(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بیروت چاودنه

[07.Aug.2020 - 15:18]

د بیروت چاودنه

لیک : معاون ګران برهاني

که څه هم زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې دې ته ورته ، او حتی له دې لا هم درنې پیښې شوېدې چې افغانان یې د مالي او جاني تلفاتو شاهیدان دي ، د بې حسابه نورو مثالونو تر څنګ د ننګرهار د هسکې مینې د (بمونو مور ) پیښه یې په ګوته کولاې شو

 خو د لبنان پلازمینې( بیروت ) ښار اړوند چاوندې ته په رسنیو کې رنګارنګ نظرونه موجود دې ، په بعضې نظرونو کې لیدل کیږې چې ګویا دا کومه اتومې سر ګلوله وه او د خارج نه رهبرې شوې وه ، بغضې په دې اند دې چې دا د لبنان د مذهبې او سیاسې ډلو ټپلو خپلمنځنې اختلافونو په نتیجه کې رامنځ ته شوې پيښه ده او داسي نور نظرونه ٠ 

د انجینرۍ په برخه کې ( کیمیا ، جیلوجې ) علومو د معلوماتو په مټ ددې چاودنې د علایمو او مشخصاتو له مخې زه داسي نظر لرم چې دا  چاودنه د کیمیاوي موادو د تعامل په نتیجه کې رامنځ ته شویده  :

د رسنیو په حوالې سره وویل کیږې چې په دغه ساحه کې د ډیرې مودې راهیسې کیمیاوې مواد ذخیره شوي وو چې د کروندې او نورو ضرورتونو په پار ترې استفاده اخیستل کیده ، په رشتیا هم که په نوموړې ساحه کې دا رنګه مواد ذخیره شوې وې ویلاې شو  چې دا د امونیم نایتریت مواد ؤ ، امونیم نایتریت هغه کیمیاوې مواد دې چې د ښو زراعتې محصولاتو په پار کروندو کې استعمالیږې او همدارنګه نوموړې مواد د قوي انفلاق  قابلیت هم لرې نو د معدنونو د استخراج د پاره هم په لوړه پیمانه استعمالیږې ، امونیم نایتریت د نورو کیمیاوي موادو په پرتله ارزانه دي خو د یادو مقاصدو د پاره ډیر مؤثر تمامیدلاي شي ٠  د کیمیاوي خواصو له مخې امونیم نایتریت د رطوبت جذبولو خاصیت لري ، د بیلګې په توګه که په کرونده کي واچول شي د ځمکې رطوبت او اوبه جذبوې او زراعت ته انرژې ورکوې خو که د ډیرې اوږدې مودې په جریان کې استعمال نه شې او یا په لازمو شرایطو کې په درست ډول خوندې نه شې د خطر امکانات یې پیدا کیږي  ، څرنګه چې دا مواد رطوبت حذبونکي دې په دیپوګانو کې د اوږدې مودې ساتنې سره په پوره پیمانه د ځمکې رطوبت جذبوې او په ورو  ورو د شیریخ  په شان اوبه کیږې او عین وخت کې په تدریجې ډول یې  د حرارت درجه هم لوړه ځې او بالاخیره په کلکو اجسامو بدليږي ، په داسې حالت کې د یو معمولي فشار په نتیحه کې انفجار کولاي شي چې دا کیمیاوي غبرګون یې ډیر ځواکمن وي نو د خپلې ځواکمنتیا په اساس یې د تخریب ساحه ډیره پراخه وې او د تخریب تر څنګ زهرجن  ګازونه لکه امونیم اکساید او امونیا ګازونه هم تولیدوې ، که چېرې دا ګازونه د باد او یا د باران پواسطه ورک نه شې نو دا هم  د طبعیت او زنده جانو د پاره مضر تمامیدلاي شې ، لکه کله کله د معدن کارګران هم له داسې ډول ګازونو په وجه ژوند د لاسه ورکوي ٠ امونیم اکساید ګاز ژیر رنګه وي ، کله چې ما دغه پیښه د میډیا د لارې ولیده د انفجار په مهال ژیړې نارنجي دوړې یې درلودې ،

نو په همدې اساس نظر لرم چې ممکن دا به په رشتیا د همدې موادو د کیمیاوې موادو د تعامل په صورت کې نوموړې پیښه رامنځ ته شوې وې ٠ نور نو الله عالم دی ٠ ممکن  زما حدس غلط وي ٠

-
بېرته شاته