(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د څېړنې ډولونه

[04.Jun.2020 - 13:28]

د مؤخې (هدف) په بنسټ د څېړنې ډولونه

لیک: عابد

د مؤخې په بنسټ څېړنې په ټولیزه توګه په درې لاندې برخو ویشل شوي دي:

الف- بنسټیزي یا بنیادي څېړنې Fundamental Research 

ب- تطبیقي (کاربردي) څېړنې Applied Research

ج- عملي څېړنې Action Research

 

الف: په ټوله کې د بنسټیزو څېړنو (تحقیقات بنیادي Fundamental Research) موخه د پوهې او علم پراختیا ده چې د اشیاؤ د ماهئیت پیدا کول، د متغیرونو Variables، اصولو او قواعدو تر منځ اړیکې تعریفوي او همدارنګه د دې څېړنو یوه مؤخه د نظریو او تئوریو جوړول او ارزونه هم بلل کیږي.

ب: تطبیقي یا کاربردي څېړنې (Applied Research) د بنسټیزو څېړونو د پایلو پر اساس تر سره کیږي چې د دې څېړنو اساسې موخه د یوې ننګونې (چالش) لپاره د حل لارو لټول دي، د اڅېړنې تر ډیره د علمي او څېړنیزو موسساتو له لورې ترسره کیږي.

د دې څېړنو اساسې موخه د روشونو، ساختارونو، وسایلو، تولیداتو بهبود او لا بهتر والی وي.

په دولتي او تجارتي سازمانونو کې د څېړنې او پراختیا Research and Development د واحد اصلي موخه د دې څېړنو د ترسره کول وي. مثلاْ څنګه تولیدات پراختیا ومومي یا هم د تولید مدلونه پراخه او مؤثر شي.

ج: درېم ډول څېړنې عملی څېړنې Action Research  دي چې په عملي بڼه ترسره کې او د یوې ځانګړي مسألی حل یې اساسې مؤخه وي. د یادولو وړ ده چې دا څېړنې د علمي نظریوو او تئوریو د پراختیا لپاره نه کارکول کیږي.

د موخې په بنسټ د څېړنو لومړني پورته دوه ډولونه د علمي او څېړنیزو مؤسسو اساسي ابزار دي او د همدې څېړنو پر بنسټ کولې شي د علمي دایري د پراختیا سبب وګرځي او د مسألو، ننګوونو او ستونزه د حل لپاره غوره حل لارې او وړاندیزونه پیدا او ټولنې ته وړاندې کړي.

نور بیا.....

درنښت

شوکت الله عابد

-
بېرته شاته