(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اوږې

[15.Aug.2020 - 15:34]

له عصبي ناروغیو څخه مخنیوی لپاره هوږه استعمال کړئ:

 

په ټوله نړۍ کې هوږه په ورځنۍ خواړو کې استعمالیږي خو یوې نوې څیړنې ښودلې چې هوږه کولای شي چه انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

 

په دغې نوې څیړنه کې ویل شوي چې هوږه عصبي حجرات له زړیدو څخه مخنیوی کولو سربیره د ډیرو نورو عصبي ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

 

د امریکايي پوهنتون پروفیسرانو په وینا ځینې خلک هوږه د پیاوړی خواړو په نوم هم یادوي ځکه چې په هوږه کې شته سلفر د انټي اکسیډنټ ضد او د سوۍ لپاره تر ټولو غوره علاج دی..

د هوږې بې شمیره روغتیايي ګټې کشف او ثابتې شوي خو اوس هم زیات شمیر روغتیايي کارپوهان او څیړونکي کار کوي تر څو د هوګې نورې ګټې هم روښانه کړي.

روغتيايي کارپوهانو په وینا هوږه کې شته کاربوهایډریټس عصبي سیسټم له زړیدو، د سګریټ څښلو له زیانونو او له خارجې صدمو څخه ژغوري.

 

هوږه سربیره پر دې چې انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه ژغوري د اعصابو زیانمن شوي حجرات ژغوي او دوباره يي فعالوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د مایکروګالیا حجرات د اعصابو او حرام مغز لومړنۍ حفاظتي کړۍ دي چې د مختلفو ناروغیو په وړاندې مقاومت کوي او په ځانګړی ډول له زخم وروسته د بدن سوۍ کموي او هوږه دغه حجرات منظم او فعاله ساتي.

 

کوشش وکړی چه دا معلومات له نورو سره هم شریک کړی تر څو نور خلک هم تری ښه موثره ګټه ترینه واخلی.

په درنښت!

 

یادونه:

که غواړۍ نور ښایسته اسلامي، طبي او ګټور معلومات ولولۍ، لمړی دا پوسټ شریک کړئ، بیا ( همدا ) پاڼه لایک کړئ!

-
بېرته شاته