(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلرویشت ساعته

[04.Jun.2020 - 13:38]

شپه او ورځ ولې څلیریشت ساعته دي؟

دا چې ولې شپه او ورځ (شبانه روز ) په ۲۴ ګېنټو وېشل شوې، ځواب دا دی، چې دغه تصمیم د انسان کار و، هغه هم د دې لپاره، چې له وخت نه په دغه ډول ګټه واخلي او په طبیعت کې داسې څه نه شته، چې له ګېنټې، دقیقې او ثانیې سره اړیکه ونه لري.

په دې اساس پایله اخیستلای شو، چې انسان د خپلې هوساینې لپاره وخت ووېشه؛ خو د وخت له وېش سره سره بل څه هم شته، چې موږ او تاسو یې ورځ بولو او ورځ هم د ځمکې له یو خوځښت څخه را منځته کېږي، چې پر خپل محور یې تر سره کوي او ځمکه د ختیځ له لوري د لویدیځ خوا ته حرکت کوي. د ځمکې په دې حرکت کې چې پر خپل محور یې تر سره کوي ټاکلی وخت تېرېږي او دغه ټاکلی وخت یوه ورځ بلل کېږي.

پوهان په دې بریالي شوي، چې وخت په ځیر سره اندازه کړي او د دې کار د تر سره کولو لپاره یې له آسماني ستوریو نه ګټه واخیستله او د ستور پېژندنې مرکزونه یو ډول آلې لري، چې (نجومي ګړۍ) نومول شوې.

یوه نجومي ورځ له هغې شېبې نه پیل کېږي، چې نوموړی ستوری له یو نصف النهار نه تېرېږي او دا ورځ ټیک هغه شېبه پای ته رسېږي، چې یاد شوی ستوری بېرته بیا له دغه نصف النهار نه تېر شي.

شاید وپوښتئ چې یوه نجومي ورځ څومره اوږدوالی لري؟

انسان ورځ په ګړیو او ګړۍ په دقیقه او ثانیه ووېشل، تر څو وکولای شي ووایي، چې د یوې نجومي ورځې اوږدوالی څومره دی.

د یوې نجومي ورځې اوږدوالی ۲۴ ګړۍ، ۵۶ دقیقې او ۴،۰۹ ثانیې دی؛ خو د عادي موخو له پاره له دغې ورځې نه کار اخیستل ستونزمن کار دی؛ ځکه خو موږ له

(۲۴ ساعته ورځې) نه ګټه اخلو.

لومړنیو انسانانو د لمر ختلو او پرېوتلو تر منځ فاصله ورځ بلله، ګټه یې تر اخیستله او د شپې ساعتونه پکې نه راتلل.

پخوانیو یونانیانو ورځ د لمر یو پرېوتلو نه تر بل پرېوتلو پورې شمېرله (محاسبه کوله)، د لرغونیو رومیانو یوه ورځ له یوې نیمې شپې نه تر بلې نیمې شپې پورې وه.

وړاندې تر دې، چې ګړۍ وپنځېږي شپه او ورځ په ۱۲ ګړیو (ساعتونو) وېشل شوې وې؛ خو دغه وېش سم نه پلی کېده؛ ځکه د فصلونو په بدلون سره د شپې او ورځې په اوږدوالي کې هم دبدلون راته، اوس د نړۍ ډېری هېوادونه داسې ورځ لري، چې د ۲۴ ګړیو پر قانون وېشل شوې او د لرغونیو رومیانو په دود یوه ورځ له یوې نیمې شپې نه تر بلې نیمې شپې پورې شمېري (محاسبه کوي یې).

-
بېرته شاته