(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شاهي قصر ترکان

[24.Jul.2020 - 10:38]

د شاهي قصر ترکان

لبک : سید عبیدالله نادر  

یو پاددشاه د خپل ملاحظاتو له وجهی یی چې د خپل شاهی قصر په ترکان په وړاندی یی درلوده ،نو په هغه ډیر غوصه شو.او امر یی وکړ چې سبا یی اعدام کړئ ، او هغه ته یی هم ووییل: چې سبا اعدام یې ،خواره کوټی په خپل حال ډیر غمجن او خواشینۍ شو.نو چې کله د کور په پلو رهي شو ، د دنیا غمونه یي په اوږو بار سول ،ډیر غمجن کورته ورغی ، خو ټوله شپه نارامه وو ،او خوب نه ورتی .ټوله شپه به لالهنده په دي خوا او آخوا اوړیدۍ ،ښځي یي چې ډیره با تدبیره ، عابده او د لیري لید خاونده وه ،چې د میړه حال ته یی پام سو ، نو ډیریی زړه  پرې درد وکړ ، او میړه ته یی ووییل :بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او دعظمت او جلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې او د رحمت غیږه تل خلاصه وي ،مه ناامیده کېږه په پروردګار ډاډه شه ، تر سهاره پوري خدای مهربان دی ، ډیر بدلون به راسي ،د ښځي د دې خبرو په اوریدو سره یې دومره زړه آرامه او تسل شو ،چې وار د واره یی سترګي درنۍ شوې ،او خوب هم ورغی او په کراره بیده شو ،خو سهار وختي د پادشاه د عسکرو د خپو د آواز سره په اوریدو په ډیره اندیشنه راویښ شو .چې په همدي شیبه ور وټکید ،او دی په داسي حال کې ورجګ شو ،چې خپلي ښځي ته یی د پشیمانۍ او افسوس په نظر کتلي ،ور یی خلاص کړ او خپل لاسونه یي د تسلسم په نښانه عسکرو ته د مخه کړل ، عسکرډیر سخت حیران شول او وي وییل :مونږ د دي پاره راغلي یو چې پادشاه مړ شوی دی ،او ته ورته تابوت جوړ کړې ، د سړي په سترګو کې د امید څرک ځل وواهه ،او زړه ته یی د تسلی فرشته ننوته ،نو عسکرو پسي په  داسي حال کې رهي شو ،چې د عذر خواهۍ په انداز یی شاته خپلي ښځې ته وکاته او نور یې د عسکرو د قدمونو پسي ګامونه پورته کول او رهی شو ،او په ژور سوچ کې ډوپ لاړ ،او د خپلي میرمنۍ دا آواز یی تر غوږ شو ،چې د شپی ورته وییلي وو: بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او د عظمت اوجلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې یو په یو خلاصي وي ، او دهغه د رحمت غیږه ډیره پراخه ده ،مه ناامیده کیږه په څیښتن تعالی ډاډه شه ،تر سهاره پوری خدای مهربان دی ډیر بدلون به راسي

 (د فیسبوک د یارانو نه اخیستل شوې او د پښتو ادب په اوړو کې اغږل شوي

..........................

ترخه خاطره

لبک : سید عبیدالله نادر                                       

یوه شیبه د مخه په کلي کي ، سخته درنه بمباری تیره شوی وه .چي زه کلی ته راورسیدم ،کلی په لویو کنډوالو بدل شوی وو .او د کنډوالو د مینځ څخه چي د لویو څاګانو په شانی وو لوګی خاته چي د درنوبمونو د ارتولوڅخه مینځ ته راغلی وو ،شا او خوا درنه چوپتیا وه ،چي ډارونکی حال یی درلوده ،او داسي ښکاریده چی د بی ګنا خلکود وبال نتیجه ده .کلي ته نژدي کمرونه وو چی د کمرو لاندی سیند غزیدلای وو چي آرامه څپی په کې بی خبر له هر څه لکه د پخوا په شان پورته کیدی .او تا به وییل چي هیڅ یی نه دي لیدلي ، د سیند د اوبواو څپو شرهارد نسیم په چلیدو سره له لیری څخه غوږونو ته رارسیده ،د توتانو وخت وو،او د بمبارد دهشتناکه آواز او ټکان سره ټول پرځمکه راټوی شوی وو .تا به وییل چي د خوراک د پاره څنډل شوی دي .څو قدمه مخکي مات کنډولي او منګي می په نظر ولګیده .داسي راته وبریښیده چي ګوندی انجوني د اوبو راوړلو په حال کې وي ،چي د روسانو وحشیانه بمبارد پیل شوی ،خو په کنډولیو کې د اوبو یا نم اثر نه لیدل کیده ،د بلي خوا وړاندی برجونه ټول نړیدلی وو.برجونه او دیوالونه داسی نړیدلی وو ،چي په سپینه او رڼا ورځ کې یی یو دهشتناکه بڼه غوره کړی وه ، د برجونو مخی ته دیره وه .چي همدا د توتانو وني په کې ولاړي وي ، او د وني لاندی کټونه ایښودل شوی وو .په کټونو کې واسکټونه او څادرونه لا پراته وو ،داسی ښکاریده چې د کلی خلک د بمبارد د مخه د بانډار په حال کې په دیره کې ناست ول .چې بمبارد پیل شوی .نو دکلی خلکو د بمبارد د وجهی نه ځنګله ته پناه وړي وه .په ډیره سړه سینه می غوږ ایښی ووچی ګوندی د چا غږاو یا کوم آشنا غږ می تر غوږه شي ،داسي چوپتیاوه چي تا به وییل چې ټوله دنیا بیده ده ، د مخه له بمبارد څخه به د دیرې په ونو کې تل د مرغیوآوازونه وو ،چنچڼو، مرغانو،اوصحرایی مرغیوبه ډیر آوازونه ول ،خو وحشیانه او دروند بمبارد له وجهی څخه بلبلانو او مارغانو خپل ځایونه دي وحشیانو (روسانو)ته پری ایښی وو ،د دي سهمناکه آواز د ویری څخه هومره لیری تللي وو ،تا به وییل چي نور د دي دنیا څخه وتلي دي ځیني مالونه او څاروی د بیرحمانه بمباری له وجهی ټوټه ټوټه پراته وو .آ خوا په آخور کې چي د غټو توتانو لاندی وو.او دیری ته نژدي وو ، د موږیو تر څنګه پړي شلیدلی پراته وو،له ډیره وحشته څیني غویانو او ځناورو خپل پړی شلولی وو،او ځنګله په لور یی ځغاستلي وو .داسی د دي وحشیانه بمبارد څخه ایریدلی وو ،چی خپل ځناور توب یی له یاده وتلی وو،ځنګل کلی ته نژدي د سیند تر غاړه وو .ما اوریدلی وو چي ډیر ځل به چی بمباری کیدله دوی به د روسانو د بمباری له وجهی د خپل ټوله کورنۍ سره ځنګله ته پناه یوړله ، د قلا ګانو څخه تیر شوم او سیند خواته می مخه کړه خو لمړی د کلی د جومات دروازی ته مخامخ شوم ،د جومات دروازی خولی ته یو جوړه زاړه بوټان ایښي وو ،چی دا د همدي کلی د ملا وو ،چي ما یی په خپو کې لیدلي وو ،لنډه یی دا چی په نرۍ لاره کې چی ښي او کین اړخ ته یی نړیدلي دیوالونه وو خپل تګ لاری ته می دوام ورکړ،بیا په تیره تر څو دسیند وخواته لاړ شم لا یو څو قدمه نه وم تللی چي د دیواله د شاه څخه می د سپیوو سینګهار تر غوږ شو،چې د دیواله تر شاه واوختم ،کتل می چی څلور پنځه سپی د دیواله خواته غلي ناست دي ، او په ډیرعاجزانه شکل او طور ماته ګوری ،دا هغه سپی وو چی په کلي کې به زمری هم راغی نو په زمری باندی یي هم حمله کوله خو د دي وحشي روسانو د وحشیانه بمبارد له وجهي یي خپل سپی توب هم هیر کړی وو .اوبیا په تیره د روسانو د ناپالم بمونودهشتناکه آواز او د روسانو د وسایطو غرهاردومره دوی ایرولي وو. او عاجزه ناست ول ،چی د سپیانو په کتو کې زما نه د یوه احساس ترحم تقاضا لیدل کیده ، زه ډیر په مینه ور نژدي شوم خو هغوله ما نه ایریدل،داسی راته وبریښیده چی دوی ګمان کوی چی دا د دي دومره لوی مصیبت راوړونکی زه یم ، کله به دوی ته ډیر مهربانه ښکاره شوم او لکۍ ګاني به یی راته وخوځولی کله به هم له ما څخه وتیښتیدل ما د دي منظری تماشا کوله او د معنی نه ډک په یوه سوچ او ژور فکر کې لاړم ،چی شرحه یی ډیره ګرانه ده .نو د سیند په طرف په خپله لاره رهی شوم.د سیند په غاړه د ګڼو ونود لاندی نه ږغ پورته شو،چې راځئ مه ایریږئ انوراکا دی .هوکئ هغه زه وم ،ټوله په مینه سره زما تر خوا راغونډ شول ،ماشومان په داسي حال کې چی تخته د مشق او کتابونه یي دتخرګ لاندی نیولي وو ،د ګڼو لوخو او ونو له مینځ څخه راووتل دوی به د لوخو په مینځ کې په اوبو کې دریدل کوم وخت به چی وروسانو وروسته د بمبارد څخه خلک لټول، نو غټ او واړه به  به د سیند تر غاړه د لخو په مینځ کې پټیدل ،د لخو په مینځ کې د اوبو ډنډونه وو او هلکان به هلته پټیدل چی کله به روسان ځنګله ته نېژدي کیده دوی به ګڼو لوخو ته پناه یوړه ځکه هلته په آسانه نه لیدل کیدل ،کله به چي ماشومانو د خطر احساس وکړ.نو سرونه به یي د اوبو د لاندی د ننه کړل .چې ګوندی و نه لیدل شي ،خو زما د راتګ څخه چی خبر شول ټول په ډاډه زړه د لوخو د مینځ څخه راووتل ، ژر می تپوس وکړ ، چي څوک خو به مړه نه وي ،هغوی ووییل : چی څو کسه زخمیان دي چی هغه هم ډیر ژور نه دي ، ما د خدای(ج)شکر ادا کړ .د دي منظر د لیدلو سره ماته دا رایاد شول ،چي پخوا به زمونږ سپین ږیرو ویل :چی روسان په آخور کې ډوډۍ خوری دا بچیان چی تازه خپلو لمړنیو ښوونځیوو او سبقونو څخه راګرځیدلي وو ،د دوی په کوچنی ذهنونو کې د نن ورځ دهشتناکه خاطره ثبت شوه . چی په کې ټول کلي او کورونه ونړیدل ،او د دي نسل په ذهن کې دا یوه خورا بده خاطره پاتي شوه 

-
بېرته شاته