(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امبېله

[22.Jul.2020 - 14:47]

امبيله، بونير او د پيرنګيانو لطيفې

اياز ايسپزی

د امبېلې پهٔ کامبېلو کې

ګيدړ څاربهٔ شول د پيرنګ پهٔ لړمونونو

پهٔ پښتون اولس پورې ملنډې او پيشاړې څهٔ نوې خبره نهٔ ده، دغه خلکو ته دا کار د هغوی د بادار پيرنګي نه پهٔ ميراث کې پاتې دی  بلکې ورسپارلی يې دی، د دغه خلکو عمومي ذهنيت او فکر د پښتون قام پرضد د هغه کرکې نه ډک دی کومه چې يې د بادار پهٔ زړهٔ کې د پښتون قام پرضد وه؛ کهٔ د دوی ديني عالم او مولا د پيغمر ممبر ته وخېژي نو د دين وعظ او تبليغ به يې پهٔ پښتنو د ريشخند نه خالي نهٔ وي، تر دې چې ځينو يې د قرآن شريف پهٔ تفسيرونو کې هم پهٔ پښتنو پسې سپکې سپورې ليکلي دي. د دوې د شاعر نه واخله تر سندرغاړي پورې، د ليکوال نه يې واخله تر فنکار او اداکار پورې، د مذهبي او بنياد پرست نه يې د لبرل او روښانفکره پورې، د شدت پسند او ترهګر نه يې د عسکر پورې، د فلمساز او ټي وي اينکر نه يې واخله د سياستدان پورې او د ايليټ کلاس نه يې واخله د يؤ عام وګړي پورې ټول پهٔ ټوله پښتون ته پهٔ يؤ نظر ګوري. او لکه څنګه چې مې وړاندې وويل چې؛ دا دوی ته د پيرنګي نه پهٔ ميراث کې پاتې شوی کار دی چې دوی يې پهٔ پوره ايماندارۍ ترسره کوي او چې کله يې هم لاس رسېږي نو د خپل بادار  ورسپارل شوی نيمګړی کار خامخا ترسره کوي. کهٔ يې د ممبر او محراب نه لاس بر کېږي، کهٔ يې پهٔ شعر، ليک، اخبار، ډرامه، فلم او ټيليوژن لاس بر کېږي، کهٔ يې پهٔ سوشل ميډيا لاس رسي او کهٔ د نصاب پهٔ کتابونو کې يې د ملنډو او ريشخند پهٔ ليک لاس رسېږي، دوی يوه موقع هم لهٔ لاسه نهٔ ورکوي. ښکاره مثالونه يې پرون د پښتنو لوی قامي اتل، د مغولوالې پرضد د مزاحت او مقاومت ستر سمبول ملک کالو خان ايسپزي ته شوکمار ويل او نن د بونير پهٔ درنو، غيرتمندو، ننګيالو او شملورو پښتنو پورې د ملنډو ډک هغه ليک د نصاب پهٔ کتاب کې خپرول دي کوم چې پهٔ اصل کې د انګلستان يوه ډېره پخواني فولکوري کيسه ده چې د (The Twelve Men of Gotham) پهٔ نوم مشهوره ده خو وروستو يؤ متعصب پيرنګي ليکوال (Charles Swynnerton) پهٔ خبل کتاب (Indian Nights' (Entertainment کې (The Seven Wise men of Buneyr) د سرليک سره خپره کړه. ياده دې وي چې دغه کتاب د پښتنو پرضد د بلها ډېر ريشخند او ملنډو نه ډک دی، دغه متعصب او تنګ نظره پيرنګي ليکوال پهٔ دغه کتاب کې (The Seven Wise men (of Buneyr نه پرته ګڼ شمېر نورې داسې کيسې هم ليکلي دي چې يوازينۍ موخه يې د پښتنو نه کرکه او پهٔ دوی پورې ملنډې او پيشاړې کول وو، لکه د بېلګې پهٔ توګه؛

The Bunerwal and the Thief

The Buneyr Man and the Mill

The Buneyarwal and his Drowned Wife

The Pathan and the Plums

The Philosophic Banerwal

The Nine Killing Khan

The Stubborn nature of the Afghans

The Baneyrwal and his Mother

The Two Simple Banerwals

The Baneyr Man and the Boat

د پيرنګيانو د دغه کرکې تر شا د انتقام هغه اوور او د هغه پرهرونو درد ؤ چې پښتنو ورله پهٔ دې سيمه کې ورکړی ؤ. بونيروال يې پهٔ ځانګړې توګه ځکه د پيشاړو او ريشخند هدف ګرځولي دي چې د 1863م ميلادي کال د اکتوبر پهٔ مياشت کې د بونير پهٔ امبيله کې د پښتنو شا و خوا پنځلس زره کسيز لښکر د پيرنګيانو شپږ زره کسيز لښکر داسې بد بد ووهلو چې رؤ ګودر تري خطا شول، د زرګونو وژل شويو عسکرو غوښې يې د امبېلې د ګيدړانو خوراک شوې او پهٔ سلګونو عسکر يې سخت ټپيان شول. د همدغه تاوه يې چې وروستو کله هم لاس بر شوی دی نو پهٔ پښتنو او پهٔ خاصه توګه پهٔ بونيروالو پسې يې د ډېرې کرکې او تعصب لهٔ کبله ملنډې کړې دي او دا نن هم هغه تسلسل روان دی او دغه خلک د پيرنګي لهٔ خوا ورسپارل شوې خپله دنده او ذمه واري ترسره کوي، کومه نوې خبره نهٔ ده.

-
بېرته شاته