(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څوارلسمې پېړۍ وبا

[05.Jun.2020 - 14:58]

د څورلسمې پېړۍ وبا

   نورالحق ن. څلی

    د تور مرګ وبا او یا ستره وبا د هغې وبا نومونه دي ، چې په څورلسمه پېړۍ کې یې د بېلا بېلو شمېرو په حساب ،  له ( ۷۵ ) ملیونو څخه آن تر ( ۲۰۰ ) ملیونو پورې وګړي ووژل . دغه وبا په منځنۍ آسیا ( د اوسني قرغزستان په خاوره  ) کې راپیدا شوه . دغه وبا د ورېښمو د لارې کاروانونو د آسیا ټولو سیمو ، افریقا او آن تر اروپا خپره کړه . هغه مهال همدا دمخه یادې درې لویې وچې ګرده نړۍ وه ، د امریکا او استرالیا لویې وچې چا نه پېژندلې

    د دغې وبا لامل » باسیلوس باکتریا Bacillus Bacteria « وه ، چې یو ډول ورږې ( ورږه ، ورګه ) له ځانه سره لېږدوله . دغه ورږې د » تورو صحرایي موږکانو « او ځینې نورو ژویو پر بدن باندې ژوند کاوه . دغو ورږو دا وړتیا لرله چې کله به ژوي بلې سیمې ته تلل ، دوی به هم د هغوی پر بدن پورې نښتې وې . وایي چې کله دغه صحرایي موږکان او ژوي د منځنۍ آسیا د اقلیم د بدلون له وجې نه ، ګاونډیو سیمو ته وکوچېدل ، دغه ناروغي یې هم له ځانه سره یوړه . له ویلو پرته روښانه ده ، چې د خوراکي توکو د شتوالي له امله دغه موږکان او نور ژوي هم تر ډېره پر هغو لارو او یا هغو لارو ته نږدې تلل چې سوداګریزو کاروانونو پرې تګ راتګ کاوه

    دغه د تور مرګ وبا څرنګه خپرېدله ؟ دغه ناروغي به یا له یوه ناروغ څخه بل چا ته د هوا له لارې لېږدېدله او یا به د ورږو او موږکانو د چیچلو له لارې انسانانو ته رسېدله . د هغې زمانې د کاروان سرایونو او بېړیو ککړتیاوې د وبا د چټکې خپرېدو لپاره ښه چاپېریال برابر کړی و . له دې چې کاروانونه یو په بل پسې د تګ راتګ په حال کې وو نو داسې شرایط وو چې یوه تن ناروغه به په یوه ورځ کې لسګونه داسې کسان ککړ کړل چې هغوی به لسګونو بېلا بېلو سیمو ته روان وو . همدا لامل و چې دغه ناروغي د څورلسمې پېړۍ د څلورمې لسیزې په پیل کې د اسیا ګوټ ګوټ ته خپره شوې وه

   دغې ناروغتیا کومې ځانګړې نښې لرلې ؟ کله به چې یو څوک پر دغې وبا اخته شو ، د ناروغ په تخرګونو کې ، پر څټ او ورنونو  باندې به دانې راوختلې . د دغو دانو پاړسوب به د یوې هګۍ او یا یوې مڼې په اندازه و . له دې سره به تبه ، کانګې ( خوا ګرځېدنه ) ، نس ناستی ( اسهال ) او درد هم مل و . دغې ناروغۍ به په یوې اوونۍ کې ناروغ له منځه وړ

   د تور مرګ وبا څرنګه او له کومې لارې اروپا ته راغله ؟ په کال ۱۳۴۷ کې دغه وبا د تور سمندرګي  تر کریمیا ټاپو پورې مغولي جګړه مارو  له ځانه سره وړې وه  . د کریمیا له ټاپو څخه د مدیترانې سمندر تر ټولو بندرونو پورې » د جینوا جمهوریت « سوداګریزو بېړیو یوړلهاروپا ته ناروغي د ایتالیا له لارې ننوتله . ډېر وخت لا تېر نه و چې آن د انګلیستان ، سکاتلند او سکندنوي هېوادونو ګوټ ګوټ ته خپره شوه .    

    که چېرې وپوښتو چې له  ۱۳۴۷ څخه تر ۱۳۵۲ کاله پورې  د » تور مرګ وبا « په اروپا کې څو ملیونه انسانان ووژل ؟ د دې پوښتنې لپاره د ځواب موندلو په بهیر کې به  په ډېرو لیکنو کې له ( ۲۵ ) څخه تر ( ۳۰ ) ملیونو پورې شمېرې ووینو . خو په همدې اړه بیا لیکوال او څېړونکی داکتر »  اوله یورگن بنددیکتو  « په خپل کتاب : » د ۱۳۴۶ - ۱۳۵۳ کلونو ، تور مرګ : بشپړ تاریخ « ( ۱ ) کې بیا د مړو شمېر ( ۵۰ ) ملیونه ښیي

    د داکتر اوله یورگن بنددیکتو اثر ځکه ډېر معتبر دی چې دغه څېړونکي هغه ټولې لیکنې کتلي دي چې د تور مرګ وبا په اړه په اروپا کې چاپ شوې دي . دا کتاب په رښتیا چې ډېر په زړه پورې او دروند اثر دی او په بیا بیا لوستلو ارزي . په کتاب کې داسې کیسې شته چې د قیامت له کیسو سره جوړې راځي .

    د تور مرګ وبا د قربانیانو په کتار کې شتمن ، نېستمن ، زورور ، کمزوری ، آن د شاهي کورنیو غړي او د کلیسا مشران هم وو . کټ مټ د اوسنۍ کرونا په شان هېڅوک ورڅخه خوندي نه و

   د اروپا لپاره د ناروغۍ پایلې څه وې ؟ 

* روانې جګړې یو ناڅاپه ودرېدلې .

* سوداګري هم د یو څه وخت لپاره ودرېدله .

* ټولنیزې ناکرارۍ ډېرې شوې .

* د کاري ځواک د مړینې له کبله کرهنیزې ځمکې لږ شوې .

* فیودالیزم د تل لپاره له منځه لاړ . بزګرانو نوي حقوق او امتیازات تر لاسه کړل .

* یهودي ضد احساسات راوپارېدل . پر یهودانو باندې دا تور ولګول شو ، چې دا وبا هغوی خپره کړې ده .     

 

   اخیست ځای

1- Ole Jørgen Benedictow“ .   The Black Death,   1346-1353: The Complete History

-
بېرته شاته