته به ئې دَ ريډيو پروګرام له سکرپټ ليکلو دا پروپيګنډه پروګرام مراد تر آخره ليکلوبيا او بيا هم دَ ريډيو نه ريټائرډ شو ۔مراد خپل تعليم په پرائيويټ توګه حاصل کړے وو خو ذهن ئې ښۀ وو ځکه نو اردو او انګرېزۍ کښې ئې ښۀ په روانه لوستل او ليکل کولے شول ۔ ډېر دَ انګرېزۍ ناولونه ئې لوستي وو او دَ اردو دَ جديدو او ترقي پسندو شاعرانو لکه فېض احمد فېضؔ او ساحر لدهيانوي نه متاثره وو ۔ دَ دوئ ډېر شعرونه ورته ياد وو او دَ دې دواړو شاعرانو کتابونه هم ورسره وو نوره ئې اردو سره ډېره نۀ لګېده اکثر زلمي به ئې دَ اردو نه منع کول ۔ او انګريزي ته به ئې راغب کؤل ۔ دَ کباړي کتابونو په دوکانونو کښې به اکثر ګرځېدو په لږه بيعه به ئې ناولونه اخيستل هغۀ به وئيل ښه ده چې دا خرڅونکي ئې ناخوانده دي نو دَ کتاب په اهميت نۀ پوهيږي کتاب ته به ئې دَ خوب ګولۍ وئيله چې کله خوب نۀ درځي نو بس کتاب مخې ته اونيسه خپله به خوب دَرشي ۔ خپله ئې تل دغۀ معمول وو ،په اودو به ئې اکثر کتاب په مخ پروت وو۔
دَ ريډيو دَ نوکرۍ  په زمانه کښې ئې ډير ښۀ او معياري غزلونه ليکلي وو چې دَ وخت ښو سندرغاړو وئيلي او مشهور شوي وو حالانکه دې نه وړاندې دے دَ يو ښۀ نظم ګو شاعر په حېثيت پېژندلے شو ۔ دَ مراد شينواري دَ مشهورو غزلونو شمېر ډېر زيات دے او خصوصاً په دې کښې دَ رديفونو استعمال ډير په ښه طريقه شوے دے ۔ دغه مُوده کښې دَ دوئ دَ سيمې دَ يو بل مشهور شاعر ساحر اپريدي صېب غزلونه هم دَ ريډيو نه خوريدل چې پکښې اکثر مشهور شوي هم وو ، يوه ورځ چرته ساحر اپريدي په ټوقه کښې دَ مراد 
يو مشهور غزل ياد کړو چې يوې زنانه سندرغاړې وئيلے وو :
جرګې مې ډېرې اوکړې خو اشنا يې نۀ مني
ډير خلق پرې جرګه شو دَ هيچا ئې نۀ مني
هرڅو کۀ وايم زۀ چې لېونۍ نۀ يم دَ مينې
ګرېوان چې مې شليدلے وي دُنيا ئې نۀ مني

دۀ اووې وړومبے خو ښځې په چا جرګې نۀ کوي ۔او بيا  ګريوانونه ښځې کله شلوي ؟ دا غزل دَ ښځې دَ آواز سره بيخي سمون نۀ خوري ۔ دا خبره چا مراد شينواري ته خدائے خبر چې څنګه اورسوله نو بس بيا ورپسې شو او قِسم قِسم پروپيګنډې به ئې ورپسې کولې ۔دا به ئې وئيل چې دَ ساحر غزلونه دَ اردو نه ترجمه شوي وي لکه :
سوزم په انګار دَ لرې لرې نه
خاندي راته يار دَ لرې لرې نه

دَ اردو ددې سندرې په زمکه ليکلے شوے بلکه سکوټه ترجمه ده۔
کيجيئے نظاره دور دور سے
دا به ئې هم وئيل چې ساحر کوم ټکے استعمال کړي نو هغه ټکے بيا ځان ته حېران وي چې زما څۀ مطلب وو او دۀ رانه څۀ جوړ کړل؟خو کمال دا دے چې ساحر اپريدے به په دې خفه کيدو نه بلکه خوشحاليدو به او هر هغۀ چانه به ئې تپوسونه کول چې دَ مراد سره به کيناستو پاڅيدو چې بيا خو به ئې څۀ نۀ وي وئيلي ۔ساحر به وئيل اصل کښې دے دَ پروپيګنډې پروګرام ليکي نو ځکه په دې فن کښې کمال ته رسيدلے دے ۔او واقعي چې دې فن کښې ډېر ماهر وو ۔يو بل ليکوال وو چې په اردو او پښتو کښې به ئې ليکل کؤل ۔ ريډيو او ټيلي ويژن له ئې ډرامې ليکلې او څو فلمونو له ئې قيصې هم ليکلې وې ۔ يوکال ريډيو پاکستان دۀ ته په ښه ډرامه نګارۍ ايوارډ ورکړے وو ۔ نو مراد شينواري به وئيل ريډيو پاکستان داسې يو تن له دَ ښۀ ډرامه نګارۍ ايوارډ ورکړے دے چې په بازار کښې په يوه لويه پتيله کښې لرے خرڅوي او ايوارډ ئې دَ پتيلې په سر پروت وي خو حقيقت کښې هغه لرے نۀ خرڅولو البته دوکان کښې ئې دا ايوارډ پروت وو چې دَ دې پروپيګنډې نه وروستو ئې بيا هغه ايوارډ لرې کړو ۔او هر چاته به ئې وئيل مراد ښۀ ليکول او دَ لوئې سړې زوي دے خو خلۀ کښې ئې زهر دي ۔ځان پورې به ئې هم کله کله ټوقې کولې ،څۀ موده ئې فلمونو له شاعري هم کړې وه او پنځوسو پورې فلمونو له به ئې سندرې ليکلې وي ۔ يوفلم نيم له ئې دَ موسيقۍ تړون پخپله کړے وو او دوه څلورو فلمونو له ئې قيصې او مکالمې هم ليکلې وې ۔
دَ فلمي دنيا دا قيصه به ئې ډېره په خوند کوله چې ماته دَ اُردو او پنجابۍ فلمونو يوې مشهورې هيروئن يوه ورځ اووئيل چې خان صاحب ستاسو ښځې هم لکه ستا لوړې دنګې او سرې سپينې وي ما ورته اووې او ۔ بيائې ماته اووې چې دا تا په مخ کومه سُرخي مښلې ده ما ورته اووې زۀ سرخيانې په مخ نۀ مښم خو دَ هغې يقين اونشو او زما په مخ ئې لاس اووهلو چې ډېر خوند ئې اوکړو ولې چې لاسونه ئې ډېر نرم وو ۔
دا به ئې وئيل چې يوه معياري شاعري وي او بله هټ شاعري وي نو فلمونو او نورو کمرشل ادارو لکه کيسټونو وغېره له دَ معياري په ځاې هټ شاعري پکار وي ۔
مراد هټ شاعري هم ډېره کړې ده خو هغۀ دَ دۀ دَ معيار نه کمه وه ځکه نو دَ هغې څۀ ريکارډ ئې نۀ دے ساتلے او په فلمي او نوره کمرشل شاعرۍ کښې به ئې تخلص بيخي نۀ استعمالولؤ نو که چرته قلم به ئې اخوا ديخوا اوښويدو نو په اسانه به ئې ترې انکار کولو چې دا مانۀ دي ليکلي حالانکه ډيرې داسې سندرې ئې هم ليکلې وې داسې شل پنځويشتو پورې کيسټونو له ئې هم سندرې ليکلې وې خو دَ هغې سندرو هېڅ ريکارډ ئې هم نۀ وو ساتلے ګنې نو هغې کښې ځينې سندرې يقيناً چې معياري وي لکه دا يوه سندره ئې وه :
زۀ دَ همزولو سره ګډه ګډه تلمه
په ګودر راپرېوتم منګے مې مات شو

او دا چې:
دَ هلک توره ده لنګۍ چنار ئې ونه
لږ ئې راولئ دننه
خو دَ دې کيسټې شاعرۍ په دوران کښې يوځل ډېره دلچسپه واقعه دا رامنځ ته شوې وه چې يو دُوکاندار ورته وئيل ماله دَ اردو دَ قواليانو په طرزونو پښتو کښې قوالۍ اوليکه کله چې ئې قوالۍ اوليکلې نو دَ ريهرسل په دوران کښې په يو طبلې والا باندې وَجد راغلو او تر ډېره خو په سُر کښې رغړيدو او تاويدلو خو آخر بې هوشه شو مرادغلي غوندې اووې دا دَ بابا نمسے دَ کومه راغلو بيا ئې ماته اووې اوس به دۀ سره څۀ کوؤ؟ ۔ماورته  اووې بس دغه ساز به ورته جاري وي ترڅو چې دے هوش کښې نۀ وي راغلے خو هغه اووې چې دا بکواس دَ خلقو په مخکښې اونکړې ۔طبلې والا لس پنځلس منټه پس سم شو ۔خو مراد ووئيل عجيبه خبره خو دا ده چې قوالۍ ته کله ليکوال يا قوال په وجَد کښې نۀ دے راغلے خو نورو باندې وجَد راځي ۔ يو بدعادت ئې دا هم وو چې چا به ورته اووې ماله قلم يا کيسټ له سندرې اوليکه نو ورسره به ئې ګيډه سمدستي خرابه شوه ۔ځکه دۀ سره به غم وو چې څۀ به ليکم او څنګه به ئې ليکم ؟۔ دَ ګولو سره سره به ئې دَ شپې په کرايه وي ، سي ،آر راوړو او پهلواني به ئې کتله ۔دې سره به ئې دَ ذهن نه ټېنشن لرې کيدلو ۔دا به دَ دۀ دَ ګيډې دَ خرابيدو علاج وو ۔
دَ مراد دَ شاعرۍ  دَ پاره معيار ډېر اوچت وو ، پخپل وخت کښې ئې ډېر ښۀ نظمونه ليکلي وو چې پکښې رحمان بابا، دولت کاکا، شهيد، احتجاج ، بلبله ، دَ تيراه دَ لام شهيد ، ډېر مشهور نظمونه دي په خاطر اپريدي ، دوست محمدخان کامل او حمزه بابا ئې هم مثالي نظمونه ليکلي دي ۔
دې  نه  علاوه  ئې  وخت  په  وخت  غزلونه  هم  ليکلي  دي  خو عجيبه دا ده چې دَ دۀ کلام به دَ زياتي په ځائې کميدو ۔اکثر به ئې يو غزل شروع کړو څو ورځې به ئې پرې تيرې کړې خو چې دَ دۀ په معيار به پوره نۀ وو او يا چې دۀ به څنګه غوښتل هغسې به پنځه شپږ شعرونه پوره نۀ شول نو هغه غزل يا شعرونه به ئې يا خو ځان سره نۀ ليکل او يا به ترې ورک شول لکه دا يو شعر ئې وو چې غزل ئې پرې نۀ وو پوره کړے 
جنډې دَ ګريوانونو لګوي زما په قبر
چې مړ شوم ستا په مينه کښې مزار دَ لېونو شوم

دَ يو بل غزل دوه شعرونه ئې ماته ياد دي ۔
دا لا کومې لوبې تۀ په ما کوې
کله راته نن کله سبا کوي
ښه ده چې لا زۀ درته ژوندے يمه
بيا به دا نازونه تۀ په چا کوې

يو ښۀ يا بد عادت ئې دا وو چې هره شپه به دَ اخبار دَ کار نه اوزګار شو نو قيصه خوانۍ ته به دَ چايؤ هوټلونو ته تلو او هلته به مو خامخا يو چائنک تورې او قهوه څښله ۔ دې دوران کښې به ئې اکثر يوه طرحه پېدا کوله چې په هغې به مو في البديه شعرونه وئيل ، زمونږ ملګرے اولسي شاعر دلاور سيلاب او مشهور موسيقار فضل ربي پرديسي به هم راسره اکثر ملګري وو ۔کله کله به نوموړي شاعر اکرم عمرزي هم راپېښه کوله ۔فضل ربي پرديسي به يا خو خاموشه وو او يا به ئې دغۀ شعرونو له مختلف طرزونه جوړول چې ورسره به په يوه مخه خنداګانې کيدلې ۔ هم په دې وجه څو څو ځله قيصه خوانۍ کښې دَ هوټلونو نه شړلے شوي وو، يو ځل صدر کښې زۀ او مراد شينواري چا دَ بس نه په زور په بدل سټاپ کوز کړي وو ۔وړومبۍ روژه وه ، شعرونه مو في البديه وئيل او ورسره مو خاندل او يو بابا دا ګمان اوکړو چې ګنې ما پورې خاندي ځکه نو هغه خپلې امسا ٔ ته لاس کړو وې کوزيږۍ او که دا سرونه درله مات کړم او مونږه خندا نيولي دَ بس نه راکوز شو ۔ دغه شعرونه اکثر دَ ليکلو نه دي خو يو څو به ترې محض دَ نمونې دَ پاره دَ لږ ډير بدلون سره وړاندې کړم ۔
هغه ځوان به وايه څنګه توره اوکړي 
چې نيوے نۀ شي چاړې ته دَ نائي مخ

ملګري شاعر دلاور سيلاب يو ځل ووئيل چې فلمي انډسټرۍ کښې زما مخه اميرغلام صادق او مراد شينواري نيولې ده ګنې نو زۀ هم دَ دوئ دَ پائې شاعر يم خو يو ځل به ځم او دا به ثابتوم چې زۀ هم فلمونو له ښې او معياري عوامي سندرې ليکلے شم ۔سيلاب لاړو خو څۀ خوند ئې اونۀ کړو نو ناکامه واپس راغلو ۔اکرم عمرزي ئې حال راوړو چې اوس دلاور سيلاب وائي چې کابل ته ځم نو په دغه شپه مونږه دريواړو يعني ما، اکرم عمرزي او مراد شينواري دلاور سيلاب ته يوه منظومه هرکلي نامه في البديه وړاندې کړې وه چې څو شعرونه ئې داسې وو:
اے سيلابه دلاوره پخير راغلے 
تشې۔۔۔۔۔۔ دلاوره ( ) پخېر راغلې
تشې پاڼې دې په لاس کښې دي نيولې
بې کتابه پيام بره پخېر راغلې
چې دې ښکته په لاهور کښې کار اونۀ شو
اوس روان شولې په بره پخېر راغلې
 
دغه شان يوه شپه مراد شينواري اووې حکومت زمونږ ملګري سيد رسول ناڅاپه له صدارتي ايوارډ ورکړو نو مونږ له هم پرې څۀ وئيل پکار دي ۔او بيا ئې اووې نن به طرحه مصرعه دا وي :

تانه ځار تانه قربان شم سېدرسوله
په دې مو ډېر شعرونه في البديه وئيلي وو خو داڅوپکښې دَ ليکلو دي ۔
تانه ځار تانه قربان شم سېدرسوله
جوړه کړې دې هر ځائې وي هله ګوله
دَ څپلو تلي دې اوخواړۀ په لاره
سيکټريټ ته هره ورځ دَ بخشو پوله
تۀ کپتان دَ شاعرانو وې ناڅاپه
وې پخوا راتښتېدلے دَ کاکوله

دغلته يو تن راغلے وو چې دا شعرونه ئې پټ ليکلي وو او 
يوسندرغاړي له ئې ورکړي وو چې بيا هغۀ چرته خپله ديره کښې دَ ساز سره وئيل چې ناڅاپه صېب پرې ناڅاپه ورغلے وو ، هغه ئې بې عزته کړے وو او وئيلي ئې وو چې ما دَ ملک دَ ټولو نه لوئې ايوارډ صدارتي ايوارډ برائے حسن کارکردګي اخستے دے که دَ چا زړۀ ښۀ وي او کۀ بد ۔دَ امير حمزه شينواري غوندې او نورو لويو ليکوالو لخوا راته دَ لوئې شاعر سرټيفيکېټ راکړے شوے دے نو زۀ دَ داسې وړو وړو خلقو په نظمونو نۀ کميږم ۔
دَ مراد شينواري دَ دوستانو شمېر کم وو ځکه دے به چاله ډېر کم تلو البته چې هرڅوک به ورله راغلو نو دَ هغۀ به ئې ډېر قدر کولو ۔ په عام ژوند کښې ډېر ساده باده او جذباتي غوندې سړے وو۔ زر به غصه ورتله خو زر به پخلا کېدو ۔ او چې چاته به ئې ډېره غصه کيدله نو دَ هغۀ خلاف به ئې څۀ داسې پروپېګنډه اوکړه چې دَ دۀ به پرې غصه يخه شوه او خلقو به ترې خوند واخيستو ۔
زما او دَ دۀ دواړو يو پېژندګلو تن وو چې دَ يوې سندرغاړې سره ئې په دې شرط وادۀ کړے وو چې نورې سندرې به نۀ وائي خو هغې څو مياشتې پس په ټيلي ويژن کښې سندرې وئيلې وې او يو دوکاندار له ئې کيسټ کړے وو، نو دۀ دَ اخبار په ذريعه دغه دَ کيسټ کوؤنکي دوکاندار له خبردارے ورکولو چې دا دې نۀ جاري کوي ، دغه شان ټي وي ريډيو او نورو ادارو ته ئې هم دَ دې خبرې ښکاره کولو دَ پاره اخبار کښې بيان ورکولو دې دَ پاره ئې مراد شينواري سره صلاح کوله ۔دې دوران کښې چې ملګرو ته معلومه شوه چې دا دَ فلانۍ سندرغاړې خاوند دے نو دوه دريو تنو ترې سمدستي دَ ټيلي فون نمبر واخيستو خو چې بيان اوليکلے شو نو دې کښې ښکته دَ بجلۍ په تارونو اور اولګيدو او پورته په دريم چهت لوګي خوارۀ شو اور په مخه بره راروان وو ۔ سخته ويره خوره شوه دې کښې يو تن په وارخطايۍ  کښې اووې چې دا دې دواړو له داسې کسان راځي نو خامخا به په دفتر اور لګي راځئ چې ټول دا مېلمه ښکته ګزار کړو ، مراد شينواري اووې خبردار چې ګورې څوک څۀ حرکت اونکړئ ګني نو ښه به نۀ وي خو بل يو تن اووې ټيک ده خو تاسو دواړه سره دَ دې مېلمه کوز شئ چې دا اور قابو شي ۔دا خبره مراد شينواري اومنله ۔زۀ مراد او دغه راغلے مېلمه په سختو لوګو کښې ښکته راکوز شو هسې خدائے تعالي دَ سوزيدو نه بچ کړو ۔لږه شېبه کښې فائر بريګيډ والا راورسېدل او اور ئې مړ کړو بيا ترې دَ دفتر ملګرو ډېرې معافۍ اوغوښتې ۔مراد اووې په ځان نۀ يم خو هغۀ سړے مېلمه وو او دَ سندر غاړې سره ئې حق حلال وادۀ کړے وو ۔او دا هېڅ بده خبره نۀ ده بلکه ډېرو لويو لويو خانانو او نوابانو دَ ګډيدونکو او سندرغاړو ښځو سره ودونه کړي دي۔ 
مراد شينواري دَ يو صحافي په توګه هم ښۀ کامياب وو، ډيرې ښې اداريې ئې وخت په وخت ليکلې وې ۔دَ اردو او انګريزي نه به ئې خبرونه او مضمونونه هم ډېر په ښۀ انداز کښې ترجمه کول ۔
دَ افسانو او  شاعرانو  دَ  تذکرې  دَ  کتابونو  نه  علاوه  ئې   څو 
ډرامې هم ريډيو پاکستان له ليکلې وې چې بيا نشر شوې وې خو دَ ډرامې مستقل ليکوال نۀ وو پاتې شوے دَ شيکسپيئر يوه ډرامه ئې په آزاد نظم کښې هم ترجمه کړې وه ۔ دَ قبائيلي علاقې دَ رسمونو رواجونو پحقله ئې دَ يو ناول ليکلو اراده دَ ډېرو وختونو راسې وه خو هغې ته ئې عملي شکل ورنکړے شو ۔
ترکاري او چائې به ئې ډېر ښۀ او په مينه پخول ، دا دعوه به ئې 
هم کوله چې په وړومبي ځل دَ کړاهي غوښه په لواړګي کښې ايجاد شوې وه چې خلق به ورته ډېر حېرانيدل دَ سيخ تيکې به ئې هم ډېرې ښې پخولے شوې ۔
دَ پنشن نه وروستو هم تر ډېره په خېبر بازار کښې وو چې يوه ديره ورسره دَ ډېرې مُودې نه په کرايه وه ۔هفته کښې به دوه ورځو له کلي ته تلو ۔کۀ چا به ترې تپوس اوکړو نو وئيل به ئې چې کلي کښي مې زړۀ تنګيږي ، زما عمر او ځواني په دې ښار بازار کښې تېره شوې ده ۔ کله کله به ئې وئيل په کلي کښې راته څوک بابا وائي ، څوک لالا او څوک کاکا او زۀ غواړم چې هم مراد دې پاتې شم نو ځکه ښار کښې اُوسم ۔
وروستو ئې ږيره هم پريښې وه ، ما ورته وې مراد صېب دا ولې؟ نو راته ئې اووې کلي کښې مو يو دَ پوخ عمر سړے مړ شوے وو او ږيره ئې نۀ وه نو هرچا وئيل ډېر بدي ښکاريدو او ځينو خو پکښې لا وئيل داسې ښکاريدو لکه سپو چې ورله مخ څټلے وي ۔ دَ لنډې ږيرې پريښودو نه وروستو دَ مراد شينواري او دَ هغوئ دَ پلار حمزه بابا شکلونه تر ډېره حده يو شان ښکاريدل بلکه اکثر خلق به پرې تېروتل ۔ځکه خو يوه ورځ په خېبر بازار کښې ورته يو بوډا سړي ډير په حېرانتيا اووې حمزه صېبه ماته خو چا وې چې تۀ مړ شوې ئې ۔ شکردے چې ژوندے مې اوليدې خو دا راته اووايه چې تۀ خو چې ما څوکاله وړاندې ليدلے وې نو ډېر کمزورے وې اوس شکر دے ښۀ تکړه ښکارې ۔ دَ کوم ډاکټر نه دې علاج شروع کړے دے چې زۀ هم ترې علاج اوکړم او بيا لکه ستا تکړه شم ، مراد شينواري ورته اووې زۀ حمزۀ نه مراد يم دَ حمزه بابا زوې خو هغه سړي ډېر په حېرانۍ کښې اووې دا څنګه کېدے شي ؟ تر ډېره ئې تسلي نۀ کېدله خو آخر ئې ومنله بيا ئې په خندا کښې اووې ټيک ده ولې زۀ هم ګرم نۀ يم ستا او دَ هغۀ شکل بيخي اوس يو شان ښکاري مراد شينواري اووې او ځکه چې پلار او زوې يو او ډېر خلق راباندې اوس تيراوځي ۔ دَ پلار او زوې په شکلونو کښې تر ډېره حده يو شان والے وو، تر دې چې ما خپله اوس اوس په انټرنيټ دَ مراد شينواري يو تصوير ليدلے وو چې ورلاندې چا ليکلي وو دا دَ لوئې حمزه بابا تصوير دے خو کۀ څۀ هم په ظاهره دَ دواړو شکلونه يو شان وو خو په ذهني توګه دواړو کښې ډير فرق وو۔ دَ حمزه بابا خپله دُنيا وه او دَ مراد خپله دُنيا وه ، البته دواړه ډېر لوستي ، نوموړي شاعران ، اديبان ، ملنګ طبعيته او خوش طبيعته هم وو ۔
دَ مراد شينواري دَ وفات قيصه هم څۀ عجيبه ده۔ دَ فرورۍ په 
اتلسمه نېټه چې دَ حمزه بابا دَ وفات ورځ وه ۔ پېښورکښې دَ هغوئ په ياد کښې غونډه روانه وه چې هم په دغه ورځ او دغه وخت دَ مراد شينواري دَ وفات خبر خور شو ۔دغه شان دَ پلار او زوې دَ وفات ورځ اتفاقاً يوه شوه ۔مراد ابوالمراد ته اورسېدو ، او بل عجيبه اتفاق دا اوشو چې هم دَ وفات په ورځ ئې دَ شاعرۍ کتاب “آئينه ” چاپ شو خو په چاپ شکل کښې هغه خپله اونۀ ليدو کوم چې دَ هغۀ لوئې ارمان وو په ګور ئې نور شه ۔

-
بېرته شاته