(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حکېم الکوزي

[04.Jun.2020 - 13:40]

د حکیم الکوزي د درملو/مؤادو ترکیب (Combination) او طرزِ عمل (Mechanism of Action) یې په لاندیني ډؤل دي

۱) Opium: 

اپین (تریاک

د عمل میکانیزم/کړنلارهاساسي  اغېزه یې پر دماغو (Brain) او نخاع/شمزۍ (Spinal Cord) ده. د درد (Pain) په کمؤلو یا له منځه وړلو کې مرسته کويسربېره د دې، نشه (Sedation) لري او کاروونکي ته سکون (Euphoria) وربښي

د زړه جړک/دړکن (Heartbeat) او تنفُس (Respiration) کچه راټیټؤي چې له امله یې ټوخی (Cough Reflex) هم له منځه تلی شي، او پر مېده/معده هم اغېزه لري

جانبي عوارض/منفي اغېزې (Side Effects) یې بلها ډېرې دي، نه یوازې دا چې د اعتیاد (Addiction) خطر لري بلکې د زیاتو کارؤلو (Overdose) په حال کې تنفُسي نظام (Respiration) هم کار پرېښودی شي او په پایله کې یې مرګ رامنځته کیدای شي.  

۲) Morphine: 

د اپین (Opiod) محصول دی.

طبي استعمال لري؛ په هغه وخت کې چې درد له نورو درملو سره نه کمېږي

۳) Papaverine: 

د اپین (Opiod) محصول دی او د وینې رګونه/ شریانونه(Blood Vessels) خلاصؤي/آزادؤي

۴) Codene: 

د اپین (Opiod) محصول دی

طبي استعمال یې د درد، ټوځي او اسهال دی؛ زیاتره د کوم بل درمل (Drug) سره په ترکیب (Combination) کې ورکؤلی کېږي

۵) Noscapine: 

دا هم د اپین (Opiod) یؤ څه لږ کمزوری محصول دی چې د درد او ټوځي لپاره کارؤل کېږي

۶) Menthol: 

یؤ الکولي ارګانیک مرکب (Alcoholic Organic Compound) دی چې په ځېنې حالاتو کې د معمولي درد لپاره کارؤل کېږي. یؤ انسان ته د یخوالي (Cooling) احساس هم ورکؤي او کله نه کله یې د عفونت (Infection) لپاره هم کارؤلی شوو

۷) Camphor: 

کافور؛ یو ارګانیک مرکب چې د شمعې، عطرونو او کریمونو په جوړؤلو کې په کارېږي

۸) Zingiber Officinale: 

انجه/هنجه (Ginger) هغه بوټی چې زیاتره د مصالې/مسالې (Spice) په توګه کارؤل کېږي او په دودیز طب کې هم یؤ تاریخي ځای لري

۹) Anethum Graveolens (Dill). 

يؤ بوټی چې د خوراک سربېره د دودیز طب برخه هم ده

۱۰) Pimpinella Anisum (Anise): 

یؤ ډؤل دانې دي چې په خوراک کې کارؤل کېږي او بلها ډېرې طبي ګټې هم لري

___________________________________________

نو اوس تاسې ټولو ته د پورتني ترکیب څخه جؤته شؤه چې د حکیم صېب درمل د کرونا پر وړاندې هېڅ طرزِ عمل نه لري. هېڅ ویروس ضد (Antiviral) ځانګرتیاوې پکې نشته

 

زیاتره پکې هغه مؤاد  دي چې کارؤل یې پرته له طبي جؤازه سخت منع دي او نوره نړۍ کې یؤه لویه سزا ورته ټاکل شوې

مخکې مې څه نه لیکل چون د مؤادو په اړه یې راته مالومات نه وو. د طب/رنځپوهنې د مسلک سره د تړاؤ په موخه او د یؤ ډاکټر په توګه اوس دا وایم چې څوک هم دا مؤاد د کرونا د علاج/درملنې په توګه کاروي او خلکو ته یې سپارښتنه کؤي، هغه یؤ لوی مجرم دی

د هر څه له مخې پر درملو باید څېړنه وشي. پر ځناؤرو باید وازمایل شي او منظمې کلینیکي تجربې (Clinical Trails) پرې ترسره شي بیا وروسته خلکو ته وړاندې شي.

 

د یادؤنې وړ ده چې د افغانستان له مخه ځېنې افریقایي هېوادونو هم داسې ړندې دودیزې طبي تجربې وکړې او ایمان یې پرې راؤړ خو وروسته چې کله WHO (د روغتیا نړیوال) سازمان وڅارلې ټولې یې رد کړې او زیانمنې یې وبللې. او د حېرانیا خبره دا ده چې دغو کې زیاترو (د افغانستان په ګډون) پر کرونا هېڅ باؤر نه درلود او یؤه ټوکه یې ګڼله خو پر درملو یې لري

هر څوک حق لري چې درمل جوړ کړي خو د یؤه سټانډرډ او پروټوکول په پلي کولو

ډاکټرنبیل افغان

-
بېرته شاته