(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهوښیارتېا تله

[22.Jul.2020 - 14:42]

ډاکتر کبیر ستوری سوچه پښتون په پښتو او پښتنو مین سړی دی. د پښتونولۍ ژور او شدید احساس لري د خپل اولس د ودې لپاره هر وسیله پکاروي د خپل قام د سرلوړۍ او د سیالۍ د جوګه کولو پیاوړی او ښاغلی ارمان په زړه کې لري ددغه ارمان په تقاضا خپل احساس کله په شعر کې ښکاره کوي کله د ثقافتي پروګرامونو په ترڅ کې  خپل قامي شناخت برڅیره کوي او هم په سیاسي توګه د خپلې نظريې د خورون تابیاګانی کوي. دارمان ئې د یو سوچه پښتون په څیر د خپل ایمان برخه ګرځولې ده. د سپیڅلې عقیدې سره ژوند تیروي، د ځان ځانۍ او د خپل ‌ذات د بقا د خود غرضۍ  په دې دور کې د ستوري ذات یقینآ چې د پښتانه تهذیب په آسمان د قطب ستوري حیثت لري!  د « هوښیارتیا تله» په موضوع دا کتاب د کبیر ستوری له اړخه پښتو ژبې او علمي پانګې لپاره یو لوی سوغات دی، او د خپل نوعیت ځانګړې ډالۍ ده. په دې چې پښتو کې په سائنسي موضوعاتو کتابونه د نشت برابر دي . او له دغه سببه پښتو تر اوسه سائنسي ژبه نه ده او نه په دې ژبه کې د سائنسي او سماجي علومو د تعلیم څه بندو بست شته. د سائنسي اصطلاحاتو کمی ډیر په شدت محسوسیږي. ولی چې نن سبا هم د سائنس او د سائنس د تعلیم د فروغ له وجهې او هم د بهرني ثقافتونو د یلغار له مخه د پښتو اصلیت په خطره کې پریوتی دی. که چیرې پښتانه دې صورت حال ته په سنجیده نظر پام ونکړي نو پښتو به هم خپله لغتي پانګه بایلي. په ژبه او قام مین داسې ښاغلي د ډیرو ستائلو وړ دي. څوک چې د خپل  علم، پوهې اظهار په پښتو کې کوي یو اعلی مقصد خو دا دی چې پښتانه د نور علومو سره بلد شي .

 

 

او بله ګټه پکې دا ده چې په نا محسوسه طریقې به سائنسي اصطلاحات پښتو ته راځي او چې داسې ضروري اصطلاحات په پښتو کې عام شي نو د هیځ یو علم د بیانولو ګراني به نه پیښیږی او نه به پښتانه د سائنسي علومو له پاره د نورو پردو ژبو محتاجه کیږي د « هوښیارتیا تله » شاید په دغه غرض هم په پښتو کې لیکلی شوی وی چې (Intelligence) یا د IQ) (Test لپاره په پښتو کې داسې پیمانې یا معیار نشته چې د پښتون پوهه یا هوښیارتیا ترې په صحیح ډول معلومه شي. که څوک د پښتانه (Intelligence) یا (IQ) ناپول غواړي او دنن  دور د (Test) له پاره وضع کړې اصطلاحات په بله ژبه له هغه پوښتي نو دا (Test) به نیګړی وي. که څوک (IQ) معلومول غواړي هم نو په زړه پورې نتیجې تر هغې نشي تر لاسه کیدای تر څو چې د چا نفسیاتي ماهر په پوښتنو ( سوالونو) پښتون پوره پوه شوی نه وي او چې پر سوال پوی نه شي نو په  جواب به څوک پوره څنګه پوی شي. او که په دې  پښتنه معاشره کې چیرې څوک چا ته د هغه د هوښیارتیا په بنیاد د څه ذمه وارۍ ورپه غاړه کولو اراده لري نو دا به یو نیمګړی او ناپوره کار وي. که هر څو د « هوښیارتیا تله » د هلکانو او ځوانانو لپاره ډیره ضروري وي د هغوی د تعلیم د بندوبست لپاره دا تله پکار ده. او څوک چې څومره پوهیږي یا قدرت چا ته څومره صلاحیت ورکړی دی د هغې په بنیاد دې هغه د اعلی علومو د تحصیل لپاره منتخب کړی شي. خو دا به پښتو کې هله ممکن وي چې د پښتانه د هوښیارتیا پوره تول او جاج واخستی شي او څرګنده  ده چې تر څو داسې تله  نه وي چې د پښتون صلاحیت او پوهه پرې وتلل شي نو په پوره ډول دغه جاج اخستل ګران دي.

هوښیارتیا  يا (Intelligence) ډیر تعریفونه لري د رشتیاؤ تر مینځه د تعلق د لیدلو او پیژندلو صلاحیت او قدرت یا د تجربې نه د فائدې او ګټې تر لاسه کولو صلاحیت هوښیارتیا ګڼلی شي.

 

ویلی شي چې د   (Intelligence Test)  نظریه له ټولو وړاندی یو فرانسوي ساپوه یا نفسیات دان بائنټ (Binet ) وړاندی کړی ده بائنټ ته د فرانس حکومت د یوی داسې تلې یا (Test)   د ایجادولو کار سپارلی وو. چې پری د حکومتي سکولونو لپاره د هوښیارو هلکانو انتخاب وکړی شي. او په کم پوهه هلکانو بې ځایه حکومتي پیسی خرڅ نشي. یو داسې معیار قایم کړی شي چې د تعلیم حاصلولو په لړ کې د علم د تحصیل صلاحیت لرونکي مخې ته راشي او عام هلکان دغه ځای ونه نیسي.

بائنټ د دغه غرض لپاره د عملي سوالونه یو اوږد فهرست تیار کړو او د عمر په یو خاص حد کې د هلکانو اکثریت چې د دغه سوالونو جواب یا حل اوباسي ددې کار طریقه داسې وه چې د لسو کالو عمر دهکانو یو ګروپ   یا ډلې به زیات سوالونه حل کړه  بل به د دولسو کالو د عمر ملکانو ډله وه او داسې په مخه به د زیات عمر ځلمې راتلل که چیرې د دیارلسو کالو هلک به د لسو کالو د هلک لپاره تیار کړی سوال په صحیح توګه حل کړو نو د هغه ذهني عمر به د لسو کالو ټاکلی شو او د هغه (Intelligence Quotient) به 10/13x100  اندازه ۷۷ فیصده ګڼلی شو. یا دا  چې د هغه هوښیارتیا به د نارمل یا عام هلک په مقابل کې ۷۷ فیصده وه نن د دغه هوښیارتیا د ناپ له پاره ډیرې نوې او سودمنې طریقې وضع کړی شوې او باید پښتانه هم دغه علم زده کړي او هم ددغه علم په ذریعه د خپلو ځلمو د هوښیارتیا تناسب معلوم کړي.

د ژوند او تهذیب د ودې او ترقۍ لپاره دا ډیره ضروري ده چې اهل خلک معلوم کړی شي. د قام د تعمیر په لړ کې ترې کار واخستی شی.  ډاکتر کبیر ستوری د شاعر او ادیب نه سیوا د نفسیاتو ماهر  یا ساپوه هم دی. هغه ددې ضرورت احساس د خپل علم په رڼا کې هم کړی دی. او د خپل اولس په هوښیارتیا ویاړي هم . ولی دا سوال هم مخې ته وه چې په پښتنو کې د دغه مقصد له پاره میڅ تله هیڅ قاعده موجوده نه وه. ستوری چې پخپله کوم علم تحصیل کړی دی. د یو ریښتوني پښتون په حیث هغه دا ګټه په خپل اولس پیرزو کوي.

او د خپلو ګړو دفایدې په خاطر هم او خپل اولس د نوي علمونو سره بلدول هم د هغه مقصد دی هم ئې مرام دی. خدای تعالی دې وکړي چې  پښتانه د دې کتاب په نغوته نوي علمونو ته پام وګرځوي. او د نن دور د قامونو د ترقۍ په رفتار کې په خپلو پښو هم ودریدو چل زده کړي او هم د مثبت رفتار جوګه شي چې د دنیا د قامونو د سیالۍ اهل شي.

 

                           ډاکتر راجولي شاه   خټک                                                                                                                                  د پښتو اکاډمۍ مشر                                                                                                    اپریل ۲۰۰۰ ، پېښور  

-
بېرته شاته