(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما کولیګ

[14.Aug.2020 - 14:29]

زما يو کوليګ { همکار}

ليک:- رشيد احمد، پېښور 

کله چې په کال ۱۹۸۸ کښي ما ته په ريډيو پاکستان کښې دپروډيوسر په حېث نوکري ميلاو شوه اوزمونږ ټړينينګ په اکيډيمي کښې شورو شو نو داکيډېمي ځينې نوکرانو زمونږ استاذانو صاحبانو به ماته کله کله ديو تن نوم اخيستلو چې ته ئي پيژنې مابه وئيل چې نا۔۔۔نو هغوئي به ډېر يادولو اوئيل ئې چې هغه په ريډيو کښې اول نيوز ريډر وو يعنې پښتو خبرونه به ئي وئيل اوبيا پروډيوسر شو۔ خېر کله چې مونږ ټړيننګ پوره کړو اوزما پوسټنګ پيښور کښې اوشو۔ نو اول مې ددغه ملګري تپوس اوکړو۔ نو چا راته اووئيل چې هغه خو په کوټۀ کښې دے۔اويو ملګري راته اوووئيل چې هلته دوه کاله ټينور دے چې هغه پوره شي دلته به راشي اوستا به ورسره ملاقات اوشي او دا دانه به اوينې۔ خبره لاره هيره شوه۔ اوپه دې دوران کښې زما بدلي تربت ته اوشوه زه لاړم هلته اوشديد خواهش مې وو چې په بلوچستان کښې نوکري کوم نو کوټه به ضرور ګورم۔ اوپروګرامونه به مې جورول ورانول خو چې کله به په چوټۍ راتلم نو په کراچۍ به راغلم اوکوټه به پاتې شوه۔ دغه رنګ زما ټينور يو کال وو پوره شو اوزه بيرته پيښور ته راغلم۔ زما د دغه بيرته بدلۍ سره  ډېر يادونه اوواقعات تړلي دي چرته په بل ليک کښې به يې ذکر اوکړم۔ دا دهرچا ته پيښيږي اود ژوند يادګار ئي پاتې شي۔

د تربت دغۀ ديارلس مياشتې زما دژوند يادګار دے اوزما ورسره ديړ يادونه تړلي دي۔ ځکه چې زما په ژوند کښې بلها خبرې داسې وې چې دغۀ بدلۍ دلاسه متاثره شوې وي اوشايد چې ترنن ئې اثر نه دے ختم۔ خير ما خبره کوله چې زه بيرته پيښور ته راغلم نو بيا دلته ژوند په خپل ډګر روان شو۔اويوټريننګ له اسلام اباد ته لاړم چې د کوټې نه ورته هم ملګري راغلي وو۔ ماترينه دخپل پيښوري ناليدلي ملګري تپوس اوکړو نو هغوئ راته ډير ناوياته معلومات راکړل ۔ اوډير عجايب ئې راته بيان کړل۔ يو ماسختن مونږ ګپ لګولو چې هغه دکوټي ملګري په ريډيو سيټ ريډيو پاکستان کوټه را اونيوله۔ خبرونه شورو وو ماته ئي وئيل غوږ شه چې کليوال دې واورې۔ مونږ ټول ورته غوږ غوږ شو۔ زمونږ دغه ملګري پروګرام پخپله کمپئير کولو۔ دپروګرام شورو څه داسې اوشوه " داريډيو پاکستان کوټه ده پروګرام واورئ/ " انګازې"/ د دې پروګرام پروډيوسر دے/ ګوهر علي خان ګوهر/۔ موسيقي بند شوه اوهم په هغه اواز پروګرام شورو شو وئيل ئي/ ګوهر علي خان ګوهر/ ستاسو په خدمت کښې حاضر دے اوددې پروګرام پروډيوسر دے /ګوهرعلي خان ګوهر/ اودپروګرام په شورو کښې به د /ګوهر علي خان ګوهر/ کلام د/ګوهر علي خان/ ګوهر په اواز کښې واورو۔ سندره هم د ده په خواږه اواز کښي وه۔ چې سندره ختمه شوه نو وي ئې د/ګوهرعلي خان ګوهر/ په اواز کښې تاسو دګوهر /علي خان ګوهر/ کلام واوريدلو"۔ اودغه شان زما دګوهرعلي خان  ګوهر سره وړومبے ملاقات په غياب کښې اوشو.

څه موده وروستو د دې سيب بدلي پيښور ته اوشوه۔ په دغۀ دوران کښې زه په چوټۍ ووم چې کله افس ته راغلم نو يوه ورځ لايق صېب غصه اوپريشان ناست اوخپل افس ته نه تلو نو ماترينه پوښتنه اوکړه چې څه لانجه پيښه ده۔ وئيل ئې وې زما افس ته پخپله ورشه۔ زۀ چې ورغلم نو څه ګورم چې زمونږ يو کاپيسټ چې نعت خوان هم وو اوډېر خوږ اواز ئې وو په جوتو پښو په کرسۍ کښې ناست دے اوهغه ته مخامخ چې دروازې ته يې شا وه يو ځوان په کرسۍ کښې نيم ملاست حالت کښي دے نعت وائي دواړۀ پښې ئې په ميز داسې غزولې دي چې دهغه مخامخ کاپيسټ په مخ برابر دي ۔ زه ورغلم سلام مې واچولو چې په ميز مې ددې صآحب پيزار ته اوکتل نو څه ګند پورې نښتے وو اوپه وجد کښې ئي نعت وئيلو۔ چې زه ئي اوليدم نو هغه مشر ورسره زما پيژندګلو اوکړۀ صيب دميز نه پښې ښخته کړې اورارترغاړه وټ ډير په مينه راسره ميلاو شو اوئيل ئې چې زه ګوهرعلي خان ګوهر يم۔ درسمي خبرو نه پس ترينه زۀ لاړم لايق په ډېر کوشش دغه ملګرے بلې کمرې ته شفټ کړو يعنې يو ځانګړے دفتر وره ميلاو شو۔

ګوهر علي خان په ونه مندرے وو خو ډير چيت نه وو۔په ريډيو کښې ئې سندرې وئيلې وې ، نعت خوان هم وو کومه چې ورته په ميراث کښې دپلارنه ترلاسۀ شوې وه اوډير خؤاږه خواږه نعتونه ئې وئيلي دي اوپه دې فن کښې طاق وو اوځکه نو ترې اکثر نعت خوانان تنګ اوخفه وو۔ دې صاحب شاعري هم کوله۔ پلار ئي په ريډيو پاکستان کښې کاپيسټ يعنې خوشنويس وو۔ دکاپيسټ پوسټ په ريډيو پاکستان کښې فرنګي د زمانې وو اوښه ډير کاپيسټان دلته برتي وو۔ داردو ځانله سيکشن وو اود پښتو ځانله څانګه وه۔ کاپيسټ  داسې اوګڼې لکه ټائپ رائټر اوفوټو سټيټ مشين يعنې هم به ئې خؤشخظ ليکل کول اوهم به ئي دمسودو نقلونه تيارول۔ که يو ليکوال به څه اوليکل اوهغه به چرته بل خوا يا دفتر ته ليږل وو نو دوئ به خؤشخط اوليکل اوورسره به ئي دضرورت مطابق کاربن کاپيانې جوړې کړې۔ کله چې فوټو سټيټ مشين راغلو اوعام شو حکومت دفترو ته ورکړل نو ورو ورو داخوشنويسانو پوسټونه دهغوئ دريټائرمنټ سره ختم شول۔ اوس دغه کار کمپيوټر اوفوټوسټيټ مشن کوي لکه څنګه چې دکتبانو کار کمپيوټر ته حواله شو او اوس څوک په کاتبانو کار نه کوي صرف دقران شريف د ښائسته ليک لپاره کاتبان چرته چرته موندے شي اودغه دکاتبانو کار د زوال سره مخ شو ځکه چې په کمپيوټر کښې ډير ښائسته ښائسته فانټؤنه شته۔ نو د ګوهرعلي خان والد محترم په ريډيو پاکستان پيښور کښې دنعت خوانۍ سره کوم چې دهغه شوق وو اوپه ټوله سيمه ئې شهرت لرلو او خوشنويسي ئې وظيفه وه۔ اودغه دواړه ترينه زمونږ کوليګ ته په ميراث کښې پاتې شوي وو ااوښه هنر ئې ورته ښودلے وو۔

ګوهر صېب په خندا ډيره په زوره کوله اوټوقي ټقالې ئې هم مشهورې وې۔ ډيرې زياتې لطيفې ورته يادې وې۔ مونږ به هرکله چې تنګ يا خفه شو نوګوهر صيب له به ورغلو هغوئ به داسې ناوياته لطيفې اووئيلې چې ټول ټينشن به ختم شو۔ دګوهر صېب سره به ملګرو کله کله سنجيده ټوقې کولي اوهغه به ډير زر خفه شو او دغه کمزوري ئې ځينو کسانو نه پوهيږم چې په څه وجه استعمالوله اوډېر به ئي تنګولو۔ خو ورسره دهغه عادتونه هم عجيبه وو۔ يوه ورځ شرف الدين مخلص صېب چې دغۀ وخت دډپټې کنترولر په عهده ناست ووپروګرام مينيجر فضل مولا صېب له راغلو اورته ئې اوئيل چې تا ماله ډير ښۀ پروډيوسر راکړے دے ښه تابعدار دے اوپه جي ئې خله نه ماتيږي۔ د بچو نه راته زيات خوږ دے خو اننو ويشن پکښې نشته۔ کار سم نه شي کولے اوبس لکه دطالب په کرښه ليک کوي ۔ ډير ښه خوشنويس دے خو په مائيک خو څوک خؤشنويسي نه کوي کنه۔ نو فضل مولا صېب ورته اووئيل چې په درې تنو ځوانانو کښې دې څوک خوښ دي۔ ظفر الله ظفر، رشيداحمد اوظاهرشاه افريدي۔ زه دغه وخت ناست ووم اوموجود ووم ۔ مخلص اوئيل نا د دوئ سره سياسي، ذاتي اوهرقسمه اختلاف لرم د دوئ سره به ليونے شم اويا به د نوکرۍ نه خلاص شم۔ وې هم دغه ښه دے بس دزړۀ بوج مې سپکولو هغه سپک شو اوپه مخه لاړ۔ د دې شاته يوه واقعه داوه چې مونږ په ډيوټي روم کښې ډيوټيانې کولې اودنشر شوو پروګرامونو رپورټونه چې ټرانسميشن رپورټ ورته وايي به مو ليکل ۔ مخلص صيب دهيندارې پروګرام انچارج وو اوګوهر صېب ئې پروډيوسر وو۔ دا پروګرام به ماښام نشر کيدلو اوپه ژمې کښې به نيمه شپه وه۔ ګوهر صېب به اکبر پورې ته تلو ځکه چې کور ئې هلته وو۔ نو دۀ به کوشش کولو چې وختي لاړ شي۔ په دغۀ زمانه په افغانستان کښې حالات ډير په تيزۍ سره بدليدل نو په هغې به تبصرې کول وو۔ زمونږ سره به خپل کار ډير وو۔ نو ګوهر صېب به راغلو ايډوائس به ئې اوليکلو اووې به ئې چې زما پروګرام تيار دے نو زه لاړ شم۔ مونږ به ورته وې ته سينئير ئې زمونږ نه څه چوټې غواړې مخلص صيب ته اووايه۔ په هغه زمانه موبائيل خؤ نه ووراغلے مارکيټ ته اوبله څه ذريعه به نه وه۔ نو دے به غلے غوندې پاسيدلو اولاړبه شو۔ د پروګرام په وخت به نوے خبر راغلو ډائيريکټر سيدحميداصغرشاه صيب به فون اوکړو چې په نوو حالاتو تبصره اوليکئ اوورسره به ئې هدايات هم جاري کړل۔ مونږ به وئيل ګوهرصيب خو نشته۔ وئيل ئې ښه په رپورټ کښې ئي اوليکئ اوسبا ماته ياد کړۍ مونږ به ځان غلے کړو۔ سټيشن ډائريکټر به مخلص صيب سره کلاس اخيستلے وو۔ نو هغه چې به ګوهر صېب ګير کړو نو دځان خلاصولو لپاره به ئې ورته اووې چې د دې ډيوټي افسرانو ستاسره سياسي اختلاف دے حکه دوئ داچل کوي۔ يوه ورځ هم دغه شان وزير اعظم په پيښور کښې وو اوپه افغانستان کښې د رباني حکومت جوړ شو۔ په دې تبصره کول وو خو ګوهر صيب اومخلص صېب حسب معمول غائيب وو۔ سټيشن ډائريکټر سخت غصه وو۔ خېر هغه ليکل خو مونږ اوکړل سحر چې راغلو نوګوهر صېب پريشانه په لمدو سترګو ښخته پورته تلوراتلو ۔ مونږ ترې پوښتنه اوکړۀ چې ګوهر صېب خېر شۀ وې ئې ستاسو ارمان پوره شو۔ بل چاراته اووي چې دا ستاسو په وينا چې دفتر کښې پرون نه وو معطل شوے دے ۔ واقعي خبره ډيره سنجيده وه۔ مونږ هم پريشان شو چې اوس به څه چل کېږي۔ په هغه زمانه به دپروډيوسر موجودګي په پروګرام کښې ضروري وه او دوئ خوبه غائب کيدل۔ خېر زړه مو راغونډ کړوخداے بخښلي ډائريکټرسيدحميد اصغر شاه صيب ته ورغلو اوخواست مو اوکړو چې اوس ئې معاف کړئ اوکيس ئې مه صدر دفتر ته مه ليږئ۔ الله دې ورسره ښۀ اوکړې اوپه ګور دي نور شي ډير غصه وو خؤ خبره ئي اومنله اومعاف ئې کړو۔ نو مخلص صېب به دغې ته سياسي اونظرياتي اختلاف وئيلو۔ 

هسې دريډيو ډيره عجيبه نوکري ده دلته ډير عجيبه عجيبه پيښي پيښيږي۔ په يوه زمانه چې دفرنګي دور وو نو د سور رنګ سره د فرنګي دښمني وه اوهغه ځکه چې د روس د انقلاب نه ډير ويريدل۔ نو دوئ به چې څوک نه ووخوښ يا به چرته په چا الزام لګول وو نو وي به دے سور دے يا د سور رنګ جامې اغوندي اودغه به پوره وه۔اود دې نه زمونږ اولسي يعنې فولک موسيقي اوثقافت هم نه وو خلاص۔لکه سور رنګ په پښتنو کښې ډير خوښولے شي۔ سور ګلاپ، سره ډولۍ ،سره جوړه اوداسې نور۔ په پښتو کښي دوه اولسي سندرې دي چې ډيرې مشهورې دي لکه يوه داه

دمنګي غاړه مې شنه لمن مي سپينه کنه

ګل په غاړه مې ځنګيږي تعويذونه کنه   دمنګي

نو اوس داخو دسوچ خبره ده چې دمنګي غاړه ولې شنه کيږي، کله چې منګے زوړ شي اوچاپيره پرې شنه خوره اوخېژي نو هغه څوک په غيږ کښې نه شي اوچتولے ځکه چې جامې سخا کوي۔ خؤره خو خؤريږي کنه جامې بربادې کړي۔ نو سندرغاړې دلته وائي چې ګودر ته ځم ناوخته دے خؤ زما جامې پاکې اونوې سرې سپيني دي۔ که دا شېن غاړې منګے را اخلم نو ټولې جامې راته خرابوي اوسخاکوي ئي۔ نو داخؤ صحي ده ولې  يوه بله اولسي سندره ده غور پري اوکړئ

شين منګے په سر ليلا ګودر ته ځي  قدم قدم

ځم ورځم نيګار له   خپل دمينې يار له   ورو ورو په قلاره

 دلته دشين منګي هيڅ توک نه جوړيږي۔ ځکه چې منګے خو سور خوند کوي چې نوے  وي اوصفا وي۔ ولې دلته صرف د سور رنګ سره دښمني له کبله منګے شين شوے دے۔اوشين منګے به څنګه ووړے شي۔ دسندرې ښکلا ئي ورانه کړې څۀ چې تباه کړې ده۔

ګوهر صېب يو وخت په ډير منت زارو د موسيقي پروډيوسر شو۔ حکم اوشو چې نوې سندرې ريکارډ کړئ۔ ګوهر صيب يوه نوې سندرغاړې چې د کوټې وه را اوغوښتله اود يو هفتې د ريهرسل نه پس ئې سندرې ريکارډ کړي۔ د ريکارډنګ په وخت يو يو سينيئر ملګرے ورغلو ۔ څه ګوري چې ګوهر صيب ډير په استغراق کښې موسيقي اوري دراګونو اوسرونو په سمندر کښې غؤپې وهي دځانه ناخبره په موسيقۍ کښې ډوب دے سترګې ئې پټې دي او د اواز د سرونو سره لاس بره ښکته وړي ۔ ريکارډنګ روان وو خو چې پروډيوسر توجه نه وي نو بل څه ترينه جوړ شي۔ هغه ملګري دعالم استغراق نه عالم موجود ته راوستون کړو اوپينل ته ئې ورله توجه راواړوله چې توازن ټول ګډوډ وو۔ خير ګوهر صېب سندرې ريکارډ کړي ښه پوره اشتهارونه ئي ورله خواره کړل چې زمونږ په سټوډيوز کښې ريکارډ شوې نوې موسيقي به نشر کولے۔ دبد مرغۍ نه په دغه سحر زما ډيوټي وه  اوزه هم ډېر په شوق ناست ووم چې نوي موسيقي واورم ځکه چې عمر ناصر صېب ډائريکټر وو او حکم ئي کړے وو چې دانوې سندرې واوره اورپورټ پرې اوليکه هلک ډيره خؤاري کړې ده چې انعام ورله ورکړو۔ خو چې کله دغه سندرې نشر شوي نو عمر ناصر صيب چې دغه وخت سټيشن ډائريکټرپه کرسۍ ناست وو ډير غصه وو چې دائې ورسره څه ټوقې کړې دي حکم يې اوکړو اوهغه سندرې ختمې کړے شوې۔ داسې کله کله کيږې ماته يوه پيره زمونږ سټوډيوز کميشنر صابرشاه خبره کوله چې پخوا يو وار اناونسر ليټ شو اود شپږو بجو دخبرونو نه پس دسازينې اعلان کول وو۔ دغه وخت يو سازنده موجود وو وئيل يې وې ماورته اووي چې راشه اناونسمنت اوکړه ۔او وايه چې "داريډيو پاکستان پيښور دے/ دپذير استاذ نه په ساز نغمه واورۍ/۔ نو هغه اناونسمنت داسې اوکړو /داريډيو پاکستان پيښور دے اوس زما دپلار نه په ساز نغمه واورئ/۔ هغه وې سازينه موورکړه  نشر شوه اودې دوران کښې مې پوهه  کړو چي داسې مه وايه نوم واخله۔ نو اتفاق سره دويمه سازينه د ده په ساز وه نو چې کله ئې بيا اناونسمنټ کولو نو وئيل يې وې زما د پلار نه پس اوس زما نه يوه سازينه واورئ۔ هغه وئيل وې دسټوډيوز نه مې اويستو چې خانه دا څه کوې اودغه وخت اناونسر راغلو کار ئې سمبال کړو۔ نو ګوهر صيب يو ښۀ نعت خؤان اونيوز ريډر وو خو په کار کښې به فنا في السندرغاړې به شو او دغه شان هغه خپل کار به ئې وران شو۔ دموسيقۍ دسازونو توازن زياتول کمول داواز سره ئي توازن قايم ساتل د پروډيوسر کار وي۔ سازنده خپل کار کوي نو که پروډيوسر پوهه وي نو ښۀ څيز تخليق شي ګني بيړه ئي غرقه شي۔داچې څومره ښۀ موسيقي ريکارډ شوې وي دا دپروډيوسر کمال وي۔

په يوه زمانه ورته ډرامه ميلاو شوه۔ نو دفنډ دکمي له وجې پخوانۍ ريکارډ شوې ډرامې به بيا بيا نشر کولے شوې۔ دهغې دپاره ايډوائس ليکل، اناونسمنټ ليکل اوکواليټي کتل دپرو ډيوسر ذمه واري وي۔ نو يوه ورځ چې زه راغلم څه ګورم چې د زړې ډرامې د ډبي نه پخوانے کاغذ څيرې کړو بل ئې پرې پورې کړو اوخپله نامه ئي پرې اوليکلي دغۀ محترم عرفان الله عرفان صېب راغلو اودغه حرکت ئې اوليدو ډېر خفه شو اوغصه شو ورته چې داخو تا دډرامې ټول ريکارډ ضائع کړو۔ داپه اول ځل کله ريکارډ شوې وه څوک څوک وو پکښې اوڅو واره بيا بيا تکرار شوې وه۔ اوس به څنګه پته لګي۔ نو ګوهر صېب ډېر په معصوميت سره اوئيل چې داسې کوم نو خلکوته به څنګه پته لګي چې زۀ د ډرامې پروډيوسر يم۔ داخو اوس زما سره ده کنه۔

ګوهر صېب ډير خوش مزاجه وو اوهر وخت به د ټوقو ټقالو په موډ کښې وو۔ په کمره کښې ئې کرسۍ کمې وې ملګري به زيات راغونډيل نو ددې دپاره يو پوزے راوړے وو کرسۍ به ئې اخوا کړې اوپوزے به ئې خور کړوبالختونه به خؤاره شو اومجلس به تود شو۔ کله چې به ئې نوې جرسي يا بنين يا واسکټ واخيستلو نو تر ډيرې مودې به ئي ترينه ليبل هغه کاغذ نه لرې کولو وئيل به ئې چاته به څنګه پته لګي چې ما نوې جرسي يا پوښاک اغوستلے دے۔ يو وارترينه محترم نثار محمد خان په زور لرې کړو دېره موده به ئې يادولواوخفه به وو چې اوس څوک به څنګه داپيژني چې دا نوې دي ۔

ګوهر صېب دشوګر مريض شوے وو خؤ چې څومره به ډاکټرانو منع کولو نو ده هومره زيات خواږه خوړل۔ مونږ به کله کله په ميټنګ په چاملګري رپورټ اوليکلو اوهغه به ميټنګ ته خوراک راوړو نو کله کله به خواږه هم راتلل ۔څوڅو ځله مونغ ګوهر صېب منع کړے وو چې خواږه به نه خؤري ولې هغه ويئل چې دالږ راته اجازت دے اودهغه لږ داوو چې درې ياڅلور رسګولې،دوه لډوان اويونيم ګلاب جامن به ئي اوخؤړل اونيمه ګينټه پس به ملګرو ايمرجنسي تي رسولو۔دغه عادت ئي ډير خراب وو اوډير ئي کمزورے کړے وو اوپه اخر کښې ئي پښې خرابې شوې او هم ددې موذي مرض دلاسه ئي له دې دنيا نه کډه اوکړه۔(انا لله وانا اليه راجعون)۔مونږ ټؤل به الله ته رجوع کوو۔

ګوهر صېب له الله ډيرې خؤبۍ ورکړې وې۔اواز يه خوږ وو اوخؤاږه نعتونه ئي وئيلي وو۔دسوات فيضان صيب ئې سخر اوشمس الاقبال صيب ئي اوښے دے۔داپلار وځوے ډير خؤش نويس دي اوهم دغۀ حال دګوهر صيب وو۔ددې نه علاوه نقش نګار به ئي هم ډير ښۀ کول۔ددنيا ژوند نيمګړے دے اودچا ډير نيمګړے وي اوګوهر صيب په ځوانه ځوانۍ کښې نيمګړے نيمه خؤاه لاړ الله دې هغه جهان ښائسته کړي اوپه ګور دې نور شي۔ امين۔

-
بېرته شاته