(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لالاجي

[04.Jun.2020 - 15:28]

لالا جي

لیک: فیروزخان اپرېدی

څو ورځې وړاندې راله لالا جي د خپلې دويمې شعري مجموعې مسوده راؤړه او راته ئې اوئيل چې هلکه اپريديهپه دې څۀ وليکه

ما ورته اووئيل لالا جي

دا کار به دې په چا پوهه کس کړے وۀ زۀ خو داسې خاص ليکوال ميکوال نۀ يم بس هسې کله کله شعر نيم وليکم هغه هم څوک پوخه او سنجيده ليکوال نۀ لولي

وئيل ئې مړه دا دومره رسالې مجلې چې اوباسې نو دا کمې دي څۀ نېک بخته؟ 

ما ورته اووئيل هغه خو ده ، خو لالا دا ټول کار نسيم خان نسيم صېب کوي زما نوم ئې ھسې پرې د پاسه ليکلې وي

لالا اووئيل، چې خېر دے مړه زمونږ هم ستا د نوم سره کار دے .

بس تکړه شه ، نخرې مخرې مۀ کوه يو څو کرښې تورې راتورې که چې زما په کتاب باندې ستاسو ليکل راشي بس

ما وئيل سمه ده لالا خو سوچ پرې يو ځل بيا وکه . هسې نۀ چې وروستو بيا پښېمانه وې

هغۀ اووئيل چې ما سوچ کړے دے سبا نۀ بل سبا به راځم بس چې ستا ليکنه تياره شوې وي

ما وئيل لالاجي دومره زر؟ ولې د کتاب مسوده به لوستل نۀ غواړي؟

وئيل ئې چې سبا ټوله ورځ درسره ده او بس چې سبا ماښام ورته کېنې او دا ليکل وکړې نو کار به اوشي

ما سبا نۀ بله ورځ کاتب له وخت ويستلې دے هغۀ له به راځم نو ستاسو نه به دا ليکل هم يوسم ما ترې مسوده واخېسته او يو څو پاڼې سرسري سرسري مې ولوسته او هم هغه وخت مې ليکل پرې پئيل کړل

د لالاجي شاعري خو ماته معلومه وه چې څنګه ده څه مې اورېدلې وه او څه مې مخکښې لږه ډېره لوستلې وه بس يو تاثراتي ليک مې پرې اوکړو او په لفافه کښې د مسودې سره مې کېښودۀ

په بله ورځ لالا رانغلو باران هم وۀ او څه کار ئې چرته پېښ شوې وۀ

څو ورځې پس راغلو، هارون صېب هم ورسره وۀ، په ډار ډار مې ورته مسوده حواله کړه ۔

هغۀ اووئېل چې ليکل کوم دي؟ 

ما ورته اووائيل دې لفافه کښې موجود دي

هغۀ د لفافې نه زما ليکل په یو شخ راوويستل او زر زر ئې لوستل شروع کړل وئيل ئې چې بس دغه شان ليکل وي کنههسې دې دومره نخرې کولې مړه

ما وئيل لالا ستاسو د شان سره سم خو نۀ دي خو بس ګزاره به اوکړي

جېب ته ئې لاس کړو او يو پاڼه ئې راويستله او وې وئيل چې ښه دا نظم ترې پاتې دے، دا ما په سلطان باش خېل ھغه د دوبۍ په ملګري ليکلې وۀ او رانه ورک شوې وۀ نن سحر مې په کاغذونو کښې پېدا کړو دا هم کاتب له وړم چې دې مسودې سره ئې شامل کړي

خو تۀ يو کار اوکړه ، دا په خپله مجله پېښور کښې هم دا ځل خامخا چاپ کړه .

ما اووئيل چې د دې کاپي درسره شته؟ 

هغۀ اووئيل چې نه کاپي خو نشته خو څوک ولېږه

ما اووئيل په دې ماښام څوک ولېږم بازار جُدا دے او دکانونه به هم بند وي. خو يو کار به اوکړم زۀ به د دې نه په کېمره کښې عکس واخلم او دا به په فېس بک هم خور کړم چې سلطان باش خېل ئې په خپلو سترګو اوويني، مسافر دے چې درنه خوشحاله شي او بيا به ئې مجله کښې هم چا پ کړم او په دريم ځل به ستا کتاب کښې هم چاپ شي نو په يو ټکټ کښې به درې مزې واخلي؟ 

وئيل ئې چې دا خبره دې بېخي سمه وکړه

ما بيا ورته اووئيل چې لالا جي

تاسو خو په ما هم يو نظم ليکلې وۀ. هغه جوړ ستاسو په اولني کتاب کښې چاپ دے؟ 

هغۀ دې کتاب کښې دے کنه !!! داسې معلوميږي چې تا زما دا مسوده هډو لوستلې نۀ ده ؟ 

زۀ شرمنده غوندې شوم او ورته مې اووئيل چې لالا کېدے شي زما له نظره نۀ وي تېر شوې بله دا چې تاسو تادي هم کوله او دريمه دا چې هغه به چرته اخري پاڼو کښې وي

هغۀ اووئيل دلته خو مې ونيوې کنه .. دا څۀ دې په شپږمه پاڼه باندې پروت دے . لالا فوراً زما په نوم ليکلې شوې نظم د خپلې مسودې نه رابيل کړو. ورپسې ئې سم دستي اووائيل هسې دې له ځانه ليکلي دي چې د لالا شاعري پخه، قامي، ملي، رومانوي، مذهبي، کلتوري، او سياسي پته نيشته څۀ څۀ بلا بتر ده؟ 

ما اووئيل لالا تاسو د حمزه بابا ، او سمندر خان سمندر دَ وختونو نه شاعري کوئ نو پخه به نۀ وي؟ هغۀ اووئيل، او هاو ، دا خو ده ! خو دا قامي او ملي دې ولې ليکلې دي ؟

ما ورته اووئيل چې لالا تاسو په هر دويم دريم بېت کښې 

پښتون، پښتو او پښتونخوا ياده کړے ده نو دا قامي او ملي نۀ شوه؟ 

هغۀ اووئيل چې او دا خبره خو صحيح ده. لالا بيا اووئيل ښه ټیک ده ھسې د ځان  د پوھې د پاره پوښتنه کوم چې دا رومانوي دې ولې ليکلې ده؟ ما اووئيل لالا ستاسو خو يو مشهور شعر وۀ هغه څه وۀ ؟ هن رښتيا ھغه چې په اسلام اباد کښې دې په يو کثیراللثاني  مشاعره کښې اورولې وۀ .چې جينکو او هلکانو پرې ډېر داد هم درکړې وۀ

لالا مسکې شۀ . او هاو، خو تا ته دا خبره چا کړے ده؟ 

ما ورته په ډار ډار اووئيل ،چې هغه فقير ګل خالص راته وئيلي وۀ

هغه اووئيل چې دا خبره صحيح ده خو دا فقير ګل خالص خو ما سره ډېر ناروا سلوک کړې وۀ د هغې نه خبر ئې؟ 

ما وئيل نه د دې نه خو نۀ يم خبر خو دومره ئې راته وئيلي وۀ چې په مشاعره کښې ډېر هوټنګ شوې وۀ او د مشاعرې نه وروستو بيا د اردو يو شاعرې لالا ته ټينګ لاس ورکړې وۀ او ورته ئې وئيلي وۀ چې خان صاحب آپ کی شاعری بڑی اچھی ہے۔کبھی کبھار تشریف لایا کریں مشاعروں میں۔آپکی جمالیاتی محسوسات باعث ذوق ، شوق اور لذت امیز ہیں۔

لالا سخت شرمنده غوندې شۀ،خلۀ ترينه ورانه ورانه لاړه خو ځان ئې راټينګ کړو. وئيل ئې چې دا ټـول ورانې دَ دغه مصېبت خان هغه څۀ دے،  فقیر ګل خالص بلکه فقير ګل  ملاوټي وۀ

بيا ئې ټوله قيصه د سره شروع کړه چې څنګه د هغۀ سره يو ځائې مشاعرې له اسلام اباد ته تلې ووم، هغه ورځ هارون راسره نۀ وۀ تبې نيولې وۀ

زما چې نمبر راغلو نو زما د کلام د ترجمې د پاره ما سره دغه فقير ګل خالص نۀ بلکه ملاوټي ودرېدو

خو چې ما هغه شعر اووئيلو چې 

 

چې په خوا کښې راسره زما دلبر وي 

زړۀ مې داسې وي خوشحال لکه اختر وي 

 

نو دغه ملاوټي ئې غلطه ترجمه وکړه

 

جب گود میں محبوبہ بیٹھی ہو تو مزے ہی مزے ہونگے۔ 

تۀ زما شعر ته وګوره او د دغه ملاوټي ترجمې ته وګوره؟ 

ما وئيل خېر دے نزدې نزدې ده

لالا کچه کچه شۀ زر ئې اووئیل چې د مشاعرې نه پس مصيبت دا وشۀ چې هغۀ د اردو شاعرې کشور ناهيد راله چې د مشاعرې په پائې کښې لاس راکړو نو وزيرئ ګوته ئې راغونډه کړه او تلې ئې راله۔۔۔۔۔

وئيل خان صاحب ډېره حسينه شاعري کوې. زمونږ خواله هم راځه  چې ستاسو د شعر نه خوند اخلو. سخت ئې بګهراؤ کړې ووم 

زۀ لږ دنګ غوندې یم ټولو خلقو ماته کتل۔

ما وئيل يره لالا! دا خو لاړې ستورې شوې ځکه چې هغه خو ډېره لويه شاعره ده 

د لالا د خلې وخــکي تر غوږونو رسېدلې وو او خلۀ ئې بېخي نۀ راټولېدله

څه شېبه وروستو ئې اووئيل يره خبرو خوند کولو او ما غوښتل چې دې کشور حسينې ته اووايم چې په جنسي او رومانوي شاعرۍ کښې لږ فرق کوه خو دلته هم هغه ملاوټي ډنډه اوهله او راته ئې چغې وهلې چې لالا راځه چې د بېتاب صېب پوښتنې له ور شو. ما وئيل ظالمه! دا ښۀ ساعت دې په ما نۀ پيروزو کيږي په بېتاب څه شوي دي چې پوښتنې له ورځو دلته خو اوس زۀ ډېر بې تابه يم. فقير ګل اووئيل چې بې تابه خو ئې خو چې بې ابه نۀ شې .بیا ئې خلۀ بل طرف ته اوږده کړه او چغه ئې کړه چې رفعت ګاډي دېخوا راوله. خدائې شته د کشور حسينې نه په جدائۍ مې زړۀ خفه وۀ خو دا د رفعت نوم راباندې خوږ شان ولګېدو ما وئيل دا به څوک د پښتو شاعره وي خېر دې بقيه ګپ به د دې سره ولګي

ما خالص له اووئيل چې ځه چې ځو خو په بېتاب څه شوي دي؟ خالص اووئيل چې خبر نۀ ئې هغه خو ګوزن وهلې دےګوزن؟ 

دا ګوزن څۀ شې وي؟

د لالا سره راغلې هارون په مينځ کښې راؤدنګل او د خالص او د دۀ د قيصې په مينځ کښې ئې د لالاجي نه تپوس وکړو. لالا ورته اوئيل چې مسلمانه۔د خدائې روئي ته وګوره! ته اوس د خړپوسو ماشوم خو نۀ ئې چې ګوزن نۀ پېژنې؟

ما هارون صېب  ته اووئيل چې فالج يادوي

هارون په خندا کښې اووئيل او کنه په لالا دا ټولې بيمارۍ تېرې  دي ځکه ورته د هرې بلا نوم ياد دے 

لالا سخت په غصه شۀ

د خدائې په فضل پوره ۶۸ کاله عمر مې دے او تر نن پورې مې وېښتان تک تور او غاښونه سلامت دي څه ستاسو په شان د بيمارو جاله نۀ يم 

خالص مخلص ژوند مې تېر کړې دے پاک  څاک۔

ما ورته اووئيل لالا پروس کال خو د زړۀ اټېک درته شوې وۀ کنه؟ 

لالاجي وئيل خدائې مۀ که..الله پاک دې د هغه ډانکتر کور وران ويجاړ کړي زما د ګېس بيماري وه او دۀ راته وئيل چې هارټ اټېک دے..څلور مياشتې ئې راباندې ايشېدلي کدوان او تورې بېنډۍ وخوړې. او په اخېر کښې چې د بېتاب صېب ادبي پروګرام له لاړم نو هغۀ راته اووئيل چې هلکه دا څه چل درباندې شوې دے؟ 

ما اووئيل ډانتران وائي چې د زړۀ بيماري ده، څلور لاکه روپۍ جمع که چې اپرېشن درته وکړو 

بېتاب صېب فوراً قراقل په مېز کېښودو او زما ئې چې څنګه نبض ټينګ کړو. وئيل ئې چې دا کوم جاهل ډاکټر له تلې وې؟ ما ورته اووئيل چې فلانکي پروفېسر څۀ دے؟

بېتاب صېب اووئيل! هغه خدائې په ګوزن اووهه ستا خو د ګېس بيماري ده او په دې ايشېدلو سبزو او کدوانو بېنډو دومره ډنګر شوې ئې چې د نورو بيمارو خطره دې هم شته. زر زر ئې نسخه وليکله او راته ئې اووئيل چې دا واخله نسخه مې درته وليکله. دا استعمال که چې سم دم د پسرلي مست سخوندر درنه جوړ شي. او مياشت پس بيا چې راځې نو روغ به ئې. مياشت پس خو لاړ نۀ شوم خو هغه د اسلام اباد په مشاعره کښې فقيرے راته زيرے راکړو چې بېتاب صېب پخپله ګوزن وهلې دے

لالا دې ته خو زېرے نۀ وائي ! ما پرې غږ وکړو

او هاؤ پوهېږم خو اوس رانه هغه د غم د خبر اصلي ټکې هېر شۀ

هارون بيا راؤدانګل، يره دا بېتاب صېب خو هم پوره شے وۀ ،په دې خېبر ټيلي وېژن ئې سمه قبضه کړې وه. د پينځه شپږو کسانو مخه ئې نيولې وهحکيم هم هغه وۀ، خطبه به هم دۀ ورکوله، ادبي پروګرام به هم بېتاب صېب کولو د عربۍ ژبې د زدکړې پروګرام به هم بېتاب صېب کولو او د سوالونو ځوابونه او خېبر بيټ لړل څټل به هم بېتاب صېب کول!!! 

ما ورته اوئيل چې هارونه لږ کم شه مړه دا لړل څټل پکښې د کومه راغلل.؟ 

لالا جي اوئيل او هاؤ ...د ادبي پروګرام خو ئې ما هم ليدلې وۀ نن سبا پکښې هغه ګل اکبر سائيل هم پښتو له نورق ورکوي

نورق ! که رونق ؟ 

او هاؤ هم هغه، هارون په خندا شۀ وئيل ئې چې لالاجي کله کله داسې بېلاوتو وائي، سرائے نورنګ ته نورائے سرنګ وائي. رونق ته نورق وائي او ګبهراؤ ته بګهراؤ وائي

لالا جي بيا په غصه شۀ او او تۀ خو سم اباسين يوسفزے ئې چې هر څه به صحيح وائي

هارون اووئيل چې اباسين يوسفزے صېب په پروګرام کښې چې کله هم مېزباني کوي نو د ډاکټر اسرار صېب د دعا نه پئيل کوي خو دا نۀ وائي چې دا د ډاکټر اسرار صېب دعا ده تر څو چې په هغه پروګرام کښې پخپله ډاکټر اسرار موجود نۀ وي. هغه مخکښې ورځو کښې مېجر طارق هم ناست وۀ هغۀ په زوره اووئيل چې ډاکټر اسرار پروګرامونو له ډېر کم راځي په کومه ورځ چې راشي نو بس هم په هغه ورځ اباسين صېب د ډاکټر صېب دا دعا د هغۀ په نوم ياده کړي، باقي ورځې پرې اباسين صېب غلې وي

ما په مينځ کښې بيا خبره رفع دفع کړه او ورته مې اووئيل دا ګل اکبر سائيل څوک دے لالا جي؟ 

هغه تور سکاڼ غوندې هلک څۀ دے چې په مزه مزه په خوند خوند پښتو وائي.

ما ورته اووئيل چې لالا هغه خو ډېر لوئې معتبر شاعر دے اکبر سيال نوم ئې دے

او هاؤ هم هغه

د هارون باچا په اواز کښې ئې ډېرې غزلې د څکلو څټلو سازينو مېخانو، مستي او خمار واله وئيلي دي

هارون پکښې بيا راؤدنګل او کنه لالا څه ستاسو په شان د روژو زکاتونو او حجونو عمرو نصحيتونه خو نۀ کوي بلکه سيال به عيش کوش که عالم دوبار نيست واله خبرې ئې خوښې دي. په ما خو ډېرې ښې لګي د هغۀ سندرې!! 

ما ورته اووئيل چې مړه پرېږدۍ پردي بحثونه خپلې خبرې کوو

لالا بيا څه چل وشۀ چې فقير ګل خالص بېتاب تۀ بوتلې او کنه

لالا ګويان شۀ وئيل ئې چې اول خو زۀ راضي شوم ځکه چې خالص د رفعت نوم اخستې وۀ ما وئيل راشه پښتنۍ جينۍ سره به دا نورې خبرې وکړو خو چې کله موټر ته نزدې شُو نو د موټر نه يو تور سکاڼ سړے راووتو .خالص ئې تعارف وکړو چې دا رفعت خټک دے مشهور واتړ کلر پېنټر !!! 

ما زړۀ کښې اووئيل چې يا خدايه دا دومره خوږ نوم او دومره ښائيسته ئې کارونه او دا څه سکاڼ سړے دے توبه توبه۔۔۔

خالص چغه کړه کېنه لالا رفعت سره وړاندې سيټ کښې چې ځو د بېتاب صېب پوښتنې له

ما ورته بهانه جوړه کړه چې زۀ کلي ته ځم په ما ناوخته کيږي مړه !اصل کښې چې د کشورې شرينې خبرې مې د بېتاب په ثقيلو کورغندلو ، خميره ګاؤزبان او جوارش جالينوس نه خبرابولې ځان مې ترې راخلاص کړو او نېغ کلي ته راغلم

دې وخت کښې د لالا بيا خپلې مسودې ته خيال شۀ. چشمې ئې په سترګو برابرې کړې او وئې فرمائيل!! 

يارتا اوهارون زما نه هسې هېڅ بې هېڅه مذهبي زاهد جوړ کړې دے

زما په شاعرۍ کښې د يو بېت نيم نه سېوا کوم نصيحتونه يا مذهبي شعرونه دي؟ دا نعتونه او منقبتونه خو ما د ټي وي پروګرامونو او مشاعرو د پاره ليکلي دي .

خدائې شته که نور خو زۀ څۀ دومره مذهبي يم صرف مونځ اودس کوم د هارون پشان بېلماځه او پليت خو نۀ يم چې هغه صرف الله مني نور نۀ مونځ پېژني او نۀ دا نور د مذهب لوازمات۔ 

هارون يو ځل بيا راؤ دانګل ولې لالا ټي وي له ئې څه د پاره ليکې ؟ خو پېسې پرې اخلې کنه؟ ولې تۀ هم د برق صېب په شان د قلم مزدور ئې؟ 

لالا ورته اوئيل ...زوروره خدائې شته که د ټي وي چېک يا پېسو له ئې ليکم خو بس چې ټي وي واله اووائي چې راشه، چې په دې محفل مسالمه کښې شريک شې ثواب به دې هم وشي او دا پښتون اولس به خپل دا غم زپلې او لمبو وهلې شاعر هم په سکرين اويني په دې کښې زما څه قصور دے او نو تۀ پرې ولې سوځې هارونه؟

ما لالا ته اوئيل ښه ځکه تاسو په ځان اتش تخلص ايخې دے؟

او هاو..بيا ئې زياته کړه !مړه يو بل هم زما په نوم شاعر دے هغه ټوله ورځ د کبابو کړهي ته ناست وي هغه ځان ته انګار تخلص ايخې دے نو ما فکر کاوۀ د اولس په غم کښې خو زۀ هم سوځم پرېږده چې زۀ په ځان اتش تخلص کېږدم

ما ورته اووئيل چې لالا ستاسو او لائيق زاده صېب يو شان مزاج دے

هغه هم تنکو تنکو جينکو ته غزلې ليکي او ورسره سمې لوئې لوئې د نعتونو مجموعې هم چاپوي، او نور خلق پرې هډو نۀ خبروي چې په دې نعتونو باندې د وزيراعظم له خوا يو لاکهـ روپۍ او د عمرې خرچه او ټيکټ هم ګوتو ته ورشي او په کتاب صدارتي انعام يافته نعتيه مجموعه هم وليکي، هغه هم د اولس د غمه بس مرګونې دے

نه مړه لائيق زاده او ما کښې ډېر فرق دے؟ 

هغه د سندرو ګناه د نعتونو په ثواب وينځي او زۀ خو سندرې نۀ ليکم صرف د ټي وي د پاره نعت منافقت وغيره وليکم دا هم دوه درې ځله هغه بخاري پروفېسر مجبوره کــړ م ګني زما مزاج خو درته معلوم دے

ما وئيل منافقت څنګه ليکې توبه توبه۔

لالا وئيل نه يره هغه بله نامه ئې ده۔

هارون پکښي بيا دخل اندازي وکړه لالا منقبت  يادوي لالا اووئيل او هاو دغه۔۔

ما ورته اووئيل چې بخاري پروفېسر څوک دے؟ 

لالا اووئيل چې هغه څۀ دے مړه اول په اکوړي کښې اوسېدو اوس پېښور کښې اوسيږي د پښتو، اردو، هندکو، سرائيکۍ او اوس د هندۍ ژبې دعوې هم کوي بلکه د دغو ټولو ژبو ټول حقوق ئې هم په ځان پسې ليکلي دي

ما ورته اووئيل چې لالا تاته خو معلومه ده چې زۀ مسافر يم او دا بخاري پروفېسر نۀ پېژنم. هارون اووئيل مړه . هغه اوس بخاري نۀ دے. اول بخاري وۀ بيا هندکې شۀ بيا وروستو پښتون شۀ اوس اوس سيد شوې دے ما ورته اووئيل چې بس پرېږده سړيه ولې د پردو خلقو غېبتونه راباندې کوې. دې خلقو کښې دا چلونه وي تاسو هغه قياسي صېب نۀ دې ليدلې؟ چې د بل چا غزل ئې په ځان پسې دومره کلک وتړلو چې باقاعده د عدالت نه ئې ډګري پرې راوخسته۔ حالانکه هغه د خېبر په زلمي څه کول او تاتره خو لا ما هم ليدلې نۀ ده چې په خېبر کښې اوسېږم

هارون پکښې اووئيل چې هو ما اورېدلي وۀ چې دا د اجمل بابا غزل وۀ

لالا جي اووئيل ما خو اورېدلي وو چې د مراد شينواري غزل وۀ

خو دا مال اوس د زرغون شاه دے

څوک خو دې په خېبر زلمي پښتو زمونږه شان دے دعوه وکړي چې قياسي صېب ئې غاښونه ماتوي او کنه! ما هم پرې سم ډز وکړو

لالا داسې ترينجک غوندې او وهلو او وئې وئيل دا کارونه زمونږ په زمانه کښې هم کېدل خو دومره په لوئي کچ نۀ وو

ما ورته اووئيل چې ستاسو وخت کښې دومره شاعران نۀ وو

هغۀ اووئيل کۀ چا ته وائې نۀ نو يو څو نومونه به زۀ هم واخلم

ما ورته اووئيل چې لالا زۀ تا سره دا وعده نۀ شم کولې ځکه چې زما خلۀ سورۍ ده او چې چا ته ئې ونۀ وايم نو په خېټه کښې مې قولنج ويخو دا تاسو ما ته مخکښې هم وئيلي وو چې دا کار به شمس الزمان شمس مرحوم هم کولو.  

هارون پکښې راوادانګل ولې هغه ستاسوشاه صېب درنه هېر شۀ ؟ 

ما اووئيل هغۀ څه کړي؟ 

هارون اووئيل چې د ډاکټر صاحب شاه صابر مرحوم غزلونه ئې په ځان پسې نۀ وو شمارلي ؟ 

او د قطر دوبۍ شوده سري شاعران ئې دومره متاثره کړي وو چې سم رحمان بابا ئې ترې جوړ کړې وۀ۔ 

ما ورته اووئيل پرېږده مړه هغه خو د لالا يار دے ولې ئې غېبت کوې؟ 

لالا يو دم په غصه شۀ او په ما ئې سم راؤدانګل وئيل ئې چې په هغه شوده سري شاعرانو کښې اول نمبر ستا هم دے او اوس ئې زما ملګرے او دوست ثابتوې۔

ما ورته اووئيل والله لالا مونږ خو په يوه خبره پوهېږو او هغه دا چې څوک راته څه اووائي نو باور پرې وکړو. خو هغه وخت ئې ماته دروغ معلوم شول چې کله ئې دا سندره يا غزل په ځان پسې شمار کړو نو ما زړۀ کښې اووئيل چې بچيه دروغ دې اووئيل

په غريبۍ که مې شرمېږې بيا به نۀ راځمه 

خېر دې چې تۀ پرې خفه کېږي بيا به نۀ راځمه 

 

ځکه چې دا ما پخپلو غوږونو په شارجه کښې د سوات يو سپين ږيري مزدور کاره شاعر صابر احمد صابر نه اورېدلې وه. او چې دغه شاه صېب  هر کله په ځان پسې زباد کړه نو ماته معلومه شوه چې دې خو په پردي مال لاس راکاږي. نو ما بيا پوره تحقيق شروع کړو او دا اندازه راته ولګېده چې زلفو له شړق ورکه طوفان راوله هم د ارواښاد صاحب شاه صابر وۀ خو دې عاجز ډېر د مجبورۍ نه په ځان پسې دا سندرې زباد کړې وې. اخر د دوبۍ او قطر شوده سري شاعران خو به په څه نه څه طريقه متاثره کول ضروري وو کنه

لالا اووئيل چې پرېږده مړه دا خبرې۔ دې سریزې ته راشه تا زما په دې مسودې باندې په خپل ليک کښې دا هم ليکلي دي چې زما شاعري سياسي ده، د دې څه ثبوت دے؟ 

ما ورته اووئيل چې ولې تا هغه شعر نۀ وۀ ليکلې چې

د اباسين اوبه ئې بيلې کړلے

خدايه پنجاب باندې طوفان راولې

 

هغۀ اووئيل چې او دا خو ما ليکلې دے خو دې کښې حقيقت دے سياست پکښې د کومه راغلو؟ ما ورته اووئيل چې لالا جي. سياست خو ښۀ شې وي تاسو ترې ولې الرجک ئې ؟ هغۀ اووئيل چې دا خو منم خو تاسو څنګه زما شاعرۍ ته سياسي شاعري وئيلې ده، نو ځان پوهـ وم چې بيا څوک پوښتنه وکړي چې ځواب خو وي راسره کنه

ما وئيل لالا ! دا د اباسين ذکر اګر چې يو جعرفيائي تذکره ده خو دا اباسين په تاريخي لحاظ د پښتونخوا سره تعلق لري۔ او د دې اوبۀ ئې ستاسو نه په سياست کښې پټې او بئيلې نکړې؟ هغۀ اووئيل چې او هاو. دا خو ده.

اخر کښې ئې اووئيل چې مړه دا دومره خبرې دې زباني چې وکړې که دا تاسو ليکلې وې نو زما په مسوده کښې به ئې نور هم خوند زيات شوې وې

ما ورته اووئيل لالا! ستاسو خو لا ډېره شاعرۍ د چاپ نه پاتې ده که ژوند وۀ نو بيا به چرته ليکل ميکل وکړو

هغۀ اووئيل چې ځه سمه ده خو دا يو نصيحت درته کوم چې په چا څه ليکل کوې نو دروغ پکښې مۀ ليکه او چې لوستې دې نۀ وي نو د ځان نه پکښې تجزيه نګاري مۀ کوه..زما په زړۀ کښې چې کوم اور بلېږي د هغې په حقله خو تا هېڅ نۀ دي ليکلي . زۀ داسې يو ليکلوال لټوم چې زما د زړۀ بڅرکي رابرسېره کړي او دغه لوګې لوګې اورلړومې اتش راته مړ کړي۔

ما ورته اووئيل چې لالا د غالب يو شعر دے

 

عشق پہ زور نہیں یہ وہ آتش ہے غالب

جو لگائے نہ لگے اور بجھائے نہ بجھے

 

هارون اووئيل چې لالا هم داسې شعرونه ليکلې شي خو که لالا ته د غالب په شان ماحول ورکړې شي نو تۀ بيا ګوره

لالا اووئيل مړه دا تۀ څه وائې هارونه..غالب څه بوس باد کړي دي، هغه څه شرابي وۀ . زۀ شکر دې مونځ ګزاره، تجهد ګزاره شاعر يم .

زما الهامي کلام دے او ما ته خپل ټول کلام زباني ياد دے. ورسره ئې خپلې مسودې ته لاس کړو او وئيل ئې چې غوږ شئ

درې ساعته پس چې لالا پاسېدو نو په دغه مسوده کښې ۲۲۰ ټولې غزلې ئې په ما او هارون بطور سزا اورولې وې۔

فیروزخان اپرېدی

-
بېرته شاته