(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستالین

[04.Jun.2020 - 15:49]

یوسف ، جوزیف یا ستالین 

لیک: عبدلوکیل اټک

دې په سو سو او کوبا هم مشهورو خو ستالین پرې کېناست ، دې له اره روسی نه و دې دجورجیا و خو د روسانو رهبر و 

سخت دیکتاتور و بې رحمه خو ځکه و چې خپل زوی یې اسیر و خو ده یې تبادلې ته زړه نرم نه کړ .

دده کلی ګوري د یوه رود په غاړه پروت یو ښکلی کلی و خو دده برخه پکې خواره و پلار چمیار یانې موچي و خو سخت شرابي و او مور یې دوبۍ وه د کلي دخلکو جامې یې پریمینځلې مور یې چې هم څه ګټل پلار یې پرشرابو وهل او نشې په حالت کې پرزوي هیڅ رحم نه کاو او سخت به یې رټه .

ستالین چې کله لږ غټ شو د کلي د ماشومانو سره به یې ډلې جوړلې او دهټیوالو به یې خوراکي توکي تښتول او کله به چې هیټوالو ورته ځیر شو دې به په منډه کړه ، هاخوا به پرې واوښتل .چې څوارلس کلن شو کورنۍ یې تیبلیس ته بوته او هلته یې په یوه دیني مدرسه کې واچوه چې دهغه سخت ډیسیپلین به یې اصلاح کړي خو دده یاغي زړه کله هم دانه منله یوه ورځ دې له یوې هټۍ څه اخلي چې هټیوال یې ورته په یوه اخبار کې ورکوي دې چې داخبار ټوټه لولي چې لینین پکې کوم بیان ورکړی چې د نظام خلاف دی ده ته سخت خوند ورکوي خواړه خوري او اخبار جیب کې ږدي کله چې مدرسې ته ځې هلته خفیه پولیس راغلي وي او دده کوټه پلټي خو څه نه پکې مومي ده باندې د بلشویک په ملګرتیا شکمن شوی وی 

د پولیسو له تګ وروسته دې کاغذ سیزي خو دده زړه لا هم د بغاوت په لمبو سوزي له دې ځایه د کارل مارکس د اثار غلې غلې مطالعه پیل کوي د کارل فلسفه د مذهبي روایاتو خلاف وه او دې پکې سخت لیوالتیا اخلي او کله چې ده سره داکتابونه لیدل کیږي نو دا له مدرسې اخراجوي ، دلنډ وخت لپاره ماموریت اخلي ، د سوسیال ډیموکرات ګوند کې غړیتوب اخلي او د بلشویکانو سخت اغېزمن کیږي .

د بلشویکانو د مشر لینین سره لیوالتیا پیداکوي ځکه بلشویکانو د جنګ دلارې بدلون غوښته او ده هم جنګ خوښولو 

۱۹۰۱ کې د یوه اخبار تابیا ونیوله او ولس هلې ځلې په نوم یې چا پ کړ دا اخبار له باکو خپریده یو کال وروسته په فاریکو کې لاریونونه پیل کړ چې دې پکې سخت مشهور شو ۱۹۰۳ کې د بلشویک د ګوند قوي غړی شو 

لینین چې دده هلې ځلې ولیدې سړی یې ځانته را نږدې کړ او خپل خلیفه یې وټاکه .

هغه په پارتۍ هر څه په زغرده کول ، ده بانک ولوټه او بیا یې ګوند ته وبخشه .

له ۱۹۰۱ نه تر ۱۹۱۳ پورې دې  اوه ځلې بندي شو او هر ځل چې به یې دې سایبریا ته ولیږه دا به ترې را وتښتیده .

کله چې دکومونیزم د سوسیال ډیموکرات ګوند جوړ شو دایې د مرکزي کومیټې غړی شو او کله چې په ۱۹۱۷ کې د اکتوبر انقلاب شو دې له څلور کلن بنده را وتښتید او د لینین له خوا د منشي مقرر شو خو دوه کاله وروسته لینین ناروغه شوخو د مرګه مخکې یو لیک ولیکه چې زما د مرګه وروسته ستالین مشر نه کړئ چې دې سخت دیکتاتور دی او دالیک خپله ستالین را وسید لینین ومړ ، دده ځایناستي ته دوه کستان وړ چې یو ستالین او بل دسره پوځ مشرلیون تروتسکي و چې هغه ګوند پوره اثر نه درلود ، ستالین د لینینن ځای ونیوه او په کال ۱۹۲۶ کې لیون له ګونده وویسته او په کال ۱۹۲۹ کې یې له ورسيې وویست او په ۱۹۴۰ کې مړ شو .

ستالین چې قدرت ته ورسېد لومړی یې بزګرانو وویل چې لس سلنه د کروندې ګټه به اخلئ او نوې به حکومت ته تسلموئ دهقانانو بغاوت وکړ خپل فصلونه یې وسیزل او مالونه یې حلال کړل چې دا کار د کومونیزم او سوسیالیږم خلاف هم و دې کړنې ستالین نور هم په قهر کړاو په لکونه دهقانان یې مړه کړل په لکونو یې بندیان کړل او په لکونو یې تبعید کړل .

۹۹سلنه ځمکې یې دولتي کړې ،بزرګران مجبورشول چې ښارونو ته مخه کړي  دوې ترې لوې لوې فارمونه جوړ کړل .

یو خوابزګرانو اعتصابونه وکړل او بل خوا وچکالي را غله ډیر خلک د لوږې مړه شول .

۱۹۳۴ کال کې د یوه فرمان له مخې خپل سیاسي مخالفین د ګوند غړي جنرال صاحبمنصبان او نور مړه کړل 

ډیر قومونه یې بې وطنه کړل 

میډیا کاملا د دولت چوپړ کې وه 

د ستالین دیرې کیسې خو زموږ وسه همدومره وه درسره مو شریک کړل

په کال ۱۹۵۳د مارچ میاشت په پنځمه ومړ

عبدالوکیل اټک

 

 

باغ او دسیندغاړه اوساقي او جام         

دا پکې زما شو ملا، نور جنت دې واله                                                         

                                                      بله داسې نه کی، چې سم روغه زمونږ وشي

حورې دې زما شي اوغلمان مې درکړل تاله

 

-
بېرته شاته