(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شمس الهدا شمس

[04.Jun.2020 - 13:36]

دارواښاد شمس الهدا(شمس) ژونداوجدوجهد

ارواښادشمس الهدا(شمس صاحب)په 1320لمريز کال دکنړ ولايت دنورګل ولسوالۍ دکوزنورګل کلې دارواښاد ډګروال نورالهدا په کورکې سترګي نړۍ ته غړه ولي دي څرنګه چې ارواښاد نورالهدا صاحب عسکرې صاحب منصب اودشاهي ماڼۍ محافظه کار وه شمس صاحب هم دخپل پلارپه څير عسکرې مسلک سره مينه وه اوپه1343لمريز کال دحربي پوهنتون نه فارغ شو په 1345لمريز کال افغان ملت ګوند ته منسوب شو چې په 1358لمريز کال دګوند درهبر ديپلو انجينر غلام محمد(فرهاد صاحب) په هدايت اومشوره کوزې مقبوضه پښتونخواته دګوندې ملګرو دخدمت دپاره ولاړ 

په کوزه ن

مقبوضه پښتونخواکې افغان ملتيان سره راټول کړل ګوندې دفتر يې خلاص کړ ارواښاد شمس صاحب يو سپيڅلې مسلمان؛ افغان ؛ زيږ پښتون په دين اوپه وطن مئين اودافغانانو خدمتګار شخصيت وه هرګز يې بده سخته اوترخه خبره نه کوله هره خبره به يې په خندا اوپه مسکاوه کوله

په 1358لمريز کال په اخرو ورځو کې دپاکستان د(ISI)يو څلورکسيزه هيئت دافغان ملت ګوند دفتر ته راغلل اوددشمس صاخب نه يې په مختلفو مسائلو کې پوښتنې وکړي اخرنۍ پوښتنه يې داوه چې (شمس صاحب تاسي اوس هم پښتونستان غواړۍ)شمس صاحب چپ شو او په سوچ کې شو د(ISI)هئيت بيا همدا پوښتنه وکړه شمس صاحب په جواب کې ووييل چې (دا ځانته زما کار نه دى دا دټولو افغانانو حقوق دي زه دټولو افعانانو حقوق چاته نشم بخښلى)په دې باندې د(ISI)هئيت ډير په خفګان د دفتر نه ووتل چې د همدغې ورځې نه دافغان ملتيانو مرګ ؛ ژوبله ؛لوږه ؛تنده ؛زجر ؛وهل ټکول اودکفر فتوې پيل او(ISI) خپلو تاسيس شوواخوان الشيطين ګوندونو ته وظيفه وکړه چې په افغان ملتيانو دکفر فتوې صادر کړۍ او جهادې جبهو باندې حملې وکړۍ چې بيا هماغسي وشول په ظاهرى توکه اخوان المسلمين خوپه باطن کې اخوان الشيطين ګوندونو دافغان ملت ګوند دننګرهار دخوګياڼو ولسوالۍ په جهادې جبهه حمله وکړه چې  ضابط نذير قومندان؛الفت لغمانى معاون؛رحيم اوکوچى شهيدان اونورکسان ژوندي ترېنه خپلو کورونوته لاړل دکنړ ولايت دخاص کنړ ولسوالۍ کې داسرائيل (غيرت صاحب)ترمشرۍ لاندې جبهه باندې هم اخوان الشيطين ګوندونو حمله وکړه خوهغوى ترې ټول ژوندې ووتل ددې ظلمونو علاوه دپاکستان مضرې شبکې(ISI) چې افغان ملت ګوند ته کوم زيان رسولى لکه په 1359لمريز کال دپيښور ښارکې محب جان دپنځو نوروافغان ملتيانو سره ورک شول تراوسه يې مړى اوژوندي معلوم نه دي په 1366لمريز کال ډاکټر سعادت(شګيوال)او استاذ ذاکر خان(خوګياڼي)يې په رڼا ورځ دسپين جومات چوک سره وويشل اوشهيدان يې کړل ددې نه علاوه زمږنږ يو ملګرى اسحق زى صاحب په جرمنې هيواد کې اوسيده افغان ملت ګوند دپاره يې ډيري کمبلي ؛خيمي ؛ خوراکي توکي؛ اونور دضرورت وړ شيان يې راټول کړي وو او دافغان ملت دګوند په نامه يې راواستول خود پاکستان جمهوررئيس جنرال ضياوالحق ضبط کړل او افغان ملتيانو ته يې ورنکړل دپاکستان دحيواني شبکې(ISI)اود اخون الشيطين ګوندونو د دومره ظلم ؛وحشت ؛بربريت اوجهالت سره سره چې دافغان ملت ګوند په مقابل کې کاوه خو دافغان ملتيانو او دشمس الهدا (شمس صاحب)په عزم ؛نظم؛ خوى ؛خصلت اواراده کې څه فرق رانغى شمس الهدا (شمس صاحب) دخپلو تکړه اومتعهد ملګرو په مرسته خپلې مبارزې ته دوام ورکړى وه دا خبره به يې هميشه کوله چې مرګ ژوند  لوږه ؛تنده ؛ عزت اوذلت دالله په قدرت کې دي زه د(ISI)نه ويره اوډار نه لرم ماته چې الله پاک هرڅه په ازل کې ليکلي وي هماغسي به کيږي ډير نر پښتون افغان اوسپيڅلى شخصيت وه خوافسوس چې ژوند وفا ونکړه په( 17)دميزان (1384لمريز کال)چې دروژې مبارکې (6)ورځ وه خپل پاک روح يې پاک الله ته  وسپاره او(18)دميزان د روژې مبارکې په (7) ورځ دکوز نورګل کلې په خپله پلرنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شو روح دې ښاد وي جنت فردوس دې په نصيب شي امين ثم امين  (ارواښاد شمس صاحب دعسکرې دندې په وخت کې)

-
بېرته شاته