(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورند کرښه

[14.Aug.2020 - 14:15]

میرزاعلي خان (ایپي فقیر): د ډیورنډ کرښه 60 ګزه ده . 35 ګزه تورخم او 25 ګزه سپېن بولدک دی.

په ۲۰مه پېړۍ کښې  ایپي فقیر  په وزیرستان کښې د انګرېزانو په مقابل کښې  پاڅون او مبارزه وکړهپه وزیرستان کې یې خپلواک  پښتونستان اعلان کړو.اوس له وزیرستان نه د منظور  پشتین تر مشرۍ لاندې دپښتون ژغورنې غورځنګ راټوکېدلی. دمشر منظور پشتین ملاتړ په هر پښتون او پښتنې  فرض او ستر جهاد دي.

...........................

شمالي وزیرستان په 3 سب ډویژنونو او 9 تحصیلونو (علاقه داریو) وېشل شوی دی. د میرانشاه په ډویژن کښې مرکز میرانشاه، غلام خان او دته خیل تحصیلونه دي. دمیرعلي په ډویژن کښې میرعلي، سپین وام او شیوه او د رزمک په ډویژن کښې پخپله رزمک، دوسلي او گړیوم تحصیلونه شامل دي. شوال په ۲۰۰۳ ز کال کښې د ېوه بېل تحصیل په توګه منځ ته راغی.

سویلي وزیرستان په 3 ډویژنونو کښې 8 تحصیلونه (علاقه دارۍ) لري. د واڼه تحصیل کښې مرکز واڼه، برمل او توی خوله،  د لادا په ډویژن کښې لادا، ساړه راغه او مکین او د سرویکي په ډویژن کښې پخپله سرویکي او تیارزه تحصیلونه شامل دي. واڼه دسویلي وزیرستان مرکز دی.

رزمک، شوال او میرانشاه د شمالي وزیرستان او واڼه،  ګاڼیګروم (شوره)، شکی، مکین او لادا   د سویلي وزیرستان مشهوري سېمې دي.

وزیرستان وروستی تمځای27مخ)

-
بېرته شاته