(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمانا خبرې

[11.Aug.2020 - 15:48]

د معنی خبری

لیک: سیدعبیدالله نادر

داسي خلک شته چې په خپل طبیعي او ژور فهم یا خپل فطری  استعداد سره د بل انسان اندرونی احساس درک کولای شي ، خو کله کله ډیره ګرانه ښکاري ،چې انسان دي ګوندی ،خپل احساسات او دردونه د وینا د لارې د بل انسان په ذهن اوزړه کې ځای کړي ،ځیني انسانان په خپل قوی حواسو باندی ،د بل انسان احساسات احساسولای شي ،او دا د انسانانو د معرفت او پوهی نښه ده ، نو په کار ده چې هر انسان د علم او معرفت څخه یو څه بر خورداره شي ،د علم خاوندان ډیر ژر د معنی نه ډکو الفاظو په مفهوم او معنی باندی  رسی ، د آل پا چینو وینا ده چې چې په فارسی کې یې داسی ژباړه شوي ،( در زندګی حقا یقی هست ،که می شود فهمید ،ولی نمی شود فهماند ) د دې لنډی وجیزی مطلب دا دی ،چې په ژوندون کې ډیر حقایق شته چې انسان پرې پوهیدلای شي ،خو په هغه څه چې انسان پوه شوي وي ، په هغه باندی بل انسان پوهول ګران کار دی ، یعنی خپل احساس د درک د معنی بل ته ورکول آسانه کار نه دی ،ستونزمن کار دی ، یعنی د ځینو خلکو پوهول ګران کار دی ،او هر څوک نه شي کولای چې په ځینو حقایقو بل انسان وپوهولای شي ،معنی دا چې ځیني دردونه دردمن خلک احساسولای شي ، نو همغه وجهه ده ، چې د بی باکو واکدارانو ، د طرز د ادارې ، او په نا سمو کړنو ډیر دردمن خلک ځوریږي ،او همغسي د وطن و حالاتو ته هم

چې کاږه ږدي قدمونه ، په خپل جهل هم نه پوهیږي

آخوا زړونه د دردمنو ،په لـــــیدو یې زخــمی کیږي

نادر

-
بېرته شاته