(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۱۴ اګست

[14.Aug.2020 - 14:06]

نن داگست ۱۴ مه دبشر په تاريخ کي يوله تورو ورځو څخه ده،دا ورځ       دبشريت پرلمن اوافغان ولس پر زړه دتورداغ اېښودلو لعنتي ورځ ده .  

 لیک : حبیب الله غمخور

هسويډنمالمو

 د۲۰۱۱ ز کال داپريل ۱۸ 

 

داليکنه مانهه کاله پخوا په لندن کي دډېورنډ کرښي  غونډي ته ليکلې وه . نن  چې دسيمی په تاريخ کي دپاکستان دزېږېدو توره ورځ ده  يوځل بيایې د افغان زلمو اوهغوسره شريکوم چې خپل هيواد ورته گران اود پاکستان  دزېږېدوڅخه نفرت لري،اميد واريم چې له لوستلو نه یې يوڅه گټه واخلئ :

اغلو اوښاغلو!

ترهر څه وړاندي غواړم تاسو اوستاسو له لارې د دموکراسی اوټولنيزعدالت   پالندویانو اومينه والو،په ځانګړې توګه پدې پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنو اودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالواوسياسي څېرو ته په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې،په سويډن کښې داوسېدونکوافغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي ستاسو درانه حضورته ورسوم  .

زمالپاره دوياړځاي  دی چي ددې تاريخي پېښې دبياڅېړلواودحل دلاري دلټولوپه موخه دې درنه غونډه کي برخه اخلم کوم چي  په همدې غيرتی اوتاريخي سيمې کي رازېږېدلواوټوکېدلواوافغانانوپه  زيارجوړه سوې ده .

زه دټولوهغودوستانواوهيوادوالوڅخه کوم   چي ددې درنې غونډي دجوړېدو جوگه سوی په افغاني مينه دزړه له کومي دمننې   په څرگندولوسره دوي ته پدې ملي او وطني لارکښي دلازياتوبرياوو هيله کوم  .

دوياړځاي دی چي نن پدې درنه غونډه کښي دنړۍ دمختلفوهيوادونه راغلي  افغان کډوال لودخپل هيوادنه دجاسوې زړه ټوټې دوبرخليک پر سردوخبرباوبحث لپاره دانگليستان پلازمېنه لندن ښارکي سره رايوځاي شوي دي .

هيله منديم چي موږاوتاسو وکولاي سوپه يوه خوله اوعقيده ددې تاريخي لانجې دحل لاري پيداکېدوته نږدې اودنړيوالو سازمانوپه مرسته د اغوټه دتل لپاره پرانيزو.

که دملگروملتوسازمان اونور نړيوال اوسازمانونه  گرېوان ته سرټيټ کړي اوله ځان سره دافغان ولس دبرخليک په اړوند عادلانه قضاوت وکړي دابه راسره ومني چي موږ هم دهمدې مځکې دکرې پرمخ ژوندکوو اوله همد ولسونوڅخه جلازموږ سره کړنه به عادلانه اوپر ځاي نه وي .

که دشوروي نظام ترړنگېدووروسته دنړيوال بهير پروسې ته جدي پام وکړو،نودابه راته څرگنده شي چي  دمځکې دکرې پر مخ هغه هيوادونه چي په زوراوجبرپردوبرخو وېشل سوې وه يوځاي اوهغه چي په زوريوځاي شوې وه سره جلااوهريو ديوه خپلواک هيوادپه توگه دملگروملتودسازمان اونورونړيوالو سازمانود غړېتوب په  ترلاسه کېدوسره خپل  ژوندپر مخ بيايي  .

موږ هم داحق بايد ولروچي زموږله هيوادنه جلاسوې ټوټه اوزموږو روڼه  پښتانه او بلوڅ زموږسره په يوه ،خپلواک هيواد کي دخپل هوسااوبسياراتلونکي لپاره په گډه ژوندغوره کړي .تاريخ اوتاريخي حوادثوداپه کراتو ثابته کړې چي دډيورنډ کرښې زموږ اودکرښې کوزي خواوروڼوپه زړونوکي دبېلتون اوجلا ژوند اندېښنه نده پيداکړې ،موږپدې يوسل او اتلس  کاله  يودبل په غم اوښاديوکښي گډه ونډه اخيستې اومشترک تاريخي برخليک لرو.

په اوسنی افغانستان کي داسي پېښه نسته چي په ښوکښې دې هغوي برخمن سوی نه وي اوله بدونه دې زيانمن سوي نه وي . که موږ دافغانستان دخپلواکی ترلاسه کولوقهرمانانه مبارزې اوبرياتاريخ راسپړونوبېله ددوي له ونډې اوگډون نه ئې نشوڅېړلاي . په افغانستان کي  داسي لويه اوتاريخي غونډه نده جوړسوې چي ددوي داستازوگډون پکښې نه وي .

زه فکرکوم چي که پردې مسله بحث زموږ اودډيورنډدلعنتي کرښې جنوبي پلوته دپرتوپښتنواوبلوڅوترمنځ کوم روابط اوڅه ډول تاريخي رېښې موجودې دي په تفصي بجث وکړم هرومرو به دنورو دوستاواودغونډې دبرخوالو وخت ونيسم ،

پدې خاطر په لنډو ټکو ځينې مسائيلوته په ځغلنده بڼه ستاسو درنو پوهانواوپر وطن مينو هيوادوالونظر را اړوم .

۱/ دډيورنډسند لاسليک ته لنډه کتنه :

دډيورنډکرښه پر عبدالراحمن خان دفشارپوسيله لاسليک سوه . اوهغه هم تيروتنه وکړه پدهغه وخت کي چي ډيورنډپه کابل کي وکولاي ئي سول دخپلو مشاورينواوقومونومشرانوسره  سره مشوره وکړي خوو ئې نه کړ ه .

تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس هرڅه له خاوروسره برابرکړيدي . زه پخپله پدې باور يم چي په افغانستان کي دټولو بهرنيو لاسو هنواو افغان ولس دبدمرغيويو له عمده او بنسټيزو لاملونو څخه په 1893زکال دنوامبر په 12ورځ دامير عبدالرحمن خان او دبرتانوي هنددبهرنيو چارو سلاکار ((هانري مار تيمورديورند)) لخوادافغانانووپر ښارگ دغه په وينو لړلې کرښه  د 2255 کيلومتره په اوږدوالي تېرسول . ددغه تور سند په لاسليک سره انگريزانو وکولاي شول د پښتنوداغښتلي اوباتور قوم پر دووبرخوووېشې، په افغانستان کي ديو غښتلي حکو مت دجوړېدومخه نيسې اوله بلي خوا ددې هيواد له بدنې څخه ديوه لويه ټوټه دپراخو ورشوگانو او دنگو غرولمنې جلاکړې ، په تاريخ کي دا منحوس سند د ډيورند دکرښي دسند په نامه شهر ت لري .

دا هغه لعنتي لوزنامه وه چي دلوي احمدشا ه باباپلاس جوړ سوۍ افغانستان يې داسي ټوټه کړچي دکرښي ها خوا پراته پښتانه او بلوڅ غښتلي قومونه مجبور سو ل نږدې 54 کاله دانگريزانو ظلمونه او له 1947 زکال څخه بيا تر نن ورځې پوري دپنجاپي سړي خورو او وحشي جنرالانو دظلم او ستم پېټۍ پر اوږو يوسي ، او دخپل مورني ټاټوبي نه جلا ژوندوکړي .

زيات تاريخ پوهان او څيړونکي پدي باور دۍ چي دډيورنډ دکرښي لاسليک په هغه وخت کي کله چي عبدالرحمن خان دافغانستان دسياسي او نظامي ناخوالو شرايطو سره لاس په گريوان و پر هغه په زور ومنل سوه . مگر حقيقت دادۍ کله چې پرنگيانو په مخامخ جگړه کي ماته وخوړل او له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سوه ، له دې ډارنه چې افغانان به په برتانوي هند کي دپرنگيانو پر خلاف ملي تحريک وهڅوي او يابه تزاري روسيه وکولاي سي دافغانانو په مرسته دافغانستان له لاري هند ته درسيدو پلان عملي کړي ، انگليسانو پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان له نظامي اوسياسي پلوه تر تهديد لاندي ونيسي، تر څو هغه مجبور سي اودداسي يوه تړون لاسليک ته غاړه کښيږ دي چي په هند کې دافغا نستان دلاس وهنواو دتزاري روسي دنفوذ دپراخوالي امکانات لږ کړ . انگريزانو دمخه تر هغه چې دډيورنډ دلوزماني په باب دافغاني مقاماتو سره خبري وکړې دوي دافغانستان په سرحداتو کې وضعه په خپله گټه مغشوشه کړه ،دوي په سرحدي سيمو کې دقومونو تر منځ خونړۍ جگړې پيښي کړې او قومونه يي يو دبل په مقابل کې دورول .

له بلي خوا دکرښي بل طرف ته پراته قومونه چي ددي سند دلاس ليک سره يي سخت مخالفت ښکارکړ هم له عبدالرحمن خان څخه خوابدي سول ،داډول حالت او مناسبات دانگليسانو په گټه وه اوهم په قبايلي سيمو کي ددوي دسياسي نفوذدپراختيااصلې لامل وگرځيد

تاريخ پوه پوهاند عبدالحۍ حبيبي دغي لوظنامي ته تحديد نامه وايي او هغه عبدالرحمن خان ملامتوي . حبيبي صاحب وايي عبدالرحمن خان بيله دېنه چي دولس او قومي مشرانو سره جرگه سي او دهغو ي نظر وغواړي پر خپل سر يې دا سند لاسليک کړ هغه ليکي : (( ديگر ازکارهاي سياسي که امير بدون خواهش يا تصديق جرگۀ مردم افغانستان انجام داد،ودر تاريخ  افغانستان مسوليت بزرگ رابذمت شخص وي مي اندازدامضاي تحديد نامه ديورند است که بادولت هند برطانوي سرحدات شرقي وجنوبي افغانستان را تحديد کرد،لوي استاد وروسته ليکي :وزير خارجه هند هانري تيمور ديورند برياست کميسيون تعين حدود سرحدي به کابل امد، واعضاي اين کميسيون کلنل اليس وکپتان مانريس اسمت ، مستر کلارک ومستر وانلد وچند نفر هنديان ديگر بود. مذاکرات سياسي در کابل با خود امير آغاز شد،ودر نتيجه تحديد نامۀ منحوس ديورند امضاگرديد ...که به موجب آن خط سرحدي ديورنداز حدود بلوچستان تا چترال وواخان تعين گرديد،وخاک هاي چمن ،پښين ،چغۍ ،وزيرستان ،بلندخيل ،کورم  ،پاراچنار،افريدي ،باخور ،سوات ،بنيرودير ،چيلاس وچترال که از بقاياي خاکهاي افغاني بود ،از افغانستان جداوبه هند شامل شد،مقابلتا بجاي (۱۲) لک روپيه  ۱۸ لکه روپيه ازطرف حکمت هند،به امير ساليانه مقررشد،ووعدۀ امداداسلحۀ جنگی نيزدادشد)) . تاريخ مختصر افغانستان 300او 301مخونه

دغه کرغيړني کرښه دپښتون واحد قوم پر دوبرخو ووېشل کېدوسره دافغانستان د يومټې خاوري تجزيې لامل وگرځېد. ه 

اوس راځو دې حقيقت ته،هغه داچي  دا کرښه لکه مخ کښي چي ورته اشاره وسوه يوازي ديوچا لخواچې هغه دافغانستان امير وو بيله دينه چې دافغان ولس او يا ددوي له استازو سره سلا او مشوره وسي دانگرېزانودسياسي اوټولنيزو فشارو په پايله کشي لاس ليک سوه .ددې کرښي دلاس ليک کولو سره دبل هيڅ افغان اراده نه وه او نه هم دلاس ليک کيدو تر وخته حتا ددربار جگپوړي پدي خبر وه چي داسي يوه منحوسه لوزنامه به لاسليک کيږي .

کله چي دافغانستان خلک دډيورنډدکرښې له لاسليک کېدوڅخه خبرسول ،ددغې موافقتنامې سره ئي خپل مخالفت څرگند کړ.دآزادسرحد خلکودانگرېزانوپر ضد خپلو مبارزوته ترهغه وخته دوام ورکړ ،ترڅو چي انگرېزان دهندله نيمې وچې نه ووتل .دافغانستان خلک له هغې لمړۍ ورځې بياتراوسه ددې موافقتناوې څخه نفرت لري 

که پخپله داميرد خاطراتو پاڼي راواړوو د هغوله لوستونو نه دې پايلي ته رسيږو،چي دانگريزانو تحديد او يا دسرحد ي ځيني قومونو څخه دامير خوابدې ددې لامل وگرځيدل تر څو دا توره کرښه لاسليک سي؛ چې په هر حال ډير ژر دامير سدبيا سرته و رغله . دبيلگي په توگه کله چي امير دکرښي نقشه له بر تانوي هند څخه وغوښتل او نقشه يي وليدل ،هغه هک پک پاته سو .هغه ددغي نقشي دليدو په هکله دخپلو خاطراتو د دوهم ټوک په157 - 158 مخونو کښي داسي ليکي ( (وزير ،نوی چمن او هلته داورگاډي ستيشن ،دمومندو ټوله علاقه اسمار ،چترال او په منځ کښي يې ټولي مځکي دبرتانوي هند په لوري په نښه سوي دي .))

۲پوهاند کاکړ او نوروڅېړونکو پدي اړوند پخپلواثارو کي څوځله دا په گوته کړېده چي امير ددغه سندتر لاسليک وروسته هيڅکله هم دا نه ده منلې چې دا قومونه به له افغانستان څخه په دايمي ډول بيل سي . يوه ټکۍ غواړم په گوته کړم دزبرځواکونو دسياسي موخودپلي کولو دميتودونوپه نظر کې نيولو سره دامسله هم دانسان په فکر کښې راگرځې، ددې لپاره چې امير عبدالرحمن خان او داوسني ډيورنډ کرښي ها خوا پرتو قومونو تر منځ اړيکې خړ پړ شي ترڅو امير پر هغوي دخپل نفوذدساتلو په موخې فشار راوړې،مگر خلک ياغې وې دغه حالت  راپيداکول هم په لوي گمان سره دانگريزانولخوادخپلو پلانو دپلي کولو لپاره داسي اختلافات راپيدا کړه. انگريزانو دځينو ملکانو او روحاني ملايانو په وسيله خلک دامير پر خلاف راپارول تر څو دامير له امرونوڅخه سرغړونې وکړې ؛دغه سرغړونې امير يوله هغو لاملو څخه بولي چې گواکي ده غوښتل دڅه مودې لپاره ځان دهغوي له شره خلاص کړې . متاسفانه امير پدغه ټکي نه پوهيده اونه يي هم داهل خبره  وو سره مشوره کول .

که څه هم امير عبدالرحمن خان له انگريزانوڅخه نارازه وو،ولي متاسفانه دخپل اقتدار دساتلو په خاطر يې دا جرات نسوکولاي دانگليسانو په مقابل کي په ځغرده ودريږي اودخپل هيواد دملي گټو څخه په ټينگه دفاع وکړي، دمثال په توگه هغه دخپلو خاطراتو ددوهم ټوک په 159مخ کښي ليکي : ((انگريزان وايي چي موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته ضرورت نلرو،موږ يوازي غواړو چي افغانستان يو پياوړۍ شاهي نظام وي . خو بلي خوا دبلوچستان دخواجه په غونډيو کي دتونل ايستل غواړي ، چي دهغه لاري داورگاډي پټلۍ زموږ ملک ته را ورسوي ،لکه چي زما په کولمو کي چاړه وهي . ))

 ۳مگر امير دغه چاړه وحلو په هکله انگريزانوته په خپله هيڅ ندي څرگند کړي . داسي ښکاري چې امير دانگليسي امپراتورۍ اوپه افغانستان کښي دهغوي دنفوذ دپرتاختيااو لاسوهنوپه هکله کومه ثابته پاليسي او معين دريز نه درلود.همدا دليل وچې دامير لخوا کله کله په پټه د توريو ،وزيرو،اپريدواو مومندو خلک هڅول کېده چي دپرنگيانو پر خلاف حملي وکړي اودهغوي پوستي له منځه يوسي ،مگر کله چې دانگريزانو وکولاي شول همد اقوم دده په مقابل کې ياغې کړې بيله تحليل اودحوصلې نه کار اخيستلو څخه يې دهغو نه داسي خوابده شول چې ددې خوابدۍ جبران تر اوسه هم نشي کيداي . انگريزان هم دډيورنډ لاين دکرښي دلاسليک کولويو له ستر لاملوڅخه دځان په وړاندي ددغو قومونو اوولسونوسرکښي اومخالفتونه بولي کوم چي امير هغوي ته په دغه سيمه کي راپيدا کړي وه،مگر دوي پدغه څرگندونه کې رښتيانه وايي دوي غوښتل ددغه سند په لاسليک سره په برطانوي هند کې دروساونو دمداخلو مخه ونيسي اوله بلي خوا پښتنا جلا کړې .ددغي کرښي په لاس ليک سره دامير او پښتنو تر منځ اختلاف نور هم غښتلۍ کړې ،لوي افغانستان په يوه وړوکې هيواد بدل کړې .

حقيقت خو دادۍ چي دديورند دکرښي په ټاکلو سره دبرتانيا اساسي او سياسي موخه داوه چي دختيځ او سهيلي افغانستان په قبايلي سيمو کي دافغانستان دددولتي اغېزې دشته والي مخنيوۍ وکړي . ددغي اغېزې دمخنيوي هدف دانه وچي دورځنيو عادي تبادلي،راشه درشي،سوداگرۍ ،ټولنيزو ديني او مذهبي مراسيمو په سرته رسولو کي خنډ وگرځي . خو انگريزانو دا غوښتل چي قبايل دخپل مورني هيواد څخه جلا کړي او پدي توگه دبرتانوي حکومت پر ضد دمقاومت او وسلوالو حملو ځواک کمزورۍ کړي .

انگليسانو پر امير دخپل سياسي او نظامي فشار دراوړلو تيره څوکه دغه ټکي ته راوگرځول چي دافغانستان څخه دا قبايلي سيمي چي دپرنگيانو په مقابل کي تل بغاوت کوي له خپل مورني هيواد نه ئې غچي کړي ، متاسفانه انگرېزان دعبدالرحمن خان دضعيف سياست له مخې ددي کار جوگه هم شول . زموږ ټول تاريخ پوهان او څېړونکې په يوه نظر دا څرگنده وي چي امير عبدالرحمن پر خپل سر دانگريزانو سر ه دا کرښه لاسليک کړه . ځکه هيڅ داسي يو سند نسته چي هغه دي ددې ښکارندوي وې چي دډيورنډ دکرښي دسند په لاس ليک کښي دي دافغان ولس او يا ددوي دنماينده گانو نظر غوښتل سوۍ وې

پدې هکله زموږ مشهور تاريخ ليکونکۍ غبارليکي : ديورند با شش نفر افسر به کابل رسيد .... مدت اقامت اين هيئت در کابل متجاوز از 40 روز طول کشيدومذاکرات غير دوستانه به سردي وکندي پيش رفت در حاليکه سپاه انگليس مقابل سرحد افغانستان در حالت تيارسۍ بود .پشنهاد انگليس اينطور خلاصه ميشد : يا بر عهد نامه مرتبه انگليسي ونقشه مدونه انگليس امضا گذاشه شود ،ويا مناسبات دولتين منقطع وبه عبارت اصلي جنگ طرفين مشتعل خواهد شد، شق سوم وجود نداشت،اينجا بود که امير عبدالرحمن خان در معرض امتحان سختي واقع گرديدودر نتيجه نشان داد که او طوريکه مردم افغانستان انتظار داشتند شخصيت آهنين واز خود گذري نيست. امير در در طي مذاکراتي که با ديورندنمود، ودر افغانستان منتشر نگرديد،بلغزيد ويکبار ديگر در تاريخ مسؤليت بزرگي بر دوش گرفت او طبق معمول بدون راي گيري از مردم افغانستان ويا نماينده گان انها وحتي بدون مشوره بامامورين ودربار خود بر اين معاهده امضا گذاشت . افغانستان در مسير تاريخ 688 مخ ، ۵

که څه هم امير پسله هغه چي معاهده يي لاسليک کړې وه يوه مشوره تي جرگه چې فرمايشي بڼه يې در لوده راوغوښتل، ولي دا هغه وخت و چي کار تر کار تير سوۍ و . امير پدغه جرگه کي وينا وکړه دهيواد دشمالي ،غربي ،له چين سره شرقي پولي او انگليسانو سره دهيواد دسهيلي او شرقي پولو ټاکلو په هکله  تشريفاتي معلومات ورکړل ، هغه وويل ددي لپاره چي په دوستۍ کي ژوند وکړو لازمه وگڼل سول چي دولتي حدود وټاکو . که څه هم په همدغه فرمايشي جرگه کي دغبار صاحب په وينا دغونډي دبرخه والو له نامه څخه يوه وينا چي له پخوا نه برابره سوې او ليکل سوې وه دغونډي ديوتن برخوال لخوا امير ته ورکړه سوه،چي هغه وينا بيا پخپله امير ولوستل،په دغه وينا کي دامير دغه کار ته دافغان ولس په گټه ديوه حرکت نوم ورکړه سوۍ و اودمعاهدي دلاسليک څخه ننگه سوي وه . همدلته بايد په ډاگه سي چي ددې غونډي برخوال د هيچا لخوا دغي غونډي ته نه وه ټاکل سوې ،دلته هغو کسانو گډون درلود کوم چې له دربار سره په تړاو کې وه او تل ددربار لخواتشريفاتي غونډوته رابلل کيدل ؛ او له بلي خواداکرغېړنه لوزنامه لا پخوا لاسليک سوې وه ، که احيا نأ دکوم چا افغاني غيرت په ښور راغلۍ واي او مخالفت يې ښکاره کړي واي ،ددوي مخالفت کوم رول او ارزښت نه درلود . دغونډي دگډون کونکوپه هکله تاج التواريخ دلمړې او دوهم ټوک 421 او422 مخونو ته مراجعه وشې ، ۶ 

داسنادو په مطا لعي سره داسي معلوميږي چي عبدالرحمن خان دډيورنډلاين دکرښي هاخوا پرتو يو شمير قومونو څخه خفه و اوهغه يې ياغيان بلل، دهغه دا شان احساساتي او غيرمسولانه برخورددډيورنډ دکرښي سره موافقي يو له عمده لاملوڅخه گڼلاي سو. سره له دې چي امير دډيورنډ دکرښي دواړو خواو ته دپرتو قومونو مخالفت دسر په سترگو وليد مگر دغه مخالفت او مقاومت ته يي کوم ارزښت ورنکړ؛ځکه چي هغه ته دخپلي واکمنۍ مسله تر هر څه زيات ارزښت لرونکې وه ؛ دحيرانتيا ځاي دا دۍ چي امير پخپله دبرتانوي هند له وايسرانه غوښتنه کړې وه چي هغه عالي جناب دي په خپله خوښه په نقشه کي هغه ځايونه اوسيمي په نښه کړي چي ضرورت ورته لري . پدې اړه امير پخپل ژوند ليک کښي داسي ليکي : (( از فرمان فرما خواهش نمودم نقشه به جهت من بفرستد،وخطوط سرحدي را بطوريکه خودشان ميخواهند معين نما يند روي نقشه مذکور تخمينا مشخص کنند تابدانم کدام نقاط ياغيستان را خيال دارند تحت نفوف ودرحيطه اقتدار خود بياوريد.)) تاج التواريخ ،امير عبدالرحمن خان جلد اول ودوم 417 مخ ، ۷ که دا تړون دچوکۍ دساتلو، دډار يا ځيني قومونو څخه دخوابدۍ او يا بل کوم دليل پر اساس لاسليک سوۍ دۍ دا (( 112)) کاله کيږي چي ددې سياسي تيروتني او خطا په وينو لړلۍ دروند پېټۍ ټول افغانان او دکرښي هاخوا پراته قومونه پر اوږو وړي . دا سل کاله تير سوه خودا دناسور زخم جوړ نه سو .

دکرښي هاخوا پرتو قومونو ته دډيورنډ کرښه هيڅکله دزغم او منلو وړنه وه . مولوي محمد ظاهر شاه وزير پخپل اثر کي ليکي : دډيورنډ دکرښي دنه منلو په خاطر دوزيرستان څخه يوه (570) کسيزه ډله دملا پيوند ،مولاناهمزالله خان او قاضي حاجي محمد په مشرۍ چي څو تنه ښځي هم پکښي شاملي وې دجرگي په ډول حتي دننواتي په توگه کابل ته ولاړه چي هلته دامير سره دډيورنډ دکرښي په اړه خبري وکړي ،او نوموړۍ لدې لاري نه بيرته راوگرځوي اود پرنگيانو دظلمونواو ناروا حال ورته بيا کړي ، ليکن جرگه په نهيلۍ او ناکامۍ بيرته راوگرځيده او امير ورسره دليدني کتني وخت ونه موند .

کله چي جرگه بيرته تش لاس راوگرځيده نو دوزيرو او مسيدو قومي مشرانو په جرگه کي پرېکړه وکړه چې دکرښي دماتولو او بي ارزښته گڼلو په مقصد به پښتانه پر پرنگيانو باندي مرگوني گذارونه کوي ،لومړۍ حمله يې پر واڼه باندي وکړه اوپه دي حمله کي يې 1763تنه انگليسان ووژل . دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير 22-21-20مخونه ۸

عبدالرجمن خان په خپلو خاطراتو کې اعتراف کوي چې پښتانه دډيورنډدکرښي دلاس ليک پر خلاف مقاومت کوي ،هغه ليکې : ((اگر چه لردلنسدون درماه جون 1894م وقتي که ازهندوستان حرکت مينمود ،نطقي نموده از قراريکه شنيده ام اظهار داشت که اين قرارداد به جهت اين داده شده است که طوايف سرحدي ديگر اسباب زحمت دولت هند برتانوي نشوند،وليبر خلاف اظهارات او بر طبق اظهارات من جنگ چترالوجنگ باجورو جنگ ملاکندوجنگ وزيري وجنگ افرېدي تمامأ بعد ازتاريخ مذکور با همين طوايف سرحدي که در حوزه اقتدار دولت انگليس آمده بودندحادث گرديده ،چرا که انها ديگر اميدي ندارندکه تحت حکومت حکمران مسلماني در آيند ونمي خواهندمطيع حکمراني انگليس ها بود باشد.))

پدې سيمه کي دپښتنو داډول مخاليفتونو دهند تر آزادۍ او پاکستان تر زيږېدو پوري په خپل ټول قوت او شدت دوام درلود .کله چې برتانوي هندپر دو برخو پاکستان او هندوستان ويشل کيده انگليسانو په عجيبو او غريبو مهارتو، بهانو وکولاي شول چې په افغانستان کي دهغه وخت دحاکم دولت له بي غورۍ نه دډيورنډ دکرښي ها خوا پرتو قومونو سرنويشت په نامعلومه حالت کې پاته سو . دډيورنډ دکرښي سهيلي او ختيځ پلو ته دپښتنو او بلوڅو مشرانو د خپل سرنویشت دټاکلو په لار کښي په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه گاللي دي او دخپل دآزادۍ بيرغ يې اوچت ساتلۍ دۍ

۲/ په  ۱۹۴۷ دپاکستان دجوړېدود ريفرنډوم شکل

کوم وخت چي دهند وايسرا((لاردمونت بټن)) دهند دوېشلو پلان خپورکړدهغو سيمو په اړوند چې دانگليسانوتر مستقيمي ولکې لاندي وې څه نه وو ويل سوی .کله چي دافغانانو لخوا دغه مسله او دسرحد دخلکو غوښتنه پرنگيانو ته وړاندي سوه ،دبرتانيا حکومت داسي وښودل چي گواکي اوس ناوخته دۍ ،ځکه دهند دويش مسله د برتانيا له پارلمان څخه تيره سوې ده،دغه موضوع به ريفر نډم ته وړاندي کړو.

 د1947زکال داگست په 15ورځ دهند له ويش څخه وروسته ددو هيوادو جوړېدل ، هند او پاکستان اعلان سول او دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره دريفرنډم اعلان وسو .

دغه ريفرنډم  چي 1947م کال دجولاي په مياشت کي پيل او لس ورځې يې دواوم درلود، دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه پلۍ سو يعني لومړۍ خو سرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه پاکستان او که هند، له چاسره غواړي يو ځاي سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوي چي انتخاب يي کړي،پداسي حال کي چي بايدهرومرو دافغانستان نوم هم بايد هلته ذکر سوۍ واي ، ځکه دا سيمي له افغانستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چي دغو هيوادو وجود نه درلود،نو دکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو او بلوڅو ته وويل سوه چي دهند او پاکستان په منځ کي يو انتخاب کړي ؛ بله دا چي ددغه ريفرنډم په خاينانه مفهوم دسيمي سياسي گوندونو، دقومونو مشران لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه . انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولو صنوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم کښېښود او همدا شان دولتي ټولو مامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانودانگريزانوپه دستور هغه صندوق ته رايه واچول کوم چي وبغل ته يې دا مقدس کتاب پروت و ،دريفرنډم پايلي چي هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو دقبول وړ ونه گرځېدې او هغوي ددغو پايلوسره ورسر غوڅ مخالفت اعلان کړ

دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان د1967زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کي وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چي دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سرحد کي ريفرنډوم وشو .زه دا په کلکه ردوم . لومړۍ ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلوباندي پيل شو چي زموږ ددلچسپۍ وړ نه  وې .. 

دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و،يعني يوازي دصوبه سرحد په اداري ساحو پوري منحصر و،چې په سلو کې نه څلويښت دهغو سيمو اوسېدونکو په اصطلاح ريفرندم کې برخه واخيسته دازاد سرحداوبلوچستان په سيمو کې اصلأ په ريفرندم څوک خبر شوې هم نه دې .

دريفرندم پايلې داسي وې

دصوبه سرحد ټولي رايي 572798 

دپاکستان دالحاق په گټه 289244 رايي 

دهند دالحاق په گټه 2874 رايي

دټولورايي ورکونکو شمير 292118

دنه گډون کوونکو شمير 280680 

يعني دصوبه سرحد دخلکو له جملي نه هم په سلو کې يو پنځوس کسانو په ريفرندم کي برخه اخيستې نه  وه . مروټ فضل الرحمن ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهور او تکامل 273مخ . ۱۱

دريم : پر رايو ورکولو باندي  دڅارنې او لار ښوونې هيڅ وجود نه درلود.

څلرم : په راي ورکولو کي زياته لاس وهنه وشوه .

پنځم : په راي ورکولو کښي زياتو پښتنو برخه نه وه اخيستې

افغانستان هم په خپل وار سره دانگريزانو لخوا اعلان سوې ټول پوښتنه يوه غولونکې کړنه وبلل او هغه يي په کلکه وغندل. دريفرنډم په هکله يې دټولو افغانانو نيوکي او غبرگونونه د((لاردمونټباټن)) تر غوږو ور ورسولې،مگر پرنگيانو دافغان ولس پر ټولو غوښتنو سترگي پټي کړې

۳/ له حقوقی نظر ه همداکرښه بې اعتباره ده

دغه ټکي ته په کتوسره چي دا سند دنړيوالو نورمونو پر اساس څومره داعتبار وړ يو سند دۍ له ورايه جوتېږي هروخت چي افغانستان په سياسي لحاظ داتوان پيداکړچي لغوه ئي اعلان کړی په هغه ورځ نورحقوقي اعتبارنلري

پدې دليل

ترټولومهمه داده چي  ددې موفقتنامې په هکله دافغانستان داساسي پرېکړوصلاحيت لرونکي مرجع لويي جرگې. د۱۹۴۹ کال داگست پر ۱۲ مه د۱۸۹۳ کال دډيورنډ موافقتنامه اود۱۹۰۵ کال دامير حبيب الله خان سره دانگريزانو عهدنامه ،د۱۹۱۹ کال دراولپنډی دسولي معاهده ،د۱۹۲۱ کال دافغانستان او انگرېزانوترمنځ عهدنامه لغوه اعلان کړې .

اول : دا سند يوازي او يوازي ديوه شخص لخوادخپل ملت دارادې خلاف  لاسليک سوۍ دۍ.هغه څوک چي دا سنديې  دخپل ولس دارادي خلاف امضاکړۍ و مړ سو . دنړيوالو قبول سو قوانينو پر اساس ددولت نوۍ واکدار داحق لري چي زاړه تړونونه بي اعتباره اعلان کړي . دبشر په تاريخ کي داشان مثالونه ډيرليدل کيداي سي

دوهم : داسنددهغه هيوادله چارواکوسره لاسليک سوچي پر افغان دولت ئي سياسي فشارداستعمارترکرښي رسېده . يعنې ديوې امپراتوری په استازيتوب ديوه غريب اوپه سياسي ،پوځی لحاظ محتاج  هيودله چارواکوسره سره په زورلاسليک سوی .څنگه داقبوله سي چي دبرتانوي هندسره لاس ليک سوۍ سند دي هرو مرو تر کومه چي دپاکستاني چارواکو زړه غواړي اعتبارولري؟

دريم : دبرتانوي هندپه نامه  تر استعمارلاندي هيواد او س اثار هم نشته ،دابه منطقې وي،هغه دولتي جوړښت چې اوس دمځکې دکرې په حدودکې هيڅ وجود نلري،څنه کېداي سي لوزنامي دې پر افغان ولس وتپل شي .

څلرم : امير عبدالرحمن خان په خپله هم دخپلي تير وتني په پوهېدو سره په وار وار پدي خبره ټينگار کړۍ دۍ چي دا ليکه نړيواله پوله نه ده،بلکه ددواړودولتونو (افغانستان اوبرتانوي هند)داغېزې دسيمي دټاکلو لپاره کښل سوې ده.

عبدالر حمن خان چي دډيورنډدموفقتنامې پر خلاف دخلکومبارزې وليدې ،په عمل کي ئي دموفقتنامې مخالف سواودهغې پر خلاف ئي دسرحدونومجاهدينوسره مرستي کولې هغوي ته ئې پيسې او وسلې ورکولې اودډيروسميوخلک یې دانگرېزانوپر ضد پارول .امير انگرېزانوپر خلاف شپې پاڼې خپرې کړې  چي دهغو په پايله کي دسرحد خلکوته يوڅه نږدې سو .امير مشهورمجاهدين لکه دهډې ملانجم الدين،اوملاپيوندوزيري اوداسي نورکابل ته وروبلل اودهغوي ئي ډير قدر وکړ.

پنځم : ددې ناندريزي کرښي دلاسليک له ورځي  راپدې خوا دنړۍ دمختلفو پوهانو لخواگڼ شمير څېړني تر سره سويدي ،ددغو څېړونکو غوڅ اکثريت په خپلو تحقيقاتي مقالو او ليکنو کښي ددې توري کرښي دناقانونيت ثبوت واضح څرگندکړ ي دۍ . دداسي څيړنو په ډله کي د هولديچ (1910 -- 1901) او بارتن ( 1939) څېړني ډيري مهمي او دژور غور او تحقيق وړ دي چي د ((لويي دوپري ))په کتاب ،((افغانستان)) کي يې بشپړه يادونه سوې ده .

شپږم :  ((اولف کيرو))چي دهغه کتاب ،((پټهان)) له دوه مخۍ ،ريا او دروغو نه ډک دۍ ،ولي په وروستۍ برخه کي يې هڅه کړې چي رښتيا ووايي ،هغه ليکي (( . . . دا رښتياده چي پدې تړون کي دهندوستان پوله نه ده ويل سوې ،مگر دامير دډومينيون کرښه ده چي دهغي شاته به هيڅ لورۍ دلاس وهني حق نه لري .))

فريزرټايټلرپه خپل ((افغانستان )) نومي کتاب کي پدي هکله يادونه کوي چي (( دډيورنډ کرښه له ايتنو گرافي ،ستراتيژي او جغرافيايي نظره بي منطقه کرښه ده . هغه داباسين داوبه خور اساسي کاسه پرې کوي،يوملت په دوو برخو ويشي او حتي قومونه سره بېلوي .))

اوم : دپيښور پوهنتون دمنځنۍ اسيا دڅېړنو مشر ډاکتر عظمت حيات خان د((ډيورنډ لاين))په نامه کتاب کي ليکي چي : ((...دافغانانو ادعاوي پر دې فرضيه ولاړي دي چې پښتانه له دوي سره قومي ،ژبني ، ديني ،دوديزي ،تاريخي اوجغرافيايي ريښې لري .دهغوي بنسټيزه ادعا داده چي په افغانستان باندي دډيورنډ تړون په زوره تحميل سوی،او امير عبدالرحمن خان په داسي حال کي له انگريزانو سره پدې اړه خبري کولې چي له کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخامخ و. ځکه نو دا کرښه دهغه تړون پر بنا بي اتباره ده . ډاکتر حيات خان بل ځاي راوړي چي دويانا دکنوانسيون (( دوه پنځوسمه ماده )) تصريح کوي (( يو تړون که چيري دنړيوال قانون پر خلاف په زور او يا دزور په گواښ تر لاسه سوی وي ،د اعتبار وړ نه دۍ ، له نړېوال قانون سره سم په عمومي توگه اقتصادي او سياسي فشار د((زور)) دتوکي په مفهوم کي شامل دۍ نو له دي کبله د افغاني او افغان پلوه سرچينو لخوا دډيورنډ تړون بې اعتبار بلل سويدی  .

اتم : يو برازيلۍ سياست پوه پوهاند ايکولي (Accioly) پخپل يو ليکل سوي اثر دبين المللي قانون نومي کتاب کښي راوړي (( نوي ملکونه نوي شخصيتونه لري،پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک سوي . يو بل عالم انزيلاتي (Anzilotti) ليکي بين المللي تړونونه مشخص خصو صيتونه دي چي له يوه نه بل ته انتقال کيداي نسي . که چيري يو ملک دبل ملک لخوا ونيول سي پر لومړي ملک باندي تړونونه تحميل کيداي نسي

نهم : پوهاند فرانکويس (Francois) دهالنډ دهاک نړيوال قانون پوه وايي : هغه حقوق او وجايب چي دداسي تړون پر اساس منځته راغلي وي بل ميراثي ملک ته په وراثت نه رسيږي

لسم : کاوليري (Cavalieri) پدې عقيده دۍ چي داصولو له مخي که پخوانۍ دولت له منځه ولاړ سي دهغه وجايب او حقوق هم ورسره له منځه ځي .او کله چي يوه برخه له يو ملک نه بيله سي دا برخه بايد په آزاد ډول دخپلو تړونونو په باب خبري وکړي . عبدالرحمن پژواک د((خپل پښتونستان ))دکتاب 48 مخ . ۱۲

يولسم : داسند ديوه  انگريزي چارواکي چي انگريزي استعمارپه زورئي عبدالرحمن خان مجبورکړ ی وچي دډيورندکرښه لاسليک کړی ،لاسليک سوه .اوس  ددغه استعماراثارهم په سېمه کي نسته اوهندی استعماري سېمه پردوهيوادو ووېشل سول .ددوهيوادوپه جوړېدوسره سمدلاسه ټولي پخوانئ معاهدي له اعتبارنه اتومات وزی .داکاردچک اوسلکواک ،شمالي اوجنوبي يمن ،شمالي اوجنوبي ويتنام  اوجرمني هيوادپه جوړېدوسره عملأ وشو.ټول هغه تعهدات چي شرقی المان دشوروي اتحادپه وړاندي درلوده اتومات ملغا اعلان سول ،همدا ډول ټول هغه تعهدات چي چکسلواکيادنړۍ والي ټولنې په وړاندي درلوده له يوه مخه له سره هغه معاهدې نوې شوې کوم چي چک ياسلواک هيوادو غوښتلې .نوکله چي دهندامپراتوري ړنگه سول په اتومات شکل ټولي معاهدات بايد ملغا اعلان سوی واي .

دولسم  : دبرتانوي هند په ړنگېدو سره نورپه دنيا کي دبرتانوي هند په نامه کومه دحقوقي صلاحيت لرونکې اداره اويا هيوادپاته نشو،او نه هم دهنداو پاکستان دويش او جوړېدو په سند کښي دبرتانويانو لخوا ليکل سوي دي چي له افغانستان څخه دډيورنډ دمنحوسي کرښي په وسيله جلا سوې سيمي به له انگليسي پلار او هندي مور نه زېږېدلي پاکستان پوري اړه و لري؛او دبرتانوي هند دټول نړېوالوتړونونووارث پاکستان دۍ . دغه تړون دهيڅ نړېوال قانون له مخي پاکستان ته په ميراث نسي رسيداي ؛که پاکستاني مارشالان،ميجران، جنرالان او ديو شمير افغان دښمنه گوندونو رهبران زيات نه خفه کيږي ،دا تر لمر روښانه او څرگند حقيقت دي ومنې چي دا بي پلاره او بي موره وطن يعني پاکستان دا دنړۍ دزبر ځواکو نوکر هيوادپرنگي استعمارگر او زبېښاکگرقدرت دافغاني او هندي ولس سره دخپلي دښمنۍ دتر سره کولواو دخپلو هغو نوکرانو لپاره چي په سووکلونو ددوي پلار او نيکه دانگريزانو په چوپړ کي وه دخوشحالۍ، په هند، افغانستان او سيمه کښي دنوروملکونو پر خلاف دخپلو شومو او ځبېښونکو موخودسرته رسولو په منظوردهندوستان او افغانستان له پاکي خاوري څخه دټوټو په غچي کولو جوړکړ . په همدې اساس دا خبر رښتياده چي پاکستان يو بې ريښې او بې تاريخه هيواد دۍ .

ديارلسم  : داسي اسناد اوبيلگې نسته چي برتانوي منابعودي دډيورنډ کرښه دافغانستان اوانگلستان ترمنځ  دنړيوالي معاهدي په توگه منلې وي .

دسرحدي ايالت والي کمانډر خليل الرحمن پر دغه تاريخي واقعيت باندي په اعتراف سره ژورنالستانواو دپژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کي وويل چي دډيورنډ دکرښي وخت څه موده وړاندي پوره سويدۍ .پاکستان بايدله افغانستان سره پدې اړه له سره لوظنامه وکړي . پدې هکله دپژواک خبري اژانس دروان 1384هجري شمسي کال دتلي په څلورمه نېټه دپاکستان دکورنيو چارو دپخواني وزير نصرالله بابر سره په مرکه کي پوښتنه وکړه . نصرالله بابر په ځواب کي داسي وايي : لومړۍ بايد درته ووايم چي دډيورنډ دکرښي لوظنامه موږ دخپل حکومت پر مهال په 1967زکال کي له سردارمحمد داودخان سره تازه کړې ده چي دهغه دلاسليک سره موجوده ده ،په دې لوظنامه کښي ويل سوي ووچي(( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چي اوس ده ))،او پکي وخت نه و،وټاکل سوۍ

هغه وخت چي انگرېزانوپر افغانستان سلطه لرل  په امير حبيب الله خان هم داسي يوسند لاسليک کړ په کوم کښي چي راغلي وه دخپل پلارلخوادانگريزانوسره دټولوتړونومراعات کوي ولي په هيڅ صورت داسنددډيورنډدکرښي دتازه کېدوپه معنانشي بلل کېداي

۴/ ورستو شاهانواوجمهوررئيسانوپردې سند دوباره لاسليک نه دی کړي اونه هم دوي منلی دي .

يوازي  دحبيب الله خان  واک ته رسېدوپه وخت کي ئي په هغه داسي سند لاسليک کړ چي په هغه کي راغلي وه ټولوهغه معاهدې اوقراردادونه چي دده دپلارپه وخت کيلاسليک سوی داعتباروړدي .

۱/ په رښتياسره هيڅ يوه پاچا او جمهور رئيس ددغي مسلي داساسي حل په منظور دنړيوالو پاملرنه نده راجلب کړې او نه يې ددغي مسلي دنړېوال کيدو لپاره هانداو تلاښ کړی دۍ .

دپښتونستان مسله په څولسېزوکي دپښتنودخوداراديت دحق په نامه اوکله دپښتونستان دازادی په نامه اوکله هم دپښتنو اوبلوڅودسياسي سرنويشت ټاکلوپه نامه دافغانستان په خارجي سياست کي ځاي درلود

د مرحوم داودخان سره دا سند چې (( دا خبره دي اوس پر خپل ځاي پاته وي ))،زموږ دهيواد په مطبوعاتو کي هيڅ کله نه دی  راڅرگندسوی  ، زه پدې باور يم چي دابه هم يوه معامله او په مرحوم داودخان تور لگول وي، په هر حال که رښتيا مرحوم داودخان داسي يوه ليکنه چي هغه دمعاهدي بڼه نلري ليکلې وي اودجنرال بابر په وينا يو ليک دي نو دا ليک ته معاهده نسو ويلاي اونه هم دا کوم سند کيداي سي

۲/ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر افغانستان ته له دوو اجنډاوو سره لاړ چې يوه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو بل ته د مطلوبه جنايتکارانو د سپارلو تړون او بله اجنډا د ډيورنډ کرښې په اړه د تړون لاسليکول و خو طالبانو لومړۍ خبره ورسره ومنله او ډيورنډ لاين په اړه يې له تړون کولو انکار وکړ . 2006.04.06 BBC 

۳/ ډاکتر حسن کاکړ زموږ پياوړي تاريخ پوه په مستندو شواهدو سره دا حقيقت څرگند کړۍ دۍ چي حتي پخپله ډيورنډهم له هندوستان سره دافغاني سيمو دتړلوخيال نه لاره بلکي غوښتل يې چي هغه يې داغېزې سيمه وي .

دبابر خبري هغه تاريخي او ژوندۍ سند دۍ چي اوس بايد ددغه لعنتي کرښي سرنويشت دتل لپاره دنړيوالو په مرسته  دملگرو ملتودسازمان او امنيت شورا دلاري لکه څنگه چي نورو دا شان خپل منځي لانجي حل کړ يدي دحل لاره ولټول سي . دامسله اوس اوس دافغانستان او نړۍ پدغو شرايطو کښي دزور او جگړې له لاري نشي حل کيداي ،دحل يوازنې لار يې دنړيوالو سازمانو په مرسته دسياسي حل لاري چاري لټول دي

که تاريخي حقيقتونو ته وکتل شي نو ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادو ترمنځ اساسي لانجه ده چې  د افغانستان اوپاکستان  اوسني حکومتونه هم  له هغې نه سترګې نشي پټولاي.  

پاکستان هر وخت له کوچني امکان څخه هم استفاده کړې  ترڅو تر امير عبدالرحمن خان وروسته دپاکستان له حکومت سره دډيورنډ دکرښې په هکله کوم تړون امضأ شي،له نيکه مرغه دوي ونشوه کولاي داسي سند تر لاسه کړې

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يا جګړې لوى لامل د ډيورنډ کرښه ده چې د افغانستان اوسنى حکومت يې په اړه په ډانګ پيلې خبره نه کوي او پاکستان بيا د داسې هڅې کوي چې دغه کشاله په رسمي توګه راپورته نه شي دواړه هېوادونه په دې اړه خپلې اندېښنې په زړه کې ساتي

تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کښي تر اوسه پوري هيڅ حکومت دډيورند کرښه په رسميت نه ده پيړندلې ،داچې ددغي تاريخي لانجې  دحل لاري يي ولې ندي لټولي ،فکر کوم دوي هم دعبدالرحمن خان په څير دخپل قدرت دټينگولواوکله ناکله دنړيوالو دپام اړوني لپاره يوې خوا او بلي خوا کوم څه ويلې دې،مگر دحل اساسي لاره يي نده لټولي

دپخوانيو حکومتونو داډول بي مسؤليته کړنو څخه همد اوس دديورند دکرښي دعادلانه حل دښمنان ددروغجنو دلايلو او تهمتو په وژاندي کولو سره غواړې دپاکستان په گټه خپل تاريخي رسالت تر سره کړي ،که نور هيح نه وې دغه ډله ښاغلې ليکوال نه غواړې پاکستان ته دتلو لار دځان پر مخ بنده کړې ،داسي وطنپرستانو تل هيواد نۍ او ولسي گټي په دروغجنو شواهدو او دلايلو تر ځانې گټو قربان کړيدې ،داډول ليکوال اوس ورځ په ورځ په بهر کې زياتيږې . فکر کوم يو ځل بيا په هيواد کې دپاکستان دغښتلې نفوذ ته سترگي په لار دې ،له وحمه هم داشان دپاکستان په گټه ليکني کوي . ځينې خولا په افغانستان کې د اوسنيو نا اراميو،ترواو ځانوژنو بي امنيتيو عمده لامل پاکستان گڼل گناه بولي .

دافغانستان اوپاکستان  داختلاف پيل

دافغانستان او پاکستان تر منځ دڅرگند اختلاف پيل د1947زکال دسپتامبر مياشت ده بللاي شو،  پسله هغه چې انگريزانو ديوي ناروا صحنه سازيی يعني ريفرنډم جوړولو ننداره پاي ته ورسول ؛ اوپه مقابل کښي دډيورنډدکرښې جنوبي او شرقي لور ته دپرتو قومونودسرنويشت پر سر دملگرو ملتوپه سازمان کي دپاکستان دگډون سره دمخالفت اعلان وکړ،او دکرښې دها خواپرتو خلکو دسرنويشت مسله يې په دغه ونډه کې مطرح کړه . په تاسف دملگرو ملتو دسازمان دغې غونډي دافغانستان و وړانديز او طرحي ته دزيات ارزښت په سترگه ونه کتل او مسله همداشي لا ينحله پاته شوه .

کله چي په 1947زکال دنړيوالي دوهمي جگړي په پايلوکي انگريزان مجبور سول چي دهند په لويه قاره کي نور خپل سياسي او نظامي شتون ته دپاي ټکۍ کښېږدي ، دوه هيوادونه (هندوستان او پاکستان ) په نامه جوړ سول

اما دافغانستان څخه په زور دجلا سوو قومونوبرخليک همدا شان نامعلومه پاته شو . داکار دافغان ولس لپاره دمنلو وړ نه و،په همدې اساس د1949دجولاي دمياشتي په 26نيټي جوړي سو لويي جرگې کښي چي په کابل کي جوړه سوه د برتانيا سره يې ټولي سرحدي موافقي بي اعتباره وبللې ،او پرېکړه يي وکړه چي هندوستان ته دخپلواکۍ له سپارلوسره سم دبرتانيا او افغانستان تر منځ د1921 زکال تړون منسوخ دۍ

حکومت ته لارښوونه وسوه چي په نړيواله کچه ددې موضوع دڅېړني او سپيناوي په لټه کي سي چي ايا په قانوني بنيادونو دهندوستان دويش په پايله کي پاکستان دبرتانيې حقوقي وارث گنل کيداي سي او که نه ؟ 

ددغي پريکړي په ملاتړ داپريدو خلکو په يوې لويه تاريخي غونډه کي چي دسرحد دقامونو او قبايلوډير مشرانو پکښي گډون درلود،دهند دوېشلو دا پلان چي دسرحد خلکو ته هيڅ حق نه و پکښي ورکړه سوۍ په کلکه وغانده او غونډي دټولو نه غوښتنه وکړه چي دپښتونستان په جوړېدوکي سره يو او متحد سې .

دپښتنو ستر مشر پاچا خان چي دبرتانيې داستعمار پر خلاف يي اوږدې مبارزي کړي وي دسرحدي پښتنو دجنبش په سر کي ولاړو او دپاکستان له واکدارانو څخه يې ددخپل قام دحق مطالبه کول .

پاکستان له افغانستان سره خپلي اړېکي خرابي او پر افغانستان يې د بهرني تجارت دترانزيتي مالونو دراوړلو بنديز ولگاوه او دپاکستان له لار افغاني سوداگروپر مخ بلکل بنده سوه.

 له بدمرغه حکومت  ددغي لويي جرگي دپرېکړو په عملي کولوکي لټي وکړه،دبهرنيو زبرځواکو پر هداياتو يي غوږ کښېښود،دپښتنواو بلوڅو دبرخه ليک ټاکلومسله يې پرخپل ځاي پرېښودل ،يوازي دپښتونستان دورځې په جشن نيولو او په راډيو کښي دپښتونستان په نامه دځانگړې پروگرام په خپرولو يي دکرښي دواړوخواوپښتانه غولولې دې .

دټولو اسنادو له مطالعي څخه څرگندېږي چي انگريزانو نشو کولاي او يايي نه غوښتل افغانستان ته دډيورنډدکرښي په هکله دقناعت وړ ځواب ورکړي نو به يي په يوه او بله بهانه موضوع ځندول .

ددې ټکي په ډاگيز کيدوسره چي دډيورنډ دکرښي دمسلي دحل لپاره دافغانستان دولتي چارواکو زښت زيات تاريخي امکانات لکه دکرښي هاخوا پرتو قومونو په لسها و ځله ښورښونه ،دتزاري روسي ،او بيا راوروسته دشوروي ر وسې او انگلستان تر منځ داختلاف ،لومړۍ او دوهمه نړيوالي جگړې،دهند دلويي وچي ويش، دبنگله ديش دآزادۍ وخت او داسي نور فرصتونه په استفادې سره ددې مسلې سحل لپاره کوم گټوري تلاښ او اقدام نه دی کړي . غواړم څرگنده کړم چې نه دپاکستان حکومت او نه هم دافغانستان دولتي چارواکو دډيورنډ دکرښي دمسلې نوم پر خوله اخيستۍ. دپاکستان دجوړيدو څخه بيا تر نن ورځي دواړوهيوادو په خپل منځ کښي رښتياني دوستانه مناسبات ندې لرلې ،تل اختلافات ،يودبل پر خلاف تبليغات آن دعمومې سپر  برۍ تر سرحده . مگر يوې خوا هم دډيورنډدکرښي په هکله چې دپاکستان او افغانستان دمناسباتو دبنسټ ډبره ده په ډانگ پېيلې خبره نده کړې

پدغه څلوشپېتو کالو کې دافغانستان او پاکستان روابطو ډيري لوړي ژوري ليدلي،څو ځله دسفارتخانو او دپلوماتيکي مؤسسو دتړلو تر کچي پوري داړيکي  خراب سوی دي .

 که دافغانستان اوپاکستان داړېکوپه اړوند دټولو اسنادو او شواهدو له مخې عادلانه او بې پري قضاوت وشي پدي به اعتراف وکړي چي افغانستان هيڅ کله ندي غوښتی په پاکستان کي ددولتي رژيمونو دړنگولو تکل وکړي او يا دهغه هيواد په کورنيو چاروکي مداخله وکړي . که همدا لهظه يوڅوک داپوښتنه راپورته کړي چي دا دپښتونستان دمسلي دحل غوښتنه مداخله نه ده ؟

 غواړم دغه پوښتونکي ته ځواب ووايم نه

دا مداخله نه ده ،دا دافغانستان ددولتونوملي  دنده وه او ده چي دډيورنډ دتش په نامه کرښي دهاخوا پرتو پښتنواو بلوڅو قومونودسرنويشت دټاکلو مسله چي  دډيورنډ دلعنتي کرښي پر اساس له خپلي مورنۍ خاوري نه جلا سويدي  په نړيواله کچه مطرح اودحل عادلانه لارئي ولټوي

نړېوال بايد دغه ټکۍ ډير جدي په پام کې ولرې اودا هيره نکړي چې تر اوسه دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت د ټاکلو مسله لاجمنه اولا ينحله پاته ده،چي ددواړو هيوادو تر منځ يې مناسبات ترتياره سيوري لاندي راوستي دې

تر لمر روښانه واقعيت دادۍ چي پاکستان هيڅ وخت  پښتنوته ترخپل حاکميت لاندي هم هغه حقوق  چي ددې هيوادنورووگوړوته ورکول کيږي  دوي  ئي له هغوي نه محروم ساتلی  دي

يوشمېردوستان داپوښتنه اوگوته نيونه کوي چي اياهغوي غواړي له افغانستان سره يوځاي شي چي تاساو واياست هغوي بايد زمور سره يوځاي شي . اوياوايي چي افغانستان بايد د پاکستان په پرتله پرمخ تللی هيوادوي ترڅوهغوي ديوځاي کېدوسره زړه ښه کړي .

اول خوپوښتنه کيږي چي ولې په افغانستان کي دگوتوپه شمېرکسان دپښتونستان ديوځاي کېدوپر خلاف انادونه وړاندي کوي اوددې پروسې له پيل اوبرياليتوب سره مخالفت کوي ؟ ماته ئي دليل معلوم دی خوتراوسه لاختی برېښي چي ددې سوالوراپيداکوونکوسره پردې مسله سرخوږی راپيداسي .

که خبره يوازي همدا وي ډير مسايل اودلايل سته چي سړئ ېئې وړاندي کړي .فکرکوم دهرې مسلې په هکله هراړخيزفکروسي اودهرې پديدې دپيدايښت تاريخ اولويدوته همپام وسي .

دډيورنډدکرښي ترلاس ليکېدو وروسته هغه وخت انگرېزانوددې لپاره تبليغ کاوه چي دائي ډير ښه اودکږښې کوزي خوخلکوپه گټه کارکی .داکوم منطق مني چي له يوې خوادي په زوراوسياسي پوځی فشارديوه مل په پاچاديوه قرارداد لاسليک ومنل سي اودبلې خودې هغه هيوادچي غوښتل ئي داډول قرارداد لاسليک شي دهغه پرخلاف تبليغ وکړي.

اميدواريم چي دغونډې برخواله دنړۍ دنوروهيوادوله تجريبواوخپل  علمي پوهاوی پربنيادترژوربحث اوڅېړنې وروسته دتاريخي لاسوندونوپه مټ  ددې پېچلې  مسلې دحل معقولو لارو چاروپر لټولوبريالي سي .

ديوځوان شاعر همت الله امين زی په دې دوه بيته درنه رخصتېږم 

داچې هرڅوک يې هوس کړي دخوړلو

غم همدادی، چې خواږه دي پښتانه

ومن الله التوفيق

-
بېرته شاته