(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور ېادونه

[04.Jun.2020 - 13:43]

بیا پېښور ته د کورونو لوښي خرڅ له راغلل 

لکه چې بیا کابل چا نوي مسلمان ونیوه

«ښاغلی سایل» 

لیک: اسد دنش ساپی ( غم)

... ډاکتر زیار را ورسېده، ویل يې کور ته روانېږو اسد جانه! څو نور شاعران مې هم را خبر کړي دي مشاعره به وکړو!

دا نو داسې وخت دی چې د طالبانو لا نوم هم  نشته  کابل کې خپلمنځي جنګونه ښه په درز کې روان دي، د اسلام ټېکه‌داران زموږ ښکلی دین نړیوالو ته په ذهن کې یو جنګي، خشن، مرګ‌خوښی او لانجه‌مار دین ور پیژني.

د دې پر ځای چې دوی  خپل کارونه په خپل نامه وکړي  هر غلط کار ته د اسلام رنګ  ورکړي.

افغانان بد بخته دي له سلو زرو ستونزو سره لاس و ګریوان دي، څوک پاکستان ته تښتي، څوک ایران او بله خوا... د چا چې بهر ته د تلو وس و توان نشته هغوی له یوه ولایته بل ته تښتي، بد حال دی، هره خوا نا امېدي، خپګان او ژړا خپره ده!!

دلته به دا د غم کيسه پرېږدم، ځکه دا کيسه تر اوسه لا ښه په درز کې روانه ده، څومره چې پرې وغږېږو، نه ختمېږي، نه خلاصېږي او نه یې هغه د نظیف خان خبره د کېس په بېخ څوک پوهېږي...

بېرته به خپلې کيسې ته راشم.

د ارواښاد ډاکتر زيار دوی ځای کې ملګري راغلي، لګيا يو ګپونه ورسره لګوو، کله بحث د خپګان او ژړا شي، کله وخاندو، کله چوپ ناست یو...

مشاعره پیل شوه، 

 امیر رزاق امیر چې هغه وخت ساحل و خپل شعر پیل کړ:

سترګې مې تکې سرې لمبې شي، ستا په يوه نيمه خبره

وجود مې سم په اور پسې شي، ستا په يوه نيمه خبره

زه دې د غرونو سره تَـلم د اسمانونو په کنډُو کې 

خو دا ستا وزن د بڼې شي، ستا په یوه نيمه خبره 

که د دنیا ماهران راشي، د زړه حرم به مې ساز نکړي

ډېر په اسانه رغېدای شي، ستا په یوه نيمه خبره

امیر رزاق ذرې ذرې شي، ستا په یوه نيمه خبره 

سترګې مې تکې سرې لمبې شي، ستا په يوه نيمه خبره

د امير رزاق امير ډېر مشهور نظم «بېګا په خوب کې تلی ومه شهرِ ناپُرسان ته» هرومرو د هغه په چاپ شوي کتاب کې ولولئ، پدې نظم کې یې حد کړی.

 

په امير رزاق امير پسې بل ملګري، عالم خان الم خپل شعر واوراوه:

 

ستا د کږو بڼو د زور نه دی 

زما زړه نور نه دی، بس نور نه دی 

زما په کلي کې ښادي هم غم وي 

خلق عادت د ټنګ- ټکور نه دی 

زه چې جانان ظالم له کور له ورشم 

ماشوم را ووځي وایي کور نه دی

سوځمه داسې چې مزې ترې اخلم 

ستا د يارۍ اور داسې اور نه دی 

الم ښه وکړو ديدن ستا د جبين 

نن دې وربل په مخ ر اخور نه دی

 

ډاکتر صاحب شاه صابر ته د شعر بلنه ورکړل شوه!

څوک یې اشرو له بوځي څوک ترې لښکر جوړوي 

هر زورور د پښتنو دپاره شر جوړوي 

د پښتنو ځمکه به څه فصلونه وټوکوي 

څوک پکې جنګ جوړوي څوک پکې سنګر جوړي

وخت چې په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي

مانه څرمن وباسي ماله ترې څادر جوړي 

داسې څوک نشته چې په دې ورانۍ کې لاس نه لري 

داسې څوک نشته چې کابل او پېښور جوړوي

 

له نورو ګڼو ملګریو وروسته ښاغلي سایل صیب له خپله جېبه یو کاغذ را ووېست، ویل یې، دا شعر مې نوی جوړ کړی، تر اوسه مې چاته نه دی اورولی!

یو بیت یې چې زموږ ټول سفر یې بدل کړی و، داسې و:

 

بیا پېښور له د کورونو لوښي خرڅ له راغلل

لکه چې بیا کابل چا نوي مسلمان ونیوه

 

مخکې مې یادونه وکړه دا هاغه ورځې وې چې کابل کې کوڅه په کوڅه جنګ و، اور بل و، غلاوې وې، دښمن پکې له خوشحاليه اتڼونه اچولي ول، فکر يې کاوه چې افغانستان نور د نړۍ د نقشې له مخه په ورکېدو دی!

 

خبره بل خوا ولاړه، شپه مو وکړه، د سهار د چای پروګرام مو له استاد فضل زمان شلمان سره په سخاکوټ کلي کې و.

چای مو وڅښه شلمان صیب ویل، څنګه مو پېښه کړې یا الکه اسده! موږ ویل، پېښور ګرم و، ویل مو چې د سوات له هوا به خوند واخلو را ووتلو، ځو د سوات خوا ته، ویل يې، کاش زه هم وزګار وای یو ځای به تللي وای، خو تاسې داسې وکړئ چې زه درته پروګرام جوړوم، هغسې وکړئ، ساعت به مو تېر شي.

د سخاکوټ بازار ته له موږ سره راغی، یو بل شاعر ملګری هم را پیدا شو، موږ له هغه سره ودرېدو، شلمان زموږ په موټر کې کوم ځای ته ولاړ، ګورو چې څه وخت وروسته راغی، له ځان يې موټر کې رنګ رنګ مېوې، څلور- پېنځه چرګان او نور خوراکي شیان  را بار کړي، د موټر ټانکۍ یې هم له تېلو فول کړې، موږ لږ ټینګار وکړ چې شلمان صیب موږ د پخلي سیسټم نه لرو، دا توکي واپس کړه!

ویل يې، روان شه سړیه! (کنځل یې وکړل، اوس يې که دلته ولیکم ښه به نه وي هههه). 

 

مخ په مېنګورې ور روان شولو، مخامخ د بل ګران دوست پروېش شاهین کور په منګلور کې و، هلته ورغلو. د شاهین صیب کور د لارې په خوله کې پروت دی. د شاهین حجره هم بده نه وه، د سین غاړه، ښکلي ساړه ځای کې مو یوه ورځ او یو شپه د استاد شاهین عجایبې واوریدي.

  له شاهین صيب سره چې څوک نیم ساعت کښېني بیا یې نو د پاڅېدو زړه چرته کېږي... خوندور مجلس آرا او له معلوماتو یوه ډکه خزانه ده، د شاهین هره خبره د سړي زړه ته لاره کوي.

سهار یې وخته را پورته کړ، هغه سامان چې موږ ته شلمان اخيستی و، هغه مو شاهین صيب ته پرون لا ورکړي ول هغه کور کې ښه په ترتیب هر څه جوړ کړي، په څو ډونګو یا هغو لوښیو کې يې -چې هر څه شپږ- اته ساعته ګرم ساتي- تیار موټر ته رسولي ول، ویل يې، تاسې داسې وکړئ چې ولاړ شئ په ملم جبه کې  ورځ تېره کړئ، ماښام مو زه بیا انتظار کوم، ولاړو د ملم جبې په لوی شین چمن کې مو ډېره جالبه سړه ورځ تېره کړه، ماښام ناوخته راغلو، شاهین صیب زموږ انتظار کاوه، شپه مو وکړه، سهار مخ پر کالام ور رهي شولو.

 

د شلمان په جوړ کړي پروکرام کې مو ګوتې ووهلې، شلمان خپل د تره زوی ته -چې کالام ته یو کیلو مټر لنډ يې په پشمال کې د سړک پر سر ځای درلود- زموږ د حرکت پر ورځ ویلي ول چې سبا به اسد له ملګریو سره درځي، دا یې د موټر نمبر دی، نور نو ته پوهه شه او مېلمانه، زما ذمه واري ختمه شوه!

تاج محمد خان ټوله ورځ د موټرو نمبرونه کتلي ول، هر سپین لنډکروزر چې راځي، تاج محمد خان چې په میرې خان مشهور دی، ورته پورته شي، خلک تاج محمد خان ته وګوري چې دا څه خبره ده!

موږ بیا هم په خپل سر کار وکړ، د افضل خان لالا د وراره ښاغلی محمد ابراهیم خان شبنم صیب -چې تاسې يې حتماً خواښې اينګور ناول لوستی دی- په دېره کې مو غرمه واړوله. دېره کې نو سمه د اورنګ باچا باچاهي روانه ده، د سوات مست سیند روان دی بهېږي، لوړ- لوړ، دنګ- دنګ پنجه چينار ونې، لس- شل نوکران، زموږ ورتګ ته د خان بې حده خوشحالي او خوښي...

مازیګر مو د کالام سرک ته ځان برابر کړ، ګورو چې تاج محمد خان د سړک پر سر د پرون په شان هغسې ګردونو وهلی ناست دی چې زه یې ولیدم را پورته شو، ویل يې یره اسد جانه! سړی درته څه ووایي، زه مو دا دوه ورځې سم ستړی کړی یم! ما ویل بخښنه کوه موږ لاره کې یارانو سره وځنډېدو...

شپه مو له ميرې خان سره وکړه، سهار مو د کالام چکر وواهه، بیا ماښام راغلو پشمال ته بله شپه مو هم له ميرې خان سره وکړه. ټوله شپه مو تشویش هم دی چې زموږ کتاب «د دوزخونو په لمبو کې سوځېدلی جنت» به د چاپ په کومه مرحله کې وي!

موږ دا ویل چې یو ځل دې له مطبعې را ووځي، بیا به نورو خبرو سره وروسته را کاږو...

د کتاب د چاپ اندېښنې به  کله کله له ملګریو سره زموږ د تفرېح او بانډار خوند نوکی را خراب هم کړ!

لنډه دا چې دا يخ او خوندور سفر ته مو د پای اراده وکړه، بیرته را روان شولو مخ پر پېښور. تاج محمد خان هم د موټر د تېلو سړیتوب وکړ، ټانکۍ يې راته ډکه کړه...

مېنګورې ته چې ورسېدو پروګرام مو داسې و چې غرمه به له خپل بل ملګري -عثمان ولسیار- سره تېروو، خو ملګریو ویل، د ډوډۍ اشتها نشته، ځو د مُرغز په پارک کې به ساعت- نيم کښېنو، د مېنګورې له مشهور لسي‌والا (شړومبو ولا) مو درې ګیلاسه شړومبې وڅښلې، یو ساعت- دوه مو په مُرغزار  کې تیر کړل مخ پر پېښور مو حرکت را وکړ...

 ناوخته پېښور ته را ورسېدو، مازیګر باران شوی و، هوا ماته شوې وه، مخامخ مطبعې ته ولاړو، کتاب تیار شوی و، شاګردانو ویل، پرون مو دوه سوه جلده دوکان ته ورکړي، یو یو ټوک مو ترې را واخيست، ننګیال راته ویل، اوس مو څوک نشي مړه کولای، کتاب د ولس لاس ته ور ورسېد!

ده چې دا خبره کوله، ما ورته وويل، اوس دې ومنله چې هر څه یوازې په منافعو پورې ندي تړلي، یارانه لا هم دنیا کې شته.

دا نو بيا جلا خبره ده چې ځينې خلک يوازې د ملګرتيا او يارانې تمثيل کوي، شناخت يې د منافعو تر بريده وي، هغه د چا خبره حجره غـ... او شپه سبا کوي...

دا خلک په شناخته‌وو کې راځي، داسې چې ستا ورته اړتيا وي، په خوله پورې به دې خاندي، خو چې دده پښه در ګوډه شوه، بيا به دې خوټـ... تلي!

بښنه غواړم چې پدې اخره کې اوس کار راشکه خراب نشي...

هغوی چې اصيل وي، له ملګري هېڅډول بده ګټنه نه کړي، هغوی چې کم‌اصل وي، په سترګو در ننوځي او پر مخ د سپي پوستکی را کاږي، د اړتيا په وخت کې دې په رټ ميدان تکِ‌تنها پرېږدي!

د ننګيال په ګډون دې زما ټول ښه ملګري ژوندي- ګړندي او لکه لمر داسې دې روښانه، اغېزناک او ددې ټولنې په ګټه وي

-
بېرته شاته