(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغړي تورجان

[14.Aug.2020 - 14:37]

 

دلغړيتور جان د ژوند مستنده کيسه:

د تور جان د مور له خولې کیسه ده، تور جان  په اصلا کي د کندهار ولایت د ميوند ولسوالی اړوند په يوه ګوښه کلي کي پيدا سوی وو. د محمدظاهر شاه پاچهي چي د څو کورنیو پاچهي وه ملت مړوو. د تورجان موربه ویل چي موږ د بهلول جان آغا و دربار ته نژدې یوه کلي کي اوسېدو هلته د ارغنداب د رود پر غاړه مو څه لږ هستی(مځکه) هم درلوده. کله چي مي مېړه ژوندی وو یوه غریبانه گذاره مو کوله، د خدای تعالی کارونه دي د( اوبا )په کال چي د کندهار خلک له دې نامه سره  پوره بلد دي، د غه بد مرض(اوبا) ډېري کورنۍ سپېرې کړي نو زموږد کورنۍ ماشوان او زاړه د تورجان د پلار سره  د يوې هفتې په موده کي دې مرض وخوړل

 

زه او تورجان زوی مي دوه په دوه پرمیدان پاته سو.دغه وخت نو تورجان د شپږو کالو هلک وو، د تور جان مور که ځوانه نه وه خو د پاخه عمر ښځه هم نه وه،لا یې پړنۍ بور وو. يعني د تور د مور عمر لا د ېرشو کلو ته نه وو رسېدلۍ. تور جان د پلار تر مرگ وروسته یتیم مور یې گونډه و بلل سوه، د تور جان د پلار د مرگ کال لا پوره نه وو، چي د تور جان مور و پوهیده چي د مېړه لېري تر برونه یې تصميم لري د تور جان مور و يوه تربور ته په نکاح کښېنوي. دوی به په دې کارکي دوې ګټي وکړي، یو به د خپل تربور مځکه په واک کي لري د کورنۍ یو نفر به یې مفت دښځي خاوند سي. نو هغه لنډی چي واي" ملنګه دوې ګټي دي وکړې، یو دي ځان موړ کړ بل دي وکړه دیدنونه"

  د تور جان مورد خپل ژوند دغه غملړلې کیسه هر ځل په ژړا را پیل کول څو څو ځله یې زموږ په کلي او کور کي و ښځو ته کول. د تور جان مور به ویل: د میړه مړینه راته په ډېره درنه بیه تماسوه، یوازي مي مېړه مړ نه نسو بلکي موږ ټول مړه سو. ما د خپل مېړه تر مرگ وروسته د بل واده کولو اراده نه لرل. خو د تربرو فشار زه مجبوره کړم چي په پټه خوله د خپل کوره او کلي وو زم هرڅه دوی ته پرېږدم. نور به یې نه د پلرگنۍ او نه د خسر گنۍ د سړو نومونه پر خوله را وړل یوازي به یې ژړل

 د تور جان مور د خپل کوچني زوی تور جان سره  چي له خپل کور کلي را وتښتید له، کور، کالي او څه چي يې درلودل هغه يې تربرو ته پرېښوول تر مزلونو وروسته نو زموږ کلي ته راغله  چي د په دې کلي کي نو دوی د هیچا هیڅ هم نه دي.

 زموږ کلی له هغه ځايه ښه په  ليري واټن کي  او د لاري څخه هم چپ د ارغنداب درود پر دا بله غاړه پروت وو. زموږ کلي ته ممکن له دوو درو شپو منزل وروسته را رسېدلې وي د شپې راغلي وه د کلي په يوه زړه  کنډواله سرای کي، چي د یوې خوني سر یې پت وو مور او زوی هلته ځانونه اچولي وه. په سبا د کلي خلگ خبر سوه چي په کنډواله کي یوه ښځه د خپل ماشوم ناسته ده، خلگ ښځي خبري وې د کلي هري ښځي به یوې بلي ته سره  ويل چي د لته يو ښځه راغلې ده او يو کوچنی زوی هم ورسره دئ، هيڅ نه لري، د کليو زړو ښځو د تور جان له مور سره اړیکي پيدا کړې

ډېرو ښځو د خپلو کورونو څخه يو زوړ شی می ورکړ. نور دغه کنډواله یا بیله دیوال او دروازي خونه  د کلیو د ښځو د مجلس ځای سو. دا وخت د د وبي موسم وو د غنمو لوونه، د کودو ټولول، درمندونو ته وړل شروع سوي وه، د تور مور نور تور پوړنی پر سر کړۍ د خپل زوی سره د مځکوالو د کودو ټولولو مځکو(وډونو) ته به تلل هلته یې وږي ټولول

  په لږ وخت کي د کلیو زړو او پر مخ ګرځېدلو ښځو ته  د تور د مور خونه  بیله تکلیفه(قید اوبست) د مجلس په گرم مرکز وا وښته. هره کلیواله ښځه خدای او هست د تور د مور سره څه مرسته کوي. د تور مور د ښځو څخه وړۍ اخلي ورېشي یې ورته جوړوي، نغاړه کیاني، نالۍ، تلتکونه ګنډي ښځي يو څه  ورکوي د تور مور د انگورو د شکولو پر وخت په پردیو هغو انګوري باغونو کي چي څښتنان یې ډېر کنجوس نه وي دا هلته د انگورو دانې ټولوي

 

 لنډه يې دا چي د تور مور نور په کلي کي د تور د مور په نوم مشوره سوه دهيڅ خوارۍ څخه مخ نه اړوي يو يونيم کال وروسته د تور مور د يوه سردار په کورکي مزد وره سوه. د سردار صاحب د کور ټول کار کوي ډوډۍ پخوي،جارو کوي، کالي مينځي، نه دا چي د تور جان مور د خان مزد وره سوه بلکي تور هم د خپل توان په اندازه د خان په کور کي د یوه کوچني په نس (نوکر) په شان شپه او ورځ کار کوي. تردې مزدوری پیدا کېدو وروسته نو تور جان د کليوالوهمزولو سره د لوبو وخت نه لاره.

• *په (نس کار) مانا داچي د کار په بدل کي یوازی ډوډۍ خوري، نور کوم امتیاز نه لري، دغه ته نو وای په (نس مزدور).

 سردار تور او مورته د خپلوحيواناتو يا غويو د سرای په خوله کي يو خونه ورکړه چي تور او مور يې پکښي و اوسي. پدې یې دا خونه ور کړه چي سهار وختي او د شپې تر ناوخته پوري د سردار د کورنۍ کارونه وکړي د شپې پر حیواناتو حاضر وي. د تورمور په کار غښتلې ښځه وه او تور هم د ورځي په تېرېد و غټېدی تور تر ما يو درې  کاله کشر معلومیدئ

 کيسه خورا اوږده غواړم يو څه یې را لنډ کړم او اصلي موضوع ته راسم. د تور مور په یوازي سر د درو ښځو کار کاوه ډېره ډوډۍ يې پخول د غواوو کار(لوشل، دشیدو پخول او د غړکي شربل) د خونو او لوی سرای د غولي جارو کول یې د هري ورځي کار وو. تور د خان په کورکي آزاد گرځي او راګرځي اوس نو تور د وولس کلن ديارلس کلن ځوان سوی دئ

 د سراچې ټول کار کوي میلمنو ته چای او ډوډۍ راباسي لاکن د مور بیچارې حالات يې له ډېره دود، خاورو، انبارو له تنفس څخه ورځ تر بلي  خرا بیږي. د ډېری ډوډۍ پخیدو، د کالو منځلو،د اوبو د گرمولو، د شیدو د پخولو پروخت زیاتو دودونه ددې باعث سول چي د تور مور ته د سترگو تکليف پيدا سوو. یعنی پر سترگو یې پردې راغلې.

کرار کرار ښځه داسي سوه چي د لمر ولوېږي سره به دې په سترگو څه نه لیده. يو دوه کاله نور هم د تور مور د سردار د کور کار د ورځي په رڼا کي کولای سوای وروسته يې پرسترگو پردې زياتي سوې د ورځي يې هم لاره نه ليده. د تور مور نور د سردار د کور د کار کولو نه وه. خو تور بيا هم د خان په کور کي شپه او ورځ کار کوي. مور يې په خونه کي ناسته وه او يا به د لکړي په مرسته په کلي کي د چا کور ته تلل د ښځو سره به يې کيسې کولې

 تور به د شپې ناوخته د سردار له سراچې څخه مور ته راتلۍ او څه  له خوراکه پاته سوې ډوډۍ به يې خپلي مور ته راوړه. بيا هم تور او مور يې په د غه حالت کي له خپل ژونده راضي اوخوشحاله معلومیده

 تور د سراچې کار، حيواناتو ته واښه او دهيڅ شي څخه مخ نه اړوي اوس نو تور د اوولسو کلو په شاوخوا کي عمر در لود چي مور يې ړنده سوه. پدې شپو کي د سردار په کور کي يوه  خبره پېښه سوه، پېښه داسي وه چي کوم بل ځوان د سردار په کورنۍ کي له یوې... سره لاره لرل، یوه شپه د کورنۍ نور غړي د پردي سړي په ورتلو له خوبه را بیدار سوه، ځوان و تښتېد. سهارسردار د دغي خرابی پړه  پر تور  ورواچول تور بیچاره زنداني سو

   په ډېر معذرت دا کار نه سم کولای چي د د غه سردار او کورنۍ نوم وليکم. تور متهم او بندي سو د کندهار ښار لوی محبس ته واستول سو، ړنده مور يې چي سر توره وه اوس بې زويه پاته سوه. په کلي کي يې هم نوره ورته گزاره سخته سوه. ړنده  مور په خپل زوی تورپسی د کندهار ښارته ولاړه. ما به ډېر واري په ښار کي د تور مور ليدل، اوږده خیرن ویښتان، اوږد خیرن کمیس او لوی لرگي( لکړه ) به ورسره وه فقر به يې کاوه. دا چي شپه به يې چيري تېرول نه پوهیږم خوپه زوی پسي لیونۍ سوې وه

وروسته له  ډېرو کلو څخه کله چي زه بندي کیږم، د کندهار لوی محبس ته یووړل سوم هلته د لوی محبس په کوره خانه کي تور وينم چي د لغړيانو په کوټه کي ژوند کوي. هغه تور چي ما پیژندی. د ده هغه دنګه ځواني چي ما لېدلې وه، اوس تور هغه تور نه دی. ډنگر، خيرن او اعصاب يې هم سم نه بلکي لیونی وه

 

ما به ډير ځله وغوښتل چي خبري ورسره وکړم، ځکه (۸) کاله مي له نژدې پېژندئ مگر تورزه نه پیژندلم، یا به یې نه غوښتل ومي پیژني، خبري یې نه کولې، دا دی د پایوازی په ورځ  مي پلار پايوازی ته راغلۍ  دئ د جمعې ورځ ده. هلته ډيري کورنۍ راغلي دي هره کورنۍ د خپل بندي سره ناست دي چي سرپرست صوفي سلام په لوړ اواز  ناره وکړه" د تور جان پايواز څوک دئ؟" دا داسي یوه ناره وه چي راغلي ناستي کورنۍ، ناست بندیان او پولیس ټول متوجې سوه زه او پلار مي هم، موږ تور او د تور موږ پېژنده

 هلته تور جان د ژړي دروازې راوتلی دی اعصاب يې کار نه کوی و لاړ دی شا وخوا گوري، څه فکر کوي چي ددې معصم انسان په مغزو کي به څه وه؟ ړنده مور د خپل یوازني زوی پايوازۍ ته راغلې وه په سترګو نه ویني. ړندې مور چي کله د سرپرست ناره واورېده  د اوږده لرګي چي دې د لکړي کار ځیني اخیستۍ د هغه لرګي په مرسته په ډېرتکلیف ولاړه سوه ورېدل، په ژړا او چغو یې خوله خلاصه کړه تور جانه زویه، تور جانه زویه ناري یې وهلې او غېږه یې خلاصه نیولې وه، هلته لیوني زوی یې تور جان غیږه خلاصه نيولې په لوړ آواز نارې وهي، ادې ادې اې د تور دا یوه خبره په تکرار اورېدل کېده" ا دې دایم، ادې دایم" څو مور او زوی سره غیږ په غیږ سول د واړه ژړل په رښتیا راغلو ناستو ټولو پايوازانو، بندیانو حتا پولیسو د دوی پر د غه حالت وژړل. داوه ښه وختونه، داوه ارامي، دا وه عدالت.

له "استبدادکتاب څخه

-
بېرته شاته