(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور پشتین

[28.May.2020 - 15:19]

منظور پشتین وپیژنی

نن سبا هر پښتون د (منظور پښتین) له نوم او دریځ سره ډېر آشنا دی. په هر کلي او کور کې منظور پښتین د مېړانې او انقلاب سمبول ګرځېدلای، ښایي ډېری منظور پښتین په پوره توګه ونپېژني او د منظور پښتین د نوم په اورېدو یې په ذهن کې د یو پښتون انقلابي رهبر انځور جوړ شي او بس. اوسنیو حالاتو ته په کتو اړینه ده چې د ښاغلی پښتین ژوندانه ته یوه کتنه وشي.

 

منظور احمد پښتین په ۱۹۹۲ کال کې د سوېلي وزیرستان په یؤ وړوکي کلي کې (مولا خان سرای) کې زیږېدلی دی. پلار یې عبدالودود محسود د کلي په ښوونځۍ کې ښوونکی و نو ځکه منظور احمد خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځۍ کې پیل کړې. د تعلیم او تحصیل لړۍ يې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان نه د څارو د ډاکټر (DVM) د سند په اخېستو پای ته ورسېده.

 

پښتین د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ تر آخره یو ګمنام ځوان و او هیچا نپېژانده، مګر کله یې چې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ د رویې په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د هر پښتون په زړه کې یې ځای وموند او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتونو وپېژانده. د ښاغلي پښتین دې ناڅاپي شهرت د پاکستان حکومت دې ته اړ کړ چې په رسنیو ځینې بندیزونه ولګوي تر څو د پښتنو پاڅون ته خلک متوجه نکړي.

 

ښاغلی پښتین په قوم مسید ( مسعود ) دی او په یوې غریبې کورنۍ کې پیدا شوی. وړوکوالی یې په خپل محل او کورنۍ کې تېر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترځ کې سره د کورنۍ دړ خپلې سیمې نه کډوال شو. د کډوالۍ ژوند یې په ډېره اسماعیل خان کې تېر کړو.

 

منظور احمد پښتین څلور وروڼه او درې خویندې لري چې پښتین یې د ټولو مشر دی.

 

 2016/ 5/5  م  کال یې واده کړی.

 

 د کډوالۍ د ژوند په هکله وایي چې د وطن پرېښودل ورته ډېر سخت و. پلار یې د کډوالۍ نه مخکې غوښتل چې په کور کې یې شته کتابونه خوندي کړي او د راستنېدو نه پس یې ولولي خو له بده مرغه کله چې بېرته خپل کلي ته ستانه شول نه د کور ودانۍ پاتې وه او نه کتابونه. اتل پښتین وایې پلار مې د کور په ورانېدو دومره غمجن نه وو مګر په کتابونو پسې يې وژړل.

 

ښاغلی پښتین د عدم تشدد اتل باچا خان، د روښانیانو د تحریک مشر بایزید روښان چې په پیر روښان هم شهرت لري او د پښتنو د غني تاریخ د ادب ننګیال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني. د پوهنتون په دومره کې منظور احمد پښتین د (Tribal Students Organization) مشر هم پاتې شوی او د نړۍ د ډېرو انقلابونو او انقلابیانو په اړه یې ډېر لوست کړی.

 

منظور پښتین تر ټولو سخت او نا هیلونکي هغه وختونه یادوي چې د اسلام آباد په پرلت کې حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنله چې د دوی غوښتنې پوره شوې دي او نور به احتجاج ختموي. د ده په وینا خلک یې ډاډ او حوصله ته رابلل او تل په خپلو وینا کې به یې دا ټکي ویلو چې که حکومت ستاسو هر څه یوسي مګر ستاسو زغم او حوصله نشي وړلای او ستاسو حوصله ستاسو لوی قوت دی.

 

که څه هم منظور پښتین په مادیاتو غني ندی مګر هغه په خپل تش جېب په خپلو پښو د پښتنو کلو او بانډو ته ځي او خپل پیغام پښتنو ته رسوي. ښاغلي پښتین خپل لومړي تنظیم د محسود تحفظ تحریک په نوم په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې جوړ کړ او کله یې چې د کورنۍ او قبیلې ملاتړ ولید نو د تحریک نوم یې پښتون تحفظ تحریک ته بدل کړ. د اسلام آباد په پرلت کې منظور پښتین په خپله وینا کې دا وېلي وو چې دوی د پاکستان قانون ښه مطالعه کړی او وروسته یې غوښتنې وړاندې کړې او داسې نه ده چې دوی په پټو سترګو راغلي او غوښتنې یې د قانون خلاف وي. د ماینونو صفا کؤلو یې هله پام په پوره توګه ور واړوو کله چې خبر شو چې د ښوونځۍ یوه ښوونکي يې د ماین د جاودېدو له کبله خپلې دواړې پښې له لاسه ورکړې. مخکې له دې پېښې ده د هغو خلکو سره د مالي مرستې په ټولولو او د وینې د پیدا کولو کې مرسته کوله، چا چې د ماینونو له کبله ټپیان کېدل. مګر کله یې چې ښوونکي دواړې پښې له لاسه ورکړې نو دا یې یوه اړینه موضوع وبلله او د آسلام آباد پرلت په ترځ کې یې د ماینونو صفا کولو غوښتنه وکړه.

 

ښاغلی پښتین په خوی ډېر عاجز دی او نږدې ملګري يې وايې چې منظور ډېر شریف او ذهین زلمی دی، او په خپل مقصد مین او په خپل دریز کلک ولاړ دی. منظور احمد یو نا چاپه کتاب لیکلی او په هغې کې یې د وزیرستان په حالاتو څرګندونو کړې، پښتین دې کتاب ته اندېښمن دی او وایې چې که یې کتاب چاپ شي نو د ډېرو پښتنو او بشر پاله خلکو قهرجن احساسات به راوپاروي. ده په خپل کتاب کې د ډرون او امریکايي الوتکو د بریدونو په اړه لیکلي او د طالبانو په تګلاره او کړنو یې هم رڼا اچولې ده. د اسلام آباد د پرلت په اړه پښتین وایې چې دا یې د ژوند لویه کامیابي ده او غواړې د دې پرلت په اړه هم یو کتاب ولیکي چې په پرلت کې څه پرې تېر شول او څه یې ولیدل، د وزیرستان په ښځو او ماشومانو څه تېر شول او داسې نورې اړینې کرښې چې تر اوسه ندي لیکل شوې.

 

منظور پښتین د پښتون د وېښتابه رهبر او د یوه ستر تاریخې پښتنیز انقلاب بنسټګر دی. د ده سره خولۍ چې اوس یې هر څوک د منظوري خولۍ په نامه پېژني د یوه انقلابي سمبول په توګه نن سبا په پښتنو کې ځای موندلای دی. د منظور احمد پښتین دا ادبي ټوټه د هر پښتون په زړه کې د انقلابي ولولو څپې په حرکت راولي:

 

پښتون احساس چې رانه خاورې نکړې

نور خو مې هر څه دي بایللي ګرانه

-
بېرته شاته