(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون په جرمني کې

[05.Jun.2020 - 15:02]

پښتون  په جرمني کې

دباچاخان (فخرافغان) اوونۍ

تاریخ پوهانو او څېړونکو د پښتون قام موجودیت د مسیح څخه 1400 کاله پخوا اود نوې پلټنې له مخې د مسیح نه دری زره کاله وړاندي او د پټې خزانې په حواله پنځه زره کاله مخکې ښودلی دی . د پښتولیک چې پخوا میخي و، پوهاند ډوکتور ګل جانان ظریف دوه نیم زره کاله د مخه راپه ګوته کړیدی. (۱)

که وروستي تاریخي پیر ته لږ وګورو ،نو پښتنومشرانو هر یو میروس  خان نیکه ،احمد شاه بابا اوخوشال خان خټک د یرغلګروپر ضد ښه په زړه ورتوب مبارزه کړی او ډګر( میدان) ئې د جنګ په زور ګټلی دی

له دوۍ څخه وروسته باچا خان  (فخرافغان) د عدم تشدد(بې تاوه پاڅون) لاره غوره کړې وه. محمد افضل خان ( خان لالا ) وائې " باچا خان لومړنی پښتون دی، چې هغه د تورې په زور نه ، د سردار په حیث نه ،بلکې د یو پښتون په حیث مبارزه شروع کړه (۲). 

باچا خان بابا دا کوشش کاوه چې د پښتنو د خپل منځي بې اتفاقیو او شخړو او بدو رواجونو مخه ونیسي او په دوۍ کې په مورنۍ ژبه ﴿ پښتو﴾ زده کړه عامه کړي  ، پښتانه د  پوهې اوعلم خاوندان شي. حضرت باچاخان  په همدې موخه  په 1921 میلادي کال کې په اتمانزو کې یو  ازاد سکول ( ښوونځی) جوړ کړ. په کال 1928ع د مۍ په میاشت کې ئې دپښتنو د حقوقو د قامي احساس، شعوري بیدارۍ، دپښتنو د حقوقو د دفاع او ملا تړ په موخه او د پښتو ژبی ادب  او کولتور د ودې لپاره پښتون رساله  هم جاری کړه. پښتون رساله به  کله اوه ورځنۍ کله لس ورځنۍ کله میاشتنۍ او کله به درې میاشتنۍ خپریدله ، چې  په دې سره ئې پښتنو لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو او شاعرانو ته د نظر او اند دڅرګندولو  او پښتني کولتور ته د چوپړ (خدمت) کولو زمینه برابره کړه

د مبارزې پدې لړ کې فخرافغان باچا خان  په 1929 ع کال کې د خدائي خدمتګارانو د غورځنګ یا تحریک بنسټ هم کېښود. په 1930ع کې چې باچا خان بندي شو، نو پښتون رساله هم بنده شوه، چې بیا د 1931ع کال د مۍ په میاشت کې پښتون رساله ښاغلي عبدالخالق خان خلیق ته حواله شوه . کله چې رساله په ډسمبر کې چاپ شوه نو بیا بنده شوه ،په کال 1938 ع کې پښتون رساله يو ځل بیا جاری شوه او په 1941ع کې بنده شوه په 1945 کې بیا خپره شوه او د پاکستان د جوړیدو سره سم بیا بنده شوه،  چې دپښتنو دغږ د اوچتولو  دبندېدو او چوپ كولو دا لړۍ  ( سلسلې) همداسی وغزېده . (۳)

پدی ترڅ کې د « پښتون رسالې» د بنسټ ایښودونکي (باني) فخرافغان باچا خان په غوښتنه او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر ډاکتر کبیر ستوري په لارښونه د پښتون سوشل دیموکراټیک پار ټۍ (PSDP)  په  المان  کې د  پښتون ر سالې  خپرولو ته ملا وتړله اوپه 1981 ع کال کې ئې یوه ګڼه په الماني ژبې هم چاپ او خپره کړه. په 1982 ع کال د مارچ په میاشت کې ئې لمړنۍ ګڼه ، چې اخباري بڼه ئې لرله  چاپ او تیته (خپره) شوه. په 1984ع د اګست میاشت کې ئې دویمه ګڼه، 1985 ع کال په فرورۍ کې  ئې دریېمه ګڼه، په 1986ع کال جنورۍ کې  ئې څلورمه ګڼه ،په 1986ع کال اکست میاشت کې  ئې پنځمه  ګڼه او په 1987ع کال نوامبر میاشت کې ئې  6 مه ګڼه  تیت (خپره) شوه، د ضیاالحق د رژیم له خوا د" پښتون رساله" چې په جرمنی کې چاپیدله او خپرېدله هم د قابل اعتراض موادو په بهانه ضبط کړه. (۴

خو دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکریټیک پار ټۍ) د پښتون  رسالې خپرولو لړۍ وغزوله او د 1995 ع کال  تر جنورۍ ئې تر یولسمې ګڼې پورې هم خپره شوه، چې په دې سره ئې  د خپلی ګوندی مجلی ' پښتونخوا Pashtoonkhwa ' تر څنګ د باچا خان د پښتون رسالې بیرغ هم اوچت وساته او د باچا خان بابا د عدم تشدد د نظرئې په عامولو کې پوره ونډه ولرله.

لکه څنګه چې د پښتنو د ازادۍ سوکالۍ او ابادۍ په خاطر باچا خان بابا 37 کاله بند ( جیل ) تیرکړ او ستونزی ئې وګاللې، دغه  شان پښتون رسالې هم ډیرې لوړې ژورې او بندیزونه وګالل او د وخت دتاړاکونو او نا دودو  سره سره ئې ځان تر دې دمه د پښتنو د خاورې وتلي او پیاوړي  لیکوال ،ادیب او شاعر ښاغلي رحمت شاه ' سا ېل' صیب ته راورساوه

امید دی ، چې پښتون رساله  به پښتون قام ته د ځان پیژندنې روحیه  او د قامي یووالي د شعور د بیدارۍ حس ورکړي  اود باچا خان بابا نظر ئې ته به د عمل جامې واغوندي او ددې ټوټې ټوټې قوم د یووالي غوټۍ به یو ځل بیا ګل شي

لیک: نصیر ستوری، دلیکلو نېټه ۲۰/۵/۲۰۰۶ 

هاغه وخت  پتمن سایل صیب  دپښتون رسالې ذمه وار وو

اخستونځي:

۱ ـ ظریف ګل جانانمیخمري ډیبونه/  2500 کاله پخوا ـ  کال 1996 پیښور.

۲ -پښتون رساله  -  جرمنی چاپ  / 8 ګڼه کال 1990 جنورۍ میاشت.

۳ ـ   پښتون رساله  - پیښور /  8ګڼه کال1992 د باچا خان خصوص نمبر

۴-   روزنامه مشرق پشاور اوروزنامه شهباز پشاور.

-
بېرته شاته