(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوپټه

[04.Jun.2020 - 15:14]

لوپټه مې له دستاره کمه نه ده!

 

پۀ پښتنې ټولنې کې د ښځینه قشر پرمختگ لکه له مرگ سره لوبې کول دي. ډېر لږ داسې پښتانه شته چې خپلې خویندې او لورگانې ښوونځي ته پرېږدي، او تعلیم کولو حق ورکوي. له لوستلو وروسته بیا دنده ترسره کولو خو بیا له سره په دوی مذهب کې نۀشته. او کۀ چېرې یوې پښتنې پېغلې د دندې غوښتنه وکړه، کورنۍ او نور یې دومره رټي، چې گنې خبره تر کفره رسي. هو، زه هم دداسې یوې ټولنې غړې یم، چرته چې ښوونځی لوستل کفر گڼل کېږي؛ خو د نارینه لۀپاره نه؛ ښځینه لۀپاره. هو، چرته چې علم او پوهه یواځې پر نارینه فرض ده؛ نه په ښځینه. ما ددې هېواد اوبه څښلي، غېږه کې یې رالویه شوې یمه، له دې خاورې مې خواړۀ خوړلي، او له دې وطن پاکې هوا مې خوند اخېستی. له دې مور (وطن) مې تر خپله وسه هېڅ نه دي درېغ کړي، نه به یې درېغ کړمه. تر څو مې چې یو څاڅکی وینه په تن کې وي، له دې وطن به یې ځار کړمه. که دلته په وطن یمه، یا له وطنه د باندې. هېڅ توپیر نه کوي، خدمت او فعالیت هر چېرې، له هرې برخې وطن ته کېدلای شي، البته که څوک وغواړي. د ځان لۀپاره نه؛ د افغانستان لۀپاره پر ځان ویاړمه. دا د کوم بل څه ویاړ نه؛ د هغه څه ویاړ چې زه یې له دستار سره پرتله کومه. هغه ویاړ، چې په اویا (70) هېوادونو ځوانانو تر منځ او سیالۍ مې گټلی، هغه ویاړ و، چې د اویا هېوادونو ځوانان ولاړ و، ما ځلما د یو پاتې هېواد نمایندۀگي کوله؛ خو هلته پاتې نه؛ پرمختللی وطن وبلل شو، په ویاړ د افغانستان نوم واخېستل شو

Zalma is from Afghanistan, How is winer peace award!

 

دا ناره زما نه؛ دا ویاړ زما نه؛ دا د سولې جایزه زما نه؛ بلکې د ټول افغانستان لۀپاره د ویاړ چیغه، د ویاړ ننداره وه.

نو ځکه وایمه چې، ((لوپټمه مې له دستاره کمه نه ده.)) 

له ټولو هغه اشخاصو مننه کومه، چې زه سپوټ کړې، او تشویق کړې یمه.

 

درنښت: ځلما خروټې.

-
بېرته شاته