(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جومات کښې فاتحه

[14.Aug.2020 - 14:39]

جومات کې فاتحه او قاري ته د تلاوت اجوره حرامه ده:

جومات نه پخلنځی جوړول نه دي په کار:

ــــــــــــــ

د استاد عزیزي یو مضمون چې څه موده وړاندې یې لیکلی او خپور کړای و  د اهمیت له پلوه یې زه پښتوته په تخلیصي بڼه را اړوم هیله ده چې د مضمون حق مې ادا کړی وي .

ــــــــــــ

مسجد یا جوما ت اسم مکان دی ، اوجومات یوازې د لمانځه او دلمانځه ورته مسائلو لپاره وقف وي لکه تعلیم او تعلم ، همدارنګه د وعظ،  نصیحت او پوښتنه ایږني ځای دی چې په پنځه وخته لمانځه د جومې او د اخترونو په لمانځه کې یو بل وګورئ او د خیر احوال یې واخلئ

ګرانه

 په یاد دې دي  چې کله جومات ته راغلی یاست ،؟

که را غلي یاست ایا ځیر شوي یاست چې جرابې مو بوې نه کوي ؟

ایاځیر شوي یاست چې تخرګونه مو بوې نه کوې ؟

ایا جومات ته په راننوتو سره مو زړه د شیطاني وسوسو سپيځلی کړی که نه ؟

کبر ، غرور ، شیطانت ، بدبیني بخل، غیبت  او عصبیت نه مو زړه پاک کړی که نه ؟

پوهیږم چې د پورته پوښتنو ځواب نه لرې،  خو ددې سره  سره مو له جوماته د فاتحه خوانۍ صالون جوړ کړی دی چې هیڅ مشروعیت نه لري ، په کارده چې په جومات کې علمي او فرهنګي کانفرانسونه ونیسئ، خو  تاسې ورته قاري په اجاره اخلئ او تلاوتونه پرې کوئ او له جوماته مو پخلنځی جوړ کړی .

له مانه دا ناروا نه شي ، او زه د عامو عامه او دخاصو یوه ځانګړې هیله لرم چې د جومات په هکله لاندې اصول مراعات کړي:

۱: ټول روغتیايي اصول مراعات کول، ځاني پاکوالی د جرابوپاکوالی ، د تخرګونو پاکوالي او د خولې پاکوالې ته دې ځانګړي پام وشي.

۲: په جومات کې د پاتیاګانو روانه بڼه هیڅ شرعي نه ده ،هیڅ عالم یې نه شي روا ثابتولی دا یو افغاني عرف دی.

 د تسلیت مجالس باید دمتوفی په کاله او یاکوم بل صالون کې ونیول شي ، او دا لړۍ دې جوماتونو کې ودرول شي .

۳: په پاتیا کې د قران لوستل دقران سره بې ادبي ده ،مړي ته هیڅ  ګټه نه لري ، خاصتا چې کله ورته قاري په اجاره واخیستل شي ، چې قاري او د پيسو  ور کونکی دواړه سخت ګناه کار دي او ددې معصیت مخه نور ه ونیسئ

۴: او ژمنه وکړئ چې د اجاره شوي قاري پسې  تراویح وه نه کړئ مګر داچې امام خپله حافظ وي او له جوماته معین معاش ولري 

۵: او ژمنه به کو ئ چې له جوماته به پخلنځی  او د ډوډۍ خوړلو صالون نه جوړوئ  ، او جومات به په دې نوم اجاره هم نه ورکوئ

..... 

ویانا اپریل ۹ دوه زره م کال

-
بېرته شاته