(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم

[15.Aug.2020 - 15:30]

دپښتون ژغورنې غورځنګ دلر او برو ټولو پښتنو ګډ قامي مورچل (سنګر) دی. دهېواد دننه او بهر دپښتنو ملت پاله ځوان کول (نسل)، ملت پاله مشران او  دپښتنو دټولو سېاسي ګوندونو او ټولنو  غړي او مخکښان پکښې دمنظور پشتین تر مشرۍ لاندې په ېوه ټغر راټول شوي ديپدې ورستېو وختونو کښې ځني خلک او کړۍ غواړي، چې بېلابیلو نومونو دپښتون ژغورنې غورځنګ دکمزوي کولو په پار نورې   ټولنې،  ګوندونه، ډلې او ټپلې جوړوې کړي.

 

 

ملتپاله او ريښتوني پښتانه دې بیدار اوسي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) دناکاميابه کولو لپاره ښه په زور او شور د بېلابېلو لورو (سمتونو) نه کار شورو کړی شوی دی. هغه نورخو لا پرېږده، خپلو پښتنو ورپسې تورې او چړې راخستې دي او خپې ورته رېبي ( کټ کوې). 

که يو سړي سره څه دنده ( عهدهده، نو په پی ټی ايم کښې دی او که دنده ترينه په څه وجه واخستی شوه، نو بيا په پی ټی ايم کښې نه دی..

که د پښتو، پښتونولۍ، قام او ولس  لپاره څوک کار کول غواړې او پښتون ته ژوندون غواړي،  نو پی ټی ايم يو غښتلی، بهترين  مرکز او پليټ  فارم دی .

په اوسني وخت  او حالاتو کښې دپ ټ اېم په موجودېت کښې  نورې   ټولنې،  ګوندونه، ډلې او ټپلې جوړول  چې په  هرنوم وي او په  بل نوم فعالیت کوې، هغوئ پښتانه ټوټه ټوټه کوي او هر څوک چه دا کړنه (عمل) کوې هغه د پښتون قام، ولس او خاورې  سره خيانت کوي. دغه شان ځان خوښي او خود غرضه خلک به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او مختورن به پاتي وي.

(جلیل خان

 دمشرانو جرګې غړیPSDP)

 

 

دغه هېودوال له بېلابېلو لارو غواړي، چې ځانونه چلاند (فعالوساتي، نو دپام وړ ده، چې ځېنې خلک او کړۍ، ډېر پخوا موجود د سېاسې ګوندونو او ټولنو غړېتوب هم نه لري،  اروپا ته د نویو راغلیو هېوادوالو دسپېڅلتېا او بې خبرۍ څخه ګټه پورته کوي، د ځاني ګټو او  د خپل ځان د مشهورولو  او مطرح کولو لپاره له هرې وسېلې کار اخلي. ځانونه دټولې اروپا مېشتو هېوادوالو استازي ګڼي،چې دغه استازولي یې د ریښینولۍ سره هیڅ اړخ نه لګوي.

 ددوۍ دغه  کړنې د هغه هېوادوالو پر وړاندې،چې پدې لاره کښې یې سپېڅلي، کوټلي او بې مطلبه ګامونه اخستي هم پوره ناانصافي ده.

مونږ دغسې نارېښتینې کړنې او استازېتوب په کلکه غندو او پدې ټېنګار کوو، چې دداسې بې مسئولېته او نارېښتېنې استازېتوب  څخه دې لاس واخلئ. مونږهېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زمونږ دپرېکړې او مشورې پغیر زمونږ استازولي وکړي.

درنښت

 

 

 

 

Muhibullah Sheraz 

ته د کوم چا په انتظار نه کښېنستې ؟ پي ټي ايم هم درته جوړ سو اوس مو بيا د بل تحريک ته سترګي دي عجيبه خلګ ياست , د سړي له سياسته زړه ور مات کړئ ، مخکي بمو په مشر پسي خبري کولې چي پښتون قام يې پر اى ايس اي خرڅ کړئ د يو غير پارليماني تنظيم ضرورت دى ، نن پي ټي ايم جوړ دى منظمه دى، او تاسو يوار بيا پښتانه تقسيم طرف ته  بيايي

په ټول ژوند مو يو پښتون ګيره کار ونکړو ، په کچنئ کچنئ ډلګيو کي خلګ تقسيم کووئ.

-
بېرته شاته