(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرکه

[28.May.2020 - 15:35]

فېروز اپريدي سره مرکه

مرکه کوونکے: ګل محمد بېتاب

 

فېروز اپريدے په عمر کشر دے خو په معنوي لحاظ مشر دے. وجه ئې دا ده چې دۀ د پښتو ژبې بې طمعې او بې لالچه خدمت کړے دے او کوي ئې. د دې په وجه د پښتو ادب ډېرو مشرانو ورته تل په درنه سترګه کتلي او دا کشر ئې د خپل ځان سره هم څنګ ګڼلے دے.

دې کښې شک نشته چې فېروز اپريدے لکه زمونږ د وطن د نورو پښتنو ځوانانو غوندې د خپلې غريبۍ د ختمولو او کمولو دپاره د خپل وطن نه په زرګونو ميله لرې قطر ته رسېدے ؤ. خو د قسمت کارونو ته ګوره چې د خپل مور، پلار او بچو په غم اخته سړے د ټول قام په غم اخته شو. خلقو نه د خېټې غم شاعري هېروي خو دۀ ته ئې شاعري وراوبخښله. هغه د پښتو ټپه ده:

خلق مکې ته ځي حاجيان شي

زۀ د لالي په کوڅه تلم حجياڼۍ شومه

 

د خپل محنت، مشقت روپۍ رااخلي او د پښتو ژبې کتابونه پرې چاپ کوي. خو شکر دے چې په يواځې ځان دا کار نۀ کوي ګنې نو ضرور به پرې د لېوني فتوه لګېدلې وه. د دۀ غوندې څو نور روغ لېوني هم په دغه خاوره شته چې په واپسۍ کښې د ځان سره د روپو په ځائے د شاعرۍ مجموعې راوړي او دلته ئې مفتې وېشي.

فېروز اپريدي په قطر کښې د څو ملګرو په مرسته د "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" په نامه يوه باقاعده ټولنه جوړه کړې ده. په دې ټولنه کښې شاملو غړو نۀ صرف په دغه سخته کاڼيزه او شګلنه ګل ورينه شاعري کړې بلکې نورو هم ډېر ليکوالو له ئې مجموعې چاپ کړې دي. ګڼ ليکوالان ئې دغلته بوتلي دي او هغوي ټول د دې ګواهي کوي چې په قطر کښې دا ليکوالان په ډېره سخته ګټه کوي خو په خپله ژبه ئې لکه د خاورو الوزوي. ډېر مشران ئې دغلته بوتلي او د دغه ملک ځايونه ئې ورته ښودلي دي. په بدل کښې ئې د دې ټولنې غړو ډېر عزت او شهرت موندلے دے. "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" په عربي هېوادونو کښې د ادبي تنظيمونو مور ګڼلے شي او هم د دې له برکته نن په دغه هېوادونو کښې د پښتنو ليکوالانو ګڼې ټولنې وجود لري. چې هغوي هم د دوي غوندې کارونه کوي. د "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" شهرت تر دې ځايه اورسېدو چې اوس پرې د باچا خان يونيورسټۍ يو طالب علم د اېم فل دپاره تهيسز ليکي. فېروز اپريدے د دې ټولنې په باني او مستقلو اهم غړو کښې شامل دے. چې خپله هم ډېره معياري شاعري او نثر ليکي. په لږه موده کښې ئې ځان له په ادبي دنيا کښې لوئے نوم پېدا کړے دے. د پښتونخوا په ګُټ ګُټ کښې ئې خلق پېژني. خو دې مقام ته فېروز اپريدے څۀ شپه په شپه نۀ دے رسېدلے. بلکې د خېبر اپريدي په قول:

دې مقام ته چې خېبر رارسېدلے

ډېر لوېدلے پاڅېدلے دے په لار کښې

 

د فېروز اپريدي د لوېدو، پاڅېدو او تيندکونو قيصه ډېره اوږده ده. خو د دغه اوږد سخت خو رنګين سفر پحقله ترې ما څو پوښتنې کړې دي. راځئ چې هغه واورو نو خپله به پوهه شو چې د خېبر اېجنسۍ د غرئيزې علاقې، اوچو تيګو، سختې زمکې، خړې خاورې نه تلے بنده چې يوې بلې دغه شان بلکې د دې نه هم سختې علاقې ته اورسېدو نو څنګه د فېروز نه فېروزه غمے جوړ شو چې هر څوک ئې په ګوته کوي. دا ښکلا دۀ څنګه اوموندله. او څنګه دا درناوے ئې په څۀ وجه کېږي. راځئ چې د هغوي نه دا خبرې هم د هغۀ په خُلۀ واورو.

 

سوال: فېروز اپريدي صېب تاسو کله او چرته پېدا شوي يئ؟

جواب: زۀ د حاجي لعل خان اپريدي کور کښې په کال ١٩٦٠ء کښې کهجورۍ علم گدر کښې پېدا شوے يم. په اپريدو کښې زمونږه قبيله په تپه غيبي خېل کندي پيروخېل سپاه يادېږي. اصل کښې زمونږ ځائے تيراه سنډا پُل يادېږي چې دا تیراہ د اپريدو اصل وطن دے. دا وخت په لعل خان کلي کهجورۍ سپين قبر باړه خېبر اېجنسۍ کښې مېشتۀ يُو. خپل کلے مو دغه دے خو زۀ دا وخت په سپينه وړۍ پېښور کښې اوسم.

د سختے دشمنۍ له کبلہ  مو نیم کورونہ او مشران د تيراه نه باړې ته راغلي وو خو دلته هم زمونږه زمکې، کورونه او جائېداد شته او اوس مو د دھشت گردئ لہ کبلہ کلي کور وران شوے دے نو دلته اوسو.

سوال: تعليم مو چرته او څنګه حاصل کړے دے؟

جواب: تر لسمه پورې سبق مې پخپل کلي علاقه علم ګودر کښې وئېلے دے. په کال ١٩٧٧ء د لسم جماعت د پاس کورو نه پس د لواړګي په کالج کښې د اېف، اېس، سي طالب علم ووم. خو د څۀ وجوهاتو له کبله مې امتحان ورنکړے شو او بيا په کال ١٩٨١ء کښې مې پرائېوېټ طور باندې اېف اے وکړه. ورپسې دوه کاله پس په کال ١٩٨٣ء کښې مې څوارلسم جماعت هم پرائېوېټ پاس کړو.

سوال: د څوارلسم نه پس مو دلته ځان له نوکري ولې اونۀ کتله چې بهر ملک ته لاړئ؟

جواب: بس د قسمت خبره وه. په کال ١٩٨٤ء کښې قطر ته لاړم. خواري مزدوري مې کوله. وړومبۍ اتۀ مياشتې مې دغلته يو پښتون سره کار اوکړو. بيا د اسټرېليانو يوه کمپنۍ کښې نوکر شوم. درې کاله چې مې ورسره کار وکړو نو هم د دغه مالک يوه بله کمپني وه په هغې کښې مې شل کاله نوکري اوکړه او په کال ٢٠٠٩ء کښې مې ترې رېټائرمنټ واخستو. دغه وخت زۀ دې کمپنۍ کښې جنرل منېجر ووم.

سوال: د شاعرۍ ابتداء مو کله او څنګه اوشوه؟

جواب: د هر پښتون او خصوصاً د کليوالو په فطرت کښې د شاعرۍ سره مينه وي. خوهر کله چې زۀ بې کوره شوم او د مسافرۍ سختۍ راپغاړه شوې. ځکه قطر د پاکستان نه ډېر لرې دے. نو شاعرانه تصور مې غزونې وکړې او بس څۀ به مې بې واره وئېل. بيا په قطر کښې د پښتو ژبې د شاعرانو او ليکوالو سره د ناستې پاستې او تعلق په وجه مې باقاعده شاعري شروع کړه. دا د کال ١٩٨٤ء قيصه ده.

سوال: په قطر کښې د پښتو ټولنې بنياد تاسو څنګه کېښودو؟

جواب: په قطر کښې زمونږ نه وړاندې د اردو ژبې د شاعرانو يو تنظيم ؤ چې مونږ به کله کله ورتلو. په دې کښې د پاکستان او بهارت شاعران او ليکوالان وو چې دوي به د يو بل ډېر عزت او احترام کولو. مونږ ته به ئې هم ډېر عزت راکولو خو بيا مونږه څو پښتنو ملګرو شاعرانو او ليکوالو په دسمبر ١٩٨٤ء کښې ځانله يو ادبي تنظيم د "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" په نامه جوړ کړو چې په ابتدائي طور پکښې زما نه علاوه مهر نيش خان صديقي (د سوات)، ګوهر شناس د چارسدے، اُمت بنګش د نریاب ھنگو، حسېن احمد صادق د تخت بھائی، وزير بادشاه جانان د پستونی ادم کیل اپریدے، عثمان ترکۍ دترکئ صوابی ، انجينئر يوسف دسوات ، انجينئر شعېب د اورکزئ ایجنسئ او منير اورکزے کورمہ ایجنسئ ملگری شامل وو.

سوال: وړومبے مو ادبي غونډې څنګه شروع کړې؟ مطلب دا چې څومره وخت پس به اجلاسونه کېدل؟

جواب: وړومبے به مو هفته وار اجلاسونه کېدل او په مياشت کښې به مو خامخا يوه غونډه کېدله. دا يو ډېر ښۀ تنظيم ؤ چې پکښې ما او نورو د مشرانو او همزولو شاعرانو نه ډېر څۀ زده کړل. او دا نن چې څۀ مات ګوډ ليکل کوم نو دا د دغه تنظيم او مسافرۍ برکت دے.

سوال: داسې اورو چې "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" ډېرې لوئې لوئې مشاعرې کړې دي او دې نه علاوه ئې ګڼ د پښتو ليکوالان هم قطر ته بوتلي دي. که ددې تفصيل راته اووايئ؟

جواب: په کال ١٩٨٨ء کښې مونږه د دوبۍ نه قطر ته د پښتو شاعران ملګري رااوغوښتل او يوه انټر ګلف مشاعره مو اوکړه چې ډېر خوند ئې اوکړو. نو بس ورپسې کال له مو يعنې په کال ١٩٨٩ء کښې مو د پاکستان نه د شاعرانو قطر ته د مشاعرو له بوتلل شروع کړل. چې دا سلسله تر دې دمه روانه ده.

سوال: تر اوسه به تاسو څومره شاعران او ليکوالان قطر ته مشاعرو له بللي وي؟

جواب: صحيح شمېر کښې به ئې غلط شم خو چې څومره ماته يادېږي نو شېر زمين ماهر، وحيد ګل وحيد، پروفیسر پرېشان خټک، رحيم شاه رحيممرحوم ، ډاکټر محمد اعظم اعظم مرحوم ، ظاهر شاه خټک، سليم بنګش، طاهر اپريدے، محمد اقبال اقبال، غازي سيال، رحمت شاه سائل، ډاکټر راج ولي شاه خټک مرحوم ، اباسين يوسفزے، لائق زاده لائق، رحمان بونيرے، صابر شاه صابر،پروفیسر جہانزیب نیاز مرحوم درویش درانی ،پڑشمئ ٹوقمار، مشتاق شباب، حسينه ګل، صادق سرګردان، اسير منګل، کليم شينوارے او پروفېسر محمود آياز وغېره قطر ته مشاعرو له مونږه راغوښتې دي.

سوال: داسې مو اورېدلې دي چې په "پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر" کښې ستاسو ذمه دارۍ ډېرې اهمې وې نو تاسو دې ټولنه کښې په کومو کومو عهدو پاتې شوي وئ؟

جواب: په کال ١٩٩٢ء کښې زۀ د دغه ادبي تنظيم جنرل سېکرټري شوم. بيا په کال ١٩٩٤ءنہ تر ۲۰۰۸ پورے ئې صدر شوم او د کال ٢٠٠٨ء نه واخله تر اوسه ئې سرپرست يم. او د خپلې ژبې پښتو دپاره د ملګرو په مرسته کار کوم.

سوال: دې نه علاوه هم تاسو د نورو کومو تنظيمونو سره تړلي يئ که نه؟

جواب: او د پاک صدر يوتهـ سوسائټۍ قطر د سماجي تنظيم د کال ١٩٨٨ء نه ٢٠٠٨ء پورې نائب صدر ووم. دغه شان د پاکستان وېلفيئر ليګ چې دا يو سياسي تنظيم ؤ د کال ١٩٩٠ء نه ٢٠٠٨ء پورې جنرل سېکرټري ووم. د يو بل فلاحي تنظيم ورلډ پښتو فاؤنډېشن (سائبر ګروپ) د ٢٠٠٢ء نه کال ٢٠٠٤ء پورې غړے ووم او بيا ددې تنظيم د ٢٠٠٤ء نه ٢٠٠٨ء پورې صدر پاتې شوے يم. دا يو عالمي تنظيم ؤ. چې د بهر ملکونو پښتنو به دې ته پېسې رالېږلې او مونږه به هم پکښې مناسبه برخه اچولہ. د دې تنظيم د سېوري لاندې مونږه په پاکستان او افغانستان کښې د تعليم او صحت په مدونو کښې مرستې کړې دي. دې نه علاوه د "پاکستان اېجوکېشن سنټر دوحه قطر" د کال ١٩٩٨ء نه تر ٢٠٠٠ء پورې د بورډ آف ګورنر غړے ووم. بيا هم د دغه تنظيم د کال ٢٠١٠ء نه ٢٠١٢ء پورې په دوېم ځل غړے پاتې شوے يم. دلته په ملک کښې د "پښتو ادبي جرګه پېښور" د کال ٢٠٠٩ء نه ٢٠١٥ء پورې صدر ووم. او دغسې د "اباسين آرټس کونسل" د کال ٢٠١٢ء نه را په دېخوا مستقل غړے يم.

سوال: فېروز اپريدي صېب تاسو څو رسالې هم چلولې دي. نو په هغې کښې ستاسو څۀ ذمه وارۍ وې؟

جواب: د درې مياشتينۍ مجلې "دستار انټرنېشنل" د کال ٢٠٠٥ء نه د کال ٢٠٠٨ء پورې ډائرېکټر ووم. بيا د "پېښور انټرنېشنل" مجلې د کال ٢٠٠٩ء نه ٢٠١٥ء پورې چيف ايډيټر ووم. او اوس د "ښکلے پېښور" چيف ايډيټر يم. دغه دوه مجلې اوس بندې شوې دي او "ښکلے پېښور" رساله شته تر اوسه ئې ١٥ ګڼې چاپ شوې دي. د څۀ وچې پکښې لږ خنډ راغلے دے خو بيا به ئې زر په چاپ لاس پورې کړم.

سوال: ستاسو خپل څو کتابونه چاپ شوې دي. د نظم او د نثر؟

جواب: ما نه خپله ډېره شاعري او نثر زما د بې غورۍ له وجې ورکه شوې ده خو بيا مې هم دوه کتابونه چاپ دي. يو په کال ٢٠٠٧ء کښې چاپ دے. دا د نثر کتاب دے چې نوم ئې دے "د وطن په ګلدرو کښې" دا رپورتاژونه دي. او اوس يعنې په کال ٢٠١٦ء کښې مې د شاعرۍ کتاب "د ستړي ژوند ساندې او سندرې" په نامه چاپ شوے دے. دغه شان دوه کتابونه نور هم راسره تيار دي. چې يو د تکلونو دے او بل په مختلفو کتابونو تبصرې دي. او يا په ملګرو زما ليکل دي. زۀ بنيادي طور د نظم په ځائے نثر خوښوؤم. او نثر مې ډېر ليکلے دے.

سوال: دا راته اووايئ چې "پاک پښتو ټولنه دوحه قطر" څومره کتابونه چاپ کړې دي؟

جواب: په کال ١٩٩٠ء کښې ئې "د صحرا ګلونه" په نامه يوه تذکره چاپ کړې ده.

په کال ٩٢١٩٩١ء کښې ئې "د صحرا کاروان" په نامه بله تذکره چاپ کړې ده.

په کال ٩٥١٩٩٤ء کښې ئې "د دشت نغمه" چاپ کړې ده.

په کال ٢٠٠٣ء کښې ئې "جګې شملې" چاپ کړے دے.

په کال ٢٠١٥ء کښې ئې "سنزله" د امت بنګش کتاب چاپ کړے دے.

سوال: ستاسو دې ټولنې نورو د پښتو ليکوالو له هم کتابونه چاپ کړې دي؟

جواب: او يو کتاب مو د اجمل خټک صېب د شاعرۍ د غیرت چغہ د انګرېزۍ ترجمې چاپ کړے ؤ. دا ترجمه ډاکټر شېر زمان طائزي کړې وه. او بل کتاب د ځواني مرګ مزاحيه شاعر اعتبار ګل زړۀ سواندي مرحوم دے "د وادۀ وريژې دوئیمہ پینڈہ". دې نه علاوه ما په ذاتي خرڅ د حسينه ګل شعري مجموعه "بيا هغه موسم دے" د میرمن فرزانہ سحاب مرزا گریز،د ريګي د محمد اقبال مرحوم شعري مجموعه "ورانې کرښې" او د حمزه بابا د اردو او فارسۍ کلام "باد خېبر" چاپ کړې دي. او دوه کتاپونه مې تاليف کړې هم دي.

نمبر١ نوے سباؤن (دا د سرزوهنګو د شاعرانو تذکره دہ)

نمبر٢ جګې شملې.د(ا د قطر د شاعرانو تذکرہ دہ)

سوال: تاسو ته د کومو ادبي ټولنو يا نورو تنظيمونو له خوا څۀ اعزازونه درکړے شوې دي؟

جواب: او ښۀ ډېر. لکه د اباسين آرټس کونسل توصیفی شیلڈ، د قمر راهي ادبي مکتب مردان توصیفی سند، اجمل خټک ادبي دوہ کرتہ د پاک یوتھ سوسائیٹی لہ اڑخہ توصیفی سند د پاک پشتو ادبی ٹولنی لہ اڑخہ سند او او   اېوارډ او خصوصي اېوارډونه، مهريه ادبي اېوارډ، د محکمه ثقافت لخوا اېوارډ، د هفت روزه خېبر لخوا اېوارډ، د حمزه فاؤنډېشن لخوا په سماجي کارونو د بېګم ګورنر پښتونخوا په لاس اېوارډ او د ټرينيټي اېډورټائزر اېجنسۍ له اړخه په سماجي خدماتو سټار اېوارډ، دغه شان لائف اچويمنټ حسن کارکردګي اېوارډ هم راکړے شوے دے. دې نه علاوه د ملک په مشهورو اردو، پښتو او انګرېزي ورځپاڼو، رېډيو او ټيلي ويژن چېنلونو زما سره مرکې وخت په وخت شوې دي. د بهرنو ملکونو د پښتو او اردو چېنلونو سره مې هم ډېرې مرکې نشر شوې دي.

سوال: تاسو کله کله په پښتو اخبارونو او مجلو کښې کالمونه ليکئ که د هغې تفصيل راته اووايئ؟

جواب: او ما په ورځپانه "وحدت" دستار انټرنېشنل، ښکلے پېښور، چغه، روزنامه "آج" او نورو ګڼ شمېر وېب پاڼو کښې کالمونه ليکلي او خوارۀ شوې دي. دې کښې د پښتو او اردو کالمونه شامل دي.

سوال: بهرنو ملکونو او خصوصاً په قطر کښې پښتنو ته په کوم نظر کتلے شي؟

جواب: د قطر امير پخپله وئېلي دي چې مونږ له پښتنو مزدورانو دا وطن جوړ کړے دے. ځکه چې پښتنو دغه وطن د مټو په زور څيرلے دے. دغلته ئې ډېره په نره مزدوري کړې ده او خپل بچي ئې پرې ساتلې دي. ډېرې سختې مزدورۍ پښتانۀ کوي خو د خپل غېرت سودا کله هم نۀ کوي لکه د پښتنو ښځې په کورونو کښې کارونه نۀ کوي. د نورو قومونو ښځې د هغوي سره د عربانو پہ کورونو کښې خدمتونه کوي. البته وړاندې سختۍ ډېرې وې ځکه دبجلئ پکي خو به وو خو هلته ګرمي وي اوس خو د ھر مزدورکارہ د پارہ ائيرکنډېشن وغېره شته نور سهولتونه هم وي. او هغه سختې مزدورۍ هم ډېرې نشته ځکه اوس جديده مشينري راغلې ده.

سوال: د ملک په مقابله کښې بهرنو او خصوصاً عربي ملکونو کښې د ليکوالو حالات څنګه وي؟

جواب: زما په خيال د دې ځائے د ليکوالو په مقابله کښې ئې حالات ښۀ وي. وخت هم ورسره ډېر وي. بيا د ټولو نه غوره ورته دا وي چې روپۍ ډېرې ګټي نو چې څۀ اوليکي نو په اسانۍ سره ئې په ښۀ شکل کښې چاپ کولے شي. د دې په ذريعه د ليکوالو سره تعلقات هم جوړوي. اګرچې اوس د انټرنېټ په ذريعه دوي هر وخت د نړۍ په هر ګُټ کښې د ليکوالو ملګرو سره په رابطه کښې وي. خو وړاندې به داسې نۀ وه. بس ځانله به ئې کتابونه راغوښتل. داسې تنقيدي اجلاسونه به هم کم کوز کېدل ځکه خو به مونږه ليکوالان راغوښتل چې دوي نه څۀ واورو او زده کړې ترې اوکړو. بيا مونږه هم دغلته تنقيدي اجلاسونه شروع کړل.

سوال: تاسو سره دغلته د شوؤ اجلاسونو او د تنقيدي نشستونو څۀ رېکارډ شته؟

جواب: او مونږ سره ټول رېکارډ موجود دے. د باچا خان يونيورسټۍ د پښتو څانګې يو طالب علم ثناء الله په دې د اېم فل تهيسز کوي. نو ما هغه ټول رېکارډ هغۀ له د تحقيق دپاره ورکړے دے او که دے د دغه ټولنې پحقله خپله تحقيقي مقاله وليکي نو ورسره به زمونږه کوششونه په ښۀ رنګ کښې رابرڅېره شي.

سوال: تاسو د قطر نه علاوه د کومو کومو ملکونو سفرونه کړې دي؟

جواب: ما د قطر نه علاوه د سعودي عرب، ايران، بحرېن، افغانستان، عرب اماراتو او خليجي ملکونو سفرونه کړېدي.

سوال: تاسو د رپورتاژونو په کتاب کښې د دغه ملکونو حالات ولې نۀ ليکي چې د خپل ملک د مختلفو ځايونو پحقله مو رپورتاژونه او رودادونه ليکلې دي؟

جواب: د هر چا خپل طبيعت وي خو په ما باندې خپل وطن ډېر ګران دے. او غوښتل مې چې زۀ د دې پحقله اوليکم. ګنې نو خلق د نورو ځايونو او ملکونو رپورتاژونه ليکي خو ما د دې نه اپوټه کار اوکړو.

سوال: تاسو تر ډېرې مودې پورې ژوند په مسافرۍ کښې تېر کړے دے نو په عربۍ به پوهېږئ. تاسو عربي لټرېچر لوستے دے؟

جواب: او څۀ نه څۀ مې د ترجمو د لارې لوستے دے ولې چې قديمه عربي باندې پوهېدل ګران دي. دوي ډېرې ښې لائبرېرۍ لري. او د شاعر او ليکوال ډېر قدر کوي. که چرته دوئی خپل يو شاعر راوغواړي نو ټول هال کښې ورته تيارۀ جوړه کړي او صرف د شاعر مخې ته رڼا وي. هغه شعرونه وائي. دوي ئې ډېر په غور سره اوري. په اخره ورته لاس اوپړقوي او شاباش اووائي. د ټولو نه غټه خبره دا ده چې هغه شاعر له ډېر زيات درناوے او غټه معاوضه ورکوي. خو داسې عامې مشاعرې پکښې ډېرې کمې کېږي. رېډيو او ټي وي چېنلونه ئې هم کله کله شاعران راغواړي چې دوي ورته ډېر لوئے عزت ورکوي.

سوال: په قطر کښې د ليکوالو نه علاوه د عامو پښتنو کوم فلاحي تنظيمونه شته که نه؟

جواب: په باقاعده توګه داسې خاص تنظيمونه نشته. د عامو وگڑو ستر غیر تحریری فلاحی تنظیم او د ډرائېورانو يو تنظيم شته ځکه هغوي ته د دې ضرورت وي. ولې چې که هلته درنه په حادثه کښې څوک مړ شو نو بيا به هغۀ له د ديت په توګه لوئے رقم ورکلو وي نو دا ډرائېوران خپلو کښې دې دپاره چنده کوي او هغه روپۍ يو تن خلاصولے هم نشي. دې نه علاوه چې چرته په پښتنو کښې مړے اوشي نو هلته په جوماتونو کښې اکثریت د پښتنو لمونزگزارو وي هغوي د چندې دپاره اعلانونه اوکړي نو بس دهری دیرے خلق پکښې حصه اخلي او داسې دوه درېو ورځو کښې چې مړے راځي نو ورسره دوه څلور لکهه روپئ یا زیاتی هم ورسرہ راشي چې دا د پښتنو يو ډېر ښۀ کار دے او ټول خلق ئې ستائېنه کوي.

سوال: فېروز اپريدي صېب که تۀ شاعر او ليکوال نۀ وے نو څۀ به وے؟

جواب: هر څۀ چې ووم خو مالداره به ډېر ووم ځکه ټوله توجه به مې بس روپو ګټلو ته وه. اوس خو زۀ زيات وخت د پښتو ژبې او ادب پحقله سوچ فکر کوم. البته دومره عزت به مې نۀ ؤ. ځکه ما له دې ژبې بې کچه ډېر عزت او شهرت راکړے دے.

سوال: په عربي ملکونو کښې خلق ډېره عياشي کوي نو تاسو هم د دغه ملکونو نه څۀ خوندونه اخستې دي که نه؟

جواب: کېدے شي ما هم تر څۀ حده عياشي کړے وے ولې يو خو زۀ هلته پردے مزدور ووم د کور د خلقو رانه طمع کېدله. بله دا چې شل پنځويشت کاله وړاندې قطر يو مذهبي ملک ؤ. د زنا او شراب نوشۍ تصور هم پکښې نشو کېدے. فلمونه هم چا نشو کتلے. تر دې چې يو ځل چا غوښتل چې دغلته يوه پښتنه فنکاره ماه جبين قزلباش بوځي نو پختنواجازت نۀ ؤ ورکړے.او باقاعدہ د پی ائ اے خلاف ئٰ اولس ورزے ھڑتال کڑی وو، اوس پکښې خلق څۀ نه څۀ عياشي کوی خو د هغې خپل ځايونه دي. داسې هر ځائے او عامه عياشي پکښې نۀ وي او اوس خو ما سره هلته بچي هم وي نو زۀ کله اوس عياشي کولے شم او طبيعت مې هم ځنې بدې خبرې نۀ مني.

سوال: تاسو چې په عربي ملکونو کښې د پښتو ژبې د ترقۍ دپاره کوم کوششونه کړي وو تاسو څۀ ګڼئ چې د دې به ښې نتيجې راووځي؟

جواب: او بالکل زمونږه کوششونه ډېر کامياب روان دي. دا دے اوس ګوره په دوبۍ کښې دوه د پښتو ټولنې دي. سعودي کښې څلور پنځۀ ټولنې دي. بحرېن کښې يوه ټولنه ده او کوېت کښې هم شته نو دا ټول د پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر برکت دے. دوي هم اوس ډېرو ليکوالو له ښۀ کتابونه چاپ کړې دي. دغه شان وخت په وخت خلق دغه ملکونو ته غواړي او په دې ملکونو کښې چې کوم ادب تخليق کېږي هغه هم د معيار او مقدار دواړه په لحاظ څۀ کم کوز نۀ دے.

سوال: په کلاسيکي شاعرانو کښې مو څوک خوښ دي؟

جواب: په کلاسيکي شاعرانو کښې مې خوشحال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحميد مومند او کاظم خان شېدا ډېر خوښ دي. د دوي دېوانونه لولم او خوند ترې اخلم.

سوال: په جديدو شاعرانو کښې مو د چا کلام خوښ دے؟

جواب: په جديدو شاعرانو کښې مې حمزه شينواري، رحمت الله درد، اکرام الله ګران، اندېش شمس القمر وغېره شاعري خوښه ده.

سوال: په نثر کښې مو د چا ليکونه خوښ دي؟ او ترې متاثره يئ؟

جواب: په نثر کښې مې د ډاکټر اسرار صېب تکلونه، د ډاکټر چراغ حسېن شاه تاريخي څېړنې او د مېرمنې زېتون بانو افسانې خوښې دي او د دوي د ليکونه نه متاثره يم.

سوال: په اخره کښې درنه يو بېخي ذاتي سوال کوم چې ستاسو څۀ بچي دي او څۀ کوي؟

جواب: زما پنځۀ زامن او يوه لُور ده. دوه بچي مې امريکه کښې وو چې اوس يو دلته پېښور کښې دے او نور ټول بچي مې په قطر کښې دي.

 

ځائے رېډيو پاکستان پېښور

٢٠١٦١٠٠٤

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

-
بېرته شاته