(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګیله

[28.May.2020 - 15:56]

ګیله او ګوتمنډنه!

لرغونی لاروی

(( يو څو خپل او پردي ناخلفه لګيا دي او د رشاد بابا د محدودولو او کوچني کولو هڅې کوي. که د سړي زامن نشي نو (مونږ خر په ونه خېژوو) بايد وايې وري). 

ارواښاد علامه رشاد بابا زمونږ لوی ځوان ؤ!

آن د کمونستانو په رژيم کې به زمونږ منډه تر رشاد بابا وه؛ د زړه غوټې به مو ورته وسپړلې، لارښوونې، سپارښتنې او فيوضات به مو ترې واخيستل او تر بل ملاقاته به پرې تروتازه ګرځېدو

د مجاهدينو په ټېلماټېل کې به مو هم خپل غمجن او لړځېدلي زړونه په خپل لوی ځوان علامه رشاد تکيه کول. له ناخوالو ډک زړونه به مو وروړل خو د هېلو داسې پنډونه به مو ترې راوړل چې ټوپکسالارانو د راکټونو په قصه کې هم نه وو

او د طالبانو د وحشت، دهشت، غمجن  او تور چاپېريال کې به چې چې سپين رشاد ته په ژړا، سلګيو او بغارو ورغلو نو دومره ډاډ به يې راکړ چې له خندا او مسکا سره به ترې را ښکته شوو

همدا راز د کرزي په امريکايي رژيم کې مو تر ټولو دورو ورتګ زيات ؤ. ځکه چې هره ورځ حالات د بدلون په حال کې وو، نوی قانون، نوې کابينه، نوې شورا او نوی نظام ؤ. نوي کتابونه، نوې مجلې او نوې ورځپاڼې وېخپل او د بل به مو پنډ کړل، مخ به ځېرخانه به ورخوشې شوو. هم به مو ورسره خواله وکړل، هم به مو د ورځې پېښې او حالات ورته ووې او هم به مو د خپلې رسنۍ لپاره ورسره مرکه وکړه. دومره معلومات او فيوضات به مو ترې راوړل چې زمونږ تر وروړو مجلو، اخبارونو او کتابونو څو چنده به وو

نو؛ 

علامه رشاد زمونږ مشر ؤ، 

زمونږ استاد ؤ،

زمونږ مرشد ؤ،

زمونږ رشاد ؤ،

زمونږ عالم ؤ،

زمونږ معلم ؤ،

زمونږ لارښود ؤ،

زمونږ رهبر ؤ،

زمونږ معنوي تکيه وه

زمونږ ماخذ ؤ،

زمونږ قاموس ؤ،

او او او علامه رشاد بابا زمونږ هغه ژوندی لوی ځوان ؤ چې زمونږ هر (يا) ته يې په (آ) غږ کړی

 

ارواښاد علامه رشاد هغه نوميالی ؤ چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې پر پښتنو سربېره په ټولو قومونو کې مينه وال لرل. خو له بده مرغه، له بده مرغه، له بده مرغه او له بده مرغه چې د څو خپلو او پرديو ناخلفو بې سوادو، متعصبو، سمت پرستو، لهجه پالو، کوڅه ډبو، سپکو او ورکو، وړو او کوچنيو، بې نومه او نا منليو له خوا  لکه شيرشا خان رشاد، معصوم هوتک او بې سواده انپړ، صحرايي رسول باوري له خوا سپکېږي، کوچنی کېږي، محدودېږي او له پلويانو او مريدانو، لارويانو او پيروانو  بېلېږي؛ نو قسم په خدای چې پرې دردېږو، خوږېږو، ځورېږو، کړېږو او ژړېږو.  

دغه بې سواده متعصبين که دومره ميړونه وي نو خپله دې له خپلې متعصبې کړۍ يوه لوېشت ور هاخوا لږ تر لږه يونيم مينه وال پيدا کړي! بې شکه چې نه يې شي!

لومړی يې معصوم کوتک اثار تحريف کړل او اوس په کابل کې د علامه بابا عبدالشکور خان رشاد رحمة لله علیه سمينار د بابا بشپړ توهين او د محدودولو هڅه وه. ځکه چې يو څو کسان يې ورته نمايشي ورغوښتي وو نور يې ټولې مقالې او سمبالښت تر خپلې متعصبې سمتپالې کړۍ ورمحدود کړی ؤ

غندو يې  غندو يې، غندو يې

ستر رشاد زمونږ ټوووووووووولو دی، د چا هغه نيکه يې هم نشي کوچنی کولی. دا خو هسې يو اخطار او ګوتمنډنه وه او  که د سړي بچي نشئ نو 

د ډاکټر صيب غني خبره، متل دی چې (زه خر ه په ونه خېژومه).

د بابا لاروی

-
بېرته شاته