(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کمانډو جهانګیر

[07.Aug.2020 - 15:15]

ده کمانډو جھانګیر دا قبر ده لر او بر افغان په سینه پیغور پروت دے

لیک : ناظم سالار ایډوکیټ 

دہ حکمتیار او ضیاالحق دہ اسلام په نوم پراجیکټ تر دي وخته ده ډیورنډ دواړو اړخونو په لکهونو پښتانه اووژل، میندي بوری شوي، پییغلي کُنډي شوي !

کمانډو ھُم دہ دغي خونړی جنګ په وجه ده خپلي مور او پلار سره په غیږ ده ژوند کوولو په خاطر راروان شوو۔۔

 

دا ځل میلو ټیلو ته نه ځم 

دا ځل اختر ده یار په قبر تیروومه .

 

دلته کوزہ پښتونخواہ ته راغلل دہ پیښور پښتنو ورونړو خلیلو ارباپانو ورله کینال ټاون کښي اوسیدو له کور خو ورکړو ولي خیټي له خو ډوډۍ هم پکار ده چي هغه دا ریاست خپل اولس له هم نه ورکوی .

 

هر څو که پاکستانے ریاست دہ افغان کډوالو په نوم دہ ھغوی تعلیم،صحت بادي امریکي نه بلا ډیر ډالري خوری خو ولي حرام دي وی کښي یو ډالر ھُم په دي کډوالو مصرف کړی او سرمایه دار حکومت ئي خپله خوری۔

 

دہ ګیډي نھر دوزخ ډکوولو دہ پارہ د جھانګیر کمانډو مور ماشوم بچی ته د پالشو ډبے په غاړہ کړو چي ماښام له به ناروغه پلار او مور له ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ راوړی .

کمانډو به سحر وختی پیښور پوھنتون ته لاړو دہ زدہ کوونکو خپو کښي به کیناستلو پالش به ئي کوول ګزاره به روانه وه .

ده کمانډو ژوند ھُم داسي ژوند وو چي د پوھنتون انتظامیي او بي حیسه خلقو به رټلو خو ولي فکر لرونکی خلق به ئي په تماشه جړونکی ولاړ وو ۔

 

دہ پښتون سټوډنټس فیډریشن زدہ کوونکو سره ده لر او بر افغان په فکری تړون په وجه کمانډو به ټوله ورځ ده ځوانانو سنګ کښي تیروله ځکه هغه به هغه مینه دوی سره لیدله دغي میني جهانګیری نه کمانډو جوړ کړو ۔

چي کله به ده پښتون ایس ایف د ځوانانو څه لاریون وو نو کمانډو به دہ ھرچا نه وړاندي سرہ جنډہ په لاس روان وو ۔

ټول پوھنتون ھلکانو او جینکو به داسي پیژندلو لکه خپل رور.

په لوئے وطن کښي دہ امن او صلح ارمانی وو دا به ئي مونږ ته وئیل چي په وطن امن شی نو ټول به افغانستان ته زو ۔۔

ولي خبر نه وو چي دہ دي جنک جوړونکی مګرمچان نن هم په عربی ملکونو کښي ناست په پیالو کښي زمونږ ویني څکی او ده درهم،ریال،‌‌‌‌‌‌ډالر ده پاره ده مذهب په نوم جنګ له دوام ورکوی.

دہ کرونا وبا له وجي پوھنتون بند شو نو دہ کمانډو دھندہ ھُم خرابه شوہ پوھنتون شروع کیدو ته په انتظار وو خو ولي دہ ګی‌‌‌‌‌‌ډي غم به پوهنتون له روزانه راوستو خوشی پوهنتون کښي به ده مزدورۍ په تکل ګرزیدو .

ھوټلي بند وي ده ګيډي دوزخ مړولو د پاره کمانډو د میوي وني ته اوختلو چي ھغي نه راګوزار شوو او مړ شوو .

 

کمانډو به  مړیدو وخت کښي په خپل 

دوزخی ژوند څومره افسوس کړے وی؟

 

ما نن ھُم دا سوچونه زوروی چي په چغو به ئي څومره ناظمیه،تیموریه،یاسر 

بهائي ، متینه، قاری اوازونه کړی وی ..

ده دي ظالم وطن په نظام به ئي څومره افسوس کړے وی ؟

په خپل پیدائش به ئي څومره افسوس کړے وی ؟

دہ کمانډو قاتل دا ریاست دے، دا ټولنه دہ او بیا مونږ ټول یو ۔

 

زه کمانډو ته دعا ځکه نه کووم کمانډو نه به خُدائے څنګه سوالونه کوی ؟

ده هفغه خو دا ژوند دوزخ وو ده اسلام په نوم ده جنګ بارودو او بمونو ئي پلار دماغی مریض کړو ده کورنۍ خلق ئي اووژلے شول !

 

چي پیدا شوو وو ماشومتوب ئي اونه بدنصیبه چي پیدا شوو دہ مور اوخکښي ئي اوڅکلي .

 

چي نظر ئي اولګیدو نو ټوپکونه او ټینکونه ئي اولیدل .

چي پوهه شو نو الله اکبر سره ئي ده خلقو نه سرونه پریکیدل اولیدل ..

 

که کمانډو څه ګناه کړي ده نو دا ئي کړي ده چي ده دي بدنصیبه ښار په کوڅو کښي ئي په مئينانو ګلونه خرص کړی دی .

که کمانډو ګناه کړي ده نو دا ئي کړي ده چي ده رزق ده پاره يئ ده زمکي خدایانو ته او جی نه جی وئيلی دی..

 

خدایه که ستا دوزخ ده کمانډو دہ ژوند نه سخت نه شي کیدلے کمانډو دہ ژوند په ھر قدم مړ شوے دے !

نن کمانډو مړ نه دے ھغه به زمونږ په بد نصیبئ او بي ھیڅۍ خامخا خاندی .

 

په دي جنګ کښي په لکونو خلق مړه شول ده کمانډو په شان بلا ډیر افغان کډوال ماشومان دہ پیښور په سړکونو ده ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په تکل ګرزی ..

مونږ هیڅ پروګرام نه لرو چي دا خلق اژغوروو ...

دا سوالونه به دا قبر کوی 

دا پيغور به مونږ له دا قبر راکوی

 

کمانډو به دہ ماښام نه بعد د پیښور ښار 

په سړکونو د رزق په تکل اووتلو او اکثر به تر نیمی شپي ستړے ستومانه په فټ 

پات اودہ شوو ۔۔ 

 

دہ پیر محمد کاروان صیب په دي شعر به اجازت واخلم ،، 

 

مارغان دي راشي زمونږ لپو کښي دي ځالي اوکړی 

غر مو نختر نه لری کلے مو چینار نه لری 

 

په لوئے وطن کښي دہ امن په ھیله ستاسو رور 

ناظم سالار ایډوکیټ

-
بېرته شاته