(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امیر کروړ سوري

[04.Jun.2020 - 15:18]

امیر  کروړ سوري

لیک:ضېالحق سیند

زموږ د هیواد نومیالی مورخ ارواښاد میر غلام محمد غبار په خپل آثر (افغانستان و نګاهی به تاریخ ان) کې لیکلي  دي، چې د غور پخوانۍ آریایي ژبې د وختونو په تېرېدو سره خپل ځای ځینو لهجو او پښتو ته پرېښود او د غور له پاچاهي کورنیو څخه یو ه کورنۍ د سوریانو ده. په طبقات ناصري کې د قاضي منهاج السراج جوزجاني د لیکنو له مخې د ضحاک(پښتو : سهاک) په اولاده کې دوه وروڼه و، چې د یوه نوم سور او د بل سام و ، سور یې مشر ورور او پاچا و  او دا بل یې د لښکرو مشر و، تر اسلامي عصره  دمخه دوی په غور کې پاچاهي درلوده.

دغه د غور سوري شاهي کورنۍ په تاریخونو کې د شنسبانیانو په نامه هم مشهوره شوې ده او دا ځکه چې د دې کورنۍ مشر نیکه شنسب (شین اسپ) نومېده، چې د پلار نوم یې خرنک  و ، دا شنسب د حضرت علی (رض) په زمانه کې مسلمان شوی او د غور پاچا منل شوی دی.

د شنسب زوی امیر پولاد و، چې د خپلو پلرونو نوم یې بیا را ژوندی کړ.

هغه وخت چې ابومسلم مروزی د بني امیه امیران له خراسان څخه وشړل  او د بني عباس په پلوۍ ودرېد ، نو امیر پولاد د غور لښکرې د ابومسلم په مدد وکوچولې او د آل عباس د پاچاهۍ د ټینګښت لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.

د امیر پولاد د پاچاهۍ مرکز د غور په مندیش کې و، کله چې دی وفاتېده، نو پاچاهي یې زامنو ته ورسېده.

په پټه خزانه کې د محمد بن علي البستي (تاریخ سوري) په استناد راغلي دي، چې د امیر پولاد سوري زوی ، امیر کروړ و، چې په (۱۳۹) هـ ق کال د غور په مندیش کې پاچا شو.

امیر کروړ د غور کلاوې باشتان ، خیسار ، تمران، برکوشک او نور ونیول .

د ده پاچاهۍ دوه مرکزونه درلودل ، چې یو یې مندیش او بل یې زمینداور و ، امیر کروړ سوري ډېر غښتلی پهلوان و، چې په یوازې ځان به له سلو تنو سره جنګېده، ده هم د عباسي دعوت په نامه جنګونو کې ګډون درلود او ډېرې بریاوې یې تر لاسه کړې.

امیر کروړ سوري عادل پاچا و او له دې سربېره یې پښتو شعرونه هم ویل ، امیر  کروړ (۱۵۴) هـ ق کال د پوشنج په جګړو کې مړ شو او پر ځای د ده زوی امیر ناصر پاچا شو.

د امیر کروړ سوري کوم شعر چې پټې خزانې تر موږ رارسولی دی، دا دی:

 

زه یم زمری په  دې نړۍ له   ما آتل نشته

په هند و سند و پر تخار  او پر کابل نشته

بل په زابل نشته              له ما آتل نشته

 

غشي دمن مې ځي برښنا پر میر  څمنو باندې

په ژوبله یو نم، یرغالم پر تښتېدونو باندې 

پر ماتېدنو باندې               له  ما آتل نشته

 

زما د بریو پر خول تاوېږي، هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوومې زمکه رېږدي غرونه کاندي لټار 

کړم ایوادونه اوجاړ           له ما آتل نشته

 

زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات او جروم

غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندوی یم په روم          له ما آتل نشته

 

پر مرو زما غشي لوني، داړي دښن راڅخه

د هریوالرود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه                له ما آتل نشته

 

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسو وکړه

په باداري مې  لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه         له ما آتل نشته

 

خپلو   وګړو  لره   لویه  پیرزوینه  کوم

دوی په ډاډینه ښه بامم ښه یې روزنه کوم

تل یې ودنه کوم            له ما آتل نشته

 

په لوړو غرو مې وینا درومي نه په خنډو په ټال

نړۍ زما ده، نوم مې بولې پر دریځ ستا یوال

په ورځو ، شپو ، میاشتو کال  له ما آتل نشته

---

 ضیاءالحق سیند

— in Kabul.

-
بېرته شاته