(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تابو پر وړاندې

[04.Jun.2020 - 14:26]

د «تابو» په وړاندی د پیر روښان رزم

همایون دوست .

وزیرستان د کاڼيګرم هستوګنی، بایزد انصاری د پښتنو په تاریخ کې ړمبنی مخکښ متفکر انقلابي مبارز ؤ چې، استبداد په وړاندی سیاسي مبارزی په راغه کې، لا د ۱۶م، پیړی په نیمایې کې، د تصوف په پوړو پورته اوخوت او پورتنې پوړ کې، نه مازې د پیری کامل داعیه وکړه، ورسره جوخت یې، په خپلو اوږو د «مسکین» رتبه ټکوهله، دی د نورو روحانیونو په توپېر، یواځینې او ړمبنې روحانې علامه ؤ چې، ډیر په ځیرک مهارت سره د محراب ځواک او اغیز خپل ټبر (پښتون) په ننګ او ګټه وڅرخاوه، د همدی برکته هم د پراخه پښتني پرګنو په زړونو کې، د قدر او عزت ځانګړی ځای ونیوه او ګڼو سرسپارولو خواخوږو یې ان مهدی د زمان ګڼلو.

ــ ده د ژبې خپلواکی په موخه د عربی لیک دود په بڼست، پښتو ځانګړو غږونو ته د پڼډک او ټکو په نښه کولو سره د ځینې تورو (حروفو) بڼه بدله او په دی اډانه کې د نثر او نظم په پوله روانې پښتو یې، د «خیر» څلویښت سپارښتنې «بیان» چې هری سپارښتنې یې پښتنو کې د کاڼې کرښې په شان ارزښت لرود، (له ده وړاندی، اخوندانو په نوموړی ژبې لیکنه حرامه او قران شریف کرامت ته بې حرمتی ګڼله کیده)، همدغه نامتو اثر «خیرالبیان» په پښتو ژبې کې ړمبني مذهبي کتاب ؤ چې، رڼو وړانګو یې د دین ټیکدارانو په کوډو رغول شوی د جهالت یغ سترګې «تابو» تاداو د پښتنو په تیاره شوی شعور کې ویجاړ کړ .

ــ د موسیقۍ په ټړاو، بایزد انصاری د پښتنو په تلپاتې سوړ او غمجن چاپیریال کې، د دین په نامه د رباب غوڅ شوی تارونه له سره وتړل او د نوی ساز په خواږه انداز یې دویمې کڼیڅرې «تابو» د غوږونو پردی هم دټنګ ټکور په تاوده شور او زوږ سره وشلوی، دوي به ان په ویر کې، خپل مړی د بزم مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارل.

ــ دی بریاو بر سیره، تر بایزد وړاندی اخوندی روحانیونو د ټولنې ښځینه جنس ته په سپکه سترګه کتل او په دوی باندی یې، په دې دنیا کې، مازې کور او ګور او بله دنیا کې د دوزخ اور پیزوینه وه، په دی اړوند بیا تړم مزاجه اخوندی روحانیونو لږ څه نرمښت وښوده، دوی هم ښځې نیمګړعقله، ګناهکاری او ... ګڼلې، خو مورولی، خورولی، لورولی، میرمنولی او ... د اړیکو له امله یې، نارینه د دوي په وړاندی زغم ته رابلل او په دې ډول څرګندونو به یې، تل په ښځو باندې هم خپل احسان پوری کاوه. بایزد انصاری ړمبنی انقلابي روحاني ؤ، چې اخوند روحانیون ته یې ښځو د انسانی وقار او کرامت په ویاړ، د درناوی بلنه ورکړه او په دی ربړه کې یې د دوی باورونه په ستوغو نیوکو وغندل، هغه یې کفری او له کینې ډک وګڼل، خپله ده پښتنۍ هوښیاری، وفاداری، مستوره او جنتی مخلوق ګاڼه، په کړن کې هم د خپلی کورنۍ ښځې په جومات کې، د نارینه سره څنګ ته د خدای په ذکر عبادت ته کینولی، کله نا کله یې خپل میرمن بې‌بې شمسو ان د امام په نیانت دروله، چې دا کړنه یې پلویانو سخته وستایله او په خپل منځي دود یې واړوله، ده په دی سره د پښتنو په زړونو کې د ښځینه سپیڅلې جنس څخه د کرکی ظالمه دریمه «تابو» هم ماته کړه.

تاریخ دا پړاو د روښاني غورځنګ په نامه خپل حافظې کې خوندی کړی دی.

یادوړ: غورځنګ د لارښود بایزد انصاری پیری روښان زیارت ناڅرګند دی او شخصیت یې په اخوندی نړۍ کې، سربیره په دی چې د بیشمیره کرغیړنو درندو تورنو (تهمتونو) د غوڼډارو لاندی پروت او د پنځو پیړیو لا تر دمګړۍ، په نورانې روښان مخ باندې ناروا تور رنګ موږل کیږی، د نامه سر یې تل د پیری مرتد، پیری ملحد، پیری کافر، پیری تاریک، پیری بې دین او ... داسې نور پیغورنه غوټه کیږی، خو د حقیقت له نس څخه راوتلی عوامي متل دی چې وایې « که غوا توره ده، نو شیدې یې دې سپینې ».

#پښتو#

-----

مسکین: د صوفیانو په پوځ کې مارشال دی.

-
بېرته شاته