(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ویښ زلمېانو وروستی

[04.Jun.2020 - 14:04]

دویښ زلمیانو دسیاسي نهضت اوډ موکراسۍ دلاري ورستی ستوری هم ولویدی

لیک:  ننګیالی بڅرکی 

خدای بخښلی عبدالاحد عارض چي دافغانستان دملي غورځنګ دویښ زلمیانو یو وتلی ستوری وو.او دمترقي دموکراټ دګوند دمرکزي هستې یو نامداره سیاسي مبارزوو. دخپل ژوند لویه برخه ئې دهیوادپالني په روحیه نه ستړې کیدونکې مبارزه دټولني دنوښت په خاطروکړه، ما دخدای بخښلي عبدالاحد عارض صاحب سره په کورني لحاظ ترپنځوسو کالو ډیرعمرشناخت اوپيژندل ګلوي درلودله. هغه برسیره پردې چي دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي دسنګر ملګری وو.او تراخیري ورځي ئې دوروڼو په شان دوستي سره پاله،ما ئې هم دمجلسونوویاړدرلودی.

خدای بخښلی عارض صاحب : دکلک عزم ارادې اودپراخي حوصلې او تجریبې خاوندوو.خدای بخښلی عارض صاحب په متشکیله توګه هم دویښ زلمیانو ګوند چي دډموکراسۍ دپاره ئې ترورستي وخته مبارزه دخپلو نورو ملګرو په څنګ کی وکړه او ددموکراسۍ بهیر ئې پیروزۍ ته ورسوه. همدغسي دمساوات یا مترقي ډمو کراټانودګوندسره تروروستي سنګره ټینګه ایمانداره مبارزه وکړه. اوتراخیره پوري دهم هغه ګونددمرکزي هستې قدرپاته سو.که څه هم هغه وخت چي خدای بخښلی میوندوال دخپل صدارت په وخت کي دغه سیاسي ګوند چي ملي اوډموکرټیکه مبارزه ئې پرمخ بیوله دهیواد ستر دولتي کسان اواستاذان ،نامتوپوهان اودولتي چارواکی دهمدغه ګوند سره یوځای سوه.خوهغه وخت چي بیا خدای بخښلی میوندوال ددصدارت څخه لیري کړل سو،نو یولړکسان هم بیا دګونده څخه پرشاه سوه. خو خدای بخښلی عارض صاحب چي دیوې کلکي عقیدې سړی وو.اودیارانو یاروو،نودهمدغه مساوات دګوندسره دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي په شمول پاته سو او دژوند تروروستۍ ورځي ئې خپل پخواني یاران هیرنه کړل

ماپه اخیري وخت کي خدای بخښلی عارض صاحب په کویټه کي ولیدی.اویوځل هم په کویټه کي دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي سره یوځای ددوی کورته ورغلی یم. خودوهم ځل بیا مي په لیاقت بازارکي په یوه دوکان یا هټۍ کی په ماړه نس مجلس ورسره وکی.هغه دغه وخت یو عربي کتاب ژباړلی وو، چي ما دیوې شپي دپاره ځیني واخیستی، هغه کتاب لاتر اوسه قلمي نسخه وه. خو په ډیر ښکلي لیک سره لیکل سوی وو. خدای بخښلي عارض دغه وخت دنورو مهاجرینوپه ډول چي دجنګسالارانودخپل منځي جنګوپه سبب دهیوادپریښیدوته مجبوره سوي وه. دعارض صاحب کورنۍ هم دمهاجرت ترخه وختونه وڅکل. خدای بخښلي عارض دحالاتو په باب دغه څوخبري دیادولو وړبولم. هغه به ویل : ( افغانستان ته موږ ډموکراسي دسرپه سودااو دځوانۍ دعمرپه زندانونولاسته راوړل.خوراتلونکي نسل چي دهمدغه ډموکراسۍ پربنسټ ئې راست اوچپ ګوندونه جوړکړه ښه ګته ئې ځینی وانه خیستل اوپه بدډول ئې خلکوته وروښودل.اوغلطه ګټه ئې ځیني واخیستل. نونن چی دجنګسالارانوترمنځ داخلي جنګونه دي ، په دغه جنګوکي دپردیولاسونه دي. دخدای بخښلي عارض صاحب افکارډیرروښانه اودهیواددعیني شرایطو سره برابروه. هغه په خپلو افکارو کي دراست اوچپ افرطیت څخه خواشینی وو.اودواړه حالاتونه ئې دټولني په تاوان ګڼل. زما دخدای بخښلي عارض صاحب مجلس ډیرخوښ وو،داځکه چي زده کړه ځینی کیده. نوپه کوټه کي، هروخت چي به مي وخت درلود نو دعارض صاحب خبرواومجلس ته به مي ځان وررسوه.

هغه وخت چی زه وړوکی وم. دخدای بخښلي عارض صاحب کوردګچ خانو دکوڅې په پای برخه کي وو. چي په اغلب ګما ن سره دکاروان کوڅه ئې ورته ویل. هغه وخت زموږ دکورنو اړیکي داسي وې لکه زموږسکه اکا چی وي.اوهمدغسي موږ کورنیانوتراوسه پوري هم هغه مینه سره لرو

دغه دهیواد غښتلی ،وتلی سیاسي مبارزاودپوهي په ډګرکي استاذ مړینه نه یوازی دهغه دکورنۍ دپاره یوه لویه تشه ده، بلکي؛ دټوله هیواد په ځانګړې توګه دمترقي غورځنګ دلاري مبارزینو ته یوه ستره غمیزه ده. زه دهیوادټولو چپواو ډموکراټیکو غورځنګونو ته ددې ستري ضایعي تسلیت وایم. او همدغسي دخدای بخښلي عارض صاحب ټوله کورنۍ ته ،دوستانو ته دزړه له کومي تسلیت وړاندي کوم .روح دې ښادوي او یاددې تل پاته وي.

دخدای بخښلي په پيژندنه کي دهغه دغه برخه هم اړینه بولم.

یادونه : چي افغانستان ژوندی وي دعارض صاحب نوم به هم ژوندی وی، داځکه چي هغه زموږ ټولني ته علمي کتابونه اواثارپریښي دي.او دډموکراسۍ په تاریخ کي به ئې نوم په زرین لیک ولیکل سي

داچي په په ۱۲۹۷هـ ش کال زیږیدلی دي او په کال ۲۰۲۰م کال دمی دمیاشتي پرلسمه نیټه وفات سوی دی. په دغه وخت کي چي سیاسي کړکیچونه هم موجودوه، خوخدای بخښلي بیا هم قلم پر مځکه نه دی ایښی او په تیورۍ کې هیوادته دعلم ډیوه بیله کړې ده.لکه په عمل کي چي دسیاست په میدان کي ئې صادقانه مبارزه کړې وه. همدغسی دعلم په ډګر کي هم دسیالانو سیال اوسیدلی دی. دغه لاندي اثار دخدای بخښلي عبدالاحدعارض څخه په میراث را پاته دي 

  

   ۱- بې سواده آمر

 

۲- د ملګرو ملتونو منشور

 

۳- ابوريحان البيرونی (دری)

 

۴- فتاوی دار العلوم ديوبند (۱۲ ټوکه)، (دری)

۵- قوت القلوب (۲ ټوکه)، (دری)

 

۶- رياض الصالحين (۳ ټوکه)

 

۷- بوستان سعدی (پښتو)

 

۸- د سزاګانو اسلامي قانون

 

۹- درود او سلام

 

۱۰- درود و سلام (دری)

 

۱۱- اسمأالحسنی

 

۱۲- اسمأالحسنی (دری)

 

۱۳- فتاوی معمی (دری)

 

۱۴- حلال او حرام

 

۱۵- احکام ميت

خدای بخښلي عارض صاحب برسیره پردغو علمي کتابونو یولړ مقلې یا مضمونونه دهیوادپه بلابیلو جریدواوورځپاڼو کی هم خپاره کړي دي. روح دې ښاد وي. او همدغسي خدای بخښلی عارض صاحب دسیمي په مهمو ژبو باندي پوهیدی او دهمدغه ژبو په مرسته ئې ډير کتابونه ژباړلي دي. خدای بخښلی په عربي،فارسي،اردواو پښتو ژبو پوهیده او دانګلیسي سره ئې هم اشنا ئي درلودله.

نتیجه : خدای بخښلی عارض صاحب دخپلو ښيګڼو په لړ کي دغه لاندی ښیګڼي دسیاست او ټولنیز ژوند په ډګر کي درلودلې.

  په دوستۍ کي وفا داري دیوه مهم اصل په توګه چي په دغه صفت سره عارض صاحب نوم درلود.

  دوهم : ټینګ عزم او حوصله دخدای بخښلي عارض صاحب دمشهورو ښیګڼو څخه وو.

دریم : قول او پر واعده وفا کول هم دهغو اصولو دجملې څخه وو، کوم چي خدای بخښلي په خپل ځان یا سریشت کی درلودله

څلورم : په سیاسی ډګر کی میړانه او غښتل توب هغه صفت وو، چی عارض صاحب دویښ زلمیانو په مبارزو اوبیا دډموکراټ ګوند «مساوات» په مبارزه کې ثابت کړی وو.

پنځم : ریښتیا ویل دټولو میړنو خلکو یوه معلومداره ځانګړنه ده ، چی دغه ځانګړنه په عقیدوي لحاظ په خدای بخښلي عارض  کی موجوده وه. اوداسي نوری ښيګڼې هم درلودلې.

روح دې ښادوي

-
بېرته شاته